د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې د پښتو نړیوال کنفرانس جوړ شو - ګزارش

ګل آغا احمدي وردګ 12.10.2009 11:06

د ۱۳۸۸ د تلې ۱۶/ ۱۷ نیټه
د ۲۰۰۹ د اکتوبر ۸/ ۹ نیټه

د افغان کلتوري ټولنو د جرګې په نوښت د کابل ښار د لویې جرګې په تاریخي خیمه  کې د پښتو دوه ورځنی نړیوال کنفرانس جوړ شو. دغه کنفرانس چې د ۱۳۸۸ د تلې د میاشتې په ۱۶ نیټه پيل شوی وو د یو شمیر مثبتو پایلو سره یو ځای د ۱۳۸۸ د تلې د میاشتې د ۱۷ نیټې په ماښام پای ته ورسیده چې د هیواد یو شمیر لوړ رتبه دولتي چارواکو، د کابینې یو شمیر وزیرانو، د ملي شوری وکیلانو، پوهانو، استادانو،  د کلتوري کړیو استازو، مینه والو د کوزې پښتونخوا او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلیو میلمنو  پکې ګډون کړی وو چې شمیر یې د زرو تنو په شاوخوا کې اټکل کیده.

د پښتو نړیوال کنفرانس چې سرچینه یې له کوزې پښتونخوا څخه اخیستې او تر دې مهاله وخت پر وخت شپږ ځلې په پیښور او کویټه کې دایر شوی وو اووم ځل کابل د دې ډول یوه ستر او تاریخي کنفرانس کوربه وو چې د ځانګړي نظم، خاص کاري میتود او مثبتو پایلو درلودونکی وو.

په کابل کې د پښتو د نړیوال کنفرانس د پیلیزې غونډې ویاند ښاغلی عبدالغفور لیوال وو او د ښاغلي قاري فضل الدین سراجي په تلاوت او هیواد ملي سرود سره د سهار په ۱۰ بجو پيل شوه.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزیر محترم عبدالکریم خرم د افغانستان د ولسمشر جلالتمآب حامد کرزي پيغام و لوست چې د خپل پیغام په لړ کې یې د کنفرانس په جوړیدلو خوښي څرګنده کړې وه او دغه ډول کنفرانسونه یې د وخت یوه مهمه اړتیا ګڼلې وه. همدارنګه د هیواد ولسمشر د دې ډول سلسلې د ادامې هیله څرګنده کړې وه او د هیواد روان ناورین ته د پای د ایښودلو، سولې او امن په راتللو کې یې مهم ګام ګڼلی وو. جلالتمآب حامد کرزي په خپل پيغام کې دغه ډول کنفرانسونه د پښتنو د ټولو پرګنو تر منځ د یووالي، علمي او کلتوري بنسټونو د پلي کولو په لاره کې د یوه مهم ګام په توګه یاد کړی او د هغه د بریالیتوب هیله یې څرګنده کړې وه. د پیغام په وروستۍ برخه کې د هیواد و لسمشر د افغان کلتوري ټولنو د جرګې له کارډلې څخه مننه څرګنده کړې وه چې د هیواد په پلازمینه کې یې د داسې یوه ستر نړیوال کنفرانس تابیا کړې وه او ټولو راغلیو میملنو ته یې ښه راغلاست ویلی وو.

د پښتونخوا د وزیر اعلی جلالتمآب امیرخان هوتي پیغام د ښاغلي ډاکتر فضل الرحیم مروت له خوا ولوستل شو چې نوموړي هم د خپل پیغام په ترځ کې د سیمې د امن لپاره هیله ښودلې وه او د هغو استعماري سیالیو یادونه یې کړې وه چې پښتون قوم یې د جګړو، بدبختیو او ورانیو په لوګیو کې راګیر کړی او په هوښیارۍ سره یې له هغه څخه د وتلو غوښتنه کړې وه. هغه همدارنګه د پرمختګ په لاره کې مثبته سیالي، امن، سوله او ښه ژوند د پښتنو طبیعي حق ګڼلی د ویاړونو د بیرغ د ساتلو ږغ یې کړی وو. نوموړي همدارنګه د خپل پیغام په ترځ کې افغانستان د آسیا د زړه په توګه یاد کړی وو او د دې زړه د ساتلو هیله یې څرګنده کړې وه څو ټوله نړۍ ورسره آرامه وي. نوموړي په ټولو پښتنو شاعرانو، ادیبانو، لیکوالانو او پوهانو ږغ کړی وو چې د مثبتو پایلو سره یو ځای دغه کنفرانس بریالی کړي.

ورپسې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په کابل کې د پښتو نړیوال کنفرانس ته د راغلیو پیغامونو یادونه وشوه او د ویاند له لوري د کنفرانس د کار طریقه یا اجندا ګډونوالو ته تشریح شوه.

