د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قربانۍ غويى

علم ګل سحر 03.12.2008 16:08
هغه په دې لنډو ورځو كې زموږ سيمې ته راغلى و، تل به ارامه او چورتي ناست و او مخامخ به يې په ځير ځير كتل، له چا سره يې ډېرې خبرې نه كولې، په كور كې يوازې اوسېده. په دې دومره موده کې چا څوك ونه ليدل چې د ده كور ته دې راغلى وي، په شونډو يې چا موسكا نه وه ليدلې، موږ به تل هڅه كوله چې خوشحاله يې وساتو، د ده د خوشحالۍ لپاره به مو د ټوكو ټكالو مجلسونه جوړول چا به چې هر څومره په زړه پورې خبره او يا ټوكه وكړه چې موږ به له ډېرې خندا بډوډي په لاس كې نيولي وو او خندا به مو ښايسته ډېر ځنډ وكړ ،خو هغه به نه خندل يوازې به يې وويل:
_ هو دغسې ده.او يا يې ويل:
_ رښتيا چې ښه ټوكه وه.
ان څو ځله خو زموږ د ده په خندولو شرط كښېښود خو دى نه يوازې چا په خندا رانه ووست بلكې خوشحاله مو هم ونه لېد، معلم اكرم ورو، ورو ځان له خلكو ګوشه كاوه، د ورځې به هم ځان ته ګرځېده او يا به د كتابونو په مطالعه بوخت و، ما ته د ده علمي او پخې خبرې ډېرې په زړه پورې وې، كله كله به مازديګر د ده كور ته ورتلم، كتابونه به مې امانت ورڅخه وړل او د مطالعه شويو كتابونو پوښتنې به ده راته حلولې، په هره برخه كې يې پوره معلومات لرل اوس نو هغه زما استاد و او زه به هر مازديګر هغه ته ورتلم، يوه ورځ مې زړه وكړ پوښتنه مې ترې وكړه:
_ استاده څنګه ژوند يوازې او بې اولاده سخت نه دى؟
_ سخت نه چې دوزخ دى.
_ نو استاده نه شي كېداى چې له دې يوازيتوب څخه ځان وژغورې.
_ ولې نه شي کیداى، ډېر اسانه يوه د دار رسۍ او لږ څه جرئت په كار دى.
خپلې پوښتنې بېځايه راته ښكاره شوې، په خپلو پوښتنو پښېمانه شوم خو څه مې كړي واى، اوس خو مې پخپله شروع كړې وه، ومې ويل:
_ نه استاده خداى دې نه كړې زما منظور دا نه و.
_ ستا په منظور پوه شوم خو څو چې انسان، انسان شوى نه وي او انساني عاطفې كډه كړې وي، همداسې د مرګ پر پوله ژوند يوازې ښه دى، نور مې ونه غوښتل چې په خپلو پوښتنو سره يې پر زخمونو مالګې ودوړوم په عمر كې يوازې او بې دوستانو او خپلوانو اوسېدل، د اولادونو نه درلودل تل خپه ارام او چورتي. . . او په لسګونو داسې نورې پوښتنې، ځان مې په تاخ كې په يوه اېښودل شوي پنډ كتاب بوخت كړ، هماغه كتاب مې امانت ورڅخه واخيست او خداى پاماني مې ورسره وكړه.
شپې ورځې يو په بل پسې تېرې شوې. اكرم به سهار وختي له كوره ووت او مازديګر به هماغسې غلى كور ته راته او د باغچې د دېوال سيوري ته به دكتاب په لوستلو بوخت و، د ده د ژوند په هكله له موږ سره پوښتنې هماغسې بې ځوابه پاتې وې، خو د لوى اختر د ورځې پېښې نه يوازې زموږ پوښتنې حل كړې، بلكې د اكرم په ژوند كې يې هم ژور بدلون راوست، لكه چې له هغه وروسته به ده تل ويل اوس چې مې عاطفه او له همنوع سره زړه سوى وليد، غواړم چې ژوند وكړم.
