د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له لیکوالانو وړه ګیله

شریف 23.06.2009 13:03

دافغانستان دجمهوری ریاست د ټولټاکنو لپاره د دمنډو ترړو د رسمی نیټی له رارسیدو مخکی داسی دلته په افغانستان کی دننه او بهر دډول ډول لوریو له خوا د دی او هغی نومول شوی کس په اړه خوږی او ترخی خبری ، لیکنی او ډول ډول منډی ترړی پیل شوی . چا د ژبی ، قوم ، سمت ، سیاسی تشوژمنو، سیاسی چنو اوآن داسلامی سپیڅلی عقیدی او مقدساتو او داسی نورو دخیرښګڼی تر عنوان لاندی خپلی ټولټاکنیزی هلی ځلی پیل کړی .
ویناوی ، مناظری ، سیاسی تورتبلیغات او بی دریغه ناری سوری خوپریږده آن تردی دی چی دکابل او نورو ولایتونو دښاری سیمو دیوالونه هم ددغی هلوځلو له رنګه او قیمتی چاپ شوو عکسونو بی برخی ندی پاته شوی .
دولس په هره کچه ناسته او ولاړه کی همدا لوی مضمون شته او ناستی یی خورا ګرمی ساتلی دی ، خو کله کله بیادومره ګرمی شی او په بدوردو ویلو او ناخوښۍ سره پای ته ورسیږی . دافغان ولس هر لوری او ډله پکی او یوه اوبل نامه توری غورځوی . انزوریزی رسنۍ ، چاپی رسنۍ ، هرډول نړیوالی رسنۍ ، په افغانستان کی دامریکی دمتحده ایالاتو سفیر صاحب ، داسلامی عقایداو مراسمو دپرځای کولو او اسلامی مناسکو مرکزونه او هر بله وسیله ددی لپاره کارول کیږی چی دافغانستان په راتلونکو ټول ټاکنو کی د جمهوری ریاست غم لړلی چوکۍ پری ځان ورسوی .
زما زړګۍ هله زیات له درد ډکه شی چی زمونږ لیکوالان هم تر زیاتی کچی داسی بی دریغه کله ناکله له یوه او یا بل کاندید څخه د خپلی لیکنی په درشل کی ملاتړ وکړی چی دزیاتی مینی او خوږوالی له امله آن دلیکنی له منل شویو پولو هم ورواوړی ، دخپلی لیکنی ريښتينی ارزښت او حقیقی څیره او جوهر داسی بی خونده کړی چی لوستونکی یی د لوستلو لپاره بیا زړه نه ښه کوی . له ورایه تری د بی ځایه او تشو خبرو بوی رادرومی ، په ډاګه او پوره هوډ سره دافغان ولس ټوټه کولو ته پکی مټی رانغښتل شوی وی .
هرهغه څوک چی دا خبره کوی چی هغه بل قوم یا ټبر زمونږ په وړاندی له دی او هغی وینا ، کړنی او کارونی کاراخلی او مونږ هم د ناچارۍ له مخی دی ته مخه کړی ده چی له ورته ویناوو . کړنو او کارونو کارواخلو ، ډیره بی ځایه خبره ده او آن دا دبل بد کړه او جرم دځان لپاره دعین جرم دارتکاب لپاره د سبب موندنی بده څیره ده.
آیا دابه ښه نه وه چی دبدو ځواب په خورا درنو او معنی لرونکو ویناوو او کړنو ورکړای شوی وای ؟
آیا دابه ښه نه وه چی افغان بی وزله او ځوریدلی ولس ته دټولو کاندیدانو په اړه په پوره بی پریتوب ولاړ داسی کافی معلومات ورکړل شوی وای چی هغوی یی په دی توانولی وای چی د افغانستان لپاره دخپلی پوهی اوخوښی له مخی داسی یو جمهور رئيس وټاکلی شی چی دده رایه په ريښتیا هم پرځای کاریدلی وی؟
