د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غزل د ګل ګلپاڼه

انديښمن ځاځى 24.02.2008 15:16

وايي شاعر د ټولنې شعور دى . شاعر هغه څوک دى چې ويده قومونه راويښوي زيار او کار ته يې هڅوي او په کار مشغولو ملتونو ته د بدلون لارې چارې ګوري نو له همدې امله ويل کيږي چې بې شاعره ټولنه بنده ټولنه ده او آزادي نه لري .د شعر په اړه ډيرې خبرې شوي دي خو دا خبره اوس جوته شوې ده چې شعر د نورو هنرونو لکه موسيقي ،مجسمه جوړول ، نڅا ، معماري ، نقاشي ، او سينما تر څنګ يو هنر دى خو د تعريف په اړه يې اوس هم بيلا بيل نظرونه موجود دي .ځينې ادبپوهان وايي چې شعر څوک نه شي تعريفولاى په دې مانا چې شعر هم د رنګ ، خوند او ښکلا په شان د احساس له نړۍ سره تړاوو لري نو د تعريف او فورمول تنګ چوکاټ ته ځان نه سپاري ،ځينې بيا شعر ته د يوې وسيلې په سترګه ګوري ، ځينې نور بيا شعر په خپله يوهدف ګڼي ،ځيني بيا وايي چې شعر بايد ګټور وي او ټولنيز رسالت ولري ،خو ځيني نور بيا له دې نظر سره هم مخالفت کوي او وايي چې شعر بايد تلپاتى وي او تلپاتى ارزښت ولري .زه دلته د شعر په څرنگوالي او تعريف نه غواړم خبرې وکړم خو دومره ويل ددې لپاره غواړم چې وپوهيږو شعر څه دى ؟ شعر زمونږ په تراخه او بې خونده ژوند کې خوند پيدا کوي د څو شيبو لپاره خلک له ترخو واقعيتونو څخه د احساس ،عاطفې او د تخيل رنکينې نړۍ ته را بولي او دردونو ته يې يوڅه تسکين ورکوي .شعر د کرکې او دښمنۍ د خورولو وسيله نه ده بلکې مقصد يې د ښکلا بيان دى ، د احساس ليږدونه ده ، د آرمانيز ژوند انځور دى ، په ساحرانه الفاظو سره د احساس پارونه ده ، د نيم بسله مرغه نغمه ده ،موزيکال فکر دى ،روحاني الهام دى ، د هنر د الهې پيغام دى او بايد ووايم چې بالاخره شعر ، شعر دى .
د نورو ټولنو په پرتله پښتانه او پښتو ژبه د شعر او شاعر څخه ډيره برخمنه ده او په دې ورستيو کې خو د خداى فضل دى په ځوان نسل کې هم د شعر مينه او د شعر له ښاپيرۍ سره اشنايي ډيره ځليدلې ده ،خو له بلې خوا په ځينو پښتنو سيمو کې اوس هم شعر او شاعر ته په ټيټ نظر ليدل کيږي او ددې وجه هم په همدې سيمو کې هغه ولسي شاعران دي چې له موسيقۍ سره شعرونه وايي او محفلونه ښايسته کوي خو په څه چې زه غواړم خبرې وکړم هغه په ټولنه کې د ښځينه شاعرانو شتون دى ما مخکې هم وويل چې په ځينو پښتنو سيمو کې شعر او شاعرته په ټيټ نظر ليدل کيږي نو دا ښکاره خبره ده چې ښځينه شاعرانې خو بيا بيخي د شعر ويلو اظهار هم نه شي کولاى او که چا دا کار وکړ نو له کفر سره پرتله کيږي . په داسې سيمو يا د رواياتو په کړيو کې که کومې شاعرې دا جرعت وکړاو د شعر ويلو اظهار يې وکړ نو زه ګمان کوم چې دا به يوه لويه قهرماني وي . او داقهرماني د پکتيا د سندريزو غرونو په مينځ کې د ګلورينو درو په درشل کې پيغلې شکريې ((مرهوني )) کړې ده . د ټولنې له منفي دودونو يې سرغړونه او سپيڅلى بغاوت کړى دى او په ډاګه يې ويلي دي
سپيــڅلى بغاوت کوم تـــرڅو بــــه يم ايســاره
له پښــو مې د ستــــم دا ځنـــــــــځيرونـه ماتوم
دا ځــل له يو قوي هوډ سره چيغه کــړه ډارنې
تل وايې ((مرهوني )) چــــې زنـــــدانونه ماتوم

