د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوشمیررسنیو ولیکل :دښاغلی حامد کرزی دجمهوری ریاست مشروعیت تر پوښتنی لاندی دی

عزیزاحمد خوارمل 07.11.2009 00:26

کوم وخت چې ډاکټر عبدالله دنظار دشورا وتلی قوماندان،دشمالی ټلوالی دخوادافغانستان دجمهوری ریاست دټول ټاکنۍ و دی لوړمقام ته نوماندی سوو اودټول ټاکنۍ دسیالی په لمړی پړاوکې دوهم ځای یې ترلاسه کړ،اوپه څرګنده توګه سره دټول ټاکنۍلمړی پړاوبهیردیولړتیروتنو،درغلیواو نیمګړتیاودکبله و دوهم پړاوته ور واوښتی او ښاغلی عبدالله ددوهم پړاو دپیل دنیټی څخه یې یوشمیر شرطونه یې ودولت ته وړاندی کړاو دولت هم دهغه شرطونه یې ونه منل اوپه پای کې عبدالله عبدالله په یوی مطبوعاتی کنفرانس کې یې اعلان وکړ او وی ویل چې دجمهوری ریاست دټول ټاکنۍ د دوهم پړاوپه بهیرکې برخه نه اخلم، ددوهم پړاودګډون څخه لاس په سریم او دټول ټاکنۍ د دوهم پړاوڅخه ځان ګوښه کوم ،ددی مطبوعاتی خبر سره سم ،دافغانستان دجموری ریاست دټول ټاکنۍ کمیسون سمدلاسه اعلان وکړ چې حامد کرزی دافغانستان دجمهوری ریاست دټول ټاکنۍ نوماندی په دوهم پړاوکې ګټونکی دی اودمنل سویونورمونواوپرنسپونوپر بڼسټ دافغانستان جمهور ریس دی .وروسته ددی اعلان څخه په داهسی حال کې چې دنړی دشاخواڅخه په لمړی سرکې دستروهیوادنودمشرانودخوا دافغانستان داسلامی دولت دجمهوری ریاست دڅوکی اومقام دلاسته راوړلوپه مناسب وښاغلی حامد کرزی ته دمبارکی اوتبریکی پیغامونه په پرله پسی توګه سره ولیږل سول ،اوهمدارنګه دافغانستان جمهور ریس وژورنالسټانوته دخپل دریځ په بیانولوسره په داګه کړ چې دده نوی حکومت به د ملی مشارکت حکومت دټولوملیتونوداستازوپه ګدون سره جوړیږی او ټینګاریې پری وکړ چې یوداهسی حکومت به دټولوپیاوړیو اوپوه افغانانو په برخه اخیستنی اوګډون سره به رامنځته کړی .
دخبری رسنیودرپوټونوپربڼسټ ښاغلی حامد کرزی وروستی دیوی ورځې نه چې دافغانستان دجمهور ریس په ټوګه دټول ټاکنې دکمیسون دخوا وپیژندل سوبیا ټاکل سوی جمهور ریس اعلان یې وکړ : دملی مشارکت حکومت به دټولوملیتونو په ګډون سره رامنځته کړم . اوپه راتلونکی حکومت کې د بڼسټیزواصلاحاتوپه رامنځته کولوباندی یې ټينګار وکړاوزیاته یې کړه : په افغانستان کې داداری فساد په ورکولو اوپه دمنځه وړلواودسراسری امنیت په رامنځته کولوکې به زیار اوهاندوباسم .
په همدی ډول دټول نړی څخه په دا څوتیرورځوکې دمبارکی اوتبریکی پیغامونه دکرزی په پټه او ادرس سره ولیږل سو اوهمدارنګه دا پروسه ادامه لری .
درسنیودیوبل رپوټ پربڼسټ باراک اوباما دامریکا جمهور ریس په یوه تیلیفونی اړیکه کې چې دکرزی سره یې درلود دخپل ملګری نه یې غوښتی دی چې داداری فساددمنځه وړلودپاره دی یو واکمن اوباصلاحیته کمیسون وټاکۍ ترڅوچې په افغانستان کې دفساد په وړاندی په ټينګه سره مبارزه وکړی ، اوهمدارنګه باراک اوباماپه خپل دغه تیلیفونی اړیکه کې دامریکا اودافغانستان ترمنځ داړیکودیوی نوی پړاواودورغوښتونکی سوی دی .
