د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پکتيا فرهنګي ټولنې خبرتيا

انديښمن ځاځى 03.06.2009 09:58

د پکتيا فرهنګي ټولنې خبرتيا

د پکتيا فرهنګي ټولنه په پام کې لري چې د راتلونکې جمعې په ورځې چې د روان کال د غبرګولي د مياشتې يويشتمې نيټې (٢٢) سره سمون خوري د پکتيا ولايت په مرکز د ګرديز په ښار کې د نښتر دوديزه مشاعره جوړه کړي ، نو د هيواد له ټولو درنو فرهنګيانو ، شاعرانو او د پښتو ادب له مينه والو نه غوښتنه کيږي چې ددې دوديزې مشاعرې د لا ښکلا لپاره په نوموړې غونډه کې په خپل ګډون زمونږ سترګې روښانه کړي. د ترانسپورټ او نورې اړينې اسانتياوې د ټولنې له خوا برابريږي ، هغه دوستان چې غواړي په دې غونډه کې ګډون وکړي په درنښت ترې هيله کيږي چې نور معالومات د راتلونکې جمعې په ورځ د افغان ادبي بهير په غونډه کې تر لاسه کړي او يا هم په لاندينيو شميرو اړيکې ټينګې کړي

٠٧٠٠١٥٠١٥٢
٠٧٩٧٠٩١٧٥٨
٠٧٨٨٢٣٠١٤٦
د بريښناليک پته
: andekhman@yahoo.com

ستاسو راتګ د پکتيا ولايت د فرهنګيانو لپاره يو وياړ دى
او د پکتيا فرهنګي ټولنه ستاسو د راتلو لارې څاري
د په درنښت
پکتيا فرهنګي ټولنه