د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حافط طنزي غزلې ٢

پوهنمل محمود نظري 11.03.2009 01:25

حافظ یو دوښمن لري ، هغه خپل ټول طنز ونه دهغه سره د مبازرې لپاره وقف کړي دي د هغه دا دوښمن ریا ده چې د سړي اویا ټولنې علم ، عمل، هنر او فضل له منځه وړي
د هغه نیوکې خوږې او دوستانه دي دوښمني نه لري بلکې د حق او حقیقت پلوي دي.

چنين كه صومعه آلوده شد به خون دلم
گَرَم به باده بشوييد، حق به دست شماست
(داچې صومعه زما د زړه په وینو ولړل شوه
که می په شرابو پریولئ حق ستاسو په لاس کې دی)
په شرابو چې مردار او ناپاک دی بل ناپاک چې وینه پریولل یو طنز دی او بیا په تغافل وایي حق ستاسو په لاس کې دی یاني باده حق ده.
***
۲- دشرعت ریاکارانو یا مذهبي ریاکارانو په هکله
هغه د صوفي، زاهد، واعظ، محتسب په هکله ډیری ښکلې طنزیه غزلي ويلي دی :

يا رب آن زاهد خودبين كه بجز عيب نديد
دود آهيش در آيينه ي ادراك انداز
هغه ځانمنی زاهد بیله عیب بل څه نه وینی یارب
د آه دود يې د پوهی به هینداره ورخوپه کړی
په دې پورته شعر کې د حافظ موخه دا ده چې زاهد یوازې ځان ویني، چې هغه عیب دی نو زاهد خپله یو عیب دی ،چې دا یو پارادوکس جوړوي، چې د منطق له رویه محال دی دا خپله یو طنزی انځور پنځوي

صوفی نهاد دام و سر حقه باز کرد
بنیاد مکر با فلک حقه باز کرد

(صوفی دام کيښود لاره یې خلاصه کړه د غولولو
د فلک سره يې بنیاد کيښود دتیر ایستلو)
***
که د حافظ شعر ته پام وشي د هغه د شعرو یوه وتلي ځانګړتیا د هغه دشعر د وینګ طنز والی دی

نقد صوفی نه همه صافی بی غش باشد
ای بسا خرقه که مستوجب آتش باشد
(ټول صوفیان کله سپېڅلې دي او سوچه
ډیرې خرقې به شې د دوزخ د اور لمبه)
***
صوفی ما که ز ورد سحری مست شدی
شام گاهش نگران باش که سرخوش باشد
(زموږ صوفي چې د سهار له دعا مست شي
دشپي يې ګوره چې بیا مست وی)
***
ځینې د هغه له طنزونو داوریدو څخه دا نتجه اخلي چې هغه بې دینه او سست اعتقاده دی هغه په خپل ایمان شک نه لري نو په جرت له شرابو او میخانې څخه خبرې کوي

