د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دډاکټرصاحب اشرف غني احمد زی څخه دملاتړاعلان

پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ 06.06.2014 11:06

    •    دپیل خبرې :
    •    ولسمشری ریاست ته نوماند کاندیدان :  که سپینه خبره وکړم زه پخپله تقریبا دټولو هغونوماندانو مخالف وم اویم  چې ځانونه يي د ولسمشری ریاست ته کاندیدکړي وو. داځکه  چې ټول همغه پخوانۍ ډلې ټپلې دي چې ددری لسیزې راپدې خوادهیوادپه سرنوښت لوبې کوي اولاسونه يي په وینوککړدي. خواوس چې انتخابات دویم پړاوته غځیدلي دي اوکه څوک زمانظروغواړي نوداویاکلن عمریوملي افغان په صفت دخپل اسلامي علم ،طبي علم ، طبیعي علم اوټولنیزعلم  په رڼاکې په رښتونې اوبېطرفه توګه دافغان خاموش ولس ته  لاندې قضاوت اعلان کوم.

په دویم پړاو انتخاباتوکي د افغانستان ولسمشری ریاست لپاره زماپه اند یواځنی او مخ کښ کاندید ښاغلی ډاکترصاحب اشرف غني‌احمدزی دی . دټول افغان ولس څخه که پښتون  اوکه غیرپښتون دی زه د کابل پوهنتون پخواني استاد په صفت هیله کوم چې پرته له ځنډاوخنډ دغبرګولي د ۲۴ ټاکنې په ورځ ملي اوعالم  شخصیت ډاکترصاحب اشرف غني‌احمدزی ته خپله رائيه ورکړئ.  دنوموړې پرېکړې اوسالم قضاوت په هکله زمادلیلونه په لاندې ډول دي :
(په جرمني کې دافغان ساینس پوهانوټولنې له خوا )

    •    دلیلونه :
    •    دډاکټرصاحب اشرف غني لاسونه په وینوککړنه دي : زماپه اند هغه کسان چې دریاست جمهوري کاندیدان دي او لاسونه يي په وینوککړدي ، دقران شریف دایاتونوله مخي دمنافقینوپه ډله کې راځي . نوهرافغان مسلمان چې منافقینوته رايي ورکوي پخپله هم ګناه ګارکیږي. داځکه چې :
    •    دمنافقینوپه هکله دقران شریف آیت - سورت بقر نهم ایت کې راغلي دي  (ان الذين  فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضاً وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ) (البقرة:10) ،
ژباړه : په زړونوددوی کې مرض دی (شک اونفاق مرض) دی نوزیات کړدوی لره الله مرض او(مقرر) دي دوی ته عذاب ډیردردناک په سبب د دې چې وو،دوی چې دروغ به یي ویل (په اظهاردایمان سره)
یادونه :  داسلام پیغمبر حضرت محمد(ص) په وخت کې به منافقینو دسهارله خواهغه ته وعده ورکړه چې ګڼه هغوی اسلام دین منلی دی اوایمان يي پرې راوړی دی. خوکله به چې په همغه ورځ دماسپښین وخت کې  دخپلوکافروملګروسره یوځای شول نوبه يي وویل : موږپه محمد (ص) باندې مسخرې کوواوهیڅ کله به مسلمان نه شو. د حضرت محمد(ص) په مقابل کې به يې دسیسې جوړولې ترڅومسلمانان دمنځه یوسي . په دې مانا چې دمنافقینولاسونه په وینوککړدی.     
    •    دبشري حقوقوساتنه :
    •    څرنګه چې دډاکټرصاحب اشرف غني لاسونه په وینوککړنه دي نوپرته له ویرې دنړۍ هرهیوادته سفرکولای شي. په داسې حال کې چې دافغانستان هربل راتلونکی رئیس جمهورچې لاسونه يې په وینوککړوي  دبشردحقوقونړیوال سازمان له خوا تعقیب کیږي اوهرځای ته که سفروکړي ترمحاکمي لاندې راځي. یوه داسې نړیواله محاکمه په هالندهیوادکې ده International Court of Justice, ICJ) . خدای مه کړه که یوه داسې ډول پریکړه  دراتلونکي  رئیس جمهورپه اړوند دبشردحقوقونړیوال سازمان له خوا اعلان شي  نوبه دافغانستان ولس لپاره ستره بدنامي ،پيغور اوپه نړیواله کچه نه جبریدونکی ضرروي.  

