د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي لوبډلې روزونکی کبیرخان پاکستان ته تللی

خبري - څانګه 03.02.2009 23:38


کابل ته راتګ په مهال دکرکټ د ملي لوبډلې روزونکی کبیرخان د لوبډلې سره نه و.  د کرکټ د فدراسیون ویاند جاوید همیم کاکړ په دې اړه ټول افغان ته وویل چې کبیر خان تر دوبۍ پورې د لوبډلې سره یوځای و، خو د شخصي کارونو په موخه هغه پاکستان ته ولاړ او لوبډله کابل ته راغله. د کبيرخان کورنۍ په پاکستان کې اوسېږي او دا ډېر وخت وشو چې د لوبډلې د روزنې له کبله  له کورنۍ لرې و.

کبیر خان د بي بي سي پښتو ګورتپاڼې ته ویلي دي چې نوموړي څه موده مخکې عملیات کړی و، او باید جراح ته یې بیا وښايي.

داسې ښکاري چې کبیر خان ډېر وخت نه لري. ایله څو ورځې  لري چې ارام په کې وکړي. د مارچ په میاشت کې باید د جنوبي افریقا لوبو ته د لوبډلې سره بیا تمرین پیل کړي.

د کبیر خان روزنه تر اوسه یواځې افغانستان څارله، پس له دې به یې ټوله نړۍ څاري چې د زړورو لوبغاړو نه منونکي بریالیتوبونه به تر کومه رسوي.