ای د وطن قاصده
08.02.2009 23:59یادونه : د یکشنه د دلوی د میاشتی په ۱۹ کله می چی د ټول افغان ویب پاڼه د وطن د ورځني خبرونو د لوستلو لپاره خلاصه کړه تقریبا ټول خبرونه د انسانانو د وژلو، بمباریو د ښوونځیو د سوځیدو او زموږ جنګ ځپلی وطن کی د جنګونو او وینی بهیدو په هکله وو، د خبرونو د لوستو نه وروسته ماته د غم او خواشینۍ یو دردونکی احساس راپیدا شو هغه هم پدی وجه چی دنیا کومه خوا ته روانه ده او زموږ د وطن څه حال دی ، لری به نه ځو همدا دری ورځی مخکی زموږ غربی ګاونډی خپل لمړی فضائې راکت خارجی فضاء ته واستوه په همدی تصوراتو کمی قلم او کاغذ واخیست او د زړه احساس می په یوی لنډ نظمی لیکنی کی راوست.
غواړم خپل دا شعری لیکنه د نیمګړتیاوو سره سره چی شاید نورهیواد وال به هم راسره پدی احساس کی شریک وي ستاسو د ښکلي ویب پاڼی له لاری خپلو ګرانو هیوادوالو ته ډالي کړم .
وسلام
حفیظ الله خالد
یکشنبه د فبروری د میاشتی اتمه
د ویانا ښار
ای د وطن قاصده
ای د وطن قاصده جاردی شمه
بس کړه نورماته د جنګوخبرۍ
د اعدامـونواو پـــاڼـــسو خــبرۍ
د وروروژل اود مرګــو خـبری
هــر خوا د ویـنی بهیدوخبری
د مکتبو د ســوزیــدو خــبری
زه د وطن حالت ځپلی یمه
له خپلی مېنی یی شړلی یمه
په پــردېسۍ دلته راغلئ یمه
غم د وطن په زړه ویشتلی یمه
زه دی خبرو نه نورستړئ یمه
ماته پیغام د ورورګلوئ راوړه
خبرد سولې او ورورۍ راوړه
د وطن بڼ نه ګل غوټئ راوړه
ما ته شمشاد دغرونو بوي راوړه
زیرې د مینې اودوستۍ راوړه
یـــو نیم خــبرد آبــادۍ راوړه
ای د وطن قاصده جاردی شمه
ترڅـو به اورم دا کـګی خـبری
د خپل ولـــس د جنازی خـبری
زه زغمی نشم دا ترخی خبری
ماته لږ راوړه نورخوږی خبری
د ســولی امـن او جرګی خبری
ای د وطن قاصده جاردی شمه
ماته پیغام د ورورګلوئ راوړه
خبرد سولی او ورورۍ راوړه