    •    داداري فسادپه وړاندي مبارزه :
    •     کله چې  په کال ۲۰۰۲ کې ډاکټرصاحب اشرف غني د مالیې وزیر په توګه وټاکل شو، نوتر ټولو مخکې يې هغه کارکوونکي چې په اداري فساد کې يې لاس درلوداوثبوت شوی وودوزارت څخه وشړل او ګوښه يې کړل. ګوښه شووکسانو ډاکټرصاحب ته دوژنې ګواښونه کول خودالله رضانه وه چې ډاکټرصاحب لاتراوسه دمنځه یوسي.
    •    دبیت المال خوندي ساتنه :  
    •    هغه مهال چې ډاکټرصاحب اشرف غني  ‏دمالييې وزیروو اوپه دې اساس دبیت المال مسؤل شخص ټاکل شوی وونوپه عملي توګه يې په ثبوت ورسوله چې هیڅ چادبیت المال څخه ناوړه ګټه نه شوای پورته کولای . په دې اړوند دقران شریف دالمؤمنون په سوره ـ اتم آیت شریف کې راغلي دي: «وَ الَّذینَ هُمْ لِأَماناتِهِمْ وَ عَهْدِهِمْ راعُونَ» (مومنون/8  
ژباړه :  اوهغه (کسان هم بهرمن شول)چې دوی امانتونه خپلولره اوعهدونوخپلوته (که دخالق وي اوکه دمخلوق) رعایت کوونکي دي (چې بیوفايي اوخیانت پکې نه کوي). تفسیر: یعني دامانت اوقول اواقرارساتنه کوي. خیانت اوبدعهدي نه کوي نه دالله تعالی په معاملاتوکې اونه دبندګانوپه چاروکې .
یادونه : دفرانکفورت ښاریووتلي مولوي محترم  سادات صاحب پر 25-May 2014  نیټه دپیام افغان په تلویزین کې لاندې کیسه بیان کړه:  دحضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه داسلام دلومړي خليفه په وخت کې به هغه څوک دبیت المال مسؤل کیده چې ډیرصادق اودباوروړسړي به وو. دبیلګې په توکه ابوعبیده جراح . نوموړي کله چې په حق ورسید په کورکې يې یوازي یوټغرشتون درلود. په یوه ساده اوزړه بستره کې پروت وواودفانې دنیاڅخه وکوچید. الله دهغه وبښې اوالله دي جنتونه ورپه برخه کړي امين . په دې اړوندماته دیوې باوري سرچینې څخه لاندې مالومات ترلاسه شوی دی:
کله چې ډاکټرصاحب اشرف غني دمالیې وزیروو نودیوه لوړپوړې چارواکې څخه وزیرصاحب ته هدایت وشوچې ګڼه دبیت المال څخه هغه ته اوه لکه ډالره ورکړي . داځکه چې (خدای دزماغاړې نه بندوي) همدالوړپوړی چارواکی اوه زره ملیشه عسکرلرل اونوموړې پیسې دهغوی دسترخدمت په بدل کې معاشونه دي. کله چې وزیرصاحب مالیه دلوړپوړي چارواکي څخه وپوښتل ، چې داسې وي اوس نو داسنادوپه مټ خوثابته کړه چې داڅوک دي چېرته دي اوڅه دنده ترسره کوي ؟ په ځواب کې لوړپوړي چارواکې ورته وویل : (بسیارګپ نزن اګرنه به زورکرزی صاحب ازپیشت میګرم) : لنډه داچې کرزي صاحب دماليي وزیر ډاکټرصاحب اشرف غني ته تلیفون وکړاوویل :
    •    پیسې ورکړه اودچل ول یوه لاره ورته جوړه کړه . داخوبه دومره سخت کارنه وي؟
    •    وزیرصاحب کرزي ته په ځواب کې وویل : چې په تاباندي دومره ګران دی اودچل ول لاره هم یادوي خوته يې پخپله داچل جوړکړه اوامضأ يې کړه.
    •    خوکرزی صاحب داکارنه کولواودریاست جمهوري مقام صلاحیت اوزوريې ورته په ګوته کړ.
    •    په ځواب کې ډاکټرصاحب اشرف غني کرزي ته وویل : زه به د اوولکوکالونوکې په موده کې  هم دستالوړ پوړې چارواکې ته دبیت المال څخه یوډالر هم ورنه کړم. (یوازي الله په غیب پوهیږي)
    •    دخدای امرووچې څه موده مخکې همدغه لوړپوړی چارواکی مړشو.
پایله : ډاکټرصاحب اشرف غني دمرحوم لوړپوړې چارواکې  سره ډیره مرسته وکړه داځکه چې که ډاکټرصاحب دبیت المال څخه  مرحوم رشتوتخورته پیسې ورکړې وای نوډیراحتما ل به ووچې مرحوم لوړپوړي چارواکي به اوس دادارې فساد په ګناه په دوزخ کې چکرې وهلي . خویوازي الله پوهیږي .
 أستغفر الله .



