د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوی او کوچنی - طنزیه کیسه

علم ګل سحر 16.02.2009 16:20

هغه ورځ په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته وه،د واټ په دواړو خواوو کې زیات موټرونه او بایسکونه تر سترګو کېدل په واټ کې پلي خلک هم تر نورو ورځو زیات ول د واټ له شمال لوری یو کاماز موټر چې د بس باډۍ نوې ورباندې جوړه شوې وه،ښکاره شو موټر په بېړه روان و،په واټ کې ولاړو کسانو یوې بلې خواته منډې کړې له هرې خوا د ((خیر خیر خدایه ))چېغې شوې موټر په تېزۍ سره تېر شو ،د واټ پای ته لانه و، رسېدلی چې له یوه کوچني ټکسي موټر سره ټکر شو ټکر هم عادي ټکر نه و،کوچنی موټر یې له پېژند ګلوي و یوست ولاړو کسانو د ټکسي چلوونکی چې د اشټرنګ او څوکۍ تر منځ بند پاتې و، راویوست،له پښو څخه یې وینې روانې وې.
د کاماز موټر چلوونکی په کاوړ له موټر څخه پلی شو ،د غاړې دسمال یې په اوږو سم کړ،بېرته موټر ته پورته سو د څوکۍ له شا څخه یې کلاشینکوف راویوست ،د ټکسي چلوونکی یې چې له ډاره لړزېده تر ګرېوان ونیو په غوصه یې وویل:
- ته نه پوهېدې چې زما موټر راځي ،چې داسې په لار کې نېغ ولاړ وی ها؟او له دې سره یې د هغه په وهلو پیل وکړ ، ولاړ کسان ورو ورو شاته کېدل ،یوه نیم لاخندل هم د کاماز ډریور د تکسي چلوونکی د نږدې امنیتی پوستې په لورې کشاوو.
- راځه چې اوس یې درته وښیم چی زما د موټر په مخ کې دریدل یانې څه؟
خو له هغې خوا د وسله والو کسانو یوه ډله راغله ،دواړه یې د ښار د مسوول دفتر ته بوتلل،د ښار خلک په دې خو شاله شول چې دوی یې د پوستې پر ځای د ښار مسوول ته راوستل ،دوی هک حیران ولاړ ول،دا دښار د مسوول له ټاکل کېدو وروسته په تېر یو نیم کال کې لومړۍ پېښه وه چې یو مجرم د فانون منګولو ته سپارل کېده.
د ښار مسول چې د دفتر په انګړ کې د خپل موټر خواته ولاړ و یو ځل یوه او بیا بل ته وکتل ،دکاماز چلوونکي ته یې وموسل بیا یې ورو ورته ویل:
ستا موټر کوم دی؟
- دا صاحب،دا کاماز!
- هوم،داکاماز دی که سرویس؟
- ښه ،ښه،ډیر ښه،آفرین
بیا یې په تروه ټنډه پوښتنه وکړه:
- او د ده موټر چېرې دی؟
- د هغه موټر ټکسي و، له کاره لوېدلی وی،هلته د سرک له غاړې پروت دی.
خلک په بې صبرۍ د ښار د مسوول قضاوت ته انتظار ول،د ښار مسوول له جیب څخه سګرټ راویوست ، اورلګیت یې ولګاوو خو بیرته یې ایسته وغور ځاوو،سګرټ یې له خولې لرېی کړ په لږ لوړ غږ یې وویل:
وروڼو!کشر او مشر ،لوی او کوچنی په هر شي او هر چا کې مالوم وي،تاسې وینی چې کاماز موټر لوی دی او ټکسي موټر کوچنی ، که څه هم د ټکسی ډریور سپین ږېری دی او د کاماز چلوونکی نام خدای هډور او لوی دی ،نو د ټکسي چلوونکی ملامت دی،هغه برسېره په یو کال زنداني کېدو مجیور دی چې پنځه لکه افغانۍ د کاماز چلوونکي ته تاوان ورکړي ،پنځه لکه دولتی پیسې داسې نه چې دوستمی پیسې ورکړی پوه شوی که نه .
زموږ خواته ولاړ یو سپین ږیری ،له ځایه ولاړ شو خپل څادر یې و څانډه سوکه یې وویل:
ښه ده چې په دې اخېره زمانه کې خو لاد مشرانو او لویانو عزت او درنښت پاتې دی.

4/7/1372
کابل-څاراندوی مینه