د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اموخته خور بلا خور

پوهنمل محمود نظري 20.05.2010 22:12

پر پل خښتي ولاړ وه په یوه پښه کاندیدان ګوڼ
په خپلو تیرو یې تله تیرول هریوول ماکئ چوڼ
یو ول کوم منښت ما ولس چپه نعل کړی
دولس په لیدو مي هغو ته شا کوله لکه شکوڼ
رښتیا ده که هغه بل وار وم لږ تړتړي اوګونګ
نه مې اوریدل هغه مهال که څه هم نه وم کوڼ
دا وار مو پښې لوڅي کړي دی چوپړ ته د ولس
توبه مې ده که بیا د ولس په کار وکړم غوڼ

بل ول پښې مي ټینګي لګولی نه شوې له پردو سره
تر موږ لوړ واکمنان وه هغو ته ډیر ژباوڼ
مشرانو د ولس په غم مډالونه ټومبل
ما خوار کله هغو ته وهلی شو سڼ
هغه وار پټ پټونی د پردو ساز ته نڅیدم
دا وار هوډ کوم چې واورئ زما د بنګرو جڼ
هغه وار د خلکو په چغټان ولو وم چوپه خوله
داوار پر هغوو هرومرو وخاندم هڼ هڼ
څټ ګروم غواړم ووټ لاس برولوته
داوار به د پردو په ګته لکه مچ ونه کړم بڼ بڼ




بل ول هغه وار مو ځانونه سپيني کوترې کړې
هم خاوند دډالرو او په ټولو ناروا ګټو کې بابڼ
خیټه مې واچوله دخلکو پر مځکو او پټیو
پښې ټينگي لگوم دا وار په دولتی مځکو او بڼ
هغه وار مو ارمان وخوت د موټرانو په غرغر
دار وار به لکه مارشال ارمان وباسم په شڼ شڼ

بل ول دا چې موږ خبری ښي کولې لکۍ کږې
ځکه ان مشرانو لمن ککړو ته نه شوي کولی بوڼ
زه که څه هم پاک نفس او صاف نه وم
له دې برېټ غوړ وروسته به نشم بیا چوڼ چوڼ
اوس پوه شوم ولس ته چوپړ لري ښه نشه
هغه وار موږ په ځانمني او ولس ځوری وو شڼ
که څه زما د لاپو شاپو کټو وه بې خونده
دا وار به ولري زماد خبرو دیګ مساله او لوڼ

بل ول پښې مې لنډې لنډې کېدې په ویلو د رښتیا
هرومرو به زما له خولې نغمه واورې دا وار د ټڼ ټڼ
بل وار مې په په چوټو او بوتلو کوی جنګ
زما ژمنه ده دا وار به جنګ کوم په ماشین ګڼ

ما ول: ښه شوه تر ستوني تیره شوه داترخه خورده
خدای خبر چې ځان وباسي دوی بله دوره هڼ تڼ
هغه وار مو بانډ وباجه وا وریده نه شوه
دا وار به ولس وټنګوي ستاسو تڼ تڼ

***
که همدا خرک وي همدا به بیا شورا وي
لکه کډو په ظاهربه ډکوی په باطن پوڼ
داټاکنې دی د بوسو لاندې اوبه تیروول
بیابه هغه چوخطیان وي اود قانوني سوڼ
چی مشر غمبر وي اختر به خود مازیګر وي
په درغليو به په ولس منی هر ړوندوکوڼ
راځئ نه کړو دا د ډالرو حلوا ناحکه زیان
بیا به د هغو بزرګانو وینو یو یو مبارک ګوڼ
د مشر په غوڼ به د ماشومانو وي غوڼ غوڼ
د هغه دلاسه تل په ګډام کې وهي غنم ګوڼ
د ایوب صبر دی خدای دی ولس ته ورکړی
چې پاک شي بڼ له هرزه بوټو چې دي ګڼ ګڼ


ژباوڼ( چاپلوس)؛ چوڼ( غوره کول) ؛لوڼ (مالګه)؛ بڼ بڼ( د مچانو ږغ)؛بڼ (باغ)؛تڼ ( سندره)؛ چڼ چڼ( دمرغی ږغ)؛ دبنګرو جڼ( د بنګرو شرنګی)؛ ګڼ( ډیر)؛ سڼ (درواغ او د پزی سونلواواز)؛ سوڼ ( ږغ )؛شڼ شڼ( دآس شننی)؛ شڼ ( مست)؛ ګڼ ګڼ( نیږدې نېږدې)؛ ګڼ (په پزه کې خبری کول)؛ ؛ هڼ( په زوره خندا)؛ هڼ تڼ (روغ جوړ)؛ هڼ هڼ( د کچری اواز)؛تڼ تڼ(درباب ږغ)؛ چوڼ چوڼ( چین لرونکی) ؛ ړوند کوڼ ( وارختا او هغه چې نه اوري اونه ویني)؛ ؛ ګوڼ( ښکل او څېره او هم وېنه ته وايي)، پوڼ( منځ خالی او ډډ) ؛ غوڼ غوڼ( رینګ رینګ).غوڼ ( په پزی کې خبرې کول)، ؛ ګاوڼ( د ښځو ګډا او سرود)؛بابڼ( هغه څوک چی په هر څه کې ګډ وی).
هغه کنایې چې په دې نظم کې راغلي دي:
د ایوب صبر( ډیر صبر)؛ چپه نعل ول (ختا اسیتل) ؛ څټ ګرول( عذر یا شرمېدل) خپل بار تر مزله رسول (خپل په ګټه کار کول) ؛تله پر تېرول ( ځان ترې کښل)؛ پښه نيول ( بهانه کول نه تلل)؛ پښې ټينگي لگول( - احتياط کول)؛
پښي لنډي لنډي کېدل( له ویری چیری نه تلل)؛يوه پښه ورته درېدل ( زاری کول)
لاس برېدل( واک پيدا کول) ؛د بوسو لاندې اوبه تیرول( دخلکو تیراستل).