    •    زه یوازې الله ته عبادت کوم اودالله څخه مرسته غواړم
    •    ډاکټرصاحب اشرف غني تل دمظلوم ولس په خدمت کې دسرڅخه هم تیرشوی دی  . دبیلګې په توګه کله چې اشرف غنې دبګرام په بندي خانه کې  دبې ګناه بندیانوشکایتونو بررسي کول اوغوښتل يي چې دکاغذ په سرېې ولیکي نوامریکايي واکمنويي ورڅځه کاغذ واخیست اوډیربدوضیعت يي ورسره وکړ. هغه په ځوا ب کې ورته وویل :
زه  یوازې الله ته عبادت کوم اودالله څخه مرسته غواړم که الله وغواړي پرته له کاغذه به هم دبې ګناه بندیانوپه هکله مالومات زماپه ماغزوکې پاتې شي اوکه وه نه غواړي نوالله دزموږګناهونه راوبښي  استغفرالله .
یادونه : دایوثبوت دی چې ډاکټرصاحب اشرف غني  ‏د تشددتګلارې څخه کاروانه خیست اودالله څخه يي مرسته وغوښتله سوره الفاتحه  إِیَّاک نَعْبُدُ وَ إِیَّاک نَستَعِینُ .    
ژباړه :  خاص تاته (الله ) عبادت کوواوخاص له تاڅخه مرسته غواړو.
    •    داسلام دین عالم دی :
زماپه اند چې ډاکټرصاحب اشرف غني داسلام دین په اړوند دریاست جمهوري دویم کاندیدڅخه مخکښی عالم دی . داڅکه چې ډاکټرصاحب اشرف غني  ددویم پړاوانتخاباتوپه لړکې دتلویزیونې مرکې په ترځ کې دریاست جمهوري دویم کاندیدته  یووړاندیزوکړچې دیوه اسلام پوه کمیسیون په حضورکې دهغه سره داسلام مبارک دین په هکله ازموینې ته چمتوشي. نوموړي کړنلاره ځکه اړین ده چې دهیوادجمهوري ریاست په اسلام دین کې لکه دیوه خلافت مقام لري او رئیس جمهورنه داچي صادق مسلمان وي بلکې ددې په څنګ کې داسلام مبارک دین په هکله هراړخیزمالومات هم ولري. زماپه انددولس دپاره داازموینه ډیره اړینه ده  ترڅوخلک پوه شی چې دهیواد رئیس جمهورپه رښتیامکمل مسلمان دی اوکه یوازي په نوم مجاهددی  ؟ خودویم کاندید هرلامل چې وودازموینې ډګرته حاضرنه شو.
په داسې حال کې چې دویم کاندیدخپل ځان دپښتنوپه سیمه کې دمجاهدکبیرپه لقب سره مشهورکړی دی . داسې ګونګوسې دي چې دپښتنوپه سیموکې پریمانه ډالرویشل شوي دي ترڅودویم کاندیدته خپله رایه ورکړي.
 
