د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وروستۍ شپه = لنډه کیسه

علم ګل سحر 24.12.2008 19:57
د څيړۍ لرګيو كراچۍ يې په ډېر كړاو كشوله، كراچۍ درنده وه پر مخ يې خولې را ماتې وې دواړه څپلۍ يې له پښو ايستلې او د كراچۍ دمخې په لرګيو پورې يې ټومبلې وې او پايڅې يې بډ وهلې وې، په ستمي سره يې كراچۍ د لويې پولادي رنګه دروازې مخې ته ودروله.
بخت جمال پخپل دسمال خولې پاكېگ كړې، د كور دروازه يې وټكوله دېواله ته يې ډډه ووهله، د كور دروازه يوې نجلۍ خلاصه كړه، په ځير ځير يې جوالي ته وكتل بخت جمال په يوه خلي په خاورو كې د ګډو وډوكرښو په كښلو ځان بوخت كړ.
نجلۍ دروازه په درز سره وتړله، څه شېبه وروسته يو چاغ سړى راووت په تروه ټنډه يې جمال ته وويل:
_ هن رادې وړه ډېر ناوخته شوې ماسكه ويل چې په بله ولاړې.
_ درنه وه په لاره مې څو ځايه ساه جوړه كړه.
_ نو څه ته ماتل (معطل) يې، شورو.
بېرته كوټې ته ننوت، كله چې جمال ټول لرګي ځاى پر ځاى كړل د كور خاوند بيا راووت، څو نوټونه يې ور حساب كړل، بخت جمال پيسې تر حساب تېرې كړې ورو يې وويل:
_ دا خو شپږ زره دي.
_ نو شپږ لكه واى؟
_ نه ما او تا خو هلته په لس زره سره فيصله كړه او بيا مې دا ټول پنځوس منه لرګي په كور كې درته ځاى پر ځاى كړل دومره خو مې. . .
د كور خاوند په غوسه شو:
_ كه تا لس زره ويلي ما هم شپږ زره درته ويلې وې ځه خپله خوارې دې كوه او له دې سره يې دروازه وتړله.
بخت جمال هك پك ودرېده، بېرته د اوړو د منډوي پر لوري روان شو.
په منډوي كې يې له نانوايۍ څخه يوه ډوډۍ راواخيستله سيوري ته يې ژر ژر وخوړه، پيسې يې له جېبه راويستې حساب يې كړې ياو، دوا، درې، څلور، پنځه... ټولې اته زره افغانۍ وې له ځانه سره يې وويل:
_ ډېرې كمې دي په ټوله ورځ كې اته زره، ځان ته يې ډاډ وركړ:
_ ځه خداى مېربانه دى، ماښام ته لا وخت شته كه دغومره نورې وګټم د نن شپې د وچې ډوډۍ پيسې كېږي.
يوه پاڼه كاغذ يې له جېبه څخه راويوست د انګليسي څو لغاتونه يې پكې ليكلي وو، كاغذ ته يې وكتل بېرته قات كړ او له ځانه سره يې څه وويل، كاغذ به يې بېرته پرانيست تر نظر به يې تېر كړ تر شونډو لاندې به يې لغاتونه له ځانه سره تكرار كړل.
د سړك له بلې غاړې چا پرې غږ كړ:
_ جوالي وا جوالي ايشت، دېخوا.
بخت جمال په بيړه ځان ور ورساوه، هغه سړي ورته وويل:
_ دا يوه بوجۍ اوړه، وريجې، يو پيپ غوړي او يو كارټن مڼې تر مكروريان كهـنه پورې په څو وړې؟
بخت جمال زړه نا زړه وويل:
_ دوولس زره.
_ ډېرې نه دي؟
_ شپږ وړې ډوۍ پې كېږي، اوغانۍ څه ته راغلې.
_ ښه ځه يو يې سه، خو دوم منزل ته به يې هم پورته كوې.
د كراچۍ د يوه ټاير هوا كمه وه، نژدې د هوا وركولو كوم دوكان هم نه تر سترګو كېده بخت جمال په سختۍ سره كراچۍ تر مكروريانو ورسوله.
