دعبدالرحمان بابا دمزار انخوريز رپوټ
07.03.2009 21:56دپېښور په هزارخوانۍ سيمه کې دستر صوفي شاعر عبدالرحمن بابا مزار ته دهرې جمعې په ورځ په لسګونو او ان په سلګونو د بابا مينه وال راځي او دماسپښين او مازيګر ترمنځ زيارت ته څېرمه دملنګانو په دېره کې درباب منګي محفل ښه په درز کې روان وي او شوقي سندرغاړي چې ځانونه ملنګان بولي دبابا غزلې په ترنم کې وايي،د ځايي ملنګانو په وينا دبابا په مزار کې دغه دملنګانو محافل او درباب منګي غږول درحمن بابا د وفات له وخته دود شوی چې تر تېرې جمعې روان و؛خو ښايي په دغه څو سوه کلنه موده کې نن په لومړي ځل دبابا په مزار کې دخاموشۍ څپې خورې او درباب منګي غږ بند شوی وي،داځکه چې تېره ورځ دسهار په تياره کې د بابا په مزار کې څلور زورورې چاودنې وشوې او د دغه ستر علمي او ادبي شخصيت مبارک مزار يې په بشپړه توګه زيانمن کړ.
که څه هم دبابا دمزار ودانۍ نه ده نړېدلې؛خو دومره زيانمنه شوې چې بېرته رغونه يې ناشونې ده.
نور حال په لاندې انځورونو کې:
د ملنګانو دمشر ځای چې په لومړي ځل تش ليدل کېږي
دملنګانو لنګرځای
يو څو تنه له سره تېر ملنګان چې له چاودنې وروسته هم په لنګر ځای کې ناست دي