د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوې نارې

علم ګل سحر 26.04.2009 19:53
جګړه چې له څو ورځو را په دېخوا روانه وه، وار په وار زياتېدله، له دواړو خواوو د توپونو، ټانكونو او توغنديو پرله پسې ډزو پر خلكو خوب درولى و، په تېره د دواړو خواوو د الوتكو بمبارۍ چې د دوى په كورونو كې كېدلې ډېر وارخطا كړي وو، په تېرو ورځو كې د سيمې هغه اوسېدونكي چې له خپلې كورنۍ څخه پرته يې دلته ژوند كاوه او كورنۍ يې له جګړې څخه دمخه امن ولايتونو او بهرنيو هېوادونو ته لېږدولي وې، د شپې له خوا له سيمې څخه وتښتېدل خو هغو اوسېدونكو چې له خپلو كورنيو سره يو ځاى دلته اوسېدل په دې دوو اوونيو كې و نه شواى كولاى چې له سيمې څخه ووځي، ځكه دلته د خپلو بلاكونو لاندې په زېرزمينيو كې څه په امن كې وو، خو د وتلو په بڼه كې يې د ژوندي پاتې كېدلو ډېر لږ امكانات موجود وو.
نن جگګړه د تېرو ورځو پرتله سخته شوې وه، الوتكو په پرله پسې ډول بمباري كوله له هرې خوا سرې ګولۍ بادېدلې په دې ټولو سختيو كې نواب له خپلې كورنۍ سره پخپل كور كې اوسېده، ځان يې پر خداى (ج) سپارلى و.
يوې خوا ته يې د تلو نيت نه درلود او نه يې په ښار كې داسې څوك لرل چې پناه وروړي، ان تر دې چې د خپل بلاك زېرزمينۍ ته هم نه و كښته شوى، خو د نن ورځې جګړه هغه هم وارخطا كړى و، په تېره بيا كله چې يو توغندى د دوى د كور پر پخلنځي ولګېده او دوه كوټې يې سره يو كړې نو دى زيات وارخطا شو.
بې له دې چې د كور دروازه وتړي له خپلې مېرمنې او درېيو تنو اولادونو سره په بيړه زېرزمينۍ ته كښته شو. د دوى د اوسېدو بلاك د نورو بلاكونو په پرتله يو څه په امن كې و، ځكه چې د نورو بلاكونو په منځ كې واقع و، كله چې زېرزمينۍ ته ور كوز شول هلته د سر د لګېدو ځاى هم نه و، ځكه د ټولې سيمې خلكو له خپلو كورنيو سره ځانونه دلته رارسولي وو.
دوى هم د خلكو په منځ كې ځانونه ځاى كړل دلته ټول وږي، تږي ناست وو هېڅوك دباندې نه شواى وتلاى، له هرې خوا د ماشومانو چيغې او ژړاوې اورېدل كېدې، تي خورو ماشومانو به ژړل او نورو ماشومانو به په پرله پسې ډول ډوډۍ، ډوډۍ چيغې وهلې، خو پلرونو او ميندو نه شواى كولاى د دوى دغه غوښتنه ترسره كړي، په دوى كې داسې ماشومان هم وو چې پلرونه يا ميندې يې په جګړه كې وژل شوي يا ترې ورك شوي وو، چا له دوى سره مرسته هم نه شواى كولاى، ځكه ټول وږي وو، ټولو ډوډۍ غوښته، ټول له يخنۍ څخه لرزېدل، ټول بړستن او كمپله غوښته، د روژې د مباركې مياشتې اتمه ورځ وه په دغو كسانو كې داسې خلك هم وو چې درې څلور ورځې يې روژه نه وه ماته كړې.
نواب د جنګ په لمبو كې خپل كور ته ننوت، څه چې يې په كور كې لرل زېرزمينۍ ته يې راوړل او پر ځينو ناستو كسانو يې ووېشل، خو كاشكې چې نه يې واى رواړي، د ډوډۍ په ليدو سره ټولو د ده پر خوا را منډې كړې او ډوډۍ يې سره خوله خوله كړه. ډوډۍ ډېرو لږو كسانو ته ورسېده، له دې سره د خلكو او په تېره د ماشومانو فريادونه لا زيات شول، هر يوه به د ډوډۍ غوښتنه كوله، خو د دوى دغې غوښتنې ته هېچا ځواب نه شواى ويلاى او هېچا هم څه نه شواى ويلاى.
يوازې به يې ساړه اسوېلي وكښل او له ځانه سره به يې څه وويل. د دوى دغه اوازونه يوازې د توپونو په ډزو سره بدرګه كېدل.
هغه ډېره وحشتناكه شپه وه، له هرې خوا د ډزو غږ راته، د سلواغې مياشت وه، واوره اورېدله او سوړ باد چلېده.
