د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هو! قدرت الله حداد فرهاد ((بابا)) يادوم

صفي الله سرورزى 28.05.2008 13:09

هوکې! قدرت الله حداد فرهاد ((بابا)) يادوم

 

چې دستار تړي هزار دي               د دستار سړي په شمار دي

رښتيا دا ده ،چې دستار له هر سر سره پيکه او بې خونده برېښي؛ چېرته له يو سر سره زېب او خوند کوي . معنا دا ، چې د دستار لپاره سر او د سر لپاره دستار پکار دى .مونږ د دستار لپاره سرونه لرو، خو هغه کار چې د سر او دستار سره ښايي، چې ترسره يې کړي ، پر هغې شرمېږو.  مونږ هغه کار نه کوو، چې زمونږ دود، دستور، پښتو او ټولنه پرې ښايسته کېږي؛  تل هغه کار ته ملا تړلي ولاړ يو، چې زمونږ نيکه پرې په گور کښې د خجالت او شرمنده گۍ سره مخامخ کېږي.  

همدا ناخوالې  دي ، چې حداد فرهاد (( بابا ))ژړوي، خومونږ د((بابا)) داوښکو پروا ونه کړه ، تل مو خپله پښتونواله تر پښو لاندې کړې ، د پښتو لپاره مو څه ونه کړل او تل دبل ډول ته پرلستوڼيو اچولو سر يو.

دا دولتي،  پارلماني او قضايي  بې پښتوگۍ ده ، چې نن له مونږ سره  لکه دځان سيوري گرځي. کله رانه مخکې  شي، کله راپسې شي ، خو زيات وخت راسره اوږه په اوږه روانه وي . مونږ له پېړيو پېړيو راپدېخوا  خپل باور خوړلي يو ، مونږ رښتيني يو او هر سړى راته رښتينى ښکاري.

همدا وجه ده  چاته ، چې  مو څه نا څه طمعه پيدا شوې يا مو ځان  پرې ډاډه کړى او فکرمو کړى، چې دا به زمونږ له کولتور سره برابر وچلېږي يا به زمونږ د درد دوا شي او بې پښتوگي به پرېږدي؛  خو، چې واک ته ورسېږي بيا هرڅه ترې هېر شي ، پښتو، پښتونواله ، دود ، دستور، ناسته ولاړه جامه هر څه يې بيا د هند يا د امريکا شي.

 په ننني  دولتي او پارلماني پېر کښې يې غوره بېلگه زلمى هېواد مل  او فاروق ميړنى يا  دده په څېر  نورې  نسلي  پښتني څېرې ... دي.

بله دا ، چې پر ډېرو منډ و زمونږ پوندې وچاودېدې ، د اندېښنو له لاسه  زمونږ خو ب حرام شواوهره ستړيا مونږ  پر ځان ومنله  ، چې دا  او هغه جناب پارليمان ته ورسېږي. که څه هم  دا هيله مو تر سره شوه ، چې پارلمان ته ورسېدو، څوکۍ يې معلومه شوه ، ورځې يې پر اوونۍ او اوونۍ يې پر مياشتو او کلونو بدلې شوې . کوم خوب مو، چې ليدلى و ، تعبير يې سرچپه وخوت ؛ د لړم د بچو په شان يې زمونږ خوراک ته ملا وتړله . يعنې هغو خلکو، چې  خپله رايه ورکړه ، هغوى ته يې د ترهگرو لقب ورکړ او زمونږ پر وينو يې لاسونه سره شول. دا ولې ؟ دا داسې، چې ډالر يې وليدل ،((پښتو)) او(( پښتونواله)) ترې هېره شوه،   کلي، ولس، ولايت  اوگوند ته يې شاه کړه ، چاودنې پيل شوې ، بادارانو يې بمبارد وکړ، په زرهاوو ځوانان ،  زاړه  ، ماشومان ، تور سرې ، شهيدانې شوې ، کونډې شوې ، بورې شوې ، سرتورې شوې ، سوالگر ې شوې، د يو من وړو لپاره يې خپل نازولي ماشومان پر نورو وپلورل  او دې  ته ورته نورې سلگونه   نارواوې او نادودې  پر ولس تېرې شوې او تېرېږي .

