د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يواځې سلطان منادي؟

مجيب الرحمان انګار 19.09.2009 16:02

خبر مو ترلاسه كړ چې د افغانستان دولت د وژل شوي افغان ژورنالېست ارواښاد سلطان منادي په نوم يو واټ نومولى دى، چې د يوه ژورنالېست په توګه د نوموړي وزارت ددې كار ستاينه د زړه له تله كوم، خو ورسره دومره وايم چې:

آيا ارواښاد جان الله هاشمزاده هم ددې خاورې او وطن ژورنالېست او خواخوږى نه و؟. سره له دې چې د ارواښاد هاشمزاده ژورنالستك کارونه تر منادي ډېر ول او له بلې خوا ارواښاد جان الله هاشمزاده د ژورنالېزم د اصولو له مخې يو خورا زړور او رښتونى ژورنالېست و.

خبره له سلطان منادي سره د كوم تعصب او يا عقدې پر بنسټ نه ده، موږ د هغه په بې رحمانه وژنې ډېر خواشيني يو او د هغه په نوم د كوم سړك يا واټ نومونه نيك ګام ګڼو، خو پوښتنه دا ده چې په يوه هېواد كې په يو ډول شراېطو كې د دوو ورته څېرو (سره له دې چې يو يې په ځينې اړخونو كې قوي دى) ترمنځ ولې د مور او مېرې سلوك كېږي؟

له دې څخه خو داسې انګېرل كېږي، چې زموږ دولت د خلكو پر خولو حساب كوي، په چا پسې چې د خلكو نغارې ډنګېږي، دوى به يې هم نوم پر سړكونو او واټونو ليكي او ددې خاورې رښتيني خدمتګاران چې قوم يې ويده وي د خبرو او حق غوښتلو څوك نلري، د خوار جان الله هاشمزاده غوندې به بې نومه او بې نښانه تر خاورو لاندې كېږي.