د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوينې سرطان ناروغۍ پیژندنه ،درملنه اومخنیوی ( طبي لکچرنوټ : پینځمه برخه )

پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ 30.01.2009 19:53

لیکوالان : پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران

دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرو سرچینه Hematopoietic stem cells Source :

دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرې HSCs دسترسړي د پلنوهډوکوپه مغزکې لکه د پښتۍ ribs هډوکي ،دملاتیر Spine ، حوصله Pelvis ، دسرکوپړۍ Skull اودسټرنوم sternum په هډوکوکې شتون لري .

دهډوکي دمغزیوه برخه ښوول شوې ده چې دوینې دحجروهراړخیزوده کوونکي پړاونه پکې لیدل کیږي (2) . دبدن هغه پلن هډوکې ښوول شوي دې چې دوینې حجرې پکې جوړیږي .

په ۱–شکل کې دوینې هغه حجرې ښوول شوې دې چې دهډوکي په مغزکې پیداکیږي . دبیلګې په توګه میلوسایتMyelocyte ، وازده Fat ،میلوپلاکسMyeloplaxe ، سره کرویات Erythrocyte ،نورموبلاست Normoblast،اییزینوفیل Eosinophil cell،
سړی کولای شي چې بنسټیز حجرې دحوصله Pelvis هډوکي څخه دیوې ځانګړې ستنې په مرسته ترلاسه کړي . همدارنګه دکلینیکي اوساینسي څیړنوپه موخه کیدای شی چې HSCs بنسټیزحجرې دنامه په غوټی پورې اړوندبرخې اویا دبلاربښت هډیانې پلاسنتا Placenta څخه راویستل شي . په بدن کې بهیدونکې وینه هم کیدای شي چې د بنسټیزحجرودسرچینې په توګه وکارول شي . دنوموړې موخې لپاره اړین ده چې مخکې له دې د یوډول پروتین Cytokines په مرسته وپارول شي . په دغه ډول چلنلاره کې د (granulocyte colony-stimulating factors), فکټورپه کارولوسره دهډوکوپه مغزکې دوینې پرتې حجرې هڅول کیږی چې دمغزڅخه ووځی اودبدن د وینې جریان ته ورننوځي . دتجربوپه موخه دمورپه رحم کې دودې په حال کې دجنین ینه Fetus liver او طحالSpleen دوینې ا ړین سرچینې تشکیلوي .

انتي باډي Antibodies :

انتي باډي یوپروتین دی چې دبدن معافیتي سیستم له خوا دانتیجین دشته والي په وړاندې دځواب په توګه تولیدکیږي . په ۲–شکل کې دیوه اریتروسایت (سره کرویات) په سطحه باندې ګڼ شمیر انتيجن شتون لري اوپه وړاندې یې انتي باډي تولیدشوي دي . په پایله کې انتي باډي دانتیجن سره یوګډکیمیاوي تعامل منځ ته راولي Antigen-antibody reaction .


۲-شکل : دانتيجن اوانتي باډی ترمنځ یوګډکیمیاوي تعامل منځ ته راغلی دی . .