    •    ډاکټرصاحب اشرف غني ولسي ملي شخصیت دی
    •      ډاکټرصاحب اشرف غني ولسي ملي شخصیت دی اوپه عملي توګه يې هڅه کړې ده چې  دولس اوحکومت ترمنځ واټن دمنځه ولاړشي. نوموړې کړنلاره ددیموکراتیک نظام بنسټ تشکیلوي. دبېلګې په توګه دهیواد لږڅه ټولو ۳۴ ولایتونوته يي سفرونه کړي دي اودولس شکایات،مشکلات پيژني اودحل لارې چاري ورته په ګوته کوي.  په داسې حال کې چې پاتې لوړپوړې واکداران دارګ  اوکابل څخه هم بهرته نه شي وتلای.
    •    ډاکټرصاحب اشرف غني قومي شخصیت دی
ډاکټرصاحب اشرف غني پر (۱۳۲۸ هـ ش) کال په یوې ديندارې او مخورې کورنۍ کې وزېږېد. د خپل ماشومتوب لومړنۍ دوره یې په لوګر ولایت کې تېره کړه. په خټه پښتون دی ا وپه  قوم  احمدزی دی.  احمدزی یوداسې قوم دی چې زما په انددنوروپښتنوقومونوپه پرتله ډیریوغټ قوم دی. که څه هم د رئیس جمهوري په کاندیدی کې باید دقوم اوژبې مسله کوم رول وه نه لوبوي خوڅرنګه چې افغانستان په لومړي ځل ددیموکراتي په درشل کې روان دی نوطبعا دقوم اوژبې خبره هرچاته دپام وړده . دابه دروغ وي چې زه ووایم چې ډاکټرصاحب اشرف غني د رئیس جمهورنه کیږي اودیوه بل قوم سړي ته رایه ورکړم . زه په دې یقین لرم چې ډیرپښتانه به همداسې فکرکوي اوډاکټرصاحب ته به رایه ورکړي . په جرمنې هیوادکې هم دبایرن ولایت Bayern خپل ځان مستقل ګڼي اوخپل قوم کاندیدته رايي ورکوي . بلخوا پخپله د رئیس جمهورپه عدالت اوځیرکتیا پورې هم اړه لري چې دنوروقومونوسره څرنګه چلن کوي. ځینې لږکي قومونه شته دي چې وايي :( میم زرماداټول زما  ) دې ته څوک عدالت نه شي ویلای . زماپه اندپه اوسنیوشرایطوکې دپښتون  رئیس جمهورټاکل دوطن دسولي لپاره ګټوردی. خودانوداسې مانانه لري چې دلږکیوقومونوڅخه دې په حکومت کې څوک ونډه وانخلي. دبیلګې په توګه دډاکټرصاحب اشرف غني  دوه مرستیالان زماپه اند یوترکمنی اوبل هزاره دی. داپه ډاګه کوي چې دولت انحصاري نه دی بلکې هرقوم ته  دنسبي ونډه په پام کې نیولوسره مسلم حق ورکول کیږي . یومتل دی : که دیوې چرګې څخه یوه بڼه شکوي هم چغیږي اوکه ټول وزرهم وشکوي په همغه اندازه چغیږي.
دیادولووړده چې زماپه انددافغانستان په تاریخ کې دپاچاهې چوکۍ لپاره دوه قومونه ډیرلیوال دي اوفکرکوي چې دپاچاهي چوکې دالله له خوا هغوی ته په نصیب شوی ده. لومړی قوم دقندهارخلک دي چې هلته بیاډیرقومونه اوسیږي اودویم  داحمدزیوقوم دي چې کوچیان دي!   