 زمونږ وکيل صاحبانو خپل غوږونه د بش له مالوچو ډک کړي ، څه نه اوري او نه څه ويني او نه يې  د کور او کلي   پر لوري گام ورپورته کوي. که څه اوري يا يې ويني هغه هم د بش په خوله غږېږي.

 بش  اوامريکايي سناتوران، چې څه وايي هماغه  دوى او دولتمشر زمزمه کوي  او بيا، چې د ولس له پوښتنو سره مخ شي ، نو وايي: مونږ د امريکا او ناټو له مشرانو سره وکتل ، بيا به داسې عمل نه تکرارېږي، خو بيا له هغې څخه دروند ځاني او مالي زيانونه  په هماغه سيمه کښې مونږ  (پښتنو) ته ور ورسېږي.  دوى بيا هماغه زړې ببولالې تکراروي .

 يو وکيل چا ونه ليد، چې د خپل ولس د گټې لپاره له واکه لا س پر سر شوى وي  يا يې  ولس ته رښتيا ويلي وي . زمونږ د ننگرهار تش په نامه وکيلان ؛ فاروق مېړنى ، ياسيني ، صايمه خوږيانۍ ، صفيه صديقي ، دا د لوړو زده کړو لرونکي  دي، چې تل  خپله پړه پر خپل ولس اچوي. د((مېړني)) خو يوازې نوم مېړنى دى؛ د خوږياڼو خلکو په ډېره مېړانه  دده هرکلى وکړ ، خو ده  تر اوسه د خوږياڼي لپاره تش  د خولې غږ هم پورته نه کړ .  دخوږياڼوخلکو په گرد افغانستان کښې په ډېر اخلاص د دولت  له هرې  شرعي او قانوني غوښتنې نه يوازې ملاتړ کړى، بلکې  منلې يې هم ده ؛  ولسي امنيت ، له  ښوونې او روزنې سره مينه ،د کوکنارو نه کرل ، د دين، ناموس اوخپلواکۍ ساتنه  يې  ځانگړې غوښتنې دي، چې  حتا په پلازمېنه کابل کښې يې دولت د بهرني ځواک پر ملاتړ هم  نه شي پلي کولاى، خو د خوږياڼوخلک ، قومونه او ټولنې ترې   په ډېرو سختو شرايطو کښې هم لاس پر سر شوي نه دي.

ما د پښتون ، پښتو ،  پښتونولۍ ، سر او دستار خبره کوله،   خو رانه اوږده شوه.

نن  پښتو کول ، پښتو منل ، پښتو ويل  او پښتو چلولو ته يوازې او يوازې په سپينه ږيره په کټ کښې پروت خواخوږي  ښاغلي قدرت  الله حداد فرهاد ((بابا)) ملاتړلې؛  هره ليکنه يې دمننې وړ ده او هر ه خبره يې د کاڼي له کرښې کمه نه ده ؛ ځکه، چې هر تورى يې د توپ له گولۍ غښتلى او ځواکمن دى .

په دې سختو حالاتو کښې، چې د پښتو او پښتنو نوم  اخستل  په سيمه کښې  کفر گڼل کيږي ، حداد فرهاد ((بابا)) پښتو ويلې ، پښتو يې ليکلې ، پښتو يې کړې ، پښتو يې منلې ، پښتو يې چلولې ، پښتو او پښتانه چارواکي يې راڅرگند کړي دي . په داسې حال کښې، چې زمونږ  د  دين، وطن او خلکو کورنيواو سيمه ييزو دښمنانو د ناټو او امريکې تر بېرغ لاندې  هرکروندگر، هرکوربه، هرکليوال، هرښاري او هرژوندي  ته  دالقاعدې  او ترهگر نوم  ورکړى، خو  زمونږ  پير حداد فرهاد ((بابا)) په ډېره بې پروايۍ واقعيتونه رابرسېره کړي او کوي  يې ؛ د حق په ډگر کښې د هر يزيد مخې ته د پولادو د ديوال په څېر ولاړ اودرېدلى دى.