انتي باډي دایمونوګلوبولین immunoglobulins په نامه هم یادیږي او لنډیز یې په Ig سره کیږي . انتي باډی دګاماګلوبولین پروتینود ډلې څخه شمیرل کیږي اودشمزی لرونکوژووپه وینه اودبدن په مایعاتوکې پیداکیږي . انتی باډي دبدن ایمون سیستم څخه دپردیوشیانو اواورګانیزمو لکه باکټریاوو bacteria اووایروسونو viruses دخنثی کولواو پيژندلوپه موخه کارول کیږي . انتي باډي یوبنسټیزجوړښت لري چې ددوواوږدودرندو ځنځیرونو heavy chains اودوولنډوسپکوځنځیرونو light chains څخه جوړدي . په ۳–شکل کې انتي باډي دکارکولواوجوړښت بڼه ښوول شوې ده . دایمونوګلوبولینوIg درندوځنځیرونوڅخه پینځه ډوله پيژندل شوي دي اوپه یونانې ټکولکه ګاما،دیلتا،الفا،میو اوایپسیلون ښوول کیږي (γ, δ, α, μ and ε ).
• دایمونوګلوبولین دسپکو ځنځیرونوڅخه دوه ډولونه شتون لري چې دکاپا ( kappa (κ) اولمبدا ( lambda (λ) په نامه سره یادیږي . انتي باډي دسپینوکرویاتویوډول ځانګړوحجروڅخه تولیدکیږي چې د B cells په نامه سره یادیږي . وروستۍ حجرې لمفوسایتونه دي چې دانتیجینوپه وړاندې انتي باډي جوړوي
• انتیجین داسې موادوته ویل کیږي چې دیوه اورګانیزم څخه لکه دخپل ځان مواداویا دپرديو موادوپه ډول پيژندل کیږي اوپه وړاندې يې دایمون ځانګړی ځواب ( لکه دانتي باډي اویا ځانګړوټي لمفوسایت T-Lymphocyte)) اویادایمون زغم منل (لکه دخپل ځان انتيجین) دانتي باډي تولیدراپاروي . دبیلګې په توګه لکه ویروسونه،باکټریااونورمایکرواورګانیزم . هریوانتي باډي دمخصوصوجینو Antibody genes په مرسته داسې تولیدکیږي چې دانتيجین ټاکلې برخې سره خوله په خوله تړون وکړای شي ، په بله مانا لکه یوه کیلي چې دیوه قلف په منځ کې ورننوځي .
په ۵-شکل کې دانتي باډي اوانتیجن ترمنځ دغبرګون کړنلاره ښوول شوې ده کله چې دبدن ایمون سیستم دیوه اورګانیزم سره په تماس کې راشي . په دې ترځ کې دانتي جین په وړاندې دټي لموسایتونو اوپلازما حجروڅخه ایمونوګلوبولین تولیدکیږي اودبدن مایعاتوته وربهیږي . په پایله کې دانتیجن –انتی باډي دغبرګون یوځانګړی غبرکون منځ ته راځي . څرنګه چې انتي باډي د وینې په جریان کې ازادګرځي نوویل کیږي چې هغوی دبدن په هومورل معافیتي سیستم humoral immune system پورې اړه لري . داځکه چې دغه ډول انتي باډی دبدن مایع ته داسې توکسیک موادافرازکوی چې پتوګین مایکرواورګانیزم خنثی کوي، ویلې کوی اودپرڼ کولوله لارې یې بیخي دمنځه وړي .



د سکین الکترون مایکروسکوپ په مرسته دسړي دوینې شکل ښوول شوی دی . په شکل کې سره کرویات، سپین کرویات اوترومبوسایتونه لیدل کیږي . هریوانتي باډي دیوه ځانګړي انتيجین سره داسې تړون منځ ته راولي لکه یوه کیلې چې د یوه قلف سوري سره دقیق برابره وي اوپه اسانی سره ورننوتلای شي (4).


۳-شکل : په وینه کې دهراړخیزوحجروبڼه ښوول شوې ده . په کیڼ شکل کې دانتيجن –انتي باډی کیمیاوي تعامل antigen-antibody reaction ښوول شوی دی.

انتي باډي دځینوناروغیولکه الرژي (حساسیت) او autoimmune diseases په اړوند ډیراړین رول لوبوي . په وروستی ناروغۍ کې دبدن معافیتي سیستم د خپل ځان انتیجین موادواونسجونوپه وړاندې غبرګون ښيي. په پایله کې دبدن معافیتي سیستم اوتوانتی باډيautoantibody اوټي لمفوسایت جوړوی . نوموړي دخپل ځان غړوځانګړوانتیجینو،دخپل بدن نسجونواړوند اوتوانتیجینو اودخپل ځان په حجرويرغل کوي . داسې اټکل کیږي چې نوموړې یوه ارثي ناروغۍ ده اود HLA-System سیستم نیمګړتیا سره تړاولري . HLA دپیوند کولو یوځانګړی انتیجین دی چې دبدن هرې یوې حجرې په سطحه پیداکیږي . دانتیجین نوموړی مالیکول دټي لمفوسایت څخه پيژندل کیږي اوله دې کبله دنسجونود پيوندکولوپه کړنلاره کې دغبرګون ښکاره کولویانې ردکولو اویا زغملو په هکله بنسټیزرول لوبوي . دمعافیتي سیستم دډیرحساسیت دکمښت په موخه د ځینودرملنو immunosuppressives لکه Cyclophosphamid, Azathioprin ، Glucocorticoide ، 1-Anti-CD3 (OKT3), Anti-TCR ، Corticosteroids څخه ګټه پورته کیږي .