شکريه مرهوني يوه روغتيا پاله ده او ورځينيز کار يې هم د نارغانو درملنه ده او د پکتيا ولايت د ګرديز په ملکي روغتون کې دنده تر سره کوي خو خداى يوښکلى شاعرانه احساس هم ورکړى دى ، کيداى شي د نومړې دنده به ددې لامل وي چې شعري احساس يې پيدا کړى دى او ځان د نورو په دردونو کې شريک ګڼي او ددوى د خدمت ژمنه کوي :
روغتــــيا پالـــــه مـــــدت ګــــــاره د وګــــــړو
يــــــم بــــــه هـــــر وخت خـــــدمتګاره د وګړو
هــرې مـــور او ستــــــرګو تـــور ته يې طبيبه
زه يــــاديـــــږم غــــم ګســــــــــــــــــــاره د وګړو

د شکريې مرهوني له دندې که را تير شو نو د نوموړې شعر ته به ضرور تم کيږو او د نوموړې په شعر کې به د تخيل او د آهنګ ښـايسته رنګونه ګورو . شکريه ځوانه ده او شعر يې هم د ځوانو ولولو درلودونکى شعر دى او د مينې د ښکلې دنياګۍ انځور پکښې ليدل کيږي او په ډير هنر يې داسې توري او کلمې سره يوځاى کړي دي چې په لوستلو يې د يوې پښتنې پيغلې د احساساتو انځور پکښې ليدلاى شو:

ګــــرانې ،ګرانې لـــــــه خپل ګران درتــــــه راپيښې شوي
دا ګـــرانې ،ګرانې به زغمــې تر څو چې ګران دې نشته
د هغــــــــه شـــــــاړ بـــاغ مړاوى ګل يې چې باغبان نلرې
د هغــــــــــې لارې لاروى يــــــې چــــــــې کاروان دې نشته
لـــــــــــه هغـــې ورځې چې د عشق په درد اخته شوې يې
مرهـــــــوني خوند د هيڅ غزل او هيڅ داستان دې نشته

که مونږ د شکريې مرهوني د شعر په جوړښت خبرې وکړو نوشعر يې د جوړښت له پلوه پوره دى او کومه د پام وړنيمګړتيا پکښې نه ليدل کيږي او که د نوموړې د شعر په شعريت او خيال خبرې وکړو نو د نوموړې شعر د ځوانو ښځينه شاعرانو په ډله کې له ښوشعرونو څخه حسابولى شو . نوموړې کوښښ کوي چې خپل شعر په ښکلو او پارونکو الفاظو ښايسته کړي او کله ،کله خو د خپل هنر ګوتې د خيال داسې نازکو تارونو ته وروړي چې په ترنګيدو يې د احساساتو تارونه په ترنګيدو راځي او د سړي له خولې څخه بې دريغه د (واه ) کليمه وباسي ددې خبرې ښه اثبات ته د رسولو لپاره زه درنو لوستونکو ته د نوموړې دا په زړه پورې غزل وړاندې کوم :
ما درته خــــــتم کړو کتـــــــاب دا پر تــــــا څه شوي دي
خــــــــو ته هيــــڅ نه وايې ځـــواب دا پر تا څه شوي دي
نور مـــــــــې د اوښــــــــــــکو بهـــــــولـــو څخه ويره وکړو
پــــام کـــــوه وړيدي دا سيـــــلاب دا پر تا څه شوي دي
لـــــــه دې نه ورستـــه يې په خداى په چاوديدو ويريږم
زړه مــــــې شو سپک لکه حبـاب داپر تا څه شوي دي
غــــــــواړم اشنا چې دا ســــــــــــرکــــش فکر دې وتړمه
د خپــــــــــلو زلفـــــــــو په تنـــــاب دا پر تا څه شوي دي
پـــــــه کـــــــــاڼــــــــــي زړه کې چرته لږ رحم لرې او کنه ؟
زمــــــــــــا دې عمـــــر کړو خراب دا پر تا څه شوي دي
جـــــــــــانــــــه تـــــــر څو به د رواج پر لمبو ځان سوزوې
پکـــــــــاردى ښـــــــکلى انقـلاب دا پر تا څه شـوي دي
مغــــــــــروره ! ډيـــــر د خپل غرور په نيلي وګرځيـدې
لــــــــږ يادوه د خــــــــداى عـذاب دا پر تا څه شـوي دي
افسوس په دې چې د خالق په دومره لوى مخلوق کې
مرهــــــــــوني ته کـــــړې انتخــاب دا پر تا څه شوي دي