د اختر لمونځ مو ادا كړ، يو بل ته مو د اختر مباركي وويله، ټولو نوې جامې اغوستې او خوشحاله وو، خو د اكرم په حالت كې د خوښۍ په همدې ورځ هم كوم بدلون نه و راغلى، هماغسې چورتي د لرګيو د خونې پر وړوكي بام يې د تاوده لمر پيتاوي ته ډډه وهلې وه او مخامخ سيمې ته يې په ځير سره كتل.
زه په دې فكر وم چې په څه ډول هغه له ځانه سره بوځم چې څو شېبې په خوښۍ سره تېرې كړي، چې هغه راغږ كړ او زه يې هم بام ته وروبللم، په خوښۍ يې د لاس په اشاره وپوهولم چې مخامخ سراى ته وګورم، ما چې هغې خوا ته وكتل په لوى سراى كې مې غويى تر سترګو شو، له ځانه سره مې وويل دا خو دومره مهمه خبره نه ده، هغه لكه چې پوه شوى وي د كیناستلو اشاره يې وكړه. ويې ويل:
_ وګوره غويي ته ښه په ځير سره وګوره.
غويى يې د قربانۍ لپاره دغه سراى ته چې له ده دمخه نور غوايان هم پكې حلال شوي وو، راوستى و. غويي په ځير ځير يوې او بلې خوا ته كتل، د حلال شوي غويي د څرمنې خوا ته ورغى، څرمن يې بوى كړه، بېرته يې سر راپورته كړ شا و خوا ته يې وكتل، بيا يې پر څرمن بوى وكېښ، څرمن يې پخپل شونډك واړوله راواړوله، بيا يې په څنګ كې بلې څرمنې ته پام شو. ورغى، ښه بوى يې پرې وكېښ، بېرته يې سر راجګ كړ، ما ته داسې ښكاره شوه چې پر خپل همنوع د بېوسۍ اوښكې تويوي او د هغه د قاتل په لټه كې دى، غويي د سراى د يوې فلزي دروازې پر لوري منډه كړه.
دروازه يې په شونډك ووهله، خلاصه نه شوه، ښكرونه يې ورته ټمبه كړل، خو ونه شول بيا د څرمنو خوا ته راغى څرمن يې بوى كړه او حيران دريان ودرېده.
اكرم هغسې چې د غويي هر حركت يې په ځير سره څاره، ما ته وويل:
_ وګوره غويي ته وګوره، پر خپلو همنوعانو يې څومره خوا بده ده، بې له دې چې ووايي چې څرمن يې توره ده، سپينه ده، سره ده او كه بل رنګ، بې له دې چې زما له قوم او خپلوانو څخه دى، كه نه دی، وګوره حيوان وګوره، د بل حيوان په درد څومره دردمن دى. بې له دې چې څېرې ته يې وګوري، راشه وګوره د حيواناتو پاچا، اشرف المخلوقات هو، انسان اشرف المخلوقات څه څه كارونه كوي، د خپلو ګټو لپاره بل انسان په دار ځړوي، د رنګ، ژبې، قوم، نژاد او سيمې په نامه د نورو انسانانو وينې څښي او دومره له حيوان څخه هم زړه سوى نه زده كوي. زما ګران جان ګل يې په دې تور شهيد كړ چې د دوى په ژبه يې خبرې نه كولې او جنازې ته يې ډېر خلك رانه غلل، چې د دوى په رنګ، څېره او جامې يې نه لرلې او نه د دوى له قوم څخه و او زما د تنكي زوى اسد جان په سر كې يې ځكه مېخونه ووهل چې نه يې څېره د دوى په ډول وه او نه د دوى له سيمې څخه و او لوى خداى په بله سيمه كې پېدا كړى و، مېرمن او اولادونه مې ځكه په لمبو كې وسوځېدل، چې د دوى د مخالف لوري په سيمه كې مې كور و او زه هو زه، زه ځكه داسې بدمرغه او خوار و زار شوم چې د دوى په ډول فكر مې نه كاوه.
