د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوينې سرطان ناروغۍ پیژندنه ،درملنه اومخنیوی ( طبي لکچرنوټ : څلورمه برخه )

پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ 09.01.2009 13:45

لیکوالان : پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران
دجرمني هیواد، دجنوري میاشتې درېیمه نیټه ۳ / ۱/٢٠٠۹

 

وینه ( Blood) :

وینه د بدن یوه ځانګړې مایع ده چې په یونانې ژبه کې ورته هیما haima یانې وینه ویل کیږي . یوسړی چې وزن يې اویاکیلوګرام 70 kg وي ، د بدن په رګونوکې یې لږڅه دپینځونه ترشپږ لیتره (5-6 liter )وینه بهیږي . وینه دبدن حجروته غذايي اړین موادرسوي اودهغه ځایه بې ګټې یانې فضله مواددځانه سره بیرته انتقال کوي . دوینې دنده په لاندې ډول او لنډه توګه بیان کولای شو:
• دبدن ټولوحجروته اکسیجن رسوي اودهغه ځایه کاربون دای اکساید اودمیتابالیزم په کړنلاره کې بې ګټې تولیدشوي موادرااخلي . لومړی اکسیجن دهېموګلوبین په پروتین باندې تړل کیږي اوورپسې د سروکرویاتو په مرسته حجروته انتقال کیږي .
• دبدن معافیتي سیستم دنده ترسره کوي . په وینه کې سپین کرویات بهیږي اودانتي باډيAntibody په مرسته پردي موادتشخیص کوي اوله منځه يې وړی .
• وینه داسی ځانګړتیاوې لري چې دوینوحجرولکه Platelets اودفیبرین پروتین په مرسته Fibrin پرڼ کیږي Coagulation ترڅودبدن څخه دوینې دضایع کیدنې مخنیوی وشي .
• دهارمونونواواینزایمونولیږدول اودټپي شووحجروڅخه دزیګنالونورانیول
• دبدن د PH یانې تیزابي اوالکالي خواصوکنترول اوبرابرونه چې نارمل قیمت یې 7.35 - 7.45= PH دی . په وینه کې دجامد وبڅرکوپه تیره بیا دالبومینودغلظت اوزموتیک فشاراندازه colloid osmotic pressure ددریوڅخه تر پینځه کیلو پاسکاله پورې 2,7–4,7 kPa رسیږي . وینه دتودوخې په صفرعشاریه شپږدرجې 0,56 °C کې یخ کیږي اوکثافت یې لږڅه یوقیمت لري 1,05–1,06 .
• وینه دبدن دننه غړوحرارت ثابت ساتي Core temperature اوهم یې کنترول کوي ترڅوکیماوي تعاملات په سمه توګه ترسره شي . نارمل حرارت 37 °C دی .
• همدارنګه وینه دبدن په میتابالیزم کې تولیدشوي مواد چې بدن ته کومه ګټه نه رسوي لکه کاربون دای اکساید CO2 ، یوریا Urea ((NH2)2CO اودشدواسید Lactic acid بهرته انتقال کوي .
وینه په شمزیولرونکو ژوو Vertebrates کې دلاندودووبرخوڅخه جوړه شوې ده .
لومړی : دوینې پلازما (Blood plasma) : دوینې ټول حجم په سل کې پینځه پنځوس (55%) دیوې مایع څخه جوړدی چې دوینې پلازما په نامه سره یادیږي . پلازما دوینې په سل کې نوي 90 % اوبه اوپه سل کې اته (7–8 %) پروتین جوړوي . دپلازما پاتې برخه دایونونوIons اولیږدوونکوموادوڅخه ترکیب شوې ده .
دویم : دوینې بڅرکي یاحجرې (Blood corpuscle) : دوینې دټول حجم په سل کې پینځه څلویښت 45 % دوینې درې ډوله حجری تشکیلوي چې دسرو کرویاتو erythrocytes ، سپینو کرویاتو leukocytes اوترامبوسایتونو thrombocytes په نامه سره یادیږي . . دوینې په پلازما کې دوینې نوموړې حجرې لمبووهي .

دوینې په پلازما کې لاندې مواد دیادلووړدي .

