د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پکتيا دعامې روغتيا رياست که د غلا او فساد رياست ؟

انديښمن ځاځى 24.06.2009 12:36

که سم ځير شو نو طبابت يوه سپيڅلې دنده ده چې د همدې دندې درلودونکي تل د خداى د لوى مخلوق يانې انسان په درد کې شريک وي ، ددې قشر دنده دا ده چې يوازې د انسان د روغتيا ، سوکالۍ او نيکمرغۍ لارې چارې لټوي د انسانانو سره ښګيڼه د دوى يوازينى هدف دى ، خو په دې ورستيو کې ځينې ډاکټران يوازې د خلکو په لوټلو باندې فکر کوي ، په ډول ، ډول خلک لوټي د چا نه مال او دولت او له چانه پت او عزت اخلي ، زمونږ په هيواد کې ستونزې ډيرې دي او ددې ستونزو يو لوى لامل هم دا دى چې ډيرى خلک خپلې دندې ته درناوى نه لري او د خپلو دندو نه غلطه ګټه پورته کوي ، يوازې د ځان د ښګڼې په اړه فکر کوي چې ډير ځله همدا فکر انسان په غلطو لارو هم روانوي . ډير ستاسو سرونو ته درد نه درکوم او سم راځم اصل موضوع ته هغه دا چې اوس زمونږ په هيواد کې ځينې سپيڅلې خلک هم چې ډاکټران دي په ځينو فسادونو اخته شوي دي ، او يوه ښه بيلګه يې د پکتيا ولايت عامې روغتيا ريس دى ، د يو څو کالونو را په دې خوا په پکتيا ولايت کې د عامې روغتيا د وزرات له خوا يو ډاکټر چې که ما يې نوم نه وي غلط کړى نو ډاکټر نادر ورته وايې د عامې روغتيا د ريس په توګه ټاکل شوى دى ، ډير کالونه وشول چې همدا دنده پر مخ بيايي خو تر اوسه په ليدلي ډول په سلګونو فسادونو کې ښکيل دى وړاندې له دې چې دده په کړنو خبرې وکړم يوه يادونه ډيره اړينه بولم هغه دا چې پکتيا په هر اړخ کې د هيواد د نورو ولايتونو په پرتله ورسته پاته شوې ده که هغه د زده کړې او پوهې اړخ دى ، که د بيا روغونې ، همدا ډول ددې ولايت خلک د جهاد له دورې نه اخستې بيا د خپلمنځيو جګړو تر پايه پورې د نورو ټولو هيواد والو په پرتله ډير کړيدلي او ځپل شوي دي ددې ولايت ډيرى اوسيدونکې بيوزله او غريب خلک دي ، د ډيرو ستونزو سره مخ دي چې يوه ستونزه په دې ولايت کې د روغتيايي مرکزونو نه شتوالى اوس هم کله چې په دې سيمه کې څو ناروغه کيږي نو په ډير زحمت سره يې بايد ګاونډي هيواد پاکستان ته د درملنې لپاره بيايي خو په دې ورستيو په دې ولايت کې اوس ، اوس په ځينو سيمو کې واړه ، واړه روغتيايي کلينيکونه جوړ شوي دي خو امکانات يې د نشت سره برابر دي برابر څه چې بيخي پکښې روغتيايي امکانات لکه ډاکټر ، دارو او درمل نه شته خو تش په نوم يوه وړه ودانۍ د يوه کلينيک په نوم نومول شوې ده له دې نه چې راتير شو په پکتيا ولايت کې يو روغتون شته چې يو څو د ګوتو په شمار مسلکي ډاکټران په کې شته او تر يو حده د همدې سيمې د مشتو وطنوالو ستونزې هواروي خو دا روغتون چې سم د عامې روغتيا د رياست په انګړ کې دى خو بيا هم نه پکښې په پوره او اړين ډول دارو شته او نه هم په هغه ډول چې بايد وي ډاکټر دا په داسې حال کې چې په موټرو ، موټرو مرسته شوې دوا د همدې ولايت د عامې روغتيا د ريس په ابتکار باندې د ښار په درملتونونو باندې پلورل کيږي ، دا موضوع يوه لويه ستونزه بللى شو خو له دې نه هم لويه ستونزه په نوموړي ولايت