د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آهنګر صيب يوازې پښتانه نه بلکې ټول ملت د جنګې جنايت کارانو محکمه غواړي

انديښمن ځاځى 15.12.2008 23:47
ملي ارمان ورځپانې د خپلې د دوشنبې ورځې چې د روان کال د قوس مياشتې له ٢٥ نيټې سره سمون خورې د مجيد آهنګر يوه ليکنه د ( عدالت انتقالي هم از دامن تعصب محکم ګرفت ) د عنوان لاندې چاپ کړى وه چې دا کار هم د تير په شان د همدې ورځپاڼې د پښتنو پر ضد دريز ښکاره کوي او د جنګي جنايت کارانو او جنګسالارۍ سره د نوموړې ورځپاڼې همدردي په ګوته کوي خو په دې برخه کې به زه د همدې ليکنې د ليکوال په ځينو خبرو خبرې وکړم . لکه څنګه چې ټولو هيوادوالو ته معلومه ده چې د قوس د مياشتې په ٢٤ نيټه په کابل ښار کې د هغو ښځو له خوا چې په تيرو تنظيمي جګړو کې يې د خپلو کورنيو خواږه غړي له لاسه ورکړي وو يو لاريون په لار اچول شوى وو او ددوى غوښتنه دا وه چې هغه جنګي مجريمين دې محکمه شي کوم چې اوس يا د پيسو او يا هم د ټوپک په زور د هيواد په ولسي جرګه او يا هم په افغان کابينه کې حضور لري خو ليکوال ددې لپاره چې د جنګي مجرمانو پلوي يې کړي وي او ددوې پر جرمونو يې پرده اچولي وي د تل په شان يې د ژبنيز تعصب اور ته پوکى ورکړى دى نوموړي په خپله ليکنه کې کوښښ کړى چې د ددې ملت د قاتلانو او ددې ملت د ګنهګارانو کړو قضايې او جنګي جرمونو ته سياسي او يا هم قومي جامې ورواغوندي او په يو ډول دا جنګسالاران د ملت او محکمې څخه وژغوري او داسې يې ښکاره کړې ده چې ګواکې دا لاريون پښتنو په لار اچولى دى او غواړي چې جهادى رهبران بدنامه کړي او ورسته زياته وي چې دا د فاشستانو کار وو نو اوس به دې خبرو ته يو څه تم شو او يو څه به خپل عقل په کار واچوو ، دا خبره د يوه راڼه حقيقت په ډول ښکاره ده چې په تنظيمي جګړو کې چا او څه ډول د کابل ښار په وينو ولمباوه ؟ چا د خلکو کورونه وران کړل ؟ چا د خلکو په ناموسونو تيرى وکړ؟ چا ددې وطن پاکې او معصومې پيغلې له شپږم پوړ څخه ځان غورځولو ته اړ کړې ؟ او بلااخيره چا کابل په کنډوالو بدل کړ ؟ او اوس چرته دي ؟ کابل ته ورته د هيواد په نورو ښارونو او سيمو کې چا دې ته ورته جنګي جرمونه تر سره کړل ؟ او په بيلابيلو وختونو کې يې په ډلو ډلو خلک چا ووژل ؟ ددې جنايتونو تر سره کونکي هم دا ټولنه پيژني هم نړيوال او هم د همدې مضمون ليکوال چې اوس هم زمونږ په ولسي جرګه کې يا د خپلو پيسو په زور او يا هم د خپلو بهرنيو بادارانو په مټ د خلکو د استازو په توګه ناست دي او د زرګونو کسانو په وينو يې لاسونه سره دي خو بيا هم د خلکو د استازيتوب پيښې کوي او همدا رنګه د دولت په چوکاټ کې هم په همدا ډول ځاى شوي دي ، دا دټول ملت غوښتنه ده چې دا ډول ګنهګاران دې زر تر زره د ملت پر وړاندې د ملت سره د جفا، د عامه وژنې او د جنګي جنايتونو د تر سره کولو په تور محکمه شي په دې کې د پښتون او تاجک خبره نه دې مطرح هر چا چې دا جرم تر سره کړى هغه دې محکمه شي خو ليکوال په دير روښان ډول ليکې چې دې لاريون