بخت جمال د هغې ښكلې نجلې په ليدو چې د كور دروازه يې پرانيستله ترولى (تلولى) شو، نژدې و لاس وركړي، خو ژر يې پام شو، د غوړو پيپ يې چې د مېوو پر كارتن برسېره ايښى و، را كوز كړ ده ته داسې معلومه شوه چې دا نجلۍ يې چېرې ليدلې ده.
لكه كومه وركه يې چې بيا موندلې وې او اوس يې باور نه كېږي، چې داسې اسانه دې په لاس ورغلې وې، په خپل ذهن كې يې د وركو خاطرو پلونه تعقيبول، د خپلو خوبونو په كوڅو كې پسې ګرځېده، خو دا انځور يې تر سترګو نه شو.
داسې يې وښودله چې لار ښوونې ته منتظر دى.
ورسره راغلي سړي وويل:
_ فرحنازې دا دى سودا مې راورسوله، زه بيړه لرم دا جوالي به يې ځاى پر ځاى كړي، د خداى پامان.
جمال په زړه كې د سړي په تلو خوشحاله شو، د اوړو بوجۍ يې په دهلېز كې كښېښوده فرحنازې ورته وويل:
_ نا دلته نه، پخلنځي ته يې يوسه.
جمال ټولې بوجۍ او كارټنونه په پخلنځي كې ځاى پر ځاى كړل زړه يې و چې نور هم پاتې شي، خو د پاتې كېدو كومه بهانه نه وه.
نجلۍ خواږه خواږه ورته كتل. ويې ويل:
_ كرايه دې څو شوه؟
_ فرق نه كوي.
_ نه ووايه هسې نه چې لږې دركړم.
_دوولس زره.
فرحنازې د سالون له المارۍ څخه دوه لس زرګون نوټونه را واخيستل.
جمال پاته پيسې بېرته وركړې، نجلۍ نه غوښتل، خو ده اته زره افغانۍ د اشپزخانې د مېز پر سر ورته كښېښودې، زړه نا زړه راووت فرحنازې له شا پسې غږ كړ:
_دلته راشه.
جمال چې د دويم پوړ په زينو را كوز شوى و، بېرته ور وګرځيده فرحنازه په سوچ كې ولاړ وه لكه چې خپله خبره يې هيره شوې وي بيا يې ورو ورته وويل.
_ راځه دننه.
فرحنازه له مخې او جمال ورپسې كور ته ننوتل، نجلۍ د سالون پر ځاى پخنلځي ته لاړه، خو جمال په دهلېز كې ودرېده، فرحنازې له برنډې پرې غږ كړ:
_ ولې لاړې، دلته برنډې ته راشه.
فرحنازې په برنډه كې پراته ناكاره لرګي او اوسپنې ورته وښودلې، ويې ويل:
_ دا ناكاره شيان به څو په دواړو برنډو كې ځاى پر ځاى كړې؟
_ فرق نه كوي، دا دومره كار نه دى، بې پيسو به يې وكړم.
_ نه نه مزدوري دې ووايه.
پيسې يې نه اخلم، چې ته وايې نو دوه زره روپۍ.
او له دې سره يې لستوڼي راونغښتل، فرحنازې وخندل.
_ اوس نه، نن ناوخته دى سبا، سبا په لس بجې.
جمال چې له كوره راووت هغې بيا پرې غږ كړ:
_ سبا پوره په لس بجې ګوره چې هېر دې نه شي، د پيسو غم مه كوه.
جمال په هغه شپه خوشحاله معلوميده، ستړيا خو يې بيخې هېره وه، د نورو شپو پر خلاف يې نه پښو سوى كاوه نه هډوكو درد، او نه يې هم د نورو شپو په څېر څنګلې غوړې كړې، ځان داسې ورته معلومېده چې نن يې هيڅ كار نه دى كړى.