سره کرویات Erythrocytes:

سره کرویات په وینه کې دنوروحجروپه پرتله ډیره برخه تشکیلوي اوسوررنګ لري . دسروکرویاتوپه منځ کې یونامتومالیکول شتون لري چې د هېموګلوبین په نامه سره یادیږی . دهېموګلوبین پروتین دسروکرویاتو په سل کې پینځه دیرش ۳۵ ٪ برخه جوړوي او دهیم په ګروپ باندې یې دوه قیمته اوسپنه Fe ++دیوه کمپلکس مرکب په بڼه تړلې ده . همدااوسپنه ده چې سروکرویاتوته یې سوررنګ بښلی دی . دسروکرویاتودنده داکسیجن اوکاربن دای اکسایدانتقال دی . سره کرویات دسږوڅخه اکسیجن رانیسي او دبدن هرغړي اونسج ته یې لیږدوي . همدارنګه سره کرویات د هېموګلوبین په مرسته دنسجونوڅخه کاربون دای اکساید رانیسی اوسږوته یې لیږدوي . سره کرویات ترمایکروسکوپ لاندې لږڅه ټول په یوه اندازه غټ ، ګردپلن ښکاري اوپه منځ کې دیوه ډیسک په توګه ورننوتلې بڼه لري ( biconcave disks) . دیوه پتولوژيکي سره کروي بڼه اوقطرکیدای شي چې دنارمل قیمت نه ډیربدلون وښيي . په ۴–شکل کې دپتولوژیکي سروکرویاتوبڼه هم ښوول شوې ده . دژوندموده یې لږڅه یوسلوشل ورځې۱۲۰ ده اوبیاوروسته دوینې ټاکلوحجرو یانې Phagocytes له خوا په ینه اوتوري کې دمنځه ځي . په ۴–شکل کې دسروکرویاتو،سپینو کرویاتواویوه ترومبوسایت بڼه په سکین الکترون مایکروسکوپ (scanning electron microscope (SEM کې شوول شوې ده . هغه کړنلاره چې سره کرویات پکې وده کوي او منځ ته راځي د اریتروپویسیس په نامه سره یادیږي Erythropoiesis . دماشوم دزیږدنې ترمخه اریتروپویسیس کړنلاره په لوړه کچه په ینه کې ، یوڅه برخه دهډوکوپه مغز کې ،په طحال یانې توري کې ، ژبړکڅوړه yolk sac خوبیا وروسته دسروکرویاتوتولیددغټوهډوکوپه مغزوکې ترسره کیږي . اریتروپویسیس دیوه هارمون په مرسته چې Erythropoetin نومیږ ي لمڅول کیږی اوپه دې توګه پیاوړی کیږي . که چیرته د اریتروپویسیس کړنلاره نیمګړې شي نودوینې کمښت منځ ته راځي .


د سکین الکترون مایکروسکوپ په مرسته سره کرویات، سپین کرویات اوترومبوسایت عکس اخیستل شوی دی . دشکل په ښي اړخ کې لمفوسایت ،منځ کې ترومبوسایت اوکیڼ اړخ ته سره کرویات لیدل کیږي .
A اوb نارمل سره کرویات دي .
C او D پتولوژیکي سره کرویات دی چې په رنګ اوبڼه کې دسالموسروکرویاتوسره توپيرښيي .

Erythropoiesis :

د اریتروپویسیس په کړنلاره کې دبنسټیزحجرودویش په پایله کې سره کرویات، سپین کرویات اوترومبوسایت منځ ته راځي (1) .

۴-شکل : دبنسټیز حجرې څخه دسروکرویاتو،سپینوکرویاتواوترومبوسایتونوتولید او دهغوی هیستولوژیکي بڼه ښوول شوې ده (1) .

سره کرویات دهډوکي په مغزکې دبنسټیزحجروڅخه منځ ته راځي چې په لومړي پړاوکې یوهسته لرونکی ایروتروبلاست Erythroblast تولیدکیږي اوورپسې دځانه څخه هسته بهرته شړي اوپه ریتیکولوسایتونواوپه اخیر پړاوکې په ایروتروسایتونواوړي . سره کرویات هسته نه لري اوددې وړتیا لري چې پروتین پخپله جوړکړي . سره کرویات دپلازماڅخه دسنتریفوګ تخنیک په مرسته ترلاسه کیدای شي .