کونکو د پښتنو رهبرانو نوم نه اخيسته ، نو ليکوال ددې دليل په بنسټ يو لوى او عظيم قوم ته د فاشست نوم نه شي ورکولاى ، دا په خپله د هيواد ملي او قومي ارزښتونو ته سپکاوى دى ، د کابل ښار ډيرو ښاريانو به دا لاريون ليدلي وې چې په دې لاريون کې د هيواد د هر قوم خلکو برخه درلوده نو دا ليکوال په کوم دليل دا لاريون د پښتنو لاريون بولي په اصل کې خو په دې لاريون کې ټولې هغه ميرمنې را تولې شوې وې چې په تيرو تنظيمي جګړو کې يې خپل ماشومان ، ځوان ځامن ، ميړونه ، وروڼه او نور د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وو د همدې لاريون يوه ميرمن چې په همدې ورځپاڼه کې د همدې مضمون سره يې په انځور کې ښکاري زمونږ د هزاره خويندو څخه ده او په خپل لاس کې يې د خپلو درو کمکيو ماشومانو عکسونه ښـکاري چې په همدې خونړيو جګړو کې وژل شوي دي نو اوس دا ښکاري چې ليکوال ددې پر ځاى چې خپل ځان يې پلورلى دى د قلم عظمت يې هم پلورلى دى او له بل پلوه غواړي له دې موضوع څخه ناوړه ګته پورته کړي او د ژبنيز تعصب اور ته نوره هم لمنه ووهي هغه د چا خبره چې غواړي اوبه خړې کړي او کبان ونيسې دې قضايې مسالې ته يو ډول قومي بڼه ورکړې او په دې نوم بيا هم زمونږ د هيوادوالو ذهنونه د خپلو شيطاني پلانونو د تاثير لاندې راولي او په خپلو ناولو څيرو باندې پردې خورې وساتي ، خو دې ليکوال ته بايد وويل شي چې ستا سو غوندې د خرڅو شو کسانو او پرديو مزدورانو له امله خو په دې هيواد کې اوس هم د نفاق اور بل دى د يوې غوړې ګولې لپاره خپل ايمان هم خرڅوئ مګر ددې هيواد د ربړيدلي ملت دردونه نه شي ليدلائ او نه يې فريادونه اوريدلائ شئ، ليکوال ددې لپاره چې د پښتنو د رهبرانو نوم واخلي بار، بار د طالبانو نوم يادوي او وايې چې دا هيواد خو تر ډيره بريده طالبانو هم وران کړې نو ددې لاريون ګډونکونکو ولې د هغوى نوم نه اخيسته چې ددې نورو جنګي جنايت کاروانو او پرديو ګوداګايانو نوم يې اخيسته نو دا ښکاره ده چې دا لاريون يوازې پښتنو په لار اچولاى دى
ښاغلى ليکوال صيب دې د خپل عقل تړلې دروازې خلاصې کړي او يو څه دې فکر وکړي او بايد وپوهيږي چې که تر دې دمه د ځينو خرڅو شو کسانو له خوا په همدا ډول نومونو د پښتون په کور کې اور بل شوى دى نو له دې ورسته دې دا کار نه کوي طالبان يوازې پښتانه نه دي طالبان په تاجيکو کې هم شته ، د اوزبکو په قوم کې هم د طالبانو شتون ليدل کيږي ، هزاره طالبان هم موجود دي مګر دا طالبان ولې يوازې په پښتنو تپل شوي دي ځکه چې دا کار هم همدې د کرسيو وږيو او جنګي جنايتکارانو د خپل درواغجن قدرت د ساتلو په موخه تر سره کړى دى ، تاسو ګورئ چې اوس يوازې د پښتنو په کور کې د جګړې اور بل دى يوازې د پښتنو مکتبونه سوزول کيږي يوازې د پښتنو ماشومان له زده کړې پاته کيږي او يوازې د پښتنو کورونه ورانيږي مګر برعکس په نورو سيمو کې د آبادۍ کارونه ترسره کيږي د هغو سيمو ماشومان مکتبونو ته ځي او زده کړې کوي خو يو پښتون هم دا ونه ويل چې دا کار چا کړې او ولې يې کړې ولې بربادي زمونږ په برخه او آبادي د نورو په برخه ده ؟ ددې لپاره چې پښتانه لر او بر ټول افغانستان خپل ګڼي او د هيواد په هره برخه کې آبادي د ځان آبادي ګڼي ، هر چا چې ددې هيواد په ورانۍ کې لاس درلودلى دى نو بايد هغه محکمه شي ، او دې ليکوال ته دومره يادونه کوم چې پورتنى اور او د جګړې دا روانه بالا همدې کسانو دې هيواد ته راوستې ده چې نن يې تاسو غوندې خلک چې نه ددې هيواد په درد درديدلي ياست او نه يې هم په درد درديږئ پلوي کوي ، اوس بايد وويل شي چې پښتانه يوازې د حق پلوي کوي نه د تور په لار روان دي او نه هم د کوم بل رنګ په لار هر چا چې جنګي جنايت کړي دى هغه چې هر څوک دى بايد ددې ملت ځواب ووايې او د خپلو ګناهونو په سزا دې ورسيږي او آهنګر صيب دا يوازې د پښتنو غوښتنه نه ده بلکې د ټول ملت غوښتنه ده چې جنګي جنايت کاران دې محکمه شي ، خو دا چې په دې لاريون کې د لاريون کونکو له خوا د هغوکسانو نومونه اخيستل شوي دي چې د ليکوال مجيد آهنګر قهر يې را پارولى دى نو د هغو کسانو نومونه دې چې ددې هيواد ډيرې ميندې يې بورې کړې دي ، ډيرې خويندې يې بې وروره کړې ، او ډيرې ميرمنې يې کونډې کړې دي نو پکار خو داسې وه چې نوموړي ليکوال هم ددې اواز پلوي کړې واى خو دا چې برعکس خپل غبرګون يې ښکاره کړى دى داسې ښکاري چې نوموړى هم ددې هيواد نه دى او ددې هيواد دردونه ورته خپل دردونه نه ښکاري او د همدغو جنګي جنايت کارانو غوندې نوموړي هم خپل ايمان پلورلى دى او د پرديو ګوداګى دى او ددې ملت له پريکړو سره همغږى نه دى ، په داسې حال کې نو دا د ملي ارمان ورځباڼې يوه لويه ګناه ده او دا يوه داسې تير وتنه ده چې د بخښلو وړنه ده چې دداسې خلکو او اشخاصو ليکنې په خپلې ورځپاڼه کې چاپ کوي چې د هيواد ملي ارزښتونو ته سپکاوى کوي او ددې هيواد قومي جوړښت او ددې هيواد د باغيرته او درنو قومونو توهين او سپکاوى کوي ، نوموړې ورځپاڼه هم په دې ګناه کې سمه ورسره شريکه ده او د مير حيدر مطهر څخه چې د همدې ورځپاڼې مسوول مدير او د امتياز خاوند دى په کلکه غوښتنه کيږي چې نور دې د رسنيو او د بيان د ازادى ټول قوانين په نظر کې ونيسي او خپلې خپرونې دې د کوم قوم او يا شخص او يا کومې ځانګړې ژبې دګتو له لپاره نه عياروي او د نورو قومونو اوټول ملت غوښتنې دې له پامه نه غورځوي او که داسې کوي نو دا به ددې خپرونې د راتلونکي له پاره ښه پايلې ونه لري د ملې ارمان ورځپاڼې په تيرو وختونو کې د داسې ډيرو مضمونونو د چاپ لپاره لمنې بډ وهلې او چاپ کړې دي چې يو ډول په کې ددې هيواد لوى قوم پښتون قوم په کې په بدو نومونو ياد شوي دى او ددې هيواد په بربادۍ کې د ښکيلو ګنهګارانو په پلوى يې ځان ډير ښه ښکاره کړى دى د نوموړې ورځپاڼې مسوول مدير مير حيدر مطهر ته وړانديز کوم چې يا خو ددې ورځپانې په تندي چې کوم پاک نوم ليکل شوى دى دا بدل کړى او يا خپلې ناولې مفکورې بدلې کړي
نور دې د بهرنيو بادارانو په خوښه خپرونې نه کوي په ځان او په خپله مفکوره کې دې يو څه د افغانيت احساس پيدا کړي