د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامی بانکداری دسود په وړاندی کلک مورچل

شریف 23.11.2009 13:13

له هغه وخته چی په ګران هیواد افغانستان کی دبانکدارۍ کلچر اواقتصادی علمی دود راغی، له هماغه مهاله پدغه خورا اړینه برخه کی مونږ په اسلامی شریعت ريښتینی ولاړه سوچه اسلامی بانکداری نه درلوده او همدا لوی لامل وو چی په افغانستان کی ټولی بانکی معاملی په نړیوالو بانکی بنسټونو ولاړی چلول کیدی.

په افغانستان کی دبانکدارۍ یون لکه دژوند دنوروبرخو په شان له خورا لومړیو مرحلو را پیل او بیا تر دی ننه رارسیدلی دی چی اوس دالله تعالی په فضل او مهربانی سره دافغانستان بانک چی زمونږ دګران هیواد مرکزی بانک دی ، ددی صلاحیت او علمی توان لری چی دبانکدارۍ په پراخه پړاو کی نورو خصوصی بانکونو ته دبانکی فعالیت جوازلیک ورکوی او له هغی وروسته یی په پوره ځیرکتیا د هرکار او بانکی راکړی ورکړی څارنه کوی.

کله چی دبانکدارۍ په پړاو کی، بانکی علمی پرمختګود اسلامی شریعت دمعاملاتو دفقهی پربنسټ ولاړ پرمخ بوتلل شی، هله به زمونږ د ګران هیواد د بانکدارۍ صعنت او پرمختګ داسی ژغورلی ساتل شی هیڅ یو ننی اقتصاد پوه یی تمه هم نشی کولای. ددغه شان تګلاری په عملی کولو سره خو به له یوی خوا د الله تعالی له نواهیو په پوره ډول ژغورلی ساتل کیږو او له بلی خوا به مو په ریښتیا سره هم داسی یو اقتصادی پرمختګ ته مخه کړی وی چی دافغانستان ننی نه بلکه راتلونکی ټول نسلونه به هم پری ویاړی.

که څه داکوم آسانه کارهم ندی چی داوسنۍ تکنالوژی دعلمی او تخنیکی پرمختګ، اقتصادی نوښتونه ، داسلامی شریعت دمعاملاتو دفقهی او ټولو نور اسلامی او انسانی اجتماعی دوخت غوښتنی دی تل سره همغیږی او یوشان وساتلی شی، خو د شونتیا له پولی هم نده بهر چی دانسانی توان دپولی په کچه دی تل دپورتنیو یادوشویو برخو کارپوهان له یوه بل سره اوږه په اوږه داقتصادی ژوند د پرمختګ او نوښت انځور شریک ساتی، چی پدغه شان کړنو سره به له یوی خوا اقتصادی عملی پرمختک ښه په خوند مخ په وړاندی روان وی او له بلی خوا به د ټولنو اقتصادی اړتیاوو ته ريښتینی دحل او سم سمکی لاری چاری موندل کیږی.

په نړی کی دهرعلمی پرمختګ سره چی داللهی لارښوونو پرته ترسره شوی وی دهغی ناخوالی او نادودی هم غبرګی وی. انسانان تری په زمانی پړاو کی سرټکوی او دداسی بلی لاری چاری په لټه کی وی چی پری راغلی بدحالت ورته بدل کړی.

د روان میلادی کال له پیله مخکی که چی نړی له کومو اقتصادی ناورینونو سره مخ شوی ده، دډيرو په نامسلمانو اقتصاد پوهانو په آند یوازی اویوازی دهغوی په راکړو ورکړو کی د (ربا) سود دشتون له امله راپورته شوی دی. که څه هم نور لاملونه هم ورسره غبرګ وو خو غوښنه ونډه پکی د سود وه چی نړی یی داسی اقتصادی په شاتګ او ناخوالو سره مخ کړه چی آن سپینه ماڼی یی هم دی ته راسلا کړه چی په خپلو لوړپوړو سلا کارانو کی داسلامی اقتصاد سلا کار وټاکی.

دجرمنی هیواد هم یوازی همدا څو میاشتی مخکی ددی اعلان وکړ چی ټول اسلامی بانکونه کولی شی په ډیری آسانی سره له جوازلاس ته کولو ورسته په جرمنی خپله اسلامی بانکداری پیل کړی. دانګلستان او امریکی دمتحده ایالاتو په هیوادونو کی خو لا له مخکی اسلامی بانکونو په کارپیل کړی دی.

په نوره لویدیځه اوغیر اسلامی ختیځه نړی کی هم دغه سپیڅلی کړنی ته په بانکی راکړو ورکړوکی اړتیا لیدل کیږی. ډیر ملکونه به ددغی شان اړتیا په پام کی نیولو او دوخت له غوښتنی سره سم اسلامی بانکدارۍ ته مخه وکړی. همدا به دهغوی دټولنو لپاره له راتلونکو اقتصادی ناورینونو څخه د ژغورل کیدو یوازنی لاره او چاره وی. له دی سره سره به انشاالله هغوی ته داسلام سپیڅلتیا ، حقیقی ښکلا او هغوی ته به دژوندانه نوری سمی لاری چاری وروښیی.
هغه اقتصادی ناورین چی همدا اوس ورسره نړی مخ ده، ټول هغه مالی او اقتصادی جوړښتونه ځپلی چی له اللهی او نبوی لارښوونو یی بهر خپلی مالی معاملی پرمخ بیولی. ځینی دغه یادشوی جوړښتونه خو بیا له یوی مخی له کاره ووتل، په سوونه کالونو تاریخ یی یوازی همدی ناورین له خاورو سره خاوری کړ. زیات شمیر وګړی یی له کاره وغورځول، دنړی په ځینو برخو کی یی له قانون څخه دسرغړونی پیښی خورا اوچتی کړی. خو الحمدلله یوازی اسلامی اقتصادی جوړښتونه له دغه اقتصادی تور طوفان نه یوازی چی ژغورلی پاته شول، بلکه ورسره یی خورا ښه غوښنه ګته هم ترلاسه کړه.