صوفی گلی بچین و مرقع به خار بخش
وین زهد خشک را به می خوش گوار بخش
(صوفی ګل وشکوه او زاړه کالی ځوز ته وبښه
او دا وچ زهد دی خوږو میو ته وبښه)
***
شکرانه را که چشم تو روی بتان ندید
ما را به عفو و لطف خداوندگار بخش
(ستا سترګو دبتانو مخ ونه لید شکر خدایه
موږ عفو او بښنه په لطف لوی خدایه )
دلته شکر کوي چې محتسب د ښکلو مخ ونه لید او دی يې ونه رټۍ نو خدا ته دعا کوی ته رحیم يې ته ما وبښه
.***
صوفی ز کنج صومعه با پای خم نشست
تا دید محتسب که سبو میکشد به دوش
(صوفی د مسجد له کونجه د خم لاندی کیناست
محتسب يې ولید د شرابو منګی په غیږ کې وړي)
***
واعظ شهر چو مهر ملک و شحنه گزید
من اگر مهر نگاری بگزینم چه شود
( چې دښار واعظ د باچا او پولیسو غواړی مهرباني
څه کیږی زه هم ولرم ځانته د یوې نګارې مهرباني)
***
نشان اهل خدا عاشقی است با خود دار
که در مشایخ شهر این نشان نمیبینم
دخدای شناسه نښه ده پالواله عاشقي
د ښار په مشایخو کې وینم دې ته بي میلي
***
ز کوی میکده دوشش به دوش میبردند
امام شهر که سجاده میکشید به دوش
(د میخانی په کوڅه کې يې پرون وړ له په اوږو
د ښار هغه امام چې تل یې وه مسله په شانه)
***
زاهد خام که انکار می و جام کند
پخته گردد چو نظر بر می خام اندازد
(اوم زاهد چې د میو اوجام انکار کوی
که په اومو میو نظر کړی پخیږی)
***
این تقوی ام تمام که با شاهدان شهر
ناز و کرشمه بر سر منبر نمیکنم
(دا تقوا می بس ده چي پر منبر
د ښار د ښکلو سره ناز لوبې نه کوم)
***.
زاهد پشیمان را ذوق باده خواهد کشت
عاقلا مکن کاری کاورد پشیمانی
( پښېمانه زاهد به بیا باده وغواړي
د پښېماني کار کله کوي عاقلان)
***
ای دل طریق رندی از محتسب بیاموز
مست است و در حق او کس این گمان ندارد
(ای زړه! د رندي کړه له محتسبه زده کړه
مست دی خوڅوک پرې دا ګمان نه کوي.)
***
باده با محتسب شهر ننوشی زنهار
بخورد باده ات و سنگ به جام اندازد
( پام! د ښار د محتسب سره مه څښه می
می دی څښي جام ته دی اچوې ډبره )
***
محتسب شیخ شد و فسق خود از یاد ببرد
قصه ماست که در هر سر بازار بماند
(محتسب شیخ شو خپل کړه يې کړل هیر
هغه زموږ کیسې د ی دهر بازار په سر)
***
مکن به چشم حقارت نگاه در من مست
که آبروی شریعت بدین قدر نرود
(مامست ته به ټیټه سترګو مه ګوره
د شریعت ابرو په دومره نه تویږی)
***
اگرچه باده فرح بخش و باد گل ریز است
به بانگ چنگ مخور که محتسب تیز است
(که څه باده خوږه ده او ګلوږمه
محتسب تیز دی د چنګ د نغمې سره يې مه څښه )
***
در آستین مرقع پیاله پنهان کن
که همچو شمع صراحی زمانه خون ریز است
(د ګودړۍ په لسټوڼي کې پټه کړه پیاله
چی لکه شمع د زمانی صراحی وینی تویوینه)
***
به آب دیده بشوییم خرقه ها از می
که موسم ورع و روزگار پرهیز است
(په اوښکو به په میو ککړه خرقه پریولم
چې د پرهیز مهال دی د توبې موسم)
***
پیاله بر کفم تا سحرگه حشر
به می ز دل ببرم هول رستاخیز
جام به مي په لاس وی تر حشر ه
زه په میو له زړه وینځم ویره له محشره

***
که وعظ بی عملان واجب است نشنیدن
نه من ز بی عملی در جهان ملولم و بس
چې دبې عملو ورم وراشه نه اوریدل واجب دی
نه زه یوازی په نړۍ کې په بې عملی ملامت یم اوبس
***
فقيه مدرسه دي مست بود و فتوي داد
كه مي حرام ولي به ز مال ِ اوقاف است
د مدرسی ملا پرون مست وو او فتوايي ورکړه
چې شراب حرام دی په پرهیزکونکو او زاهدانو
داچې ولې مذهبي شعرونه سیاسي دي ځکه د هغه وخت حکموتونه مذهبي وه

نوربیا