    •    په ملي اونړیواله کچه پيژندل شوی شخصیت دی.
    •    زماپه اندډاکټرصاحب اشرف غني په ملي اونړیواله کچه یونامتو سیاست پوه ، فرهنګپوه ، ارواپوه، اقتصادپوه،تاریخ پوه اویوبې ساری متفکرشخصیت دی . ډاکټرصاحب دوه ماسټری اویوه دډاکټری شهادتنامه لري چې دامریکا په نامتواومعتبروپوهنتونوکې يې ترلاسه کړې دي . غاړي مې دخدای نه بندوي اومبالغه دې هم وه نه شي خوډاکټرصاحب اشرف غني دالله ج له خواافغانستان لپاره یوه تحفه ده او دهغه په بدن کې ټولې نړی ته لاندې پیغام اعلان کوي چې :
  افغانستان دترو ریستانووطن نه دی ، دمخدره موادووطن نه دي ، دنړۍ نورومذهبونوسره دجنګ کولو وطن نه دی  بلکې په همداوطن کې د اشرف غني په شان لایق،صادق ،عالم شخصیت ژوندکوي.  
دبیلګې په توګه دغربي نړی درسنیوسیاست داسې دی چې په عادي توګه یومسلمان عالم سړي ته هیڅ ‌ډول تبلیغ نه کوي اونوم يې هم په اخبارونوکې نه اعلان کوي. خودډاکټرصاحب اشرف غني په هکله غربي رسنیونه شوکولاس چې سترګې پټې کړي. داځکه چې دډاکترصاحب اشرف غني لیاقت اوعلمي ضرفیت  ټولې نړي ته دلمرپه شان ځلیږي. دبیلګې په توګه :
دبریتانیا میاشتنی اخبار Prospect ډاکترصاحب اشرف غني ددریمې نړۍ دمتفکرینوډلي په دویم مقام کې انتخاب کړ. همدارنګه دامریکايي اخبار مجلي Foreign Policy Magazine ډاکترصاحب اشرف غني دنړی سل نامتو متفکرینوپه ډله کې انتخاب کړ.
ډاکټرصاحب اشرف غني دڅونوروشخصیتونوپه شمول دملل متحدجنرال سکرټرچوکی ته نوماندشوی وواودویم مقام يې ترلاسه کړ. په پایله کې په ډیر ولږورایوسره لومړی مقام دجنوبې کوریاسیاست پوه      Ban Ki-moon  وګټلو. اوس خوباید چې دهرافغان سرپه دې باندې خلاص شي چې په نړیواله کچه ډاکټرصاحب څومره لوړسیاستپوه اوپيژندل شوی شخصیت دی. موږټول افغانان باید په ډاکټرصاحب اشرف غني  باندې ویاړوکړو.

    •    دامیراماناالله خان په شان ورته ملي او خپلواک خواص لري :
 زماپه اندچې دملي رهبری ،خپلواکی اودمشرتوب په تړاو دډاکټرصاحب اشرف غني خواص دامیراماناالله خان سره ډیرورته والی لري. بلخوا ډاکټرصاحب اشرف غني  دملي لارښود اومشرتوب هراړخیز تقریبا ټول شرطونه پوره کړي دي اوله دې کبله په همدي حساس تاریخي پړاوکې د  ولس لپاره دالله له لورې افغان ولس ته  یوه تحفه ده . هغه مهال هم افغانانوډیره تېروتنه وکړه کله چې ځینوخاینوافغانانو دانګریزانوپه مداخله  امیراماناالله په وړاندې بغاوت وکړ. اوس ټول افغانان په نوموړې ناوړې عمل باندې  پښيمانه دي. ځکه لاتراوسه پورې ملي مشرنه لري. کیدی شي چې ډاکټرصاحب اشرف غني ځینې نیمګړتیاوې ولري .
خوموږباید هیرنه کړوچې په ژوندکې دهرشي په هکله قضاوت نسبي دی . دبیلګې په توګه لکه دیوه انسان مقایسه دبل انسان سره یوه نسبي قضاوت دی . مطلق اوثابت یوازي الله دی . په دې اړوند دجرمني      فزیک پوه البرت اینشټاین Albert Einstein دنسبي تیورې په رڼاکې هرڅه شی نسبي خواص لري . نوپه دي اساس فزیکي کمیتونه لکه سرعت ،طول اوکه وخت دی ټول نسبي ابعاددي اوپه هرمتحرک سیستم کې نسبي قیمتونه لري. موږبایدپه یادولروچې وایي :
(ته خو په کوچوکې مچ غواړي). بلخوا موږباید خپل خواهشات دومره زیات نه کړو چې مبالغي ترپولې ورسیږي . څکه پرته له الله څخه هیڅ انسان مکمل نه دی .   په جرمني کې یومتل دی چې وايي :
یوچتکی مرغه چې په لاس کې دې وي ښه دی نسبت ویوې کفترې ته چې په بام باندي ناسته وي.
  ځکه داسلام دین په رڼاکې یوازي الله مکمل دی . په دې اړوندپه ایت کرسي دالبقر ۲۵۵ آیت شریف کې راغلي دي: اللَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ژباړه: الله (چې دی) نشته هیڅوک لایق دعبادت مګرهمدی دی چې تل ژوندی په یوحال باقي ،قایم،کامل تدبیروالادی.

