د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دولت له خوارهنرمندسره خواردى- مرکه

صفي الله سرورزى 12.07.2008 14:49
د ټول افغان وېب پاڼې درنو لوستونکيو!ځوان ليکوال او شاعر صفي الله سرورزي په ننگرهارکښې دننگرهار له تکړه سندرغاړي گل جان صادق سره د ورځ مجلې لپاره يوه په زړه پورې مرکه کړې ، چې له مينې او مننې سره يې کټ مټ در وړاندې کوو- د ورځ مجلې درنو مينه والو! دننگرهار علمي، ادبي، کولتوري، فرهنگي او تاريخي سيمه، چې له طبيعي ښکلاگانو ډکه ده تل دسولې کور پاتې شوى دى. دا دننگرهار نيکمرغي ده، چې په کښې د ښکلاگانو ياران، شاعران او ښه ښه هنرمندان لرو. يو له دغو يارانو څخه ښکلى تکړه ځوان په پښتواو پښتونولۍ مين خوږ غږى ملي سندرغاړى گل جان صادق دى، چې تر دې دمه يې له زرو ډېر کيسټونه کمپوز شوي او مينه والو ته يې وړاندې کړي دي . صادق دلته اوپه پاکستان کښې د ډېرو پښتنو پر زړونواغېز کړى او دغزلو انتخاب يې هم په زړه پورې دى. دى دخوشحال بابا ، رحمان بابا، حميد بابا ، حمزه بابا، ملنگ جان او قتيل خوږياڼي غزلې د رباب او ارمونيې له غږه سره زمزمه کوي. دا تاسې او دا مو تکړه سندرغاړى گل جان صادق . پوښتنه : له دود سره سم که دورځ مجلې لوستونکيو ته ځان را وپېژنئ؟ ځواب : گل جان مې نوم دى، خو خلک مې صادق بولي. دسره رود دپير صاحب دکلا د سيمې په يوې هنري کورنۍ کښې زيږېدلى يم . دارواښادمحمداسلم استاذ زوى يم؛ لومړنۍ زده کړې مې دننگرهار په تجربوي ليسه کښې تر سره کړي ،د ننگرهار عالي ليسې مې پاى ته رسولې او دوه کاله مې دپېښور په اسلاميه کالج کښې دپښتو ادبياتو زده کړه کړې ده . پوښتنه : ارواښاد پلار مو څه دنده لرله ؟ ځواب : پلار مې دې خداى( ج) وبخښي ښه هنر مند و ، چې پر ارمونيې ، رباب او تبلې وهلو سربېره يې ښه خوږ غږ هم لرلو، چې دننگرهار ډېرهنرمندان يې د شاگردۍ وياړ لري . پوښتنه : هنري زده کړې موله چا ترلاسه کړي دي ؟ ځواب : په هنري ډگر کښې مې لومړنى استاذ خپل پلار ارواښادمحمد اسلم استاذ دى . وروسته مې له الفت اهنگ او کاظم شيدايي څخه زده کړې تر لاسه کړي دي . نور استاذان هم لرم ، اوس هم شاگرد يم اود هنرمندانو درناوى او درنښت خپله دنده بولم . پوښتنه : استاذ صادق ! له خپل خوږ غږ سره د ټنگ ټکورکومه اله ښه غږولى شئ ؟ ځواب : له غزل سره ارمونيه او رباب مې خوښيږي؛ چنگ هم وهلى شم، خودا داسې اله ده ، چې ورسره خوله بنديږي او غزل ورسره څوک نه شي ويلاى. پوښتنه : استاذ جانه ! دننگرهار په اوسني او پخواني ټنگ ټکور کښې څه بدلونونه رامنځته شوي دي ؟ ځواب : سرورزى صاحب ! ډېر زيات بدلون راغلى دى. پخوا به يوازې له تبلې ، ارمونيې او رباب سره غزلې ويل کيدې . اوس ورسره نوې الې لکه : کسيو،ردم ، اس پي ډي ، سيکسافون ، گيټار او داسې نورې يوځاى شوي، چې دپخواني او وطني ټنگ ټکور خوندپرې پيکه شوى دى . پوښتنه : استاذه ! خوند په پخواني ټنگ ټکور کښې ډېر دى او که په اوسني کښې ؟ ځواب : خوند په پخواني ټنگ ټکور کښې ډېر و او او ريدونکي يې هم ډېر لرل . پوښتنه : نو ددې بې خوندۍ لامل تاسې په څه کښې وينئ؟ ځواب : دا اوسنى ټنگ ټکوربرېښنايي دى د هنر مند هنر يې اغېزمن کړى، ټول له ميکه راپورته کيږي دغږ او غږولواغېز په کښې ورک وي . که هر څومره ښه وغږيږي د پخواني ټنگ ټکور خوند اوکيف نه لري؛ ځکه په پخواني ټنگ ټکورکښې چاپېريال او محيط له ملي اغېزو ډک و، اوريدونکيو به د ساز الې خپله لاسته راوړنه گڼله او اوريدونکي به يې څه نا څه له غږولو سره روږدي ول ، چې دا حالت بېل خوندلري. پخوا به هنر مندان په دېرو کښې را ټول شول؛ رباب ، منگى ، تبله ،ارمونيه ، سرنده ، دلربا، شپيلۍ، تمبور،سيتار او دوتار به هر هنرمند هنر ته هڅاوه او هنر مند به زيار ايستلو، چې په خوږ غږ ښې غزلې ووايي. همدا لامل و ، چې له اوسنيو برېښنايي هنرمندانو څخه ولس پخوانى هنري طرز ډېر خوښوي ، درناوى يې کوي او خوند هم ترې اخلي . پوښتنه : استاذ صادق صاحب ! ډېر ځوانان هندي موسيقي اوري او له خپل ټنگ ټکور سره ډېره مينه نه کوي ،تاسې څه فکر کوئ ، چې ددې لامل به څه وي ؟ ځواب : که رښتيا ووايم هندي هنرمندان ډېره خواري کوي. هغوى په يوه سندره درې څلور ورځې اړوي ، خو زمونږ پښتانه هنرمندان په يوه ورځ کښې لس غزلې ريکارډ کوي؛ نو اوس تاسې ووايئ، چې اورېدل به دکوم غزل پکار وي ؟ دلته د دولت لخوا هنرمندان او د هنرمندانوټولنه دهڅونې پر ځاى رټل شوي . له يوې خوا د هنرمندانوټولنيزژوند نه يوازې له ستونزو ډک دى ، بلکې ديو نابرابره ټولنيز ژوند سره هم مخ دي؛ نو همدا وجه ده ، چې مونږ په هنري ډگر کښې هنري څرگندونو ته وخت نه لرواو خپل ټنگ ټکور ته د خپلو ځوانانو پاملرنه نه شو راگرځولى.له بلې خواکه مونږ ټنگ ټکور برابروو، په خېټه وږي کيږو. که دخېټې غم خورو ټنگ ټکور مو بې اغېزې پاتې کيږي . مونږ ته خپله دا حالت د زغم وړ نه دى او پرې خفه يو؛ ځکه، نو زمونږ اوريدونکي د نورو په پرتله لږ دي. پخوا به په راډيو کښې هر هنرمند ته تنخوا او کوپون ورکول کېده. اوس هيڅ نه شته ، چې خپل ټنگ ټکور ته پاملرنه وکړو . پوښتنه : ښاغلى صادق! تاسو داقتصادي ستونزو خبره کوله ، خو زه وينم زمونږ ډېر هنرمندان ، چې دشپې خپل پروگرام تر سره کړي؛ په هماغه شپه پېدا کړې پيسې په نشو او جوارۍ کښې له لاسه ورکوي. آيادا زمونږ دهنرمندانو خپله غلطي نه ده ؟ ځواب : سرورزيه! خبره دې سمه ده، خوټول په جوارۍ او نشې روږدي نه دي . که رښتيا ووايم مونږ هريو په خپل هنري ډگر کښې تېروتنې لرو؛ ډېر داسې هنرمندان شته ، چې له سهاره تر ماښامه جوارۍ ته ناست وي، بل کار پرته له قماره نه کوي. لنډه دا ، چې خداى ج دى مونږ ته هدايت و کړي . پوښتنه : استاذه ! مخ نيوي ته يې څه وړانديز لرئ ، چې هنر اودهنرمند ژوند ورسره ښه شي ؟ ځواب : دهنرمندانو دټولنې دنده ده، چې ملي هنر اوپه ملي اغېزه پوره شوي هنرمند ته د دولت پاملرنه راواړوي او د هنر مندانو د ستونزو مخ نيوې وکړي ، خو دلته زمونږ دټولنې مشر ښاغلى رضوان (منور) صاحب دى، چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او گريوان دى او نه شي کولاى ، چې ځان هر هنرمند ته ورسوي.