آیا دابه ښه نه وای چی مونږ خپله لیکنه د یوه کاندید له خوښۍ د ددی ولس دراتلونکی لپاره په داسی ډول کارولی وای لکه څرنګه چی په لوړ آواز ناری سوری وهو چی مونږ ددملک او ولس یوالی غواړو ؟
آیا دابه ښه نه وای چی د زیاتو بی عزته ، سپکو او ناوړه الفاظو د کارولو پرځای مو هیوادوالو ته د عزت ، مقابل لوری ته د غوږ نیونی، او صبر او حوصلی لپاره د مناسبو لارو چارو په لټه کی شوی وای؟
آیا دابه ښه نه وای چی دیوه کاندید له پلوۍ مو خپله پره د دغی ځوریدلی هیواد ، ځپل شوی ولس او ددی تور اوناڅرګنده راتلونکی ددردونو لپاره وقف کړی وای ؟
آیا دابه ښه نه وای چی ددغی کاندیدانو سره د بی کچی مینی ، بی ځایه ستاینی او مداحیت پرځای مو خپل زړګی دالله تعالی ريښتینی مینی ، ویناوی مو یوازی ددی ولس لپاره دنیکمرغیو دلټون او له ګران هیواد افغانستان نه د فاع حیثیت لرلای؟
آیا دابه ښه نه وای چی له بی ځایه توونو لګولو ، بدوویلو او دلیکوالۍله بی ځایه کارولو او تیریو مو خپل ټول توان دی ته وقف کړی وای چی هرچاته مو له توپیره پرته په حکمت ولاړه خبره او په نیکه چاره دبدلون لاری وړاندی کړی وای ؟
افغانانو وروڼو راځی چی دالله تعالی په مینه داسی له یوبل سره ګډی هلی ځلی پیل کړو چی په پای کی ددی هیواد په ریښتینه ګته تمامی شی ، داسی لیکنی وکړو چی سبا که الله تعالی په وړاندی را ته وسپارل شی چی دشرم پرځای راته د سرلوړی خبره وی .
داپه ډاګه وایم چی تر اوسه زه په دی نه یم توانیدلای چی جمهوری ریاست ته په ۴۱ نومول شویو کسانو کی دی له یوه سره داسی همغږی شوی یم چی هغه دی زما په آند په ریښتیا هم ددی ملک داوسنی حالت د بدلون لپاره یوه مناسبه څیره وی . دابیا پدی معنی نده چی دا زما نظر دی پرځای وی، نور ولس دی ـ لکه څرنګه چی خپلواکو ټول پوښتنو هم په ډاګه کړیده - په دی اړ وی چی زما له نظرسره دی یوه خوله شی ، بلکی زما غوښتنه هم له هغوی داده چی هرکاندید دی په هراړخیزه توګه وڅیړل شی او بیا دی له هغی وروسته دا پریکړه وکړی چی چا خپله رایه ورکوی ؟ له هغه څخه کومی غوښتنی لری ؟ او هغه کاندید بیا دده د غوښتنو په عملی کولو کی ترکومی کچی وړتیا لری ؟
په پای کی را ته هغه دیوی پکی ښځی کیسه را یاده شوه چی د هری خبری له اوریدو وروسته به یی ویل چی : ګمان می نشی .... خوله دی سره سره بیاهم الله تعالی مهربانه دی چی ددی ولس په حال رحم وکړی ، لومړی هغوی او بیا ددولس چارواکی په خپل توان سره ددی هیواد خپلواکۍ ، ملی ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا ته صادق بچیان وګرځوی .
په دی هیله خپله لیکنه پای ته رسوم چی الله تعالی مو دافغانی ټولنی په ژوند کی دخپلواکو ، ريښتینو او اصیلو افغانی لیکوالانو په زیور دا ګران هیواد مزین کړی .

شریف
کابل افغانستان