    •    دبهرنیوهیوادونوتابع نه دی
ترکومه ځایه چې زه مالومات لرم ډاکټرصاحب اشرف غني دبهرنیوهیوادونوڅخه دخپل انتخاباتې کمپاین لپاره هیڅ ډول مادي مرسته نه ده ترلاسه کړی. ډاکټرصاحب دولس په مټ اودخپل شخصي پیسوپه کارولوسره انتخابات پرمخ بیايي . خودا نه ثبوت کیږي چې ګڼه دریاست جمهوري دویم کاندید دبهرنیو خوپه تیره بیاګاونډیوهیوادونوڅخه مالي مرسته ترلاسه کوي اوکه نه یوه ډیره په زړه پورې پوښتنه ده.

    •    دبرنامې پروګرام :

    •    ډاکټرصاحب اشرف غني  ‏دریاست جمهوري یوازنی کاندید دی چې دبرنامي یوهراړخیزپروګرام يې په لیکلي توګه ولس ته وړاندي کړی دی . دبرنامې پروګرام په لږڅه درې سوه مخونوکې نشرشوی دی . بلخوا ډاکټرصاحب دهرې موضوع دحل لپاره  ډیرې اصولي ،منطقي اودباوروړ چلنلارې کړنلارې اوتګلارې په ډاګه کړي دي . دبیلګې په توګه لکه  دهیوادبیارغونې ،سوله ، دهیواداستقلال ،دهیوادپرمختګ اودملي پوخلاینې  په هکله ډیرعلمي اواقتصادي پروګرامونه چمتوشوی دی . دبرنامې پروګرام په لاندې ډول پيل کیږي.

    •    د عادلانه نظام لار
د عادلانه نظام لار” په هېواد کې د اغېزمنې دولتدارۍ، متحرک اقتصاد، ټولنيزې پرمختيا، نړيوالې همکارۍ، قانوني واکمنۍاو ملي ثبات پر مسألوچې په پښتو او دري ژبو لیکل شوی بحث کوي.
    •    پښتو نسخه يې له سريزې پرته ۲۶۷مخونه لري. کتاب د افغانستان ولس ته چې په دا تېرو دېرشو کلونو کې يې ډېرې سختۍ ګاللي او په دا وروستيو لسو کلونو کې د يوه ناکام دولت تر سيوري لاندې له بې ثباتۍ، فقر، بې عدالتۍ، اداري فساد او لوټمارۍ څخه تر پزې راغلی، ډالۍ شوی دی. دغه راز، دغه کتاب هغو ځوانانو او قلموالو ته هم ډالۍ شوی چې له ښاغلي غني سره يې د هغه د افکارو د ژوندي ساتلو ژمنه کړې ده.