نورې شپې به چې له كاره راغى ستومانه او نارامه به و، او د هډوكو له درده خو به خوب نه ورته، نن هم نارامه و، خو دغه نارامي يې څه بل ډول وه، شپه يې كله په خوب كله په ويښه تېره كړه، سهار له خپله ځايه را ولاړ شو، لمونځ يې ادا او بې غمه په چاى سورولو بوخت شو، مور يې ورته وويل:
_ جماله زويه نن لكه چې كار ته نه ځې؟
_ ادې مه خپه كېږه، نن كراچۍ نه ولم، بله مزدوري مې پيدا كړې ده ناوخته ورځم.
پر جمال ورځ نه تېرېده د انګړ په پټيو كې د ګلانو په منځ كې كېنوست، كله به يې يو ګل په لاس كې ونيو او ترې لاندې ځمگكه به يې وخرله او بيا به ډېر ځنډ د بل ګل په كتلو بوخت شو، لكه چې د هغې ښكلا په ګلانو كې لټوي، په نه نيمو بجو د فرحنازې د كور پر لوري روان شو، له مخامخ تنګې كوڅې ووت په څلور لارې كې د مېوې اوبو خرڅولو د كراچۍ څنګ ته تر ونې لاندې څو شېبې ودرېده.
پرون ورځ يې له سترګو يوې بلې خوا ته ورته كېدله، د فرحنازې كتل څه چې تر سترګو لاندې يې پټ_پټ څارله بل ډول ورته ښكاره شو، تمامه شپه يې د هغې په باب په سوچونو سبا كړې وه، خو د هغې كاته يې نه و تللي.
دا كتل داسې ورته وبرېښدل لكه يو قصاب چې ورى په پيسو رانيسي ورى ښه چاغ او مزى وي، خو قصاب وېرېږي چې ورى پشيرله دى او د عمر د كموالي له امله به يې غوښه وزن وبايلي، قصاب يې په ملا لاس كېږدي د خريدار په سترګو ورته وګوري، په جېب لاس ووهي، خو لكه چې پر خپلو پيسو يې زړه نه كېږي ورى را پورته كړي وزن يې كړي بېرته يې پر ځمكه كېږدى، ورى هم په نوره رمه كې ګډ شي.
جمال ته د فرحنازې د پرونيو كتلو تول ستونزمن و، دا كاته د مينې كاته و، د كركې و او كه د سپكاوي كاته؟
هېڅ نه پوهېده.
پخوا به چې چېرته داسې يو كار ورته پيدا شو، په تېره بيا چې د درندې كراچۍ له كشولو به هم خلاص و، په ډېره مينه به يو ساعت دمخه هلته حاضر و، خو نن؟
جمال د ونې يو ښاخ راونيو يو وچ خلى يې ترې مات كړ هسې يې پخپلو غاښونو تېراوو راتېراوو خلى يې هيسته غورځار كړ له ځانه سره يې وويل:
_ نه پوهېږم هغه ما ته په كومه سترګه ګوري، غريب جوالي؟ هسې بې كوره بې اوره مزدور؟ كه مين؟
د لمر سترګې ته يې په نيمكښو سترګو وكتل.
_ زه خو د لمر په سترګو ورته ګورم، خو هغه له ما همدومره لري او لوړه ده لكه د لمر سترګه.
خپلې زړې جامې يې يو ځل بيا تر نظر تېرې كړې.
ښايي د هغې د پرونۍ وروستۍ مهينې موسكا اغېز به و چې جمال په ګړنديو ګامونو د زړو مكروريانو پر لوري روان شو، په لومړى زنګ د كور دروازه پرانيستل شوه، فرحنازې هغه د پخلنځي د برنډې پر ځاى د خوب كوټې ته بوت.
جمال پر تخت غلى ناست و د خپل كار او مزدورۍ په فكر كې و چې څه وخت يې پيل كړي او څه ډول يې ياده كړي.
فرحنازه لكه چې د ده په سوچ پوهېدلې وي، په داسې حال كې چې له لويې لرګينې المارۍ څخه يې د وچې مېوې قابونه پر مېز ځاى پر ځاى كول وويل:
_ كارونه به له خيره سبا كوو، نن به يو د بل له حاله ځانونه خبر كړو.
د هغې دې خبرو جمال هم پر خبرو راووست او د هغې د ژوند په باب يې پوښتنې پيل كړې.