 د رحمان بابا خبره :

لکه ونه مستقيم په خپل مقام يم

کـــــه خــــزان راباند راشي که بهار

حداد فرهاد ((بابا)) دملنگ عبدالرحمان بابا د لارې  سړى دى، چې  پوره  څرگنده  ، منل شوې ملي ، سياسي ، فرهنگي څېره او هستي ده ؛  تل د خوارو، کونډو ، رنډو پښتنو پر حال ژړېدلى ، کړېدلى او ځورېدلى دى.

ارواښاد خوشحال خان خټک بابا د همدغو هستيو په حق کښې ويلي ،   چې  :

د دستار ســــړي هــــزار دي

د دستارسړي په شمار دي

نن وگورئ، چې په دولتي، حکومتي ، پارلماني ، مطبوعاتي او قضايي چار څارنې  کښې ډېر پښتانه  کارونه کوي ؛  ډالرې اخلي، خو  نه پښتو کولاى شي ، نه يې ويلى شي ، نه يې چلولى شي  .

 دا ولې ؟دا داسې، چې ور سره د ډېرو  ډالرو د تر لاسه کولوغوښتنه ده .

دوينې مجنونان ، خو په ډېرو کښې يو پيدا کېږي، چې د خپلې ليلا پر سر، سر ورکړي . دا ((د خېټې  د تاريخ)) خېټور  مجنونان، دورځې سل ځله بدلېږي رابدلېږي .

دوى پخواني  قلم ته ورته دوه ژبې لري.

يوه لنډۍ ده :

مخ به يې پـــــــه دواړه طـــــرف تـــــور وي

چـــې د قلــــم په شانــــې دوه ژبـــې لـــرينه

دپخواني قلم په شان دوه مخي به الله (ج ) رسوا کوي   او په تاريخ کښې به  ترې  ډېر بدنوم راتلونکيو نسلونو ته پاتې کېږي.

 مونږ ته د  قدرت الله حداد فرهاد(( بابا)) په څېر د ټينگ عزم ، ټينگې ارادې او پښتني عقيدې لرونکي مشران پکار دي. داسې، چې د پښتو او پښتنو پر درد ، دردمن  او پر خوښۍ مو خوښ شي .

 خداى (ج) دې د ډېرو تش په نامه پښتنو عمر هم حداد فرهاد ((بابا)) ته ورکړي ، چې تر ډېره راته ژوندى وي او مونږ له خپلو تاريخي هستيو لکه مست زمرى  خانگل خان  او تاريخي سترو گيدړانو لکه امير دوست محمد خان  له ژوندانه خبر کړي.

 د حدادبابا ((پېښې ، اندېښنې او څرگندونې ))، ((د افغان ملي تاريخ))  ، (( تواريخ پښتون ...)) اونورې ژوندۍ ورځينۍ ليکنې ، مونږ هره ورځ د ښاغلي خليل الله قتيل زوى لالا په همکارۍ گورو؛ وياړو، چې زمونږ په خوا کښې د علم ، ادب ، کولتور ، تاريخ ، جغرافيې ، پښتو او پښتونولۍ  يو لوى پولادي  غر ولاړ دى.  د بش او د ده دلاسپو څو دې لاس آزاد وي ؛ دوى دې ظلمونه کوي او زمونږ حداد فرهاد((بابا)) به يې  د قلم پر يوې ژبې شرموي. يعنې مونږ  گورو، چې د بش او ناټوله  لاسپوڅو سره توپ دى ، الوتکه ده ، ټوپک دى  او ډالرې  دي ، خو زمونږ له حداد فرهاد ((بابا)) سره پښتون  فکر، پښتون  انځور او له هر څه ځواکمن او غښتلى پښتون  يو ژبى قلم او ويښ ولس دى.  گورو به ،چې گټه د چاده؟!

 پښتانه بايد لکه  الحاج امام الدين ساپى ، چې  پښتون فکر پر خپل ځانگړي لگښت خپروي او ((د ساپي پښتو څېړنو اوپراختيا مرکز )) خپرونې ( ورځ مجله او scprd.com سايټ) يې ورته ځانگړي کړي، وستايي . لکه،چې مو وليدل  د(( افغان رسالې)) مخکښ هوتکي  د حداد فرهاد ددرنښت غونډه جوړه کړه. نور مخکښ پښتانه دې سيمينارونه جوړ کړي اوخپلو پوښتنو ته  دې  ترې ځوابونه واوري؛ ځکه، چې حداد فرهاد((بابا)) د ډېر درنښت   سړى  دى او  درناوى هم  د همدغسې هستيو پکار دى.