اكرم په لوړ اواز شمېرلې- شمېرلې خبرې په داسې احساساتو سره كولې، چې د ډبرې زړه يې هم نرماوه، زما په سترګو كې اوښكې ډنډ شوې، خبرو يې دومره تاثير درلود چې د ده په لنډو جملو كې مې هغه ټول تېر شوى حالت سترګو ته ودرېده، د هغه ځوان زوى مې وليد چې څو تنو وسلوالو له ځورولو او وهلو ټكولو وروسته د هغه لوړ دېوال نيمايي ته پورته كړ، په پښو او لاسونو يې مېخونه ور ووهل او په دېوال يې ځړېدلى پرېښود. . .
د توغندي په تورو دودونو اوسرو لمبو كې مې د ده كورنۍ وليدله، هلته ليرې يې مېرمن د لمبو په منځ كې د لرګيو او پخو خښتو تر امبار لاندې پرته وه او هڅه يې كوله چې ځان خپل كوچني تي خوره ماشوم زوى ته چې د خوني په بل كونج كې لمبې ترې تاوېدې ور ورسوي. . .
اكرم مې وليد چې له سترګو څخه يې د بېوسۍ اوښكې روانې وې، يوې او بلې خواته يې منډې وهلې، خو څوك نه و چې د ده اولاد د اور له لمبو څخه راوباسي نور مې غويى هېر شو او د شلمې پېړۍ د انسان، انساني وحشت ته فكر وړى وم خو اكرم مې بېرته پام د غويي لوري ته را وګرځاوه، ويې ويل:
_ راځئ، راځئ چې له حيوان څخه يې زده كړو، راځئ عاطفه، زړه سوى او له ژوند سره مينه له حيوان څخه زده كړو، وګوره، وګوره.
غويى لكه چې د قاتل په لټه كې وي په قار قار يې يوې بلې خوا ته كتل، هلته ليرې يې واښه تر سترګو شول، ورغى بوى يې كړل خو ويې نه خوړل همداسې ورڅخه روان شو، نور هم ګړندى شو، د دېوال كونج ته لاړ، بېرته راوګرځېده سر به يې كله ښکته او كله لوړ نيولى و، خو نا څاپه ځاى پر ځاى ودرېده، غوږ يې ونيو په دې وخت كې د سراى په دروازه يوه ډله خلك راننوتل، د دوى شمېر اته نه تنه و د يوه تن په دواړو بغلونو لويې لويې چړې په چرمي پوښ كې ځوړندې وې، د غويي چې څنګه سترګې پرې ولګېدې د هغه پر لوري په بيړه ور روان شو، قصاب هم حملې ته چمتو شو او د غويي پر لوري سوكه سوكه ور وخوځېده، غويى هماغسې مخامخ ور روان و چې ښه ورنژدې شو قصاب هم ودرېده او چاړه يې په لاس كې سمه كړه، غويي په خېټه كې په ښكر وواهه، قصاب پر ځمكه ولوېده چې بيا راپورته شو غويي يې پښو ته ښكر ټمبه كړ، تر يو څه ځايه يې په ښكرو كې اخيستى يووړ او بيا يې پر مځكه وويشت قصاب چې پوه شو نن له هغه غويي سره نه دى مخامخ چې دى يې هره ورځ په غاړه چاړه راكاږي، نو د شا پر خوا يې منډه كړه.
له دې سره اكرم له واره چيغه كړه:
_ودرېږه په چا اموخته شوى يې، ته هم وينې تويوې اوس به دې حال ګورم.