هغه غريب نه تخوا لري او نه کوم بل امتياز او نه يې څوک د کار لوري ته هڅوي ، ټول کارونه خپلسري دي . هنرمندان او مينه وال بايد خپله فکر وکړي؛ نارواکړنې او د نورورټنه اسلام او پښتونولۍ دواړو غندلي دي ، خو څوک ځانته گوته نه نيسي . اړينه ده، چې هر سړى خپل ځان پخپله اداره کړي ؛ ځانگړي او ملي ارزښتونه درناوي ته وړاندې کړي او ټول د ټولو درناوى وکړي . پوښتنه : استاذه! ټولنه مو ځايي شتون لري ؟ ځواب : هو! همدلته په ننگرهار کښې ده، خودځانگړيو اقتصادي ستونزو له مخې مونږ په مياشتو مياشتو يو بل سره نه گورو ، چې يو دبل له ستونزو خبر شو او د حل لاره ورته ومومو . پوښتنه : گل جان استاذه ! يو هنرمند ته څه کول پکار دي ، چې په ټولنه کښې محبوبيت پيدا کړي ؟ ځواب : سرورزى صاحب ! څه ووايم . دلته دهنرمند قدر نه شته. په هره توگه او له هر څه مخکې هنرمند بايد ښه اخلاق ولري، ښه شعر انتخاب کړي اوپه هنري برخه کښې خپلو نيمگړتياوو ته پاملرنه وکړي .که سندرغاړى وي شاعرۍ ته دې طرزونه جوړ کړي او هم دې د خپل غږ ساتنې او پالنې ته پاملرنه وکړي، چې په ټولنه کښې وپېژندل شي . پوښتنه : ټنگ ټکورڅومره راگونه لري او يو استاذ څومره کارولى شي ؟ ځواب : شمېره، به يې گرانه وي ، چې ټول درپه گوټه کړم ؛ خو له زرگونو راگونوڅخه مونږ څه نا څه درې سوه راگونه غږولى شو. اوس مونږ داسې ځانگړى استاذ نه لرو، چې دا ټول راگونه يې زده وي؛ خو يو ښه تکړه استاذ کولاى شي ، چې څه ناڅه ٥٠٠ راگونه وکاروي . بله دا، چې که دا ټول راگونه د يو هنرمند زده وي ، خو ويې نه کاروي او يا ورته وخت ونه لري ، ورو ورو بې اغېزې کيږي او هيريږي . زما په اند که د ورځې څوک يو ساعت وخت ورته ومومي بيا هم په مياشت کښې ٥٠٠ ساعته شول، خو زمونږ هنر مندان دا يو ساعت وخت هم نه لري. لنډه دا ، چې د راگونو زده کول اسانه کار نه دى ، مينه او خواخوږي غواړي . پوښتنه : استاذ جانه ! دلته دننگرهار په راډيوتلويزيون کښې يو شمېر سندرې خپريږي ، چې ډېر لږ اوريدونکي لري. په دې اړه تاسې څه وړانديز لرئ او د اتحاديې او ټولنې تگلاره مو څه ده؟ ځواب : وروره! مونږ، خو نه اختيار لرو اونه زمونږ په خوښه څوک کار کوي. زمونږ داتحاديې غږ ته څوک غوږ هم نږدي.زمونږ په تگلاره کښې ټينگار شوى، چې هنرمند د ولس او چارواکو سترگې دي. په هره توگه دلته داسې سندرې خپريږي ، چې دننگرهارملي شتون زيانمنوي؛ ځکه نه يې ساز زمونږ په خوښه دى، نه يې شعر او نه ټنگ ټکور. دلته مونږ ښه ښه شاعران لرو، ښه ملي ټنگ ټکو لرو او ښه ښه هنرمندان لرو، خو کيږي نور څه. په گاونډو هېوادونو کښې نور هنرمندان زمونږ تقليد ته اړ شوي. زه نه پوهيږم د ننگرهار راډيو تلويزيون، چې ملي راډيوتلويزيون دى، بايد غوره وگڼي ، چې گډې هنري مشاعرې جوړې او خپرې کړي ، غورو هنر مندانو ته وخت ورکړي ، چې مالي او رواني ستونزې پرې نه يوازې ورو ورو حل کړي ، بلکې بېلابېل استعدادونه پر ې راوغوړيږي اوټولنه يې له هنري هلوځلو خوند تر لاسه کړي. پوښتنه : آيا چارواکي مو لاسنيوى نه کوي او له تاسو سره مالي مرستې شوې نه دي ؟ ځواب : نه! دولت له خوار هنرمند سره خوار دى . حتا دې پراخ ، خو ستونزمن چاپېريال ته هسې سر هم نه را ښکاره کوي؛ ځکه ، نو مونږ ټول هنرمندان له اقتصادي ستونزو سره مخ يو . پوښتنه : گل اجان استاذه ! په ټولنه کښې مو له ولسي خلکو سره ناسته ولاړه څنگه ده آيا دوى مينه درکوي ؟ ځواب : ډېره ښه ده. خپل ذاتي ملگري او دوستان مو ډېر نازوي . مونږ هڅه کوو ، چې د ولس درانه ارزښتونه خوندي او درناوي ته يې وړاندې کړو. پوښتنه : په سندر غاړيو کښې مو کوم سندرغاړي خوښ دي ؟ ځواب : له سندر غاړيوسره ښه ناسته ولاړه لرم، خو ايوب استاذ، اول مير استاذ ، شاه ولي استاذ ، منگل استاذ او ساربان استاذ زما د ځانگړې خوښې سندرغاړي دي ؛ ځکه ، چې پر اغزنه لاره تلي او تلاى شي . پوښتنه : استاذ صادق! د شاعرۍ په ډگرکښې دچا له اشعارو متاثر شوي ياست ؟ ځواب شاعران مې ټول خوښ دي، خودملنگ جان ، خاطر اپريدي ، حمزه بابا ، غني خان ، ړنگ ، قتيل او نواب ملنگ اشعارمې ډېر خوښ دي او دهمدغو شاعرانو شعرونه په ټنگ ټکور کښې زمزمه کوم . پوښتنه : لومړى مو دچاشعر خوښ کړى او چېرته مو ويلى و ؟ ځواب : دلومړني غزل شاعر را نه هير دى، چې څوک و، خو د ننگرهار د تجربوي ښوونځي په يوه پروگرام کښې مې پرې خواري کړې ده .غزل دا و ، چې : پوه به شي لا پوه نه ده نادانه ده هسې ليونۍ ده په ما گرانه ده پوښتنه : تر دې دمه مو څومره شاگردان روزلي او ښه شاگرد مو څوک دى ؟ ځواب : په پاکستان کښې مې ٢٥ کسانو ته هنري زده کړه ورکړې او دلته په ننگرهار کښې مې تر دې دمه٧ کسانو ته هنر ور زده کړى دى . عبدالوکيل شوقي ، عيسى خان او بريالى ولي،چې زما کشر ورور دى، خپل تکړه شاگردان او ښه هنرمندان گڼم . پوښتنه : يوه ښه خاطره دې راته ووايه ؟ ځواب : زما ژوند له ښوخاطرو ډک دى، خو يو ارمان لرم ، چې له ښو ښو شاعرانو سره ناسته وکړم. تر دې دمه مې دحمزه بابااو غني خان سره ناسته شوې او دادى دلته له ړنگ صاحب ، قتيل صاحب اوتاسې سرورزي سره ناسته را پر برخه شوه ، چې څه نا څه مې دا ارمان هم پوره شو؛ نو دا زما لپاره يوه ښه خاطره هم ده . پوښتنه : دننگرهار ځوانانو ته څه پيغام لرئ ؟ ځواب : دننگرهار ځوان نسل بايد لومړى د ښوونې او روزنې لوري ته پاملرنه راوگرځوي ؛ ځکه ، چې علم رڼا ده او ننگرهار دعلم او ادب تاريخي زانگو گڼل شوې؛ دوى بايد دا زيار وگالي ، چې خپلې وياړنې خوندي کړي او ځانونه دعلم په رڼا له تيارو را وباسي. زما هيله له ځوانانو داده ، چې دنورو هېوادونو سره دې دسيالۍ ډگر ته راودانگي، چې تاريخي وياړنې او ارزښتونه مو پرې روغ پاتې شي. دننگرهار ځوانان بايد خپل هنرمندان ونازوي ، زمونږ سندرې دې واوري او پخپلو کولتوري وړانديزونو دې مونږ د سيالۍ ډگر ته ور ننباسي. سرورزى: په پاى کښې زه دورځ مجلې په استازيتوب له تاسو څخه مننه کوم ، چې وخت مو را کړ اوحاضر شوئ ، چې د مجلې درنو لوستونکيوته خپل اندونه را سره گډکړئ . استاذ صادق : مننه ! زه هم ډېر خوښ شوم ، چې دلته راغلئ او ما ته مو خپل طلايي وخت کړ. دعا کوم ، چې د ورځ مجلې ټول کارکوونکي دې روغ، جوړ او پوره خوشحاله وي . بريالي اوسئ او بيا هم مننه کوم . دلته ښاغلى قاري فريدلغمانى، چې په دواړو سترگو نابينا دى ، ناست دى او يوه غزل يې پخپل خواږه غږ زمزه کړه ، چې دې له مرکې وروسته ډېر ښه اغېز درلود . دى د خوږ غږي منگل استاذ د نابينا شاگرد وياړ لري . پاک خداى دې پرې ورحميږي. دا هم د گلجان استاذ دگرځند شمېره : ٠٧٠٠٦٠٠٠٨٩ په مينه او مننه