د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپوهاند عبدالشكور رشاد طنزونه

پوهنمل محمود نظري 08.04.2011 18:35

په لويديځ او امريکا کي چي مسلم دي
د يهود او نصارى په خيال مجـــــــــــــــــــــــــــــــــرم دي
په نظر د شک او کرکي ورته ګوري
د خطــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــر بيره يي سته، دده له لوري
دا اثر د صليبي جنګ د اعلان دي
صليـــــــــــبي جنګ د جـــارج بوش د خولي بيان دي
ايوبي صلاح الدين به خداى پيدا کړي
چي لښکر د مســــــــــــــلم کشــــــــــــــو ژر تر شا کړي
هغه خپل دا دردمن او له احساسه ډک شعر داسې ختموی:
چې جورج بوش د اتيلا پرپله روان شو
د تودو وينو حــــــــمام افغانســـتان شو
رشاد بابا خطاب ولس ته وايي : په ډبرینو سینو کښې زړه سوی نسته پکښې له هغو څخه زړه سوی مه غواړه .
اشي سینې دی پکښي زړګی نسته
که وایو سته بیا مړه دی ژوندی نسته
څه رحم غواړئ، دلته بېوزلو
د کاڼو زړونه دي، پکښي زړسوی نسته
رشاد بابا د افغانانو د نفاق په هکله په طنز سره وايي :
لاس مو ماتیږی، خوله مو خندا کوي
زړه له ښادۍ چیوي، لېمه ژړا کوي
اعصاب موپرې سول، احساس مونسته
یو ساندي وايي، بل مو نڅاه کوی
ټول افغانان د ملګرو ملیتو ته سترګي په لار دی چې هغو به یو څه وکړی
رشاد صیب د ولس غوږونه ورخلاصوی او د ملګرو ملتونو د راز پرده پورته کوي او په طنز وايي :
د ملګرو ملتو له ظلمه دایم
دققنس په ځېر اور اچوم کالو ته
د بشر د حق دعوې دي خوشی پوچي
شعبدې دي .و دسپېدلو تېرایستلو ته
او بیاد بشری حقوقو په هکله وايي:
مدعي د انسانانو د حـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــقونو
ريښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي کاږي د بشر د ژوند ونونو
دا عجــــــــــــــــــــيبه د بشر،بشر دوستي ده
دا دوستي د بشر نه ده شر دوســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتي ده
رشاد بابا دا ټوله ناخوالې د ولس د غریبی او بی وزلی او نفاق اغیزه ګڼې او وایي :
هلته منګوړان، ورږي و رازې دی او شپږی دی
ټولو ددې ژوو د بدن د وینو ته تږي دي
هلته خزندې پرې ما سلان د حاکمانو سی
ټنډي یې په وینو لکه ځېټي د قاضیانو سی

نوربیا