په پاسني شعر کې تاسو ولوستل چې شاعرې په ډير کمال سره د خپل خيال انځورونه ترصيم کړي دي او کيداى شي دا به مو هم احساس کړي وي چې د شعر رديف په ځينو بيتونو کې له موضوع سره اړخ نه لګوي خو شاعرې په ډير هنرپه خپل شعر کې داسې موضوګانې ځاى کړي دي چې د لوستونکي فکرخپل ځان ته را اړوي او دا نيمګړيتا د لوستونکو څخه په ډير کمال سره پټوي.دمثال په توګه وايي:
نورمې د اوښــــــــــکو بهولــــــــو څخه ويـــــــــره وکړه
پـام کوه وړيدې دا سيــلاب دا پــــــر تا څه شوي دي

دلته دومره نازکه موضوع را اخيستل شوې ده او دومره خوندوره ترصيم شوې ده چې سړى د رديف اړخ لګولو او نه لګولو ته نه پريږدي چې متوجه شي .د همدې شعر دوه نور بيتونه هم ددې لپاره راوړم چې د شاعرې د رنګين خيال څرګندونه مې کړي وي او دا وويل شم چې مرهوني په ځوانو ښځينه شاعرانو کې د رنګين خيال لرونکې شاعره ده .
غـــــــــواړم اشنـــــــــا چــــــې دا سرکش فکر دې وتــړمه
د خپـــــــــلو زلفــــــــو په تناب دا پر تــا څــــه شـــوي دي
افسوس په دې چې د خالق په دومره لوى مخلوق کې
مـــــــرهوني ته کــــــړې انتــــخاب دا پر تا څه شوي دي

