د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

میرمن تریسیا ( یو ریښتینۍ داستان)

حفیظ الله خالد 18.04.2009 01:38

میرمن تریسیا یوه غوښنه او د جیګ قد خاونده میرمنه وه هغه  د کلونو راهیسۍ د ویانا د ښار د دریمی ناحیی د هستوګنو د یو بلاک په پنځم پوړ کی یوازی ژوند کاوه، د هغی د ژوند ملګری څو کاله مخکی له جهانه سترګی پټی کړۍ او اولادونه یی هم چی اوس  ځوانان  وو  د اتریش په نورو ښارونو کی په تحصیل او کار بوخت  وو ،میرمن تریسیا  د کار نه متقاعده  شوۍ او یا  د اتریشیانو په خبره  پانسونیسته شوی وه  .
څرنګه چی  هغی کومه رسمی دنده  نه لرله نو خپل ورځنۍ مهال ویش یی  هم داسی برابر کړۍ وو همدا چی  د سهار نهه بجی به  شو هغی  به خپل د سودا وړه کراچۍ واخسته او د  ژوند د ورځني  اړتیاوو د نیولو  لپاره به چی معمولا دوه دری قلمه خوراکی مواد، ترکاري او یوڅو قطۍ مستۍ به وۍ  د خوراکی موادو  د پلورنځي خواته روانه شوه، د پلورنځي ټول کارکونکي هغی سر  پيژنګلوی درلود او هغه یی په نوم پیژ نده  ځکه میرمن تریسیا د هغه پلورنځی یوه  دائمی سودا اخیستونکی وه ،  سره له دی چی  د خوراکی موادو پلورنځی یا ( بیلا ) د میرمن تریسیا د هستوګنی له ځایه د څلور پنځودقیقو نه زیاد واټن نه درلود مګر  هغی به کله همدا لنډ واټن به یوه ساعت کی  وواهه  او  وجه  یی هم دا وو چی له یوی خوا میرمن تریسیا  لاره کی ورو  ورو قدم آخیست او د بلی خوا څرنګه چی هغۍ د څه باندی څلویښتو کلونو راهیسی په هغه سیمی کی ژوند تیر کړۍ وو  نو د کوڅی اکثرو دوکاندارانو او اوسیدونکو سره  بلده وه  همدا چی به کوم  ګاونډۍ په   لاره کی د هغی  سره  مخامخ شو  میرمن تریسیا  به چی یوه غوریالي میرمنه  وه  په غورو  او خبروکی  داسی بوخته شوه  چی سودا اخستل به بیخي ورنه هیر شو،  د اوړي   په تودو ورځو کی به میرمن تریسیا د بازار نه د بیرته  راتګ  په وخت کی د څو شیبو  لپاره  د پارک  د سنډی په  اوږده چوکۍ کی چی د هغی د لاری په سر   وو تم شوه او د خپل سن نورو  زړو خلکو سره به چه هره  ورځ   هلته  راټولیدل  بنډار او د زړه خواله کوه..
