تاج ملک د کرکټ د ملي لوبډلې مرستيال روزونکی وټاکل شو
02.11.2009 00:26د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې د افغانستان د کرکټ بورډ د رييس ډاکټر عمر زاخېلوال له منظورۍ وروسته د کرکټ بورډ لخوا تاج ملک علم د افغانستان د کرکټ د ملي روزونکي په توګه ټاکل شوى دى .
له دې وروسته به ملک د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ديوه بهرني روزونکي ترڅنګ د مرستيال روزونکي په توګه هم دنده ترسره کوي .
دغه راز هغه به دافغانستان د ځوانانو لوبډلو ( ١٩ کلنو، ١٧ کلنو او ١٥ کلنو) لوبډلو لوبغاړو ته هم روزنه ورکوي .
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان د کرکټ بورډ عملياتي مرستيال الله داد نوري تاج ملک ته په نوې دنده مبارکي ورکړې او دهغه دلا برياليتوب هيله يې څرګنده کړې ده .
د يادونې وړ ده چې تاج ملک علم له دې مخکې هم دافغانستان د ملي روزونکي په توګه دنده ترسره کړې او ملي لوبډلې وکولى شول چې په ډېرو نړيوالو سياليو کې ښې برياوې ترلاسه کړې .
په دې برياوو کې تر ټولو مهمه د انګلستان په جرسي ټاپو کې د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي په لومړي پړاو کې دافغانستان اتلولي وه.
دا هم د يادولو ده چې دا څو کاله د کرکټ په بورډ (مخکې فدراسيون) کې ډېری جنجالونه د الله داد نوري او تاج ملک تر منځ پېښ شوي دي چې د ملي لوبډلې له روحيې برسېره یې په هېواد کې د کرکټ پرمختګ ټکنی کړی هم و.
د کرکټ څارونکي او مينه وال به اوس دا هيله لري چې د کرکټ په بورډ کې ټولې غاړې پخوانۍ خپلمنځي ستونزې یوې خوا ته کېږدي او په هېواد کې د کرکټ پرمختګ ته پام وکړي.