که مونږ دې پورتني شعرته په ليدو سره بيا هم د شعرپيژندنې په اړه خبرې وکړو او دا شعر وڅيړو ، شننه پرې وکړو او دا څرکند کړو چې په دې شعر کې څومره شعريت موجود دى نو زمونږ پايله به مثبته وي ځکه چې ستر يوناني فيلسوف ((ارسطو )) په خپلې (پوتيکا ) نومې رساله کې د شعر په اړه بيلابيل نظرونه وړاندې کړي دي خو يود پام وړنظر يې دا دى . ارسطو وايي (شعر هغه وينا ده چې په زړه کې هيجان را پيدا کړي ) نو اوس د همدې نظر په رڼا کې دا ويلاى شو چې د مرهوني شعر د شعريت څخه هم برخمن دى ،ددې لپاره چې شاعره په دې توانيدلې د ه ترڅو په خپل شعر کې د لوستونکي زړه ته پوره هيجان وروبخښي .پيغله مرهوني که د شعر په خوږه ژبه د حالاتو له تورو رواجونو او منفي دودونو څخه سرتکولى شي او بد ورته ويلاى شي نو دهمدې شعر په خوږه ژبه د يوې پښتنې پيغلې د شجاعت ، غرور او افغانيت انځور هم کښلى شي او دا څرګندولى شي چې افغانه او پښته پيغله د تورې په ميدان کې هم له خپلو وروڼو ورسته نه ده او دا انځور يې هم په خپل يو غزل کې په ډير هنر ځاى کړى دى د انګريز نظر لرونکو ته يې ګواښ کړى او د ملالۍ ياد يې ورپه ياد کړى دى او تر څنګ يې د هيواد د کليو او غرونو د سپيڅلې ښکلا انځور هم اوباسي او په خپل شعر کې د کليو او بانډو ډيرو ښکلو اصطلاحاتو ته هم ځاى ورکوي . راځئ داهنري انځورونه او د کليو او بانډو او د اصيلې پښتو اصطلاحات د نومړې په همدې غزل کې وګورو :
پيغــــــــله يم افـــــغانه شـــــجاعت کې نوميالۍ يمه
ځــــکه خــــو د ژوند پـــه هر پړاوو کـــــې بريالۍ يمه
دومـــــــره مې د تــــورې په ډګرکې نوم روښـــانه دى
څـــــومره چـــــې ښـــــکلا د انغـــــري او د چرګۍ يمه
وينـــو کــــې پيـــــدا شوم په بارودو کــې رالويه شوم
زه يــــــوه ښــــــــــــه بيلــــګه د وطن د تــــراژيدۍ يمه
وخت بـــــــه راشـــــي بيـــــا بــه يو څراغ د رڼاګانو وم
اوس کـــــــــــه د شعــــــــور د لارې تـــــتـه ډيوګۍ يمه
نـــــور دې دا انــــګريز نظر ته ووايه چـې ټيټ اوسي
زه يـــــم د ايـــــوب ورينـــــدار او خـــور د ملالۍ يمه
داســــــــې په دې خپـــل حسن کې ټوله، ټوله ګرځمه
تــــه وا د پکتــــــيا د دنـــګو، دنـګو غرو څيړۍ يمه
وګوره چـې شک دې د يقـين جامې اوس واغوندي
ستــــــــــــا د محبت پــــــه تــــــور روانه تر سولۍ يمه
دا تيــــاره ،تيــــــاره مــــــزل د ژوند کـه مې رڼا نه کړ
بيــــاخو ((مرهوني )) هســـــــې راغـــــلې تــر نړۍ يمه

زه د پيغلې مرهوني له شعرونو سره ډيره اشنايي نه لرم خو يو څو په زړه پورې شعرونه يې ماته رارسيدلي دي اود نوموړې د شعرونو دغو نومونو ته په ليدوسره دومره ويلاې شم چې نوموړې ښه په تول پوره شاعري کړې ده او هيله ده نور شعرونه يې هم همداسې په زړه پورې وي . او هيله لرم چې د شکريې مرهوني شاعري د نورو پښتنو پيغلو په زړونو کې هم د همداسې ولولو پارونکې شي ترڅو د دوى په زړونو او خيالونو کې د شعر هغه پټې خزانې را برسيره کړى چې د حالاتو او د وخت د تورو رواچونو له ويرې يې پټې ساتلي دي تر څو يوه ورځ په پښتو ادب کې د ځوانو شاعرانو په څيرځوانې شاعرانې هم ولرو او د پښتو ژبې د ادب رنګينه لمن پرې نوره هم رنګينه شي زه پيغلې مرهوني ته د ادب په لاره کې د نورو برياليتوبونو هيله کوم او ورته د تاند قلم او څپاند خيال غوښتنه لرم .

په ډير درنښت او پښتنه مينه
انديښمن ځاځى
د ١٣٨٦ کال د سلواغې ٢٩
آريانا تلويزيون کابل