    •    ډاکټر ډاکټرصاحب اشرف غني  ‏د کتاب په ليکلو کې د هېواد د بېلابېلو پرګنو د استازيو نظرونه، وړانديزونه او سپارښتنې په پام کې نيولي او د هغو پوښتنو په رڼا کې يې ليکلی چې مخ په مخ غونډو او مرکو کې ځنې شوې دي. د کتاب د ليکنې دغه ميتود چې د ساحې او قضيې د مطالعې ميتود يې بولي، دې کتاب ته ځانګړی اهميت او ارزښت ورکړی دی.
    •    د کتاب هدف يوازې د ستونزو بيانول نه، بلکې د هواري د څرګندو او عملي لارو چارو وړانديزول دي. ليکوال د زياترو کورنيو او بهرنيو مبصرانو د هغې وينا مخالف دی چې وايي افغانان د خپلو ستونزو د هواري وړتيا نه لري. دی وايي چې په هېواد کې د ستونزو د هواري او د اغېزمن دولت او ملت جوړونې د ظرفيت هېڅ کمی نشته.
    •    دډاکټرصاحب اشرف غني دویبپاڼې څخه:
    •     د« ننګرهار د باچاخان ابدي ځای دی او باچاخان راته څه وايي، وينه بس ده، وينه بس ده، وينه بس ده. موږ به په ورولي، په منطق پايداره سوله راولو. دا د باچاخان پيغام دی او باچا خان دلته ښخ دی، ځکه چې باچا خان ويلې چې دا افغانستان يې کور دی.» موخذ:  (ډاکټرصاحب اشرف غني ویبپاڼه)
    •    زموږ ژمنه ده چې د جومات او ارګ واټن به ليرې کړو. مکتب او مدرسه به په ټکر کې نه وي
    •    دډاکټر صاحب اشرف غني سره د ټول افغانستان د جوړولو هر اړخيزې برنامې شته دی. ازميښت شوی سړی دی، عالم سړی دی، هوښيار سړی دی. نو داسې يو سړي ته چې هغه هم د دين لپاره، هم د وطن لپاره او هم د خلکو لپاره په خير وي، نو هغه ته رايه ورکول او هغه په دغه سړي کې ظاهراٌ شته. خلکو ته دې خدای توفيق ورکړي چې د ده ملاتړ وکړي او ده ته دې هم خدای توفيق ورکړي چې دا وطن جوړ کړي.»
    •    ولس باندې به بيا پانګه اچوو چې مشرقي وساتي، زموږ ژمنه ده چې د جومات او ارګ واټن به ليرې کړو. مکتب او مدرسه به په ټکر کې نه وي، دا وطن د جرګو وطن دی، په جرګو به سوله راولو.
    •    امان الله خان او باچاخان د جنګ خلاف وو. احمدزی
    •    غازي امان الله خان او پاچاخان دلته خښ دی او د هغوی پيغام، چې د سولې پيغام دی عملي بڼه به ورکوي
    •    ډاکټرصاحب اشرف غني  ‏ته ځکه رایه ورکوو او کمپاین کوو چې ټاکنیزه نښه یې قرآنکریم دی، عالم او نړیوال شخصیت دی او د افغانستان ثبات یې په رهبرۍ تضمیندای شي.»
    •    زه به د وړتوب پر اساس خلک په دنده ګمارم نه هغه کسان چې په غیر اخلاقي پورونو یا د ملګرو فشار له لارې ګمارل کېږي.
    •    زه به دغه موخه د هیواد پر امنیت، مسوولیت، اقتصاد او فرصتونو په ايجادولو باندې د یو دقیق تمرکز له لارې تر لاسه کوم.
    •    وروسته يې په نړيوال بانک کې کار پيل کړ، چې د بین المللي مرستو د پراختیا په برخه کې يې مهم مسایل پکې زده کړل.
    •    ډاکټرصاحب اشرف غني  ‏د خپلې دکتورا رساله (تیزس) د افغانستان د معاصرتاريخ په باب له (۱۱۲۶هـ ش) نه  تر ( ۱۲۸۰ هـ ش) پورې ولیکله.
    •    ډاکټرصاحب اشرف غني  ‏پر ۱۳۷۰  کال په نړيوال بانک کې د لوی انسان-پوه په توګه وګمارل شو، چې د اقتصادي پروګرامونو د انساني اړخونو تحلیل به يې کاوه او مناسبې حل-لارې به يې وړانديزولې.
    •     دا لخضر ابراهیمي د لوی سلاکار په توګه يې کار کړی دی.
    •    نوي بانک نوټونه یې چاپ او بازار ته وړاندې کړل. خزانه کمپيوټرايز او د خزانې لپاره واحد سیسټم دود شو.
    •    ډاکټرصاحب اشرف غني  ‏د دغو خدمتونو د تقدير په موخه هغه ته د دولت له لوري، تر ټولو اعلی ملکي ايوارډ، د سید جمال الدین افغاني افتخاري مډال، ورکړل شو. همداراز په ۱۳۸۲ هـ ش  کال کې د آسیايي هېوادونو ترمنځ د غوره مالیې وزیر په توګه وپېژندل شو.
    •    د بدلون لار په افغانستان کې د اغېزمنې دولتدارۍ، متحرک اقتصاد، ټولنيزې پراختيا، نړيوالې همکارۍ، قانونيت او ثبات لپاره يوه بهترينه اډانه ده، او په ټوله سيمه کې د خپل ډول لومړنی اثر دی.
    •    حضرت علي (کرمه الله وجهه) فرمايي : عدالت دیوه ملت دغښتلتیااوپخیدابنسټ دی . عدالت دعبادت اساس دی .دیوه نظام اوخلافت مشروعیت په عدالت ولاړدی.
    •    حضرت عایشه فرمايي :  دډیوې له رڼاګټه واخلئ اودې ته مه ګورئ چې ډیوه دچاپه لاس کې ده
    •    وايي چې کوټه وسوه خودیوالونه يي پاخه شول.
    •    که زه  رئیس جمهورشوم نوبه ښایسته سالاران ددولت په چوکې کې وټاکم.  په بله ویناکاربه اهل کارته سپارم