کې د ښځينه ډاکټرو نه شتون دى چې د همدې سيمې ډيرى ښځې يې د ګواښ سره مخ کړي دي ، هر کال سلګونه ميندې د زيګون په وخت کې ددې له امله له مينځه ځي چې په سم وخت روغتون ته نه رسيږي او که وهم رسيږي نو بيا هلته کومه ښځينه ډاکټره نه شته چې يې درد دارو کړاى شي هو يوه ډاکټره شته ډاکټر نازدانه پکتياواله چې په دې برخه کې يې پوره زده کړې کړې دي او همدا ډاکټره د ګرديز په ملکي روغتون کې د ناروغو ښځو او نويو زيږيدلو ماشومانو ته د ژغورنې يوه رڼا او يو زيرى وو چې په دې ورستيو کې د همدې ولايت د عامې روغتيا د مبتکر او ښاغلي ريس له خوا د د دندې پريښودلو ته مجبوره شوه او له روغتون نه يې استعفا ورکړه ، ددې تر شا هم د همدې ښاغلي ډاکټر ځينې موخې وې چې يوه له هغو موخو نه دا وه چې ده غوښتل د همدې تکړه ډاکټرې پر ځاى هلته يوه بله قابله چې دده سره يې شخصي اړيکې درلودې وګماري ، دا مې ددې لپاره وويل چې دې ته ورته ډيرې نورې پيښې چې په دې دلالت کوي چې نوموړى ډاکتر په اخلاقي فساد کې ښکيل دى د خلکو پر وړاندې راغلي دي او وار په وار همدې خلکو لوړو چارواکو ته خبر هم ورکړى دى خو تر اوسه په دې اړه نه د عامې روغتيا وزارت او نه هم د پکتيا د ولايت مقام کوم ګام پورته کړى دى ، ددې تر څنګ په وار ، وار د مرستندويو خيريه ټولنو له خوا د همدې ولايت د ځينو لرو پرتو سيمو له کلينيکونو سره د دارو او درملو مرسته شوې ده خو د عامې روغتيا ريس ددې پر ځاى چې دا دارو درمل همدغو کړيدلو خلکو ته وروليږي په ډير جرعت سره يې د ښار په درملتونونو باندې پلورلي دي او يوه څه خو يې د پاکستان په سرحد سيمه د څمکنيو د شعرنو په بازار کې د درارو درملو ګودامونو ته ليږدولي دي او س به هم هملته پراته وي چې په دې برخه کې هم ډير ثبوتونه موجود دي او هغه څوک چې دا دارو او درمل يې اخستي دي اوس هم شته او دې ته تيار دي چې په خپله اعتراف وکړي او زه فکر کوم په دې موضوع به د هيواد د عامې روغتيا وزات خبر وي مګر تر اوسه يې خپل غوږ يې هم نه دى ګرولى ، يو څو مودې وړاندې دوه موټره دارو او درمل د عامې روغتيا د وزارت له خوا د اريوب ځاځيو او لجې منګل ولسواليو کلينيکونو ته راليږل شوې وه چې د همدې پاټکي ډاکټر لاس ته ولويده خو دا ځل نوموړي يو څه انصاف وکړ ټول دارو او درمل يې ونه پلورل بلکې د خپل حق له مخې يې يوازې يو موټر دارو او درمل ځان ته ايسار کړل او يو موټر يې د همدې سيمې کلينيکونو ته وليږل تر څو هغه هيوادوال چې يوه ګوله ډوډۍ نه شي پيدا کولاى او د در د ، رنځ او کړاو سره مخ دي پرې تداوي شي چې د همدې کړي انصاف له امله يې مونږ مننه کوو ، ځکه چې زه فکر نه کوم که نوموړي دا ټول دارو او درمل هم خرڅ کړي واى نو بيا به هم د عامې روغتيا وزارت پوښتنه ترې نه واى کړې ځکه چې دوى يوازې د کاغذ پر مخ د پروژې پوره کول غواړي او بس ، خداى دې وکړى چې دارو په سين لاهو شي او يايې څوک په خپل کور کې موټر ودروي او په موټر کې درملتون پرانيزي د عامې روغتيا وزارت يې پروا نه لري ددوى دومره پکار دي چې د يو څو رسنيو پر وړاندې همدا خبره وکړي چې دارو وليږل شول که