فرحنازې شمېرلى_شمېرلى ځواب وركړ:
_ موږ په جګړو كې له وطنه ووتو، اوس په كلفورنيا كې اوسو زه او ورور مې راغلي وو، چې خپل جايدادونه خرڅ كړو ورور مې اوس اسلام آباد ته تللى دى.
دواړو يو بل ته خپلې خاطرې بيان كړې مجلس يې ورو_ورو په ټوكو ټكالو بدل شو، يوه نيمه خبره به يې په انګليسي كوله، خو جمال به ژر خپلې ژبې ته راواوښت ځكه د فرحنازه د انګليسۍ په زياترو خبرو نه پوهېده، داسې معلومېدل لكه چې له ډېر پخوا نه سره پېژني او وروسته له ډېرې مودې سره يو ځاى شوې وي، دواړه پر يوه تخت ناست و، يو د بل خبرې يې دومره په مينه اورېدلې لكه چې پخوانۍ خاطرې يې ورپورې تړلې وي يو د بل په كتو كې ورك وو، نور يې هر څه هېر و لكه چې يوې بلې دنيا ته تللي وي، د بې خوديو او خوبونو يوې ناآشنا دنيا ته.
په كړكېو سرې پردې راخورې وې، دوى د وخت په تېرېدو نه وو پوهېدلي د مازديګر لمر په غرغړو و، فرحنازې په خوبولي غږ جمال ته وويل:
_ د ماما د راتلو وخت دى، ته خپل كور ته ولاړ شه، زما او ستا وعده بيا پر هغه وخت ده.
جمال لكه چې له يوه درانه خوبه راويښ شوى وي.
ورو_ورو د كور پر لوري وخوځېده، پر لاره پښېمانه معلومېده له ځانه سره يې وويل:
_ يوه نشه وه والوته، مور ته به څه وايم خور او ورور به مې ډوډۍ غواړي، د نن د مزدورۍ پېسې به غواړي، څو ځله يې په زړه كې وروګرځېدل، چې په ګڼه ګوڼه كې د چا جېب ووهي، د سرك بلې غاړې ته واوښت په تمځاى كې د خلكو په ګڼه ګوڼه ورګډ شو، يو كليوال سړى يې تر نظر لاندې ونيو تر څنګ يې روان شو هغه سړي له لويې كراچۍ څخه مڼې واخيستلې د پنځه زره ګونو نوټونو له بنډل څخه يې پنځه نوټونه ورحساب كړل، بنډل يې بېرته د څنګ په جېب كې كېښود جمال ښه ورنږدې شو تر سترګو لاندې يې پټ_پټ څاره، اوس نو لاس د هغه جېب ته رسېدلى و د سترګو له كونجو يې د هغه سترګو ته وكتل كليوال پر سړك تېرېدونكو موټرو ته كتل، جمال د جېب له پاسه د نوټونو بنډل په ګوتو كې ونيو، په زړه كې يې څه ور وګرځېدل خپل لاس يې سوكه ترې ايسته كړ، تمځاى ته موټر راورسېده كليوال د موټر پر خوا منډه واخيسته.
جمال په بېړه له ګڼې ګوڼې راووت، زړه نازړه د كور پر لوري روان شو، د كوڅې له دكاندار ډګروال انارګل څخه يې لس زره افغانۍ په پور وغوښتلې ډګروال كتابچه را واخيستله ويې خندل.
_ وايي ځاځى پور غواړي توري لا نور غواړي ستا قرضونه زيات شوي دي، ها دا پنځه زره واخله.
جمال ماښام ناوخته كورته ورسېده، دروازه يې مور پرانيستله په ليدو يې خوشحاله شوه ويې ويل:
_ ما در جار كړې زويه څومره، ناوخته شوې لكه چې بيا د كوم ظالم مالدار په لاس ورغلى وې؟
_ هو مورې ډېر ظالم تر ظالمانو ظالم، كار يې راباندي وكړ مزدوري يې را نه كړه.
_ وۍ ولې؟
_ چې كار ختم شو د كور مشر نه و، ويل يې سبا به يې دركړو څه كار نور هم.