همدا لوی لامل دی چی په افغانستان کی سرله اوسه اسلامی اقتصادی جوړښتونو ودانولو ته ښه غښتلی پاملرنه وشی، دولتی او له عامه وګړو راټوله شوی پانګه په داسی اسلامی اقتصادی اصولو ولګول شی چی په راتلونکی کی هغه دزیان او اقتصادی لویو ناورینونو له ځپلو خوندی پاته شی. د اسی په اسلامی شریعت او علمی اساساتو ولاړه اقتصادی تګلاره غوره شی چی له هراړخه په ريښتیا ژغورلی او د افغانستان مسلمان ولس ته حلاله روزی او ګټه په لاس ورکړی.

دلته په افغانستان کی اوس د اسلامی بانکداری په درشل کی دا ښه شونی ده چی د مضاربت له مختلفو ډولو، دالودیعی (سپارنی) له اسلامی حسابونو، مشارکی (ګډون)، مرابحی ، اجاری ، استصناع ، سلم اوداسی نورو اسلامی راکړی ورکړی دود کړای شی، چی له یوی خوا به په ګران افغانستان کی دریښتینی اسلامی شریعت دپلی کولو معنی ولری او له بلی خوا به دالله تعالی او دهغه دمبارک استازی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وینا او سنتو دعمل کولو له لاری مونږ خپل ځان او ټولنه له دغه لاندی رټنو لیری وساتو.

اللهی لارښوونی :
قال الله تعالی : "أَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا " جزء من آیة ۲۷۸، سورة البقره
الله جل جلاله فرمایی : الله تعالی سوداګری حلاله کړی اوسود یی حرام کړی دی. دبقری دسورت د۲۷۵ آیت یوه برخه
قال الله تعالی : "يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (۲۷۸) فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لا تَظْلِمُونَ وَلا تُظْلَمُونَ"(۲۷۹). سورة البقره

الله تعالی فرمایی : ای هغه کسانو چی ایمان مو راوړی دی، له الله تعالی څخه وویریږی او پریږدی هغه سود چی پاته دی، که چیری تاسی مؤمنان یاست. که تاسی دغه کارونه کړ نو آګاه اوسی چی تاسی له الله تعالی او دهغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره په جګړه یاست، که موتوبه وکړه نو تاسی لره خپل مالونه دی - له سود نه پرته - تاسی تیری مه کوی او په تاسی به تیری نه کیږی. دبقری سورت

نبوی ملغری :
عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال: إنّ رسول الله صلّى الله عليه وسلّم قال : " لعن الله آكل الرّبا وموكله وشاهديه وكاتبه". رواه الترمذی وابوداؤد والبیهقی واحمد

له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی، چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله تعالی لعنت کړی په سود خوړونکی، سود ورکوونکی ، په ګواهانو دهغی او په لیکونکی دسود باندی. دا حدیث ترمذی، ابوداؤد، بیهقی او احمد روایت کړی دی

وعن عبد الله بن حنظلة قال: قال رسول الله صلّى الله عليه وسلّم: " درهم ربا يأكله الرّجل وهو يعلم، أشدّ من ستة وثلاثين زنية". رواه احمد والبیهقی ودارالقطنی

له عبدالله بن حنظله رضی الله عنه څخه روایت دی، چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : که سړی دسود یو درهم له پوهی سره خوری، له شپږدیرشو زناګانو څخه سخت دی . دا حدیث احمد، بیهقی او دارالقطنی روایت کړی دی.
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلّى الله عليه وسلّم: " أتيت ليلة أسري بي على قوم بطونهم كالبيوت, فيها الحيّات تُرى من خارج بطونهم, فقلت: من هؤلاء يا جبريل؟ , قال: هؤلاء أكلة الرّبا". رواه ابن ماجة واحمد
له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : د معراج په شپه زه په یوه داسی قوم وروستل شوم چی دهغوی ګیډی دکورونو په شان وی، په هغی کی ماران وو چی دبهرڅخه لیدل کیدل، ما له جبرائیل علیه الصلاة والسلام وپوښتل چی دا څوک دی؟ هغه وویل : دا سود خواره دی . دا حدیث ابن ماجه او احمد روایت کړی دی

ددغه پورتنیو او نورو الهی او نبوی سپیڅلو لارښوونوپه پام کی نیولو سره دزړه له کومی ټولواسلامی او اقتصادی کارپوهانو ته ددی بلنه ورکوم چی په دغه اړینه لاره کی خپل اسلامی ، انسانی او افغانی وجیبه ترسره او افغان ولس ته دیوه ریښتینی اسلامی سباوون لاری اوچاری څرګندی کړی.

نه یوازی په افغانستان کی بلکه په ټوله اسلامی نړی کی دیوه حقیقی او ریښتینی اسلامی چاپیریال په هیله

شریف
کابل – افغانستان