• دپلازماپروتین چې د البومین (60–80 %) ،ګلوبولین (20–40 %) اوفیبرونیګن Fibrinogen (ca. 4 %) په نامه سره یادیږي . نوموړي پروتین په یوناني ټکولکه الفا ،بیتا اوګاما (α1-, α2-, β- and γ-Globuline) سره ښوول کیږي . دپلازماپروتینودنده دموادوانتقال ، دناروغیو په وړاندی معافیت ، دوینې ټینګیدل او داوزموتیک فشار ثابت ساتل دي .
• په پلازماکې ایونونه لکه سوډیم Na-، کلورایدCl-،مګنیزیوم Mg-،فوسفاټ PO43− ،کلسیمCa- ، سلفراسید اونور ایونونه شتون لري .
دوینې په پلازما کې ، امینواسید amino acid، ليپید، پروتین ، ګلوکوز،مالګه ،مینرالي ایونونه ، هارمونونه ، ویټامینونه دمیتابالیزم په کړنلاره کې پیداشوي مواد ،کاربون دای اکساید ،اکسیجن اونورمهم مواد شتون لري اودهغوی د انتقال دنده هم په غاړه لري . په پلازما کې داکسیجن دانتقال ضرفیت دسروکرویاتودهېموګلوبین د کیفیتي جوړښت اودلوړفشارسره تړاولري . هېموګلوبین دڅلوروپیپتید peptides ځنځیرونوڅخه جوړدی چې هریویې یوهیم ګروپ heme groups لري .هیم کمپلکس مرکبات د ي چې په مرکزکې يې داوسپنې دوه قیمته ایون Fe++ اوپه شاوخواکې یې د Porphyrine مالیکول تړلې دي . دوینې رنګ ځکه سوردی چې دهیمګلوبین مالکیول یوه برخه اوسپنه جوړوی . دهېموګلوبین پروتین په هیم ګروپ باندی داکسیجن اتوم تړلې دی .
په ۱-شکل کې دوینې یوه هیستولوژيکي نمونه ښوول شوې ده. د اناتومي له مخې وينه يو تړونکی نسج يا connective tissue، بلل کېږي .


۱-شکل
۱-شکل : دسړي دوینې په یوه هیستولوژیکي نمونه کې ترمایکروسکوپ لاندې سره کرویات a) Erythrocytes) ،نیوټروفیل b) Neutrophil ،اېیوزینوفیل c) Eosinophil ، اولمفوسایت d) Lymphocyte لیدل کیږي (1) .

دوینې جوړښت کړنلاره Haematopoiesis :