 زمونږ د پښتنو لويه کمزوري همدا ده، چې د ژوندي ولي پر هلو ځلو څېړنې نه کوو. که څوک د ژبې ، تاريخ ، ولس ، ټولنې ، کولتوراو دود  په اړه ليکنې کوي او يا د کوم  مشر په اړه څه معلومات وړاندې کوي؛  نو دا نور پښتانه ، چې د نورو ژبه،تاريخ،ولسي، کولتوري ارزښتونه  يې پښتنو ته راژباړلي،  ور پورې خاندي او د لېوني لقب ور کوي.

د بېلگې  په توگه د ورته کړنې سره  پخپله حداد فرهاد ((بابا)) هم  مخ شوى دى .

دى ((د افغان ملي تاريخ )) په دوه يم توک کښې ليکي ، چې  د ښاغلي  سعد الدين شپون سره د پښتون ((همورابي کاسي)) په ورپېژندلو کښې مخامخ شوى و او شپون صاحب ورپورې ښه د زړه داخلاصه خندېدلي وه.

دابيان دور و دراز  و

رحمان وکړ مختصر   

يو څو وړانديزونه دحداد فرهاد((بابا)) په اړه لرو برو پښتنو ته وړاندې کوم:

١- حداد فرهاد ((بابا)) ته دې پښتانه مشران د پښتو يو دروند، علمي او فرهنگي لقب غوره  کړي او گرد پښتانه دې(( بابا)) پر غوره شوي لقب  ونوموي.

٢- پرته له انتخاباتو بايد د((افغان ملت)) د گوند نظرياتي مشري  اوعنعنوي گوند ((بابا))  ته  ور وسپارل  شي او د گوند  ټول غړي بايد د حداد((بابا)) د پرېکړو درناوى  وکړي. په گوند کښې بايد د قاضي په توگه  ددندې د تر سره کولو وياړ ور وبخښل شي.

٣-د حداد((بابا)) دافکارو درناوى دې وشي او دده تاريخي ټولنيزې څرگندونې دې  د افغانستان د لوړو زده کړو  د ښوونيز نصاب برخه شي .

٤-(( دافغان ملي تاريخ)) غوړچاڼ دې وشي او له اووم  ټولگي څخه دې تر دولسم ټولگي پورې د ملي ښوونيز نصاب  برخه وگڼل شي.

٥- ټولې ليکنې يې بايد چاپ او دهر ولايت داطلاعاتو  او کولتور  رياستونو او عامه کتابتونونو ته وسپارل  شي، چې  عام  او خاص  يې ولولي او نسخې يې بايد د هېواد په ملي  آرشيف کښې خوندي شي.

٦- د حداد فرهاد((بابا)) د درناوي  په احترام دولت نه،  زمونږ ملي او پښتانه  سوداگر بايد د حدادفرهاد(( بابا)) په نوم يو ښوونځى، يو پوهنتونيا يو واټ ونوموي.

٧- دافغانستان ملي تلويزون بايد د حدادفرهاد((بابا)) په درناوي  بېلابېل تاريخي او ټولنيز  پروگرامونه برابر او ټول پښتانه پوهان  ، علما اود پښتنو پر ملي ارزښتونو مين پښتانه  که لر وي او که بر  په دې پروگرامونو  کښې د گډون لپاره راوبلل شي ، چې  حداد فرهاد((بابا))  د پښتانه غږ او پوښتنې واوري اود پښتنو پوښتنو ته پخپله ځوابونه ووايي.

اوس همدومره .

پر لاس، فکر او پښتون انځور يې برکت شه.

زما يې  پښتو غوښتنې، پښتونولۍ ، پښتو کولو، پښتو چلولواو پښتو ويلو ز ر ځله سلام دى .

زما سلام پر هغووايه !

چې ماښامى وي ترينه هير مايادوينه

په درنښت