مور يې له اسويلې سره وويل: زويه موړ د وږي له حاله څه خبر دى.
بخت جمال له تخرګ څخه دوه نيمې ډوډۍ را وايستلې او مور ته يې وركړې.
مور يې ورته وويل:
_ جلال او ګل جمعه وږي ويده شوو، ډوډۍ په دسترخوان كې كېږده زه به چاى تيار كړم.
سبا وختي جمال خپله كراچۍ راوايستله مور يې په دروازه كې ترې پوښتنه وكړه:
_ كراچۍ دې ولې راوايستله پرونۍ مزدورۍ ته دې نه ځگې؟
_ ادې نور نه ورځم داسې كارونه زموږ خوارانو لپاره نه دي او له دې سره د كور له دروازې ووت.
د لمر وړانګې په كوټه كې د فرحنازې پر تخت لويدلې وې چې دا له خوبه را ويښه شوه، خپلې سترګې يې وموښلې، زلفې يې پر اوږو ګډې وډې پرتې وې، په لاسونو يې شا ته واړولې ګړۍ ته يې وكتل له ځايه را ولاړه شوه د كوټې په سهيلي كونج كې په المارۍ كې په ايښي ټايپ يې كيسټ كېښود، يوه بهرنۍ سندره وه، دې هم تر شونډو لاندي ورسره زمزمه كوله.
د تخت روجايي او كمبله يې ټول كړل، بيا د المارۍ خوا ته ولاړه كيسټونه يې سره واړول راواړول يو كيسټ يې پر ټايپ كېښود يو ځل يې مخې ته تېر كړ، بېرته يې پر بله خوا واړاوو، مخې او شا ته يې تېر كړ د خپلې خوښې په سندره پسې ګرځېده سندره يې پيدا كړه سرته يې كړه.
د ملنګۍ جامو كې څنګ ته و راغلى لالى
لكه ماشوم مي و سينې پورې نيولى لالى، نازولى لالى
ټايپ په لوړ اواز سندره غږوله فرحنازې هم تر شونډو لاندې زمزمه كوله، ځينې_ځينې ټپې به يې تر ټايپ دمخه ويلې بلې كوټي ته ولاړه، دلته د تايپ غږ اورېدل كېده خو دې لا هماغه سندره ويله:
د ملنګۍ جامو كې څنګ ته و راغلى لالى
د جامو المارۍ ته ودرېده جامې يې راوسپړلې څو كميسونه يې پر يو بل مخ واړول، ګلابي رنګه كميس يې خوښ كړ شاوخوا يې وكتل، لكه چې ډاډه نه وي چې په كور كې يوازې ده د خپل كميس تڼۍ يې ورو_ورو خلاصې كړې، كميس يې په كوټبند راوځړاوه نوى ګلابي كميس يې واغوست هندارې ته مخامخ ودرېده خپلې ګستاخې زلفې يې چې پر مخ او ټنډه پرېشانې پرتې وې په كاوړ سره شا ته ځنډ وهلې، بيا يې دواړه لاسونه شا ته واړول خپلې زلفې يې داسې ټينګې پرې ونيولې لكه چې سزا وركوي.
د سينګار له بكس څخه يې د شونډو د رنګ څو ډولونه راواخيستل له جامو سره يې وكتل، يو يې خوښ كړ شونډې يې نورې هم هندارې ته نږدې كړې ژر_ژر يې شونډې سرې كړې، د شونډو رنګ يې المارۍ ته ور خطا كړ.
په هنداره كې يې ځانته په ځير_ځير وكتل پر خپل ځان يې مينه راغله، پر دېوال ځوړند ساعت ته يې سترګې ور پورته كړې، سندره يې تر شونډو لاندې زمزمه كوله، د سينګار شيان يې په المارۍ كې ځاى پر ځاى كړل، يو ځل بيا يې هندارې ته وكتل شونډې يې سره وښورېدې لكه چې خپله ښكلا يې ستايله داسې ښكارېدله لكه غوټۍ چې نوي ګلان سپړلي وي، سرو اننګو يې يو ډول ځانګړې رڼا كوله.