په هغه بلا ک کی چی میرمن تریسیا اوسیده د اتریشیانو تر څنګ چی اکثره یی زاړه  نارینه او میرمنی وی   څو بهرني کورنۍ هم   ژوند کاوه چی اکثرا د ترکیی او پخوانی یوګوسلاویا د هیوادونو مهاجر  وو ، میرمن تریسیا دخپلو  ځینونورو  هیوادوالو پرخلاف چی خپل  بهرني ګاونډیانو سره  روغ اوبړ ته  هم زړه نه  ښه کاوه هغی  خپل بهرني ګاونډیانو سره  دوستانه  اړیکی  او راشه درشه درلوده  ، میرمن تریسیا به د خپل ګاونډیانو  د کوچنیانو  د زیږیدو په کلیزی کی  برخه اخسته  او حتی  د ضرورت په وخت کی به له  هغو ی سره  دولتي ادارو ته  د  هغوی د ستوونزو  د حلولو لپاره   لاړه ، د  میرمن تریسیا د  ګاونډیانو په منځ کی یو افغان مهاجر کورنی هم وو چی  میرمن تریسیا سره  ډیر دوستانه اړیکی درلوده  ،په اکثرو  ځایو کی  ډیر داسی شوي چی  د ماشومانو  د لوبو او چیغارو په وجه د ګاونډیانو تر منځ شخړی راپورته شوي خو سره له دی چی افغان کورنۍ څو واړه ماشومان  هم درلود مګر د میرمن تریسیا او  دافغان کورني تر منځ په تیرو اتو کلونو کی هیڅ کومه  داسی ستونزه  پیدا شوۍ نه وه  د هغی ددی کورنی ټولو ماشومانو سر ه مینه درلوده خو د هغه کورنې کوچني ماشوم  سره  چی اسد نومیده او د یولسوکلونو وو  زښته  ډیره   مینه   او علاقه درلوده  او  د هغی په خبره د خپل اولاد نه ورته  زیاد  وو، کله به چی  اسد د هلیز او یا پارک کی  له هغی سره مخامخ شو  نو سمدستی به یی غیږ کی ونیوه  او  ښکلوه  به یی ، په لمړیو کلونو کی چی اسد  لا کوچنی ماشوم  وو اسد به له هغی تښتیده او  حتی نۍ غوښته  چی له هغی سره مخامخ شي خو وروسته  اسد هم  ورو ورو  له میرمن  تریسیا سره  بلد شو تر دی حده  چی کله  په څو ورځو ونه لید نو هڅه به یی کاوه چی  هغه پیدا کړي.

ورو ورو  د دواړو ترمنځ داسی دوستانه اړیکی ټینګی شوی وۍ چی هرکله به میرمن تریسیا کومی ستونزی سره خپل کور کی مخامخ شو نو د اسد کوم یعنی( اسد راشه) آواز به دهلیز کی جیګ شو او اسد به هم د میرمن تریسیا د غږ په اوریدو سره سمدستي ځان هغی ته ور وره ساوه، البته هغه ستونزی چی میرمن تریسیا به ورسره مخامخ کیده ډیری پیچلی هم نوۍ مګر څرنګه چی د هغی د سترګو دید اود لاسونو قوت ډیر کم شوۍ وو نو هغه به مجبوره شوه چی د هری کوچنۍ ستونزی د حل لپاره له اسد نه مرسته وغواړي.
د تیر ژمي په یوه ماښام کی چی اسد له خپل کورنۍ سره دشپی په ډوډی خوړلو بوخت وو یوناڅاپه د میرمن تریسیا آواز پورته شواسد سمدستی له کوره را ووت او ځان یی میرمن تریسیا ته ورساوه
خو د څو شیبو نه وروسته بیرته خپل کور ته راستون شو کله چی د اسد پلارهغه نه د بیرته ژر راتګ پوښتنه وکړ اسد د ماشومتوب د غرور نه په ډکه لهجه داسی ځواب ورکړ: (  د شربت هغه بوتل چی میرمن تریسیا ونه شو کړای په نیم ساعت کی د هغه سر خلاص کړی ما په څو ثانیو کی خلاص کړ) د دی حادثی نه یو ساعت وروسته وو چی میرمن تریسیا له یو اندازی خوږو او بسکیټو سره د هغوی دروازه وټکوه تر څو د اسد د مرستی نه مننه وکړي.
میرمن تریسیا به همدا رنګه د کرسمس، نوي کال ، او اوستیرن په ورځو کی په چاکلیټو او تحفو سره اسد خوشالوه او وروستی ځل د نوی کال ورځۍ وۍ چی میرمن تریسیا  له خپلو تحفو سره د هغوی کور ته ورغله او د څو ځلو مچولونه وروسته یی خپل تحفی اسد ته ډالۍ کړی.