او ما لومړى ځل د اكرم پر شونډو موسكا وليدله له ځانه سره مې وويل كاشكې چې اوس بل څوك هم واى چې د ده د خندا شاهد واى، غويي په قصاب پسې منډې وهلې، نور ولاړ خلك هم يوې او بلې خوا ته سره خواره شول، د سراى په دروازه كې سره جرګه شول چې د غويي د نيولو او حلالولو لارې چارې وسنجوي، څو شېبې وروسته يې غويى كلابند كړ، غويى پر خپل ځاى ولاړ و، يوې او بلې خوا ته يې سترګې اړولې لكه چې د خپل اصلي دښمن په لټه كې و، خو هغه نه و، تللى و چې بل با تجربه قصاب راولي، د خلكو ډلې له څلورو خواوو غويى كلا بند كړى و.
او شېبه په شېبه يې د محاصرې كړۍ تنګوله، كله چې سره ورنژدې شول غويي پرې رامنډه كړه، سپين كالي سړي ته یې سر ټمبه كړ او له دېوال سره يې جوخت كړ، نورو د شا له خوا په ډبرو وويشت خو غويي د سپينو جامو وال سړى نه پرېښود، له دېوال سره يې سخت وواهه، د شا له خوا يو بل په تبر وواهه، غويي د هغه پر لوري ورمنډې كړې او سپين كالي سړى ترې وژغورل شو، اوس نو هر يو خپل ځان بچ كاوه، غويي يو ځل بيا څرمن بوى كړه او هلته ودرېده.
يو بل ځوان چې نيلي كالي يې اغوستې او د كلينرانو په دود يې سره خولۍ په سر ايښې وه راغى دا نورو ته يې وويل:
_ تاسي په ټولو سره يو غويى نه شئ نيولاى، ورځ خو دلته درباندې تېره شوه، يو بل ورته وويل:
_ كه دومره ښاغلى يې، ته يې ونيسه موږ خو خپل وس پرې وكړ.
شين كالى ځوان د سوك وهونكو په څېر په داسې حال كې چې په دواړو لاسونو يې پړى مخې ته نيولى و، د غويي پر لوري ورروان شو، د غويي چې سترګې پرې ولګېدې د هغه پر لوري يې منډه ور واخيسته، په يوه كونج كې يې راايسار كړ، د شا له خوا نورو په لوټو او ډبرو وويشت او هغه يې ترې وژغوره، وروسته دوى ټولو په ګډه د غويي پر لوري يرغل ور وړ، له چا سره چړې له چا سره بېلونه او تبرونه وو او چا غټې ډبرې په لاسونو كې نيولې وې خو غوايي يوې او بلې خوا ته منډې وهلې، شېبه په شېبه پسې وحشي كېده، سر يې ټيټ نیولى و،كله به يې په يوه او كله په بل پسې منډې كړې ټوله ايله خپل ځانونه وساتل.
په دې وخت كې يو بل سپين ږيرى قصاب راغى، ټول له هغه سره په يوه ګوشه كې ودرېدل د هغه خبرو او نصيحتونو ته يې غوږ نيولى و، بېرته ټول په يوه اتفاق سره د غويي پر لوري ورروان شول، يوه يو څه رشقه يې هم غويي ته ورواچوله هر دوو تنو د پړي يو او بل سر په لاسونو كې نيولى و او له څلورو خواوو سوكه سوكه د غويي پر لوري روان شول، د غويي ښكرو ته يې په ډېره وړتيا ول ور واچاوه او د مخ پښې يې په بل پرې دوربل شوې، همداسې په بل پړي كې يې د شا يوه پښه بنده شوه او دوه نور پړي يې هم غاړې ته ور ولوېدل، غويى يې څملاوه غويي لغتې وهلې، خو له ټولو خواوو په پړي ټينګ تړل شوى و، قصاب يې له واره پر مرۍ چاړه راتېره كړه، د غويي دواړه سترګې د څرمنې پر لوري كږې پاتې شوې.