دلیکوال سپینې خبرې  :
    •    دځوان نسل څخه زماګیله :  زه دهستې فزیک  ډاکټراودسرطاني ناروغیوکارپوه په صفت دهیوادځوان نسل څخه ډیره ګیله لرم . زما ډیره هیله دځوان نسل څخه داوه چې یوداسې ځوان عالم اوسیاسي شخصیت ریاست جمهوري ته ځان کاندیدکړي وای چې لاسونه يي په وینوککړنه وای.  ډیر دخواښینی ځای دی چې دځوان نسل څخه چا خپل ځان ریاست جمهوري ته کاندید نه کړ.  بلخواکیدی شي چې همدغوجنګسالارانودځوان نسل مخه بنده کړي وي .نوله دي کبله زه یواڅي په نسبي توګه خپل قضاوت بیان کولای شم . دامانالري چې زه دهیوادځوان نسل څخه ډیره ګیله لرم.
    •    حذبې دیکتاتوري اوجنګسالاري نظام : ترهغه پورې چې په هیوادکې حذبې دیکتاتوري جنګسالاري شتون ولري او رښتوني اسلامې ،ملې اودیموکراتیک حکومت رانشي هیڅ یوافغان به هم داروپاڅخه افغانستان ته لاړنه شي . په تیره بیا مسلکې افغانان
    •    هیوادته دمسلکي پوهان بیرته راتګ : زه په دې پوره باورلرم چې دډاکټرصاحب اشرف غني  ‏په ریاست جمهوري کې ډیرافغانان عالمان مسلکې کسان ملي کسان به بیرته هیوادته ولاړشي داځکه چې دهغه دبرنامې سره موافق دي. بل هیڅ افغان نه شته چې یوه معجزه وکړي اوهیوادته خدمت وکړي .
پای

دهستې فزیک ډاکټراودرادیوتیراپې دستګاه متخصص پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
    •    دکابل پوهنتون دساینس پوهنځی پخوانی استاد
    •    دعلي آبادروغتون کوبالټ رادیواکټیوطبې دستګاه کارپوه
    •    په جرمني کې دافغان ساینس پوهانوټولني مشر
دجرمني هیوادڅخه
نیټه.  30 May 2014

اخذلیک :
۱- دقرآن کریم ترجمه اوتفسیرپه پښتوژبه کې ،لومړی اودویم جلد چي په تفسیرکابلي باندې مشهوردی، کال۱۴۱۴ هجرت
۲ - دډاکټرصاحب اشرف غني رسمي ویبپاڼه www.Ashrafghani.af - Official Site