پر دېوال راځوړند ساعت ته يې بيا وكتل ساعت ټيك لس بجې وې، د پېغلتوب جذباتو يې پر وجود لمبې بلې كړې وې، يو ځاى يې هم ټېكه نه كېدله كله به يوې كوټې ته ولاړه كله بلې ته له كړكيو به يې د بلاك مخه وڅارله، زړه به يې طاقت ونه كړ، برنډې ته به ولاړه د نظر نيلى به يې يوې او بلې خوا ته وزغلاوه، د بلاك تر څنګ پر سړك خلك تېرېدل را تېرېدل، پر هغه چا يې چې سترګې خوږېدې ويې نه ليد، نا اميده بېرته كوټې ته راستنه شوه او د خوب پر تخت پړمخي پرېوتله، بېرته راجګه شوه كړكۍ ته ودرېده په داسې حال كې چې د باندې يې كتل له ځانه سره يې وويل:
_ لكه چې رانه غى خپل بخت يې پخپله په لغته وواهه او هماغسې جمال پاتې شو.
د هيندارې خوا ته ودرېده بې له دې چې په هنداره كې خپل ځان ته وګوري بېرته د خپل تخت پر لوري را راوانه شوه او هماغسې د خوب پر تخت پړمخي پرېوتله.
بخت جمال د خپلې زړې كراچۍ څنګ ته ډډه وهلې وه او هغو موټرونو ته يې په حسرت كتل چې د زړو مكروريانو پر خوا روان وو غرمه را نږدې وه خو ده لا تر اوسه يوه روپۍ هم نه وه ګټلې، د وريجو او غوړيو د دوكان مخې ته په سمټې چوتره داسې پرېووت لكه چې ټوله شپه و ورځ يې كراچۍ چلولې وي، دوكاندار د غرمې لپاره د دېګ په پخولو لګيا و د غوړو او پيازو بوى خوږ پرې ولګېده او ترق تروق يې د خوندورې او په زړه پورې موسيقۍ په څېر د ده غوږونه نازول ښه ساعت هلته پرېووت، د فرحنازې كور ته په نه ورتګ پښېماني ورغله خپل ځان ته يې قار راغى په زړه كې يې ځان ته بد رد وويل، ژړا ته يې زړه كېده په زړه يې د فرحنازې د ياد لمبې بلې وې.
يو كوچنى كتاب يې له جېب څخه راوايست پاڼې يې واړولې راواړولې، بېرته يې د خپلې زړې كورتۍ په جېب كې كېښود كراچۍ يې پر سړك روانه كړه تر ماښام پورې يې دوه ځايه بار يووړ، شپه يې هم په سوچونو كله په ويښه كله په
ويدو سهار كړه.
سهار وختې يې كراچۍ راوايسته د منډيي پر ځاى د زړو مكروريانو پر لوري وخوځېده، د يوه پېژندوى دكاندار د دكان د سيوري له لرګي سره يې خپله كراچۍ وتړله.
د زړو مكروريانو پر لوري په ګړنديو ګامونو روان شو.
له درى څلور پرله پسې زنګ وهلو وروسته فرحنازه راووتله:
_ او ته؟
بخت جمال د فرحنازې له څېرې وپوهېده چې څومره ترې ګيله منه ده، له واره يې وويل:
_ پرون مې وړوكى ورور ناروغ و، شپه مې هم په شفاخانه كې ورسره تېره كړه.
فرحنازې په موسكا وويل:
_ د غريبانو بخت كله_كله راويښېږي، چې بخت يې را ويښ شي هغه وخت بيا دى پخپله ويده وي.
بخت جمال سره له دې چې پخپله ژر جوړه شوې بانه خوشحاله و خو بيا هم په نه راتلو خجل و، خبرې يې ورو او له احتياطه ډكې وې داسې لكه چې نوي سره آشنا كېږي او تر منځ يې هيڅ هم نه وي تېر شوي.
فرحنازې خپله خوشحالي ورسره شريكه كړه:
_ ورور مې له اسلام آباده احوال رالېږلى كارونه خلاص شوي دي، بله هفته به له خيره سره ځو.