ښاغلي زرین انځور د غونډې پيلیزه وینا وکړه او د خپلې وینا په ترځ کې یې د پښتو د نړیوالو کنفرانسونو پر سلسله ځغلنده نظر واچاوه او خپله وینا یې په څو مهمو ټکو را و څرخوله چې ډیرې مهمې برخې یې د کنفرانس نوې بڼه، د اساسي ستونزو څیړل، د پښتو ژبې او کلتوري ودې د مسایلو په هکله د یوې استراتیژۍ د طرحې رامنځته کول، د اړوندو لوریو تر منځ د اړیکو ټینګښت، د متمدنې نړۍ د حقایقو په رڼا کې د پښتنو ستونزو ته حل لارې موندل، د سوله ایزو هڅو پياوړتیا، د ښوونیزو ستونزو هواری، د لویو ګواښونو په ګوته کول او داسې نور. نوموړي همدارنګه د خپلې وینا په لړ کې د پښتو د نړیوال کنفرانس ټولو ګډونوالو او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلیو استازو ته ښه راغلاست ووایه او په نوموړي کنفرانس کې یې د ګډون له کبله مننه ترې وکړه.

شبوګلې او مقدر له یوه منظم موزیک سره یو ځای د ماشومانو یوه خوږه ترانه په ترنم سره و ولوسته چې د زیاتو ګډونوالو له سترګو یې اوښکې و بهولې او د ماشومتوب دور یې ور په یاد کړ. د اوښکو سلسله د ښاغلي ممنون مقصودي د هغه شعر په ویلو سره نوره هم زیاته شوه چې د وطن د مور تر نامه لاندې ارواښاد شهید سید بهاوالدین مجروح لیکلی وو او ښاغلي ممنون مقصودي په ځانګړي هنري ډول سره دیکلیمه کړ چې د حاضرینو په تودو چکچکو بدرګه شو.

ښاغلي ډاکتر خوشحال روهي په کابل کې د پښتو د نړیوال کنفرانس موخې او هدفونه د یوه پریزنیټشن په شکل وړاندې کړل چې په څلورو لویو موخو را څرګندیدل چې د پښتو ژبې وده، د ناوړه دودونو سمون،  د کلتوري هڅو همغږي او نږدیوالی، په نړیوال جال باندې د پښتنو د اړیکو او ګلوبلایزیشن یا نړیوال کیدو په مهم دور کې د پښتو ژبې د ساتلو، ملاتړ او پر مختګ مسایل  او د ستونزو څیړل یې مهمې موخې دي. همدارنګه د کلتوري او ښوونیزو چارو په ډګر کې د پښتنو د هڅو همغږي کول، له یو بل سره د افکارو تبادله، پیژندنه او د یو بل له تجربو څخه استفاده د دې کنفرانس بله لویه موخه ده چې له کبله یې دغه نړیوال کنفرانس جوړ شوی دی. د پښتني استعدادونو وده، د هڅو شریکول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له پښتنو لیکوالو، شاعرانو، لیکوالانو، پوهانو او ادیبانو سره د دوی د هڅو، ژباړې او لیکنې په برخه کې د هڅو همغږي کول بله هغه لویه موخه ده چې په کابل کې به د پښتو نړیوال کنفرانس پالي. پښتنو ته به ورپیښې روانې ستونزې راسپړي، تشخیص کوي به یې او هغه ته د دې کنفرانس د ګډونوالو د نظریاتو په رڼا کې حل لاره مومي.

منګل افغان د (زما مورې) تر سرلیک لاندې  یوه ښکلې سندره له خوږې موسیقۍ سره یو ځای د غونډې ګډونوالو ته وړاندې او محمد نعیم محمدزي د شپنو د زړه وړونکي شپیلۍ د غږ  په وسیله په کابل کې د پښتو د نړیوال کنفرانس پرانیستونکې  غونډې ته د پای ټکی کیښود او د کنفرانس ټول ګډونوال غرمنۍ ته دعوت شول.

د ۱۳۸۸ د تلې په ۱۶ نیټه د ماسپښین د لمانځه څخه وروسته د لویې جرګې د تاریخي خیمې په کاري خونو کې د څلورو ورکشاپونو په بڼه د کنفرانس د لومړۍ ورځې دویمه برخه پيل شوه چې د ۱۳۸۸ د تلې د ۱۷ نیټې تر غرمې پورې یې دوام وکړ په داسې شکل چې لومړی د موضوع په اړوندې ستونزې تشخیص او بیا تشخیص شوو ستونزو ته د حل معقولې او علمي حل لارې و لټول شوې چې پایلې یې د همدې ورځې د غرمې وروسته په جوړه شوې عمومي غونډه کې د ورکشاپونو د ویندویانو هر یوه ښاغلي ډاکتر ابراهیم شینواري، ښاغلي زردشت شمس، ښاغلي ملنګ ابراهیمي او ګل آغا احمدي وردګ په وسیله اعلان شوې.