د توپونو او توغنديو ډارونكي او د باد لرزوونكي غږ هغې تيارې ته نوره هم وحشتناكه بڼه وركوله، هغه شپه او تر شپې تياره ورځ په همدې ډول تېره شوه. د ورځې هم جګړې دوام درلود، چا د ساه ايستلو توان او وخت نه درلود، كابل په تورو دودونو كې پټ و، له هرې خوا د اور سرې لمبې را پورته كېدلې او تورو دودونو د ښار فضا نيولې وه. دويمه شپه په همدې ډول جګړه روانه وه، د توپونو او توغنديو ډزو به جګړه لا نوره هم پسې زياته كړه، د زېرزمينۍ په اوسېدونكو باندې نور د لوږې له لاسه طاقت درېدلى و، ټولو فيصله وكړه چې د سپېدو په وخت كې به له دې دوزخي سيمې څخه وځي.
دوى ټوله شپه همداسې تېره كړه، يوه هم خوب ونه كړ، ټول د رڼايۍ په هيله ناست وو،خو رڼا له كومه كېده، رڼايي خو ټولو غوښته خو رنايي نه وه او رڼا يوازې د توغندي په ميل كې تر سترګو كېده او بس.
هلته تياره وه، لوږه وه، جګړه وه او نا اميدي، ټول هك پك ناست وو او د توغندي له هر ډز سره به په وارخطايۍ سره له خپل ځاى څخه پاڅېدل او د يوه نيم له خولې خو به چيغه هم ووته.
د توغنديو او ټانكونو ګولۍ يوې او بلې خوا ته تېرېدې، د توغندي يوه ګولۍ مخامخ پر زېرزمينۍ ولګېده، تور دود جوړ شو، چيغې او فريادونه او د ماشومانو او ښځو ژړاوې راپورته شوې، هېچا هېڅوك نه ليدل، دا هم معلومه نه شوه چې د توغندي د لګېدو له امله څه پېښ شول. خو لكه چې ټول په يوه غږ وي هر يوه كوښښ كاوه چې له نورو دمخه له زېرزمينۍ څخه ځان وباسي، هـر يوه خپل كوچنيان په غېږو كې واخيستل او په نامعلومه لوري د نامعلوم برخليك پر لوري په توره شپه كې وخوځېدل، له بلاك څخه دباندې له يوه څخه د بل پته وركه شوه، دا معلومه نه شوه چې څوك ژوندي لاړل او څوك د توغنديو خوراك شول، دلته پر سركونو لا وينې ډنډ ولاړې وې او په هره شېبه كې به دلته راكټ لګېده خو تر ټولو د نواب بخت بيدار معلومېده، هغه يو كوچنى زوى په ملا پورې تړلى او بل يې په غېږ كې نيولى او له يخنۍ څخه په كاليو كې پټ كړى و، په بيړه روان و.
اوس نو هغه د خطر له ځاى څخه راوتلى و، خو هغه بيا هم په ستړې ساه منډې وهلې او د ښار د شمال لويديځ لوري ته په حركت كې و، نه پوهېده چې چېرته لاړ شي، دلته يې څوك خپلوان نه درلودل، د ده د يوه كليوال كورنۍ چې په دې سيمه كې اوسېدله لا پخوا د جګړو له امله كډه كړې وه او نور يې هېڅوك نه لرل چې هلته ورشي. د سهار د لمانځه پر وخت هغه دې ځاى ته چې د ښار د جګړه ځپلو سيمو نور خلك به هم دلته راتلل راورسېدل او مخامخ يوه ښوونځي ته لاړ، خو دلته د ده په شان په زرګونو مهاجرين اوسېدل، د سر د لګېدو ځاى هم نه و،هغه چې ډېر ستړى شوى و او نور يې د تلو توان په ځان كې نه ليده ښوونځي ته نژدې يوه جومات ته لاړ.
هلته هم همدا حال و، خو جومات لوى و او د خلكو هم پرې زړه وسوځېده، ده له خپلې كورنۍ سره هلته واړول، په سترګو كې يې د خوښۍ او بري نښې برېښېدې، خپل يو كوچنى يې پر مځكه كښېښود او بل يې له اوږو څخه چې په څادر كې يې تړلې و را خلاص كړ، څادر يې پرانيست چې خپل زوى ته له جګړې څخه د خلاصون او امن ځاى ته د رارسېدو زېرى وركړي او د هغه په ليدو سره خپل مات زړه ته تسل وركړي، خو د څادر په پرانيستو سره د هغه له خولې چيغه ووتله مېرمنې يې هم چيغې كړي.
_ اه څه وشول لكه چې مخ مې تور شو، زوى مې مړ شوى. . .
_ نه كاشكې مړ واى!
_ څه؟ كاشكې مړ واى؟
مېرمنې يې چې كوچني ته وكتل په چيغو او نارو يې پيل وكړ،كله يې چې له دا بل كوچني څخه پټو ليرې كړ، بيا هم همداسې انګولا جوړه شوه. خلك پرې ور ټول شول، هغوى دوى دواړو ته حيران حيران كتل، ماشومانو چې د دوى ژړا وليده هغوى هم په ژړا پيل وكړ.
نواب خپلې مېرمنې ته مخ واړاوه:
_ نو زموږ اولادونه به چېرې وي؟ اه خدايه دوه زامن دواړه ورك، نو دا پردي ماشومان به څه كوو، د دوى پلرونه به چېرې وي؟
اه خدايه اه خدايه.
پكتيا زرمت
19/11/1373