د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هانګ کانګ سره د افغانستان د پرونۍ لوبې انځوریز رپوټ

خبري - څانګه 09.10.2008 17:10

پچه هانګ کانګ وګټله او د پنډوسې وهل یا بیټنګ یې غوره کړل.


سره د دې چې هانګ کانګ ډېر ښه بیټنګ کاوه خو هستي ګل او حمید حسن بل څه ویل غوښتل. په شنو جامو کې هستي ګل او په سر کل حمید حسن، په سرو جامو کې د هانګ کانګ د لوبغاړو ویکټې الوزوي. دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله د پیاوړي هانګ کانګ په ماتولو بریالۍ شوه.

د ښکلي جومات په سیوري کې افغانان د یو بل لوبغاړي سوزول نمانځي.

هانګ کانګ پیاوړې لوبډله لري. افغاني توپ اچونکي یې ښه وټکول. کله کله خو یې افغانان د توپونو پسې په منډو ستړي کړل. هانګ کانګ د ۲۰۶ منډو په جوړولو بریالی شو.

په دې انځورونو کې د هانګ کانګ منېر د توپ پسې خپل بیټ خوشې کړی. داسې ښکاري چې افغان ویکټ کېپر کریم صادق له دوعا پرته بله لار نه لري خو شفیق الله شفق ورته لرې تابیا نېولې وه او توپ یې په هوا ونېوه.

د افغانستان چې نوبت شو، محمد نبي په حرکت شو. محمد نبي ۷۰ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو. په انځورونو کې د محمد نبي د کوتک ګوذارونه وینﺉ.

نوروز منګل چې په کمیس یې د ۴۹ نمره ښکاري هم ځانته څه "یایي". په انځور کې رییس احمدزی هم وینﺉ چې په ډېر سخت وخت کې یې څو منډې په ډېر زیار سره جوړې کړې.

شفیق الله شفق خپله دنده ترسره کړه او د هانګ کانګ توپونو ته یې سینه سپر کړه. ښه ګوذارونه یې ووهل خو سمیع الله شینواري په خپل ګوذار د هانګ کانګ بېړۍ چپه کړه، ځکه له بري څخه وروسته رییس احمدزي ته مبارکي ورکوي.

تر بري وروسته افغانان خوښي کوي، او غښتلی محمد نبي د لوبې د غوره لوبغاړي انعام اخلي.