دوینې جوړښت یا هیماتوپویزیس Haematopoiesis یویونانی ویی دی . هیما haima په مانادوینه اوپویزیس poiesis په ماناد جوړیدنه . کله کله دوینې حجروجوړیدلولپاره دهېموپویزیس انډول ویی لکه haemopoiesis اویا hemopoiesis هم کارول کیږي . دزیږیدنې څخه وروسته دبدن ټولې حجرې دهډوکي په مغزاولمفاتیک سیستم کې دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرو Hematopoietic stem cells څخه مشتق کیږي . دنوموړوحجرولنډیز په HSCs سره کیږي . HSCs داسې ځانګړې بنسټیزحجرې دي چې د هرډول ملټیپل هراړخیزحجرو دتولیدکولووړتیالري (multipotency) . برسیره پردې همدغه بنسټیزحجرې کولای شي چې دخپل ځان یوه کاپې وکړي یانې دخپل ځان په شان نوې self-renew حجرې منځ ته راولي . څیړنوښوولې ده چې :
• لږشمیر HSCs بنسټیزحجرې کولای شي چې په لوړه کچه نورې نوې دخپل ځان ورته بنسټیزحجرې HSCs تولید اوکاپي کړي . دنوموړې کړنلارې څخه دهډوکودمغزپه پيوندکولوکې ګټه پورته کیږي bone marrow transplantation) . هغه څوک چې دوینې سرطان ،دوینې ناروغۍ اویادمغز په ناروغۍ اخته وي نود درملنې په موخه د بنسټیزحجرودپيوندکولوڅخه کاراخیستل کیږي . کلینیکي تجربووښووله چې که یوچاته درګونوله لاری دهډوکودمغزحجرې داینفیزیون Infusion په توګه ورکړل شي نو هغوی ددې وړتیالري چې دهډوکي دمغزحجرې بیرته ډیرې کړي اوپه پایله کې دوینې نوې حجرې تولیدکړي .
• همدارنګه HSCs بنسټیزحجرې ددې وړتیا لري چې پخپله دبدن په نوروډولونوحجروځان واړوی چې ځانګړې مورفولوژي بڼه لرې او ځانګړې دنده ترسره کولای شي . په نوموړې کړنلاره کې لومړۍ HSCs بنسټیزحجره په یوه منځنۍ حجره اوړی progenitor cell اوکله چې پخه شي نوبیا وروسته خپل ځان ویشي اوتفریق شوې نورې حجرې منځ ته ځي .
• „ دوینې حجرې کوم چې په وینه کې شتون لري په بنسټیزتوګه عبارت دی له : سره کرویات erythrocytes ، سپین کرویا ت leukocytes اوترومبوسایت thrombocytes چې په platelets سره هم نومول کیږي .سره کرویات دوینې حجروعمده برخه جوړوی (۹۶٪) .
• دوینې دټول حجم څخه دوینې حجرې یانې (سره کرویات ،سپین کرویات اوترومبوسایت ) په سل کې لږڅه پینځه څلویښت 45 % برخه جوړوي اودهیماتوکریت hematocrit په نامه سره یادیږي .
دهډوکوپه مغز کې دری ډوله بنسټیزحجرې شتون لري :
لومړی : ، hematopoietic stem cells ،
دویم : stromal cells ،
دریم : endothelial progenitor cells .
دنوموړوبنسټیزحجروڅخه داړتیا په وخت کې دبدن دغړوهرډول حجرې تولیدکیدلای شي . سټرومل حجرې stromal cells دیوه غړي تړونکې اونښلوونکې حجرې دي چې په سست تړل شوي نسج کې شتون لري . هغوی دهډوکودمغزړومبی حجرې ګڼل کیږي . بلخوادسټرومل حجرې دپوستکي پورتني پټ Epidermis لاندې هم شتون لري اویوډول ستروونکي طبیعي پروتین افرازکوي growth factor چې دحجروویشنه ګړندی کوي . که چېرې دپوستکي سرطان منځ ته راشي دبیلګې په توګه لکه Basal cell carcinomas نو سټرومل حجرې دومره ډیریږي چې یوپنډپټ دپوستکي اودبدن دننې برخې ترمنځ جوړیږي . په پایله کې نوموړې حجرې بدن ته دسرطان ناروغۍ مخنیوی کولای شي .
په ۲-شکل کې دوینې جوړښت کړنلاره ښوول شوې ده چې دپلنوهډوکوپه مغزکې ترسره کیږي . دوینې هرډول حجرې د بنستیزحجروڅخه Hematopoietic stem cells منځ ته راځي چې لنډیزیې په (HSC) سره لیکل کیږي . په دې ماناچې بنسټیزحجرې داسې ځانګړې حجرې دي چې دوینې هرډول حجرو دتولیدوړتیا لري . دوینې ټولې حجرې دپنځونې ، ودې اوپخیدلو په تړاو په دریولیکو lineages کې ویشل کیږي :
• اریترویدحجرې Erythroid : دسرو کرویاتو اکسیجن لیږدو نکې حجري دي .
• لمفوئیدحجرې Lymphoid : دمعافیتي سیستم بنسټیزحجرې تشکیلوي اوپه عمده ډول دټي حجرو T-cells ، بي حجرو B-cells. اوطبیعي وژونکو حجرو Natural killer cells څخه جوړې دي .
• میولویدحجرې Myeloid : نوموړې حجرې دوینې په پرڼ کولواو دمعافیتي سیستم adaptive immunity سره په تړاوکې لکه دنسج په پیوندکولوکې اړین رو ل لوبوي . دبیلګې په توګه لکه : (monocytes ، macrophages, neutrophils, basophils, eosinophils, erythrocytes, megakaryocytes/platelets, dendritic cells، granulocytes )


۲-شکل
۲-شکل : په پورتني دیاګرام diagram کې دوینې هراړاخیزتوپيرلرونکو حجروتولید،وده اودپخیدلو کړنلاره ښوول شوې ده چې د هیماتوپویتیک بنسټیزحجرو ( Hematopoietic stem cells (HSCs څخه منځ ته راځي (3) .
دپام وړ : وینه دمایع نسج یوډول فزیکي ،کیمیاوي مرکب دی چې داوبه زڼ پلازما اودوینې کوچنيو جسمونو corpuscle اویا په بله ژبه دحجرو څخه جوړه شوې ده . دوینې کوچني جسمونه دسروکرویاتو، سپینو کرویاتو اوترامبوسایتونو(صفیحاتو) په نامه سره یادیږي . څرنګه چې په وینه کې په ډیرۍ کچه سره کرویات شتون لري نودپلازما په پرتله یې لزوجیت ډیرلوړدی .


(پاتې په پینځمه برخه کې )

(پای)
پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران

اخذلیک :

1. http://en.wikipedia.org/wiki/Multiple_myeloma.
2. http://en.wikipedia.org/wiki/Blood .
3. http://www.myelomaonline.org.uk.
4. http://www.myeloma-euronet.org/.
5. .http://www2.i-med.ac.at/radiologie/Lehrbuch_Radiologie/Skelet .
6. http://de.wikipedia.org/wiki/Blut