پدی ورستیو اونیو کی میرمن تریسیا زیات نه ښکاریده ، هغه به اکثرا یا خپل کور کی وه او یا به په  روغتیائی معایناتو بوخته وه ، په حقیقت کی د هغه صحی حالت له کومی ستونزی سره مخامخ شوی وه، خو اسد او ګاونډیانو یی د هغی د روغتیایی حالت نه ناخبره وو ځکه میرمن تریسیا به خلکو سره د مخامخ کیدو په وخت کی خپله همیشنۍ موسکا له لاسه نه ورکاوه، او هیچا تر آخره د هغی په څیره کی د خفګان او مرض نښی نښانی ونه لید هغه پخپله هم د خپل روغتیائی حالت په باره کی معلومات کوچني اسد او نورو ګاونډیانو سره شریکه نکړه.
څو موده مخکی سهاروختی چی لا د لمر زرینی وړانګی د ښار په سړکو اوکوڅو کی نوۍ خواره شوی او د بلاک اکثره اوسیدونکي لا په خوب کی ویده وو د عاجل امبولانس هیبتناک آوازد بلاکو په
فضا کی پورته شو، د اسد مور د امبولانس د غږ په اوریدو سره سمدستی د هغی کړکی خوا ته چی د بلاک غولۍ له هغه  نه ښکاریده نژدی شوه ، لاندی د بلاک  په غولی کی د امبولانس روغتیائي کارکونکی  میرمن تریسیا چی په تذکره کی پرته وه امبولانس ته پورته کولو، د بلاک اکثرو اوسیدونکوچی د امبولانس د خبردارۍ په آواز له خوبه پاسیدلي وو له  خپلوکړکیو نه د دی صحنی ننداره کوله د څو دقیقو نه وروسته د امبولانس عاجل ګاډی په چټکۍ سره روغتون په لوري روان شو.
د هغه ورځ نه وروسته د بلاک ټولو اوسیدونکو په تیره بیا کوچني اسد د میرمن تریسیا د بیرته راتلو انتظارکاوه خودهغی پته چاته ونه لګید څو ورځی همداسۍ تیرۍ  شوی خو د هغی درک معلوم نشو، تر څو چی یو ورځ د غرمی نه وروسته د اسد د کورنۍ د اپارتمان دروازه وټکول شو کله چی د اسد موردروازه خلاصه کړه د میرمن تریسیا مشره لوردروازی کی ولاړه وه هغی د روغ او بړ نه وروسته سمدستي د اسد له موره داسی ټپوس وکړو:
 آیا ستاسو دود او دستور کی د یادګاري انځور قبلول کومه ستونزه لري؟
د اسد مور چی د  پیښۍ نه لا بی خبره وه ځواب ورکړ : مقصد مو د دی پوښتنی نه څه ده؟
د تریسیا لور سمدستی  پاکټ منځ نه د خپل مور یو انځور راوویست او د اسد مور ته  یی ښکاره کړه، هغی په داسی حال کی چی د غم اوخپګان نه یی له سترګو اوښکی جاري وئ داسی وویل :
( زما مورد خپل ژوند په ورستیو ورځو کی اسد زیاد یاداوه اوماته یی دنده سپارلی ده چی د هغۍ د مرګ  نه وروسته دا انځور اسد ته د یادګار په ډول ورسوم ، زه دلته پدی خاطر راغلی یمه چی د خپل مور وصیت پر ځای کړم که کومه ستونزه نوي لطفا دا انځور اسد ته وسپارۍ.
د دی خبری په اوریدو سره د اسد مور هم د خپګان حالت سره مخامخ  شواو دواړو د څو دقیقو لپاره سره وژړل.
هوکی په پای کی مرګ د میرمن تریسیا ژوند ته د پای ټکی کیښود او د هغی په تلو سره  به نور د (اسد کوم) آوازد هغی د کور ګاونډیان وانوري او نه به د نوي کال او اوستیرن په ورځوکی اسد ته څوک رنګه اګي او تحفې ډالې کړي.
وسلام
د اپریل دولسمه  ۲۰۰۹
د ویانا ښار