(په ۲۰۰۸ ز کال کې داسې خپرونې وشوې چې درشیم (جنین ) بنسټیزحجرو Embryonic stem cells څخه په لابراتوارکې په مصنوعي توګه سره کرویات ترلاسه شوه . ترټوله ستونځمنه کړنلاره داوه چې حجرې ودې ته وهڅوي ترڅو هسته دځان څخه وشړي . بریالیتوب هغه مهال ترلاسه شه کله چې بنسټیزحجروته دهډوکودماغزوپه stromal cells حجروکې وده ورکړه شوه . اوس ددې هیله کیږی چې دغه ډول مصنوعی سره کرویات به دپیوندکولوپه کړنلاره کې ډیرګټورتمام شي .)

دهیمګلوبین Hemoglobin پروتین په سوررنګ ، دپروتین کوچنۍ برخې په ابي رنګ اودهیم ګروپ Hemegroup په شین رنګ سره ښوول شوي دي. دهېموګلوبین پروتین دڅلورو هیم ګروپونوڅخه جوړدی چې دهریوه ګروپ په منځ کې دوه قیمته اوسپنه Fe++ شتون لري (2).


۵-شکل : هیموګلوبین دسروکرویاتوپه سایتوپلازماکې پروت دی اوپه چاپیره یې څلورهیم ګروپونه تړل شوي دي .
دوینې لاندې ناروغۍ دسروکرویاتوسره تړاولري :
• Anemia : دوینې کمښت : لامل یې دسروکرویاتودشمیرکمښت ، دسروکرویاتوغیرنارمل جوړښت ، دهیموګلوبین غیرنارمل جوړښت
• Iron deficiency anemia : داوسپنې کمښت : لاملونه يې لکه لږاوسپنه رانیول ، د بدن څخه په ټیټه کچه داوسپنې جزب کیدنه ،له دی کبله هیموګلوبین هم په کافی اندازه نه جوړیږي
• Thalassemia : یوه جېنیتیکي ناروغي ده چې دهیموګلوبین دیوه ځنخیرجوړښت پوره صورت نه نیسي . په پایله کی یوغیرنارمل هیموګلوبین منځ ته راځي
• Polycythemia : یوه داسې ناروغي ده چې په لوړه کچه دوینې حجرې خوپه تیره بیا سره کرویات تولیدکیږي . له دې کبله کیدای شي چې دوینې لزوجیت ډیرشی اونورې ستونځې منځ ته راشي . په همدې ډول یوه بله ناروغۍ یانې Polycythaemia vera کې په لوړه کچه سره کرویات ، ترامبوسایت اوګرانولوسایت تولیدکیږی داځکه چې دهډوکي دمغز په بنسټییزحجرو اویا په پښتورګوکې یوه ارثي نیمګړتیاشتون لري . دوینې لزوجیت اوهیماتوکریت قیمت یې ډیر لوړوي . دغه ډول ناروغان په لوړه کچه اوسپنه جزب کوي hemochromatosis اودبدن په غړوکې یې زخیره کيږي . ددرملنې پخوانۍ لاره یې دوریدپه پرې کولوسره دوینې ټاکلې اندازه (ca. 500–800 ml) بهیدل phlebotomy اویالیرې کول دي ترڅوپه وینه کې داوسپنې کچه راټیټه شي .
• Pernicious anemia : نوموړې ناروغي ځکه منځ ته راځي چې دیوه انترینزیک فکټور Intrinsic factor دنشتوالي له کبله په کولموکې دویټامین بې دولس Vitamin B-12 کمښت شتون لري کوم چې دهډوکوپه ماغزوکې دوینې دتولیدلپاره پکاردی .

وینه په شمزیولرونکو ژوو Vertebrates کې دوینې حجرواودوینې پلازما څخه جوړه شوې ده .

(پای)

اخذلیک :
1. http://en.wikipedia.org/wiki/Blood
2. http://en.wikipedia.org/wiki/Heme_group
3. http://en.wikipedia.org/wiki/Hematopoiesis
4. http://en.wikipedia.org/wiki/Antibody
5. http://en.wikipedia.org/wiki/Apheresis
6. http://en.wikipedia.org/wiki/Bone_marrow
7. http://www.health.gov.mt/nbts/leukocytes.htm
8. http://www.health.uab.edu/15524/