د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکتر صاحب مصداق! پیژندګلوی موهراړخیزه ده ؟

شریف 21.06.2009 10:27

دایوه منلی شوی خبره ده چی دامهال د افغانستان د جمهوری ریاست لپاره ودریدلی او یا په بله خبره درول شوی کسان خورا زیات او له یوه معقولی کچی وراووښتی دی ، هر ډول کسان پکی راټاله دی ، هرڅوک پدغه څو څلويښت کسیزه ډله کی ددی لاپلی وهی چی یوازی همدی او یا همدا د جمهوری ریاست لپاره یو ريښتینی او مخور داسی کاندید دی چی دافغان ولس ټولی هیلی به پوره او ګران افغانستان به د پرمختګ په یوه داسی لاره روانوی چی دنړی له نورملکونو سره د تګ اوسیالی جوګه وی .
ښاغلی مصداق صاحب داوسنی اساسی قانون دپلی کولو په اړه وړاندیز مو ډیر ښکلی او پرځای دی خوله دی سره سره موکله دی ته هم سترګی نیولی دی که نه ؟ چی پدی تیره غم لړلی موده کله همداقانون د حکومتی چارواکو په ټولو کړونو په هراړخیزه توګه عملی شوی دی ؟ که یی څوک عملی نکړی دهغوی لپاره داسی بله مرجع قانونی دروازه شته چی له سرغړوونکو سره حساب کتاب وکړی؟ که په هیڅ یوه برخه کی په پوره ډول نه وی عملی شوی نوبیا تاسی څرنګه اوس دا طمع تری کوی چی په دی تانده او بی ساری قدرت ته درسیدو په منډو ترړو کی دی عملی شی.
دافغانستان له دریو لسیزو په اوږده غمیزه کی چی دروسانواوکمونستانو په مټه کوم دنفاق ، توپیر ، بیلتون، تیری او وحشت تخم وکرل شو هغه یوازی په هماغه خپل لومړی ډول پاته نه بلکی هرچاورته دخپلو ګټو او موخو لپاره دوخت دغوښتنی سره سم کیمیاوی سره ورکړه ، ځمکه یی ورته نرمه کړه او آن دهوا سمون یی هم ورسره یقینی کړ.
نړیوال ځواکونه دلته خپلی موخی ته ورسیدل، ګاوندیو هیوادونو هریوه په خپل وار داسی ناکردی دلته ترسره کړی چی په دی ځمکه یی تاریخ په خپلو پاڼوکی ساری نشی موندلای، داسی ډول ډول او له هر لوری سره تړل شوی پردی مزدوران دلته دګران افغانستان په پاکه لمنه کی وروزل شول چی اوس په خدای قسم له عادی افغان نه یی دښه او بد کس تعریف او پیژندګلوی ورکه کړی ده .
دافغان ولس ویښ ،په علمی پوهه سمبال او په اسلامی سپیځلی عقیده روزل شوی بچیان به هیڅکله هم دیادوشویو تورمخو مزدورانو په لوبه تیرنه ووځی ، هیڅکله به دهغوی دڅیری په بدلولو له هغوی سره دافغانستان دپرمختګ اوسوکالۍ ترنامه لاندی خپل ريښتینی سوچه افغانی لاسونه یو نه کړی .
دهرافغان په آند دا یو څرګند حقیقت دی چی دافغانستان جګړه ، ناخوالی ، دیوه اوبل قوم ټکول او ترټل په خپله دافغانانو کار او پلان نه بلکه دهغو نړیوالو او ترډیری کچی دګاونډیانو کار او پلان دی چی دلته په دی ستراتیژیکه ځمکه پوری یی اقتصادی او نوری هرډول ګټی تړلی دی . دغه داقتصادی او مالی خوبونو لیونی به لاهم دلته جګړه په یوه او بل نامه کله سړه او کله بیاګرمه ساتی ، کله یی چی دکبانو نیولو ته اړتیا رابرسیره شی نو اوبه به خړوی او کبان به نیسی ، خوله ددی سرټکولو پرځای راځی چی په خپله را ویښ شو او هغوی دغه شان کړنو ته پرینږدو.
ډاکترصاحب مصداق ! که هغه ملکونه چی په افغانستان کی لښکری لری اوستاسو په آند اوس په افغانستان کی په خپلو غلطیو پوه شوی وی نو ددی روانی لوبی په درشل کی ولی بیاهم له مختلفو لوریو سره دتړلو دروازو ترشا ناستی پاستی کوی ؟ دا سراوسه د ولایت دامتیاز او وزارتو ویش ولی پیل شوی دی ؟ دا دافغانستان دسیاسی شخصیتونو په سره ولی په ډاګه سودا ترسره کیږی ؟ اویا نور داسی څه چی ژبه او قلم می یی دافغانیت له نامه سره دجفا په رنګ د رنګیدو له ویری له څرګندولو ګونګی پاته کیږی .