_ يعنې چې ما هغسې د هوا په مرغانو پورې زړه تړلى دى؟
فرحنازې ډاډ وركړ:
_ نه داسې نه ده، د هوا مرغان هم د ځمكې په ګلانو پورې زړه تړي.
غم مه كوه ما ستا لپاره هم يو ښه پروګرام جوړ كړى دى.
_ څنګه؟
_ بس كه خير و، ګډ به ځو، په پاكستان كې به ستا سندونه هم جوړ كړو، بيا به يو ځاى او يا وروسته وړاندې سره ځو.
بخت جمال په نا باورۍ وويل:
_ امريكا ته؟
_ هو نو، په دې خاورو او دوړو مې نه لورېږي دلته څه دي په امريكا كې به د ژوند په خوند پوه شي.
بيا يې په كلفورنيا كې د خپل ورځني ژوند خوږې كېسې په خوند سره ورته وكړې
بخت جمال پوښتنه وكړه:
_ نو نوره كورنۍ به مې څنګه كېږي؟
_ اى ساده ګله چې امريكا ته ورسېږي په يوه مياشت كې به دې ټوله كورنۍ او ان نور خپلوان هم په امريكا كې وي، فرحنازې د بخت جمال ځواب ته ونه كتل تر تخت لاندې له تور بكس څخه يې د پاكستانۍ كلدارو دوه زرګون نوټونه هغه ته وركړل ويې ويل:
_وخت لږ پاتې دى، په دې پيسو ځانته جامې او دريشې واخله، او سبا به دواړه ښار ته لاړ شو، څه سودا زما هم په كار ده.
بخت جمال پيسې نه اخيستلې، پر خپلو جېبونو يې لاسونه تېرول داسې يې ښودله چې زياتې پيسې لري، خو فرحنازې يې په زور په جېب كې پيسې ور واچولې:
_ واخله په دې كېسو پسې مه ګرځه!
موسكۍ شوه پسې زياته يې كړه:
_ اوس به پوه شې چې ژوند څه معنا؟
بخت جمال نه پوهېده چې دا دومره نېكمگرغي څنګه پر يوه ځاى ورته راغله، پر لاره پر ځان نه پوهېده د سړك پر منځ روان و، د فرحنازې خبرې يې څو ځله له ځانه سره تكرار كړې:
_ اوس به پوه شې چې ژوند څه معنا؟ رښتيا چې د خوارانو بخت كله_كله راويښېږي، ويې خندل لږ په لوړ غږ يې وويل:
_ او د بخت جمال بخت له جمال او ښكلا سره يو ځاى راځي.
لومړى دكاندار ته ورغى خپله كراچۍ يې پر هغه وسپارله چې ويې پلوري، په ښار كې يې د يو جوړ جامو رخت راونيو د دريشي اخيستل يې د فرحنازې خوښې ته پرېښودل په بيړه كور ته لاړ، پر خپله مور يې د خپلې راتلونكې نېكمرغۍ زېرى وكړ مور ته يې ټوله كيسه سر تر پايه تېره كړه.
مور يې په ناباورۍ وويل:
_ زويه موږ او امريكا ډېر سره ليرې يو، خپله مزدوري دې كوه، دا ښځه به دې له خوارۍ وباسي هسې نه چې ودې غولوي.
_ اخر هغه څه ضرورت لري، چې ما وغولوي.
_ مور يې په نصيحت وويل:
_ زه هم همدا وايم چې هغه موږ ته ضرورت نه لري.
بخت جمال د شپې تر ناوخته له خپلې مور سره په دې باره كې خبرې وكړې، مور يې هم راضگي شوه.
بخت جمال به د ورځې له فرحنازې سره يو ځاى و، ماښام ناوخته به كور ته راته، بخت جمال اوس ها پخوا بخت جمال نه و، نه يوازې په جامو بلكې په سلوك او ناسته ولاړه كې يې هم بدلون راغلى و، يوه اوونۍ په خوشحالى تېره شوه.