د کاري کمیټو د راپورونو تر اوریدل کیدو وروسته ښاغلي ډاکتر خوشحال روهي له هغو یو شمیر موسساتو، اشخاصو او اړخونو څخه مننه وکړه چې په کابل کې یې د پښتو د نړیوال کنفرانس د تدویر په چارو کې برخه اخیسې ده. ښاغلي ډاکتر خوشحال روهي د غونډې ویندويي د کوزې پښتونخوا څخه راغلي میلمه ښاغلي ډاکتر عالم یوسفزي ته و سپارله چې په جذابه ویندويۍ سره یې د غونډې د ګډونوالو د مسلسلو چکچکو او هڅونو پاملرنه خپلې خواته ورجلب کړه او د پښتو ژبې نومیالي څیړونکي، تاریخ پوه، لیکوال، شاعر او ادیب ښاغلي استاد حبیب الله رفیع ته یې د مجلس د ارزونې د وینا د اورولو بلنه ورکړه.

استاد حبیب الله رفیع په کابل کې د پښتو د نړیوال کنفرانس ډیر مثبت ارزیابي کړ او ځینې هغه ستونزې یې په ګوته کړې چې لوی افغان ولس د عصر په دې مهم پړاو کې ورسره مخ دی. نوموړي وویل چې د ټولو ستونزو سره سره دغو لویو غمیزو پښتون ولس ته یو مثبت ټکی هم له ځان سره درلودلی دی چې هغه د ولس بیداري ده، په ښه توګه د یو بل پيژندنه، ملي یووالی، په ډراماتیکه توګه د پښتو ژبې وده، له یو بل سره همغږي او د یو بل په ژبه، افکارو او آندونو پوهیدل ګڼل کیږي. نوموړي همدارنګه د پښتنو د بیلوالې د ناوړه هڅو د شنډیدلو په هکله  دغه مشهور متل هم د خپلې وینا په ترڅ کې یاد کړ چې (اوبه په ډانګ نه بیلیږي)  او د بیلتون ټولې فرضي، جبري او استعماري کرښې پښتانه له یو بل څخه نه شي بیلولی چې د پښتو د نړیوالو کنفرانسونو سلسله یې یوه غوره نمونه ده. پښتانه باید علم دوست، ځیرک، هوښیار، سوله او امن خوښوونکي وي او د خپلو علمي او کلتوري ارزښتونو د پياوړتیا په وسیله د دې روان ناورین او سترې بدمرغۍ مخه و نیسي چې دغه ستر ملت ته متوجه ده. نوموړي د پښتو کتابونو، خبري رسنیو او کلتوري ارزښتونو د پياوړتیا پر بهیر خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې پخوا زموږ د ودې بهیر د حکومتونو په لاس کې وو او د هغه رحم ته به اړ وو چې پرمختګ ډیر محدود وو خو اوس چې دغه پر مختګ د ولس لاس ته لویدلی دی نو موږ د زرګونو پښتو کتابونو، ورځپاڼو، مجلو او بریښناپاڼو شاهدان یو چې پښتنو ته یو ښه زیری په خپله لمن کې لري. استاد حبیب الله رفیع خپلې خبرې په دغه دوو بیتونو سره پای ته و رسولې چې:
په پښو د دښمنانو نه مړه کیږو
د پښتو شمع بلیږي په توپان کې

د کوزې پښتونخوا او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د راغلیو میلمنو او استازو له لنډو ویناوو څخه وروسته په کابل کې د پښتو د نړیوال کنفرانس پریکړه لیک د آغلې یاسمین څیړۍ له خوا و لوستل شو چې د پښتنو د ستونزو د حل لارې لپاره یې اړوندو اړخونو ته یې یو لړ مهم وړاندیزونه له ځان سره درلودل. په کابل کې د پښتو د نړیوال کنفرانس کاري او د ویناوو برخه د هیواد د یوه درانه مشر ښاغلي میراجان سحیقي له لوري په دعاییه پای ته ورسید. د دعا له لوستلو وروسته د مازدیګر لمونځ ادا شو او له لمانځه څخه وروسته په کابل کې د پښتو د نړیوال کنفرانس د یو لړ تفریحي او هنري برخو لړۍ پيل شوه چې د باتوراندود په ننداره، د لوی افغانستان د هنرمندانو د شمیر ملي سندرو او ملي اتڼ په اجرا سره د ماښام په ۶ بجو پای ته ورسیده. د دې کنفرانس انځوریز راپور او نور تفصیلات به وروسته خپاره شي. په کابل کې د پښتو د نړیوال کنفرانس شعار دا وو:

پښتنو قبیلویت پریږدﺉ، ملت جوړ کړﺉ.