په همدی ډول دنیویارک ټایمزدیولیکل سوی رپوټ پربڼسټ باراک اوباما دکرزی څخه یوه بله ستره غوښتنه یې هم کړه ده ، هغه داچې هغه کسان چې په افغانستان کې دمخدره توکوپه قاچاق اوتجارت باندی تورن اوککړدی ، لکه دقندهار دولایتی شورا ریس احمد ولی کرزی دښاغلی کرزی ورور ،محمد فهیم قسیم چې په تیرووختونو کې د دفاع وزیروو اودا اوس مهال کرزی صاحب خپل مرستیال یې ټاکلی دی دواړه دامریکا ددولت په تورلیست کې ترڅارنی اوپلټنی لاندی دی او په همدی ډول دامریکا د دولت په تورلیست دریم کس پهلوان عبدالرشید دوستم دی چې هغه هم دامریکا ددولت په تورلیست کې ترڅارنی اوپلټنی لاندی دی ،اوهماد ډول دبشری حقونودنړیوال سازمان دمستندواسنادواوشواهیدوله مخۍ چې دشمال په سیموکښې پهلوان عبدالرشید دوستم دطالب ځواکونو دتسلیم سوی ډېرشمېرجنګیالیوپه وژنوباندی چې بیله محاکمی څخه طالبی ځواکونه یې وژلی اوترورکړی دی په دی تور اوجنایت تورن دی ، دامریکا دولت د دی دریو کسانودسپارلو غوښتونکی دی چې دامریکا په محاکمواویادملګروملتونوپه نړیوال محاکمه کې چې په قاچاق ،وژنو اونورو جنایتونوپه تورککړاوپه جنایت تورن دی ، ددی کسانو ورسپارل ومحکمی ته دادامریکایی جګپوړوچارواکواو داروپایی جګپوړوچارواکو غوښتنه ده چې دوی دی بایدمحاکمه سي ، دیوی لوری نه ددی غوښتنوعملی کیدل دحامد کرزی دواک اوتوان څخه لیری ښکاری که عملی اوترسره یې کړی کیدی سی چې نوی دولت دیوی نوی کړکیچ اوډېروستونزوسره مخامخ سی ؟اودبلی لوری نه ددی دروکسانواویا په تورلیست دنوروکسانو دسپارلوموضوع که عملی اوترسره یې نه شی ؟ بیا به نو دښاغلی کرزی دولت دامریکا ددولت پوځۍ اومالی ملاتړ دځانه سره ونه لري دی .
درسنیودیوبل رپوټ پربڼست دروسیی جمهور ریس دیمتری میدودوف هم دیوپيغام په لیږلوسره دافغانستان دجمهوری ریاست ومقام ته دحامد کرزی بل ځل ټاکنۍ ته یې مبارکی اوتبریکی ویلی دی ،میدویدوف په خپل دغه پیغام کې ویلی دی : دافغانستان هیواد دی دیودموکراتیک مستقیل هیواد په ټوګه دافغانستان دټولنیزاواقتصادی مطلوب وضعیت سره رامنځته سي او دروسیی هیواددی ته تیار دی چې ددی هیوادسره مرسته وکړی .
په همدی ډول دامریکا دبهرنۍ چارو وزیره میرمن هیلاری کلینتون هم دحامد کرزی دټاکل کیدوپه مناسبت مبارکی ویلی ده اودښاغلی کرزی نه یې ملاتړ اعلان کړه اوهمدارنګه هیلاری کلینتون دعبدالله عبدالله په اړه یې ویله ده : که څه هم عبدالله دټول ټاکنۍ ددوهم پړاوڅخه ځان یې کوښه کړ اودافغانستان خلک خپل هوټ یې ده ته ورکړ اوخلکو دهغه نه یې ملاتړ وکړ .
درسنیودرپوټ پربڼسټ دملګروملتونوسرمنشی بان کی مون هم په یوه اعلامیه کې چې د ملګروملتونودسازمان دخوا په کابل کې خپور سوی وو ددی سازمان دخواوکرزی ته دهغه دټاکل کیدوپه مناسبت مبارکی اوتبریکی ویل سوی دی .
همدارنګه په همدی حال کې دالمان (جرمنۍ) داشپیګل اونیزه خپرونه په اشاری سره دحامد کرزی دټاکل کیدوپه اړه دافغانستان دنوی جمهور ریس په توګه اودټول ټاکنوډول اوترسره سوی کړنی یې نه خوشحالیدونکی یې وبلل ، په همدی ډول ددی اونیزی ددی لیکنۍ پربڼسټ چې لیکلی یې دی : دحامد کرزی دا ډول ټاکنه په راتلونکی کې دامریکا ودولت ته به ډېری ستونزی رامنځته کړي .
همدارنګه په دی څوتیرو ورځوکښې دافغانستان د دولت دمشروعیت بحثونه درسنیواودامریکا د دولت په اصلی اوبڼسټیزو ستونزوباندی اووښتی دی .
په داهسی حال کې چې لویدیز په افغانستان کې ویوی نوی پړاوته خپل ځان جوړه وی او تیاره وی ،طالبانودیوی بیانی په خپرولوسره ،حامد کرزی یې دلویدیز دلاس نانزکه او(ناوه کی ) او لاس پوڅی یې وبلل ، اوطالبانو دټول ټاکنۍ د دوهم پړاو دبهیردلغوه کیدوپه هکله یې زیاته کړی ده : اوسمهال دغه مسله په ثبوت رسیدلی دی چې دافغانستان په هکله پریکړی په وا شینګتن اولندن کې نیول کیږی او په کابل کې اجرا اوعملی کیږی .
دطالبانوپه دی بیانی کې راغلی دی : ډېرحیرانه ونکی اوتعجبونکی مسله خو دا دی چې یوازی دوې- ۲-اونۍ مخکې ، په ټول ټاکنوکې دتیروتنواودرغلیو خبری کیدلی اوپه دی تیروتنواودرغلیوکې دکرزی اودعبدالله درول اوبرخی اخیستنی څخه ډېر ویل کیدل اما دهمدی تیروتنو ، درغلیو اوناچله اوتقلبی هوټونوپربڼسټ حامد کرزی دجمهور ریس په توګه وټاکل سو او پسله هغه نه سمدلاسه ډېرژرپه لنډوخت کې دواشینګټن اولندن څخه دمبارکی اودتبریکی پیغامونه وښاغلی کرزی ته ورلیږل سول . /