د جمعې په ورځ فرحنازه او بخت جمال دواړه د پېښور پر لوري روان شول، د پېښور په يو لوكس هوټل كې يې كوټه ونيوله.
د بخت جمال تذكره او عكسونه يې اسلام اباد ته واستول، دوى دواړه په پېگښور كې پاتې شول، د ورځې به يې په ښار كې سودا رانيوله او په پاركونو كې به يې چكرې وهلې، د شپې به هوټل ته راتلل د هوټل كاركوونكو هغوى ته د ښكلې جوړې نوم وركړى و. كله- كله خو به يې د خوراك په مېنو او بلونو كې هم د دوى نوم ښكلي جوړه ليكل.
په پېښور كې يوه اوونۍ د سترګو په رپ كې تېره شوه، د شنبې په ورځ فرحنازه د لومړى ځل لپاره يوازې له هوټل څخه ووتله، په بخت جمال ورځ نه تېرېدله څو شېبې په هوټل كې د خپلې كوټې په برنډه كې كښېناست، هلته يې ټيكه ونه شوه بېرته كوټې ته راغى، پر كټ اوږد وغځېده، سترګې يې پټې كړې، سره له دې چې بې خوبه و خو خوب ورنه غى.
دباندى هم وتلاى نه شواى، هسې نه چې فرحنازه راشي او دى نه وي، په ژوند كې له داسې حالت سره نه و مخامخ شوى، لكه خپكۍ (خپسې) چې نيولى وي، ساه يې بنده بنده كېده، فرحنازه چېرته تللې ده؟ ولې يوازې لاړه؟ زه يې ولې له ځانه سره نه بوتلم؟
د دغو پوښتنو ځوابونو ځوراوه، ورځ يې په سوچونو تېره كړه، غرمه يې ډوډۍ ونه خوړله.
فرحنازه ماښام ناوخته راغله، د نورو ورځو په پرتله خوشحاله وه، خو د خوشحالۍ سبب يې بخت جمال ته تر پايه څرګند نه شو.
هغه شپه يې ډوډۍ د سالون پر ځاى په خپله كوټه كې وخوړله، ډوډۍ هم د فرحنازې د سلوك په څېر بدله وه، بخت جمال د مېز پر سر زياتره خوراكونه او بوتلونه نه پېژندل، ډوډۍ يې په خوند خوند وخوړله، تر ډوډۍ وروسته بخت جمال هم د فرحنازې په څېر خوشحاله و، د فرحناز په باب يې په زړه كې پټ شك او ناڅرګندې كېسې د مينې ځاى نيولى و، د شپې تر ناوخته ناست و، فرحناز تر بل هر وخت ډېره مينه ناكه شوې وه، زړه يې نه غوښتل چې ژر ويده شي، بخت جمال د دې دومره مينې او شفقت ته حيران و، شپه پخېدله، دوى دواړو مجلس لا پسې تودېده شپه تر نيمايي تېره وه چې دواړو ويده شول.
په كوټه كې د لمر وړانګې پرتې وې، چې بخت جمال له خوبه را ويښ شو، فرحنازه يې تر څنګ نه وه، له ځايه راجګ شو، د حمام دروازه يې خلاصه كړه فرحنازه نه وه، پام يې شو چې د فرحنازې بكسونه هم كوټه كې نشته، په وارخطايۍ سره يې تر كټ لاندې وكتل، ژر ژر يې د الماريو دروازې پرانيستلې، هېڅ شى نه و، هك پك ودرېده، نه پوهېده څه وكړي.
د چپركټ سر ته د كوچنۍ المارۍ پر سر پروت كاغذ يې را پورته كړ، د فرحنازې كوږو وږ ليك و:
_ګرانه!
تا رښتيا ويلي وو د هوا په مرغانو پورې زړه تړل د هوښيارو خلكو كار نه وي، سفارت له واده كولو دمخه ستا پر سندونو له غور كولو څخه ډډه كړې ده، نو زه مجبوره يم چې همداسې بې مخه ښې درنه لاړه شم، خداى پاماني مې بده اېسي همداسې درنه ځم، وروستۍ شپه به مې تل په ياد وي.
د خداى پامان