نړیوال ځواکونه ، زمونږ ګاونډیان ، ذیربطه ځواکونه به څرنګه دافغانستان لپاره په دی اوسنی نازک او حساس وخت کی داسی یو جمهور ریس ومنی چی هغه دی زیاب نه زیات ،یوازی څلویښت په سلو کی دافغان ځوریدلی ولس لپاره په خلاص مټ کار وکړی .
دښاغلی ډ‌اکتر اشرف غنی احمدزی له ستاینی او پیژندګلوی له شریکولو مو یو جهان مننه ، داهر هغه افغان ته چی په لویدیځو هیوادونو او دامریکی په متحده ایالاتو کی اوسیدلی وی بیاترهرچا ښه جوته ده چی ښاغلی احمدزی دتل لپاره په بهرکی هم ښه ژونددرلود او له دی سره سره تل په نړیواله کچه په علمی او پوهنیزو چاپیریالونو کی روزل شوی او خورا ښه ځلیدلی دی ، خوزما سره داسی یوڅوټکی شته چی له ملګرو او خپل ولس سره شریکول غواړم :
• دښاغلی احمدزی له علمی پوهی سره سره داهم یقینی کول په کار دی چی آیا دنوموړی روغتیا اوس ددی جوګه ده چی په دی اوسنی حالت کی دافغان ولس خورا درانده مشرتوب ته په پوره ځواک مټه ورکړی ؟
• له نړیوالی پوهی او بلدتیا سره داهم اوس جوتول په کاردی چی ښاغلی احمدزی په کور دننه له اوسنی سیاسی ، اجتماعی ، اقتصادی او له ټولو مخکی اسلامی او افغانی عقیدی او مینی سره ترکومی کچی په ریښتیا زړګی کچکول کولای شی ؟
• دافغانستان دجمهوری ریاست چوکی ته درسیدو په موخه یی دنړیوالو ځواکمنو سره د تړلو دروازو ترشا څومره وړتیا ښودلی ؟ اوهلته یی تر کومی کچی ځواکمن ملاتړ تر لاسه کړی دی ؟
• دافغانستان د جمهوری ریاست چوکی ته درسیدو له خوند څخه وروسته یی ددی ملک او ولس لپاره کاری پلان ، کاری ټلواله او آن علمی او عملی پوهه له شته واقعیتونو سره تر کومی کچی اړخ لګوی؟
• دښاغلی احمدزی ورور، ښاغلی حشمت غنی احمدزی به ترکومی کچی دده له واکه د خپلو اقتصادی او سوداګریزو منډو ترړو ( هغه که توری دی که سپینی ) لپاره ګټه اوچته کړی ؟ ځکه همدا لوی لامل وو چی د ښاغلی احمدزی ځینو ملاتړو دهغه له ملاتړه لاس په سر شول .
• دښاغلی احمدزی خپله ، دکورنۍ او کورنیزچاپیریال اسلامی ځواکمنتیا ترکومی اندازی ده ؟ او آیا دسیاسی او نور لانجو په آن به له کومو اساساتو کاراخلی ؟
• له نړیوالو ځواکونو سره د سیاسی لانجی په آن به بیاهم اشرف غنی هماغسی په مرموزه توګه له کارګوښه کیږی لکه چی د مالیی او کابل پوهنتون له ادارو په کور شو؟
• آیا د ښاغلی احمدزی دا زیاته تنده وینا او ځینی وخت چټکه تګلاره به په دی اوسنی حالت کی افغانستان له دی ناورین څخه درایستولو لپاره یو ه مناسب انتخاب وی ؟
ځینی داسی نور ټکی هم شته چی کیدای شی دی پورتنیو ټکو ته دځواب په درشل کی راجوت شی او له هغی وروسته دا هر افغان ته روښانه شی چی په دی درجنونو کاندیدانو کی چاته خپل دراتلونکی رایه ورپه برخه کړی .
ریښتیا هم په دی څه دپاسه څلویښتو کاندیدانو کی به داسی کس کم وموندل شی چی ارزښتمنی لیکنی ، علمی نړیواله تجربه ، زړورتیا ، دافغانستان د جمهوری ریاست لپاره وړتیا دی پکی په سترګو شی خو له دی سره داهم ورزیاتول په کاردی چی له افغانستان سره مینه ولری ، ددی ملک ریښتینی اوسیدونکی وی ، دبل ملک نه په ښکاره او نه هم په پټه استازتیوب وکړی ، له ژبنی ، قومی ، سمتی او سیاسی تربګنیو لری او پاک کس وی .
که داسی نه وو نه بیا به هماغه د شاه شجاع او کارمل له دوری بله توره دوره راباندی راځی او غمونه به مو له دی نن څخه څوچنده شی .

دیوه خپلواک ، سوچه او ریښتینی مسلمان او پرمختلی ګران افغانستان په هلیه