د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او نړیواله ټولنه

حفیظ الله خالد 09.03.2009 01:43

تیر کال  د سوریی په عربی  هیواد کی د ورښت د نه وریدو او دوامداره  وچکالیو  له کبله د هغه هیواد  د کرهنی سکتور او د ژوند چاپریال له  یو جدی خطرسره مخامخ شو،  د سوریی چارواکو  د  وچکالیو د زیانونو د جبران پخاطر د نړیوالی ټولنی  څخه د  عاجلی مرستی غوښتنه  وکړه  د ملګروملتو  اړونده ارګانونو  د نړي    شتمنو هیوادونو  ته    د ( ۳۵ ) ملیونو ډالرو  مرستی اپیل  وکړ، د څلورو میاشتو په تیرودو سره  د ملګرو ملتو او سوریی  چارواکي  پدی و نه توانیدل چی  پنځه دیرش ملیونه  ډالره   مرسته  تر لاسه کړي  او د  ډیرو هلو ځلو نه وروسته  یوازی   د (۲۷ ) ملیونه ډالره  مرستی وعده د څو  محدودو هیوادو څخه   لاسته  راوړي.
که اوس  د سوریی  د هیواد حالت چی پدی بریالی نشو   ( ۳۵ ) ملیونه  ډالره مرسته  د نړیوالی ټولنی نه لاس ته راوړي او  یوازی  د ( ۲۷ )ملیونه ډالره  مرسته   هغه هم   د ملګرو ملتو د ټولنی  د څو میاشتو  پر له پسی غوښتنو نه وروسته  د یو څو محدودو هیوادونو لخو ا  ژمنه وشوه   زموږ هیواد  سره  چی په تیرو اوو کلونو کی  د نړیوالې ټولنې د  بلیونونو ډالرو  بیدریغه سخاوتمندانه مرستو سره پرتله کړو  نو جوته به شي  چۍ په امریکی کی د ۲۰۰۱ کال  د سپتامبر د میاشتی د  حملی نه وروسته  زموږ هیواد ته  د نړیوالۍ  ټولنۍ بی څارۍ توجه  راوښتۍ دی  ، د سوریی  د هیواد چارواکو  د څلورو میاشتو کی ونکرای شو  ( ۳۵ ) ملیونه ډالره مرسته   تر لاسه کړی   حال دا  چی  افغانستان سره  یوازی په تیرو  څو اونیو کی  ( فبروري  ۲۰۰۹ )   د (  ۱۹۲) ملیونه  ډالرو  په  شاوخوا کی  د مرستی ژمنه شوۍ  (  يونیسف    ۲۷ ملیونه ډالره   د روغتیا وزارت   سره، جرمنی او عربی اماراتو هیوادونه  ۴۵ ملیونه ډالره د مزارشریف د هوائی ډګر د بیا راغا ونی  سره ،  امریکا  ۵۰ ملیونه ډالره د غزني د ښار  ودانولو سره ، انګلستان ۵۰ ملیونه پونډه  (۷۰ ملیونه ډالره) د هلمند ولایت  او کجکی بند پروژی سره  )  .... بی  بی سی
د دی مثالو د راوړلو  نه زما موخه یوازی د دی خبری  وضاحت  دی چی زموږ هیواد  تر اوسه هم  د نړیوالی ټولنی  د پام  وړ  هیواد دی  هر ځلی  چی د ملګرو ملتو  او افغان چارواکو لخوا افغانستان سره د مرستۍ  اپیل شویدی دی  د نړي  زیاد شمیرو هیوادونو دی غوښتنی ته  مثبت  ځواب  ورکړۍ او  د چاپان نه نیولی بیا تر استرالیا   اروپائی  اتحادیی او امریکی  پوری هر هیواد د خپلۍ وسۍ تر اندازۍ پوری  زموږ د هیواد د بیا ودانولو ، مخدره توکو سره  د مبارزۍ  او د دولت نورو سکتورونو سره   د یادولو وړ مرسته کړی  او د خپلو خلکو د مالیی او تکس پیسی یی   افغانستان سره   د مرستی لپاره ځانګړی کړيدي .
  د پاریس په کنفرانس  کی چی د ۲۰۰۸ کال  د جون د میاشتی په ۱۲  د نړي د ۶۵ هیوادونو او ۱۵  بین المللي سازمانونو په ګډون  سره  د پاریس ښار کی  جوړه  او په هغه کنفرانس کی  د نړي بیلابیلو هیوادونو او نړیوالو  سازمانونو افغانستان سره  د شلو بیلونو ډالرو  مرستی  ژمنه وکړه  دا مرسته سربیره په هغو ۲۵  بلیونه ډالرو مرسته  ده  چی د نړي مختلفو هیوادونو او سازمانونو  لخوا د ۲۰۰۲ کال راپدیخوا افغانستان سره د مرستی  ژمنه  شوی ، د پاریس په کنفرانس کی  امریکا  ( ۱۰،۵  ) بلیونه ډالره، نړیوال بانک (  ۱،۱) بلیونه ډالره ،جاپان ( ۵۵۰  ) ملیونه ډالره ، انګستان  ( ۶۰۰) ملیونه پونډه  ( ۱،۱ بلیونه ډالره) اروپائی  اتحادیه ( ۷۷۰ ) ملیونه ډالره ، هند (۷۵۰ ) ملیون ډالره  ، کانادا  ( ۱،۹   ) بلیونه ډالره او همدارنګه  د نړی ډیرو نورو هیوادونو   هر هیواد د خپلی اقتصادی وسی تر اندازی  افغانستان  سره د مرستی ژمنه   کړی  ... «  ۱  »

