د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوچنیانولپاره د فرانسې طبی انیستیتیوت که وژنځی !...

شریف 22.04.2010 01:35

د روان ۲۰۱۰ زیږدیزکال د مارچ دمیاشتې په ۱۵ نیټه زما کوچنی زوی احمد جان ناروغه او بیا همدی د ټټر ناروغۍ دکوما حالت ته ورساوه. په هماغه ورځ مو احمدجان چی په سړکونو همه سخته ګڼه ګوڼه وه، دکابل دطبی پوهنتون شاته د کوچنیانو لپاره دفرانسې طبی انیستیتیوت ورورساوه.
هلته تر یوې لنډې مودې وروسته د هغی انیستیتیوت چارواکو چی داحمدجان حالت ولید نو په دی پلمه چی هغوی پخپل روغتون کې ددغه شان سختو ناروغانو لپاره بسترونه نلری نو د اتاترک دکوچنیانو ملی روغتون ته یی د یوه رسمی ډوله لیک په مټه له خپل روغتون څخه په داسی حالت کې ویوست چی احمد جان یوازی دالله جل جلاله له لوری ګومارل شوې (دمرګ ملکې) په سختو دردونوپه تیرولو کی انتظار یوست. دا ټولې نادودې له هغه چا سره وشولې چی دهمدی ناولې فرانسې د مونته کارلو دنړیوالې رادیو لپاره د ټول ملک په کچه د خبریال په توګه کار کوي.
دا هرڅه یوازی په دې موخه ترسره شول چی د احمد جان وروستۍ سلګۍ دفرانسوی ظالمانو دتش په نامه طبی انیستیتیوت په غولی دهغوی دبازار موندنې لاره ډپ نکړي. هغوی په دی رضا وو چی احمد جان دی دهغوی له انګرنه بهر سا ورکړی خو چې ددوی بازار خراب نشي. مګر الحمدلله داسې ونشول بلکې دلوی خدای جل جلاله په مرسته هغه ته د اتاترک دکوچنیانو په ملی روغتون کې دهرډول طبی او روغتیایی آسانتیاوو او سامان آلاتو له نشتوالی سره سره روغ رمټ شو.
د اتاترک دکوچنیانو د ملی روغتون دښې ادارې، دټولو ډاکټرانو اسلامی اخلاق، ملی او ولسی احساس، په ډیره کمه تنخوا ټوله ورځ کارکول، آن تردې چې له خپل ناوړه مالی توان څخه بیوزله بیمارانو او جراحی ناروغانو ته د درملو اخیستل په هروخت کې دیادولو وړ او دخورا زیات او سپیڅلی ویاړ ځای دي.
ددغو دفرانسوی او آغاخانی ظالمانو بی رحمه افغانانو مالی لوټونه هم دیادولو وړده. په یادشوی بدنامه روغتیایی انیستیتوت کې دیوی عادی لابراتواری آزموینې په بدل کی ۴۰۰ افغانۍ اخلی، حال داچې همدا طبی کتنه ددغې لوټمارې ادارې له تش په نامه انیستیتیوت نه بهر وګورئ نو یوازې ۱۲ افغانۍ بیه لري.
د اکسری کوم انځورونه چی هلته اخیستل کیږی په سوونو افغانۍ پری ترلاسه کیږي خوهماغه انځور که تاسی له دې آغاخانی او فرانسوی دلوټمارۍ له انګړنه بهر ترسره کړئ نو یوازی ۳۵ افغانۍ به موپرې ولګیږی.
دنوموړی بدنامه تش په نامه روغتیایی انیستیتیوت په انګړ کی خو بیا د بداخلاقۍ او بی حیایۍ انځور ته له یوې مخې دکتلو ندی. دعامې روغتیا چارواکی هم دلته له ورتګ څخه کوم ښه خاطر نلري او داسې هم ښایی وانګیرل چی کله خوبه له یوې مخې ورته دورتګ اجازه نه ورکول کیږی اوکله اکله به یی خولې ور خوږول کیږی.
ددی په موخه چی ستاسو درنو لوستونکو سترګې هم پدغه ناځوانه کړونو ولګیږی نو تاسې هم یوځل دکابل پوهنتون دطب پوهنځی په شا کی دغه انیستیتوت لیدو ته ورشئ .
ددغی بدمرغه اوتورانیستیتیوت په خواکی د علی آباد دعقلی او عصبی روغتون څانګه ، د اتاترک د کوچنیانوملی روغتون ، عدلی طب ، دکابول دطب پوهنځی او زیات شمیرکورونه هم شتون لری. دغه انیستیتوت دګرمو ابو لپاره له داسې بې خونده ټکنالوژۍ کاراخلی چی ټوله سیمه یې په تورو دودونو نیولې وي . دغه سخت خراب دود له روغتونو سره سره د ټولو ورنږدی کورونو انګړنو ته هم ورمخه کوې او داسې څوک نشه چی دغه فرانسوی او آغاخانی تش په نامه روغتیایی خدمتګارانو ته دا ووایی چی ولې له دې زیاتې افغان ټولټونی سره سره بیاهم پدې اوسنۍ پرمختللی نړۍ که دوی له بلې ټکنالوژۍ کارنه اخلی چی لږ تر لږه د روغتیا لپاره خو پکې زهری توکی نه وي.
پدې شان چاپیریال کې به زمونږ د عقلی او عصبی ناروغانو ، کوچنیانوبیمارانو ، زده کوونکو او پدې سیمه کی د اوسیدونکو روغتیایی حالت څخه ترکومی کچې پورې دا تمه پرځای وي چې دغه اداره دې دهغوی د روغتیا پام وساتي؟
دعامې روغتیا وزارت او په سرکې یې پخوانی وزیر فاطمی صاحب خو تل دا لاپې وهلې چې هغوی د هیواد په کچه لږ ترلږه ۸۰ سلنه خپل ولس ته روغتیایی چوپړ رسولی دي، دلته بیا ولې ددوي ملا ماته ده چی دغې ناولې ادارې ته په ډاګه له ددغه شان بې کچې سرغړونو څخه د لاس په سرکیدو ټینګه وینا وکړي .
داخولا پریږده بلکه تیره شپه مې داهم واوریدل چې دغې منحوثې ادارې ته او دکرزی خان ددولت دوزیرانو شورا ورته دڅو هکتاره ځمکې دخرڅلاو هوکړه هم ورکړاي شوه چی ښه په قراره ددی بې وزله ولس وینې وڅښي او دمرګ تر پولې یې ولوټي.
دا خو یوه ښکاره خبره ده چی په افغانستان کې دژوندانه په هراړخ کې سرغړونې زیاتې دي خو له روغتیایی ادارو بیا داګیله په زیاتو سختو الفاظو کې بیانول پکاردی ترڅوهغوی دغه شان اړینو ټکو ته خپل پام را واړوي.
په ټول افغانستان کې د یو ریښتینی روغتیایی چوپړ په هیله
اللهم دمر من یدمر شعبنا

شریف
کابل - افغانستان