د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ د بورډ چارې به نور الله داد نوري پرمخ بيايي

خبري - څانګه 01.10.2009 21:15

افغانستان د کرکټ بورډ د مشر او د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال  لخوا د افغانستان  د کرکټ فدراسيون پخوانى رييس الله داد نوري د کرکټ بورډ د  د نوي عملياتي مرستيال او د بورډ د  غړي په توګه ټاکل شوى دى .

دا خبره د افغانستان د کرکټ بورد وياند او مطبوعاتي مسوول جاوېد هميم کاکړ ټول افغان ټکی کام ته کړې ده.

هميم وايي چې له دې وروسته به د کرکټ ټولې معاملې د ښاغلي الله داد نوري لخوا پرمخ وړل کېږي .

پرون له غرمې وروسته د کرکټ په سټيډيوم کې د لسګونو لوبغاړو او د ولاياتو د نمايندګانو پر وړاندې د کرکټ بورډ د مسوولينو لخوا ښاغلى الله داد نوري معرفي کړى شو .

د يادونې وړ ده چې الله داد نوري پخوا د ټاکنو له لارې د کرکټ د فدراسیون مشر ټاکل شوی و چې بيا وروسته په مشرۍ لانجه رابرڅېره شوه، د کرکټ فدراسیون په بورډ بدل شو او ولسمشر حامد کرزي د کرکټ د بورډ غړي وټاکل او د ماليې وزير ډاکتر زاخېلوال یې د بورډ مشر کړ.

پخوا به د کرکټ د بورډ مشران د ټاکنو له لارې ټاکل کېدل. معلومه نه ده چې د کومې لايحې په اساس ولسمشر حامد کرزي د بورډ غړي او مشر او ډاکتر عمر زاخېلوال الله داد نوري د عملياتي مرستيال او چارواکي په توګه ټاکلی دی. داسې برېښي چې تر اوسه په دې اړه ټولې پرېکړې سياسي دي او د کرکټ بورډ کومه ځانګړې لايحه نه لري چې له مخې یې د بورډ غړي او مشران وټاکل شي. خو که د افغانستان کرکټ بورډ غواړي چې سالمه اداره ولري، عمر یې ډېر، او په راتلونکي کې د اختلافاتو مخه ونيسي بايد چې خپله لايحه ولري او د لايحې په رڼا کې خپل کارونه پرمخ بوځي او چارواکي وټاکي.