 

بی له شکه که دا ټولی  نړیوالی مرستی په شفافه  اوموثره  توګه  د افغانستان  په بیا ودانولو کی  پکار شوای وای   اوس  به   د افغانستان  د خلکو په اقتصادی او اجتماعی  ژوند کی   د پام وړ مثبت بدلون  راغلی وای او  یا کم تر کمه د ژوند ضروری آسانتیاوی  به زموږ خلکو ته  برابر شوي وای خو په ډیر تاسف  چی د دی مرستو زیاته برخه   د اداري فساد په  وجه په مختلفو لارو  ضایع  شوي او تر اوسه زموږ هیواد  وال  د نړیوالی ټولنی د بلیونونو ډالر و مرستو سره سره  هماغسی د فقر او بیوسی کی ژوند کوي.
 د اوکسفام  غیردولتی ټولنه  چی مرکز یی په انګلستان کی دی  په خپل یو رپوړت  کی  افغانستان  سره  د  نړیوالی ټولنۍ د  مرستو په  باره کی لیکي  : افغانستان سره د نړیوالی ټولنی  د مرستو زیاته اندازه  د  خارجی مشاورینو  په جیګو معاشونو ، لوکسوګاډو او نقلیه وسایلو   په  رانیولو د دفترونو په سینګارولو، او نورو غیر ضروری  لګښتونو کی لګول شوي دي ،   د اوکسفام د راپور پر اساس سره د بیلونونو ډالرو  د بین المللی ټولنی مرستی افغانان  لا هماغسی  تر اوسه  په فقرا و بیوزلی کی ژوند کوي که سړی د اوکسفام د ټولنی راپور ته ځیر شي  واقعا  د ډیری خواشینۍ خبره ده  چی موږ  ونکړای شو افغانستان  ته د دی  استثنائی  حالت نه   هغسی چۍ لازمه  ده  د خپل وطن د آبادي لپاره ګټه  پور ته کړو  موږ   نړیوالو نه د مرستی  غوښتنه کوو خو بیا چی مرسته وشي په عوض د دی چی هغه  په  موثره   توګه  د خپل ویجاړ وطن په بیا ودانولو او د خپلو بیوزلو وطنوالو  ته د ضروری  آ سانیاوو په برابرولو ولګوو  د مرستو شوو پیسو زیاته برخه  مشاورینو ته  د بوجۍ وار  ډالرۍ معاشونو او وروستۍ ماډل ګاډو په اخستلو لګوو چۍ  دا حالت نور د افغانستان  مظلوم ملت ته  نور د زغملو وړ نده.

