د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طنز ټوکه نه ده-۴

پوهنمل محمود نظري 11.02.2010 12:58

۶- ځینو ته طنز د زغمولو وړ نه دی
طنز دټولنې له ژورو سوچونو څخه را پورته کیږي ، لوی فیلوسفان ، پوهان له ځان سره هم اند وي
داچې په ټولنه کې ډول ډول وګړې اوسیږي نو نا پوه ، نالوستي خلک په طنزونو ، د هغو په پيچلو اوزارونه پوهیږي ، له هغه څخه مانا اخېستلی نشي نو هغه یو چټي ، بې مانا شی ګڼې او ځینې پوچ ، تنګ انده ، خانتما ، تیرو او زورمټي خلک بیا طنز زغملي نشي .
۷- طنز خپل اوزار لري
په طنز جوړولو کې د هغه اوزار خورا ډیرارزښت لري لکه ملنډی ( ایروني)، توپيروالی( مطرح شوی حالت سره د موضوع نه یووالی)، دود ماتول ( د عرف ضد شی )، تانه (چې بدوته یو شلاغه ده)، مبالغه (چې مجرم له ګناه سره اشنا کوي )، نیوکه ( چې خلک ورته ځیر وي ) ، خندا ،شوخي (چې د نیوکې بریدرند او جالب وي ) همداسې لکه شعر ذوقي او حسی تومنې لري.
ښکنځل ( د هجو اوزار دي کله کله په طنز کې هم کارول کیږي ، او داسې نور
-د دطنز لحن ( ږِغ) هم کنایه ډوله وي( ځکه طنز دبدو خلکو ریا کاري انځور وي)

د طنز او ټوکې ورتوالی
۱- دواړه په هر قالب کې راتلای شي
طنز او ټوکه په قالب او ساختار نه محدودیږی بلکې کیدای شي په ډول ډول ادبي قالبو کې بیان شي لکه: راپورټ،کیسه، ناول ، خبر، او شعر کې...
دواړه کیدای شي څو لیکې وي یا یو کتاب .



۲- په دواړو کې انرژی زیانیږي چې دا بیا دهوساینې لامل ګرځي
په دواړو کې خندا شته ، په خندا سره دبدن انرژي آزادیږي . د هوساینې لامل ګرځي
د جنسي او دښمني توکي لرونکو ټوکو په اوریدو سره دا تولید شوې انرژي زیانیږي او په طنز کې بیا دذهني دوکو ، ختا ایستلو ،بیا پيژندولو انرژي په خندا سره خوشی کیږي . په دواړو کې زموږد ولولو انرژي هم شامله ده چې دا انرژي ټوله دخندا د تبادلې په ډول آزادیږي
دیوې دوښمني ټوکې بېلګه
یلسن مړ شو او دوزخ ته ولاړ اوهلته يې له یوه شیطانه وپوښتل:
زه غواړم د نړۍ د لیډرانو سره اړیکې ونیسم د تلیفون د استعمال اجازه راکړه!
هغه ورته وویل:
سمه ده دغه د تلیفون د چارچ لست دی:
امریکا شل ډالره یوه دقیقه ،
جنوبی امریکا ۱۸ ډالره،
لندن پينځلس ډالره ،
چین دری ډالره
او روسیه دوه سینټه...
یلسن په حیراني وپوښتل:
دا روسیه ولې دومره ارزانه ده؟
شیطان ځواب ورکړ :
دا محلی کال دی
په دې ټوکه کې دا د دښمني انرژي په خندا سره آزادیږي چې انسان ته یو د خوشالۍ احساس ورکوي
یو ه سکسي یا جنسي ټوکه:

ته د مينې کولو پر مهال له خپل مېړه سره خبرې کوې؟
هو، که یې تېلېفون راغی.
دداسو ټوکو په اوریدو جنسې انرژي د خندا سره زیانیږی چې د ارامتیا لامل ګرځي

۳-دواړه د ادبیاتو یو برخه ده
طنز چې ټولنیزي ، اصلاحي نیوکې لري په هر ټولنه کې يې بېلګې شته . په نړۍ کې داسې هیواد نشته چې دټوکو په نامه کوم شی ونه لري
د تاریخ په هره پېر کې شاعرانو په خپل شعرونو کې طنزونه او ټوکې نه دي هیري کړي لکه: سنایی ، عطار، حافظ، مولانا ، نظامي ، سعدي، جامي ، خیام ان فردوسی هم طنزونه ویلی دی لکه چې وايي
دښتی ته نه نیولې هوسۍ بښي!
فلسفې له پيدایښته طنز څارلی دی ، د هغه په وده کې یې اساسي ونډه درلودلې ده.
سقراط لومړی فیلسوف و، چې طنزيې هوښیار ، په عین وخت کې مکار دود کړی دی
هغه به په خپلو پښتونو سره مخاطب خپلي ختا ته ځیر وی بیا به يې په برزګي، زغم ، بردباري سره هغه ته سمه لاره ښووله

۴ دواړه د ولسی کلتور یو برخه شوی ده
په ژوند کې دادواړه په بنډارونو ، جشنګوټو، غونډو کې د خندا او رغی لپاره ویل کیږی ان هر ورځ یا په اوونۍ کې یاران سره را ټولیږي ، د ساتیرۍ ، خوشالۍ لپاره ټوکې او طنزونه وايي او ان ډیر هیوادونه د خندا لپاره ځانګړی ځایونه لري
لکه په بلغاریا کې د« ګابرود» ښار چې هلته هر کال یوه اوونۍ د ټوکو او طنزونو جشنګوټۍ جوړیږي.
په ترکیه کی «آق شهر» دی چې د ملانصرالدین د زیږیدو ښار دی ، هر کال خلک هلته را غوندیږي ، ټوکې او طنزونه وايي
په وروسته پاته ټولنو کې ټوکې ډیر او په پر مختلي هیوادو کې طنزونه ډیر ویل کیږي.
۵- دواړه خندا لري
که څه خندا په ظاهر ه ظریفه ، خوشالونکې ده مګر د طنز پټه نیوکه دا خندا ترخه او ځورونکي وي
یو شاعر وايي
چو حق تلخ است، با شیرین‌زبانی
حکایت سر کنم آن‌سان که دانی!
دا چی تریخ دی د حق بیان
په خوږه ژبه درته وایم داشیان

پای