د سولی پیغام
16.09.2009 17:44موږ جنګ ځپلې ټولنه په اوسنيو شرایطو کی نه یواځې اقتصادی بیاراغونې ته ضرورت لري بلکه د خلکو روحي او ذهني راغونی ته هم د ټولو نه زیاد اړتیا ده ، دری لسیزو جګړو زموږ د هیواد د اقتصادي بنسټونو د ویجاړولو تر څنګ زموږ د خلکو پر ذهنونو او کړووړو باندی هم منفی اغیزه کړې او زموږ په ټولنې کی یی د سوله ایز ژوند، زغم ،ورورګلوۍ او د یو بل سره د اړتیا په وخت کی د مرستې او لاس نیوی روحیه چی زموږ د ویاړلي کلتور او دود اودستور یوه برخه وه ډیره کمزوری کړې ده .
د هیواد اقتصادي راغونې لپاره بهرنۍ مرستی هم پکاریدلی شي خو د ټولنی ذهني راغونه بیا یوازی د افغانانو کار دې پدی لاری کی هیڅ کوم بهرنۍ هیواد زموږ مرسته نشي کولې د ا د هیواد د هر شاعر لیکوال او د ټولنې د ړوند آندي او هیواد پال افغان ملی او اسلامی دنده ده چی دا ارزښتونه بیرته راژوندی کړي او په هیواد کی د سولی او امنیت د راتلو پخاطر هلی ځلی وکړي او پری نیږدي چې زموږ دا ویجاړ ګډ وطن نور هم د جنګ په سرو لمبو کی وسوزي او د هری ورځې په تیریدو سره د کونډو رنډو او یتیمانو په شمیر کی نور هم زیاتۍ راشي.
د سولی پیغام کتاب زموږ د جنګ نه راوتلی رنځوری ټولنی کی د سولی او ورورګلوي د پیغام د خپرولو په
موخه د ۲۰۰۹ د سولی د بین المللي ورځی په ویاړ خپره سوې ده، پدی کتاب کی د ښاغلي حفیظ الله خالد یو شمیر پښتو او دری شعرونه او لیکنۍ چې وطن کی د سولی، پخلاینۍ د ضرورت په اړه دي راټول سوي دي ، دا کتاب په ۹۰ مخونو کی د دانش د خپرندوی ټولنې لخوا په ښه صحافت له چاپه راوتیلی ده ، څرنګه چی لیکوال د کتاب په سریزی کی هم ورته اشاره کړې د کتاب اکثر لیکنې د هیواد د پیښو په مقابل کی د لیکوال د زړه آواز ده.
د بیلګی په توګه کله چی هغه اوري د هیواد ښوونځي چی د وطن راتلونکی نسل د ښوونی او روزنی ځای دی په بیرحمۍ سوزول کیږي اوبیا خبریږي چی د بلیونونو ډالرو بهرني مرستو او بین المللی ټولنې د موجویت سره سره د هیواد په ځینو سیمو کی زموږ هیواد وال د بیوزلۍ او نیستي نه د وچی ډوډۍ د اخستلو وس هم نلري او دی ته مجبوریږي چی د ډوډۍ پر ځای واښه وخوري خالد هم لکه خپلو نوروهیوادوالو د خپل وطن پدی ناوړه حالت ځوریږي او د وطن حال تر عنوان لاندی ، دا پیښې د نظم په ژبه داسی بیانوي:
هرښوونځی چی په وطن کې نن سوځیږي
زړه می اور واخـــلی هـــډونه می ویلیږي
چې د ولږې نه انسان هلته واښه خــوري
څنــګه ستوني نه به زمــا ډوډي تیریږي .
همدا رنګه خالد د هیواد په ځینو نورو تراژیدی پیښو چی په لسګونه کورنی یی د غم په تغر کینولي د نظمي لیکنو له لاری خپل غبرګون څرګندوي او د جنګ د ښکیلو غاړو نه غواړي چی نور دی زموږ دی سوزیدلي بڼ ته اور نه اچوي..
د کتاب مینه وال کولی شي ٬د سولی پیغام ٬له لاندنیو پتو ترلاسه کړي :
په کابل کی د دانش کتاب پلورنځی ، پخته پلورۍ کوڅه ، جا ده څلور لاری.
د ویانا په ښار کی د آریانا پلورنځي د ویانا د ښار شپاړسمه ناحیه
په نورو هیوادونو کی زموږ ګران هیوادوال کولی سی د کتاب د لاسته راوړلو لپاره د هسکو بشري ټولنی سره په تماس کی شي د کتاب د پیرودلو عاید به د هسکو د خیر ښیګڼی د ټولنی له لاری افغان بی پلاره او بیوزلو ماشومانو سره د مرستی په لار ه کی وکارول شي .
د هسکو د ټولنی ویب پانه:
www.help-afghan-school-children.org
د ټولنی بریښنا لیک :
hasco@chello.at