بل عمده  لامل  چی  زموږ هیواد کی  د  ډیروستونزو  زیګنده  ده  هغه  د دولت  په  ارګانونو کی د  همغیږي  (هماهنګی)  او همکارۍ  نشتوالی  ده چی  تر اوسه په مختلو شکلونو د  چارو دپرمختګ  په لاره کی خنډ ګرزیدلی ، د مثال په توګه   د  کابل  ښاروالی  د چارواکواو  د ښاری پراختیا د وزارت  او د ابو او بریښنا د وزارت  تر منځ  د کارونو د  نه همغږی  او یو بل سره  د  ناندریو  او یو په  بل  باندی د کارونو د بیرته پاتی کیدو  پړه  اچول  د دی  لامل شوۍ  چی  کابل ښاریان  حتی د ډیرو ضروري  ښاري  آسانتیاو نه تر اوسه بی برخی پاتی وي.
د مقننه قوۍ   ( پارلمان  )  او  اجرائیه قوۍ  ( حکومت )   ترمنځ د همغږي او همکاری   نشتوالی په تیرو دریو کلونو کی   د ډیرو ستنوزو سبب شوی   زیاد شمیر وکیلان  تر اوسه   د باندنیو چارو وزیر د ولسی  جرګی له خوا بی باوره  شوۍ   وزیر بولي   همدا رنګه د محلی ارګانونو د نوی اداری  په سر د حکومت او ولسی جرګی تر منځ  ناندري ، د باندنیو چارو، مهاجرینو د چارو، او سوداګرۍ د وزیرانو نه د ولسی جرګۍ  د  باور د رایی بیر اخستل په خپله  د مقننه او اجرائیه قواوو تر منځ د  نه همغږۍ او بی باورۍ  څرګندۍ نښی دي.

د همغږۍ  نشتوالی نه یوازی د دولت   په  د ننه   مختلفوارګانونو کی   بلکه  افغانستان کی  د  نړیوالی ټولنی  د استازو  سره هم  لیدل کیږي ، د  ملګرو ملتو د سرمنشی  بان کی مون  ، نومول شوي  استازی  ښاغلۍ پډي اشډون  چی د افغانستان د  دولت له  مخالفت سره مخامخ  او له خپلی  نوی دندی نه لاس په سر شو   پخپله د دی خبری یو ثبوت دۍ  د ښاغلی  پدی اشډون  سره  مخالفت څو اونۍ د داخلی او نړیوالو رسنیو د خبرو نو په سر کی ځای درلو پداسی حال کی  چی   مخکی له هغه نه چی  ښاغلی  اشدون  د ملګرو ملتو د سر منشي لخوا پدی  دندی  ونومول شي  د ملګرو ملتونو چارواکو سره   خبری شوای وای ، په تیرو څوکلونو کی  ډیر داسی  پیښۍ  لیدل شوي چی  د دولتی  چارواکو او ملګرو ملتو د مامورینو تر منځ د همغږۍ  د نه شتون څرګندوی دي.

او بالاخره   د دولت د امنیتي ارګانونو او نړیوالو  ځواکونه سره   د چارو د نه  همغږۍ  په نتیجه کی  افغان ملکی وګړو ته   نه جبیره کیدونکي  ځانۍ او مالي  زیانونه رسیدلی  چی  مثال یی د شیندند ، عزیز آباد ، لغمان    زړه بوګنونکي پیښۍ دي چی زموږ  د سل هاوو  بیګناه  ملکي انسانانو د وژلو سبب ګرزیدلی دی . که د ملی اردو  څارندوۍاو بین المللی ځواکونو تر منځ  په عملیاتو کی هماهنګي او همغږي   موجود واۍ  هیڅ کله به هم داسی خونړي  پیښی منځ ته نه وراغلي.
دا یو څرګند حقیقت  دی چی د  یوی  کوچنۍ اداری نه  چی په هغه کی څو کارکونکي  یوبل تر څنګ خپل کارونه مخته بیایی   بیا تر  یو ی لوی اداری، وزارت او بالاخره  د  دولتي دستګاه   تر سطحی  پورۍ چی  د یوه هیواد امنیتی ، اقتصادی ، سیاسی  او فرهنګی  چارۍ مسئولیت  په غاړه  لري  که  د  اړوندو ارګانو  تر منځ همغږی ، همکارۍ  او تفاهم موجود  نوي هیڅکله به هم   هغه  اداره   پدی   ونه  توانیږی چی  د ستونزو په حلولو  بریالی شي ، یو ښه  اداره چي  هغه ده چی  د نورو صفاتو تر څنګ  د خپل ادارۍ د غړو او مختلفو ارګانونو  تر منځ د چارو د  پرمختګ او سمون پخاطر  همکاري  تفاهم او همغږي  منځ ته راوړي.  وسلام

یادونه : د دی لیکنی په برابرولو کی د پاریس د کنفرانس د اسنادو نه سربیره د بی بی سی او نړیوالو او داخلی  مطبوعاتو نه استفاده شوی.