ورسيدل او کنه نو پروا يې نلرو ، دې ته ورته نورې ډيرې ستونزې چې د همدې ښاغلي د پکتيا د عامې روغتيا د ريس له خوا ورسره د همدې سيمې خلک او ډاکټران لاس او ګريوان دي زه يادولى شم مګر ګټه به يې څه وي همدا خبرې د ثبوتونو سره د همدې سيمې د خلکو او ډاکټرانو له خوا د پکتيا د ولايت مقام ته په وار وار ويل شوي او ثبوتونه ورکړل شوي دي مګرتر اوسه د پکتيا ولايت مقام په دې پرخه کې کوم کار نه دى کړى دا چې لامل يې څه دى تر اوسه نه دى ښکاره ، بيا چې د همدې سيمې د خلکو درد هلته دوا نه شو نو پکتيا نه په ډله يز ډول کابل ته راغلل چې په دې ډله کې د پکيتا ولايت د ولايتي شورا غړي هم وو ، د دوى نيت دا وو چې د عامې روغتيا وزارت ته به هم خپل درد واوروي او له ډاکټر محمد امين فاطمي نه به وغواړي چې مونږ دې خداى به ډاکټره لري خو دا ډاکټر چې د په سپينه چپنه کې د يوه تور شيطان په څير دې زمونږ د سيمي نه لرې کړه همدا کاريې هم وکړ او د عامې روغتيا و وزارت له خوا هم ورسره يو څه ژمنې تر سره شوې وې چې همدا ژمنې د پکتيا د خلکو له پاره يو هيله هم وه ، مګر د عامې روغتيا ريس ډاکټر نادر چې خپله غوړه ډوډى سپيره وليده نو لاس په کار شو او له خپلې لارې يې دا ستوزه هواره کړه ،يانې هغه څوک چې د ملت د پرهارونو دراو د خپلې ښيګڼې له پاره په بازار کې خرڅولاى شي هغه نو بيا ډير نور کارونه هم کولا شي چې يادول يې اړين نه بولم خو دومره به ووايم چې يو څو خرڅ شوي ډاکټران او يو څو خرڅ شوى وکيلان يې په ملا تړ ودريدل او د عامې روغتيا وزارت يې له خپلو ژمنو پښمانه کړ چې تر اوسه همغه د ناصور پرهر د پکتياولو په وجود پاته دى ، زه د عامې روغتيا وزير ښاغلي فاطمي ته يوه مشوره ورکول غواړم او ددې ترڅنګ يوه هيله هم کوم ، مشوره مې دا ده چې فاطمي صيب کنه غواړې د عامې روغتيا وزارت نوم بد شي ، کنه غواړې په دې ټولنه کې چې استوګڼ يې ډاکټر ته د مور او پلار درجه ورکوي د چا باور له ډاکټر نه له مينځه ولاړ شي ، که نه غواړې چې په دې سپيڅلې او پاکه دنده هم د اخلاقي او نورو فسادونو تور داغ ولګږيږي ، نه غواړې چې د پکتيا ولايت خلک د ډاکټر په ضد را ولاړ شي نو دا د ډاکټر په لباس کې پټ شوى شيطان دې له دې دندې ګوښه کړه او که په دې وس نه رسيږي نو لږ تر لږه خو همدا شيطان له پکتيا نه بلې خوا ته وليږه ځکه چې که همدا ډول وي او همدا لرګۍ نو يوه ورځ به لرې نه وي چې د عامې روغتيا د رياست ماڼۍ به د سيمې د خلکو د قهر شاهده وي او په دې سيمه کې به خلک د ډاکټر له نوم نه بد وړي ، وړاندې له دې چې دا هر څه پيښ شي زما له ښاغلي فاطمي نه دا هيله ده چې د خپلې خانۍ په همدې ورستيو شپو او ورځو کې دې دا نيک ګام پورته کړي تر څو د راتلونکي لپاره خو يوه څه لاس ته راوړنې ولري او خپل رسالت يې هم ادا کړى وي او پرينږدي چې نوره دا سپيڅلې دنده هم د اخلاقي او اداري فسادونو د مافياوو منګولو ته ولويږي دا هيله ددې لپاره له ښاغلي ډاکټر فاطمي نه کوم چې دى هم يو ډاکتر دى او يو ريښتيني ډاکټر هيڅ کله هم دا نشي زغملى چې د ډاکټر د سپينې چپنې په څير په سپين نوم کوم داغ ولکيږي