ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د ټي ټي پي مهم کمانډر یې وژلی دی

د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د خېبر پښتونخوا سره په پوله پرته دپنجاب میانوالي سیمه کې ترهګرو د پولیسو سي ټي ډي پولیسو په یوه ډله برید کړی اؤ د دواړو خواؤ ترمنځه سخته نښته کې د تحریک طالبان پاکستان یو مهم کمانډر وژل شوی دی. د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو ویاند پخپل بیان کې ویلي، ترهګرو د سي ټي دي په پولیسو دا حمله په کالاباغ سیمه کې کړې ده اؤ وایي د دواړو خواؤ ترمنځ نزدې شل منټه ډزې شوې دي. په بیان کې ویل شوي چې د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو لخوا په دې نښته کې د حبیب الرحمان په نوم د تحریک طالبان پاکستان یو مهم کمانډر وژل شوی اؤ دوه نور ترهګر تښتېدلي دي. پولیسو دعوه کړې ده چې د وژل شوي ترهګر د ولکې نه یو ځانمرګي جیکټ اؤ وسلې هم ترلاسه شوي دي. ټي ټي پي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په ځانګړي ډول دخېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګرو بریدونه چټک شوي اؤ دفرورۍ په 14مه هم د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیس ځواک سي ټي ډي دعوه کړې چې په شمالي وزیرستان کې د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان وسله والو په سي ټي ډي بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي دي. تر دغې پېښې وړاندې دخیبر پښتونخوا دترهګرۍ ضد محکمې پولیس دفرورۍ په لسمه دخیبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کې دتحریک طالبان پاکستان د وسله والو سره نښته کې د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ څینې تور ترهګر ترې دشپې تیاره کې تښتېدلي دي. تېرکال په 18م دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړی ؤ او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو چې پکې د25 ترهګرو د وژلو دعوه شوې وه.

17.02.2023 ډیوه

نړيوال ولې پر افغان نجونو د محدوديتونو ليرې کولو په اړه عملي اقدام نه‌کوي؟

نړېوال بنسټونو له طالبانو غواړي چې د افغان مېرمنو په وړاندې لګول شوي محدویتونه ليرې کړي. خو نړیوال ولې په دې برخه کې عملي اقدامات نه‌کوي؟ محمد خاطر پردیس د مرکې په سر کې دغه پوښتنه له ښځینه فعالې فریده حفیظ نه کړې. دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

17.02.2023 ازادي راډیو

امریکا هڅه کوي د جنګي الوتکو د نندارې په وسیله هندوستان له روسه لرې کړي

واشنګټن ــــ امریکې روانه اوونۍ په «ایرو انډیا» نندارتون کې د ایف-35، ایف-16، سوپر هارنیټ او B-1B په ګډون ځینې جدیدې الوتکې نندارې ته وړاندې کړې دي، چې مقصد یې هندوستان هڅول دي چې د خپل روایتي سپلایر روس پر ځای له امریکې پوځي وسلې واخلي. د رویټرز د خبر له مخې هند د خپل هوايي ځواک د زیاتولو لپاره د سوویت یا شوروي د زمانې د جنګي جیټ الوتکو د نوي کولو په لټه کې دی، خو د اوکراین د جګړې له کبله د روس د رسد ځنډېدو اندیښمن کړی او د لوېدیځ له فشار سره مخامخ دی چې له ماسکو څخه ځان لرې کړي. د هند په بنګلور ښار کې د یوې اوونۍ «ایرو انډیا» شو نن د جمعې په ورځ ختمېږي او دا په 27 کلن تاریخ کې تر ټولو لویه «فضایي نداره» بلل شوې ده چې پکې امریکایي پلاوي ګډون کړی او د امریکې او هند تر منځ زیاتېدونکو سټرېټیجیکو اړیکو باندې پکې ټینګار شوی دی. د رویټرز په وینا روس چې د شوروي اتحاد له زمانې راهیسې په هندوستان باندې تر ټولو لوی د وسلو پلورونکی دی خو په دې ننداره کې یې ګډون تش په نوم وو. وایي د روس د وسلو سرکاري برآمدکوونکي «روسو بورون ایکسپورټ» له یونایټیډ ایرکرافټ او الماز اینټي سره ګډ سټال لګولی وو چې د الوتکو، لاریو، رېډارونو او ټېنکونو وړې نمونې یې نندارې ته وړاندې کړې. رویټرز وایي په تېرو نندارو کې «روسو بورون ایکسپورټ» پخپل سټال کې ډېر مرکزي ځای درلود، که څه هم چې هند د یورپ او امریکې د نورو جنګي الوتکو په اړه غور پیل کړی روس بیا له یوې لسیزې راهیسې بنګلور ته جنګي جیټ الوتکې نه دي راوړې. بوینګ ایف اې-18 سوپر هارنټس مخکې لا د هند د سمندري ځواک له نورو طیاره وړونکو سمندري بېړیو سره د جنګي جیټ الوتکو د رسولو په سیالۍ کې شاملې شوې دي. د لاک هیډ مارتین ایف-21 الوتکې، چې د هند لپاره د ایف- 16نوی ډیزاین شوی دی په 2019م کال کې په «ایرو انډیا شو» کې یې پرانیسته شوې ده. د هند هوایي ځواک ته د دغو الوتکو وړاندیز هم شوی دی. د هند له خوا د 114 ملټي رول جنګي الوتکو د اخیستلو لپاره د 20 اربه ډالرو وړاندیز له تېرو پینځو کلونو ځنډول شوی دی، چې په دې باندې له چین او پاکستان سره د کړکېچ له کبله ډېره پاملرنه ورته شوې ده. د هند د هوايي ځواک (ای اې ایف) د یوې سرچینې په وینا، هند "په اوس وخت کې" پر ایف-35 الوتکو فکر نه کوي، خو په «ایرو انډیا شو» کې د دوو ایف-35 ننداره د واشنګټن لپاره د نوي ډیلي زیاتېدونکي سټرېټیجیک ارزښت نخښه ده. یو ازاد دفاعي څېړونکی انګد سینګ وایي، دا د ایرو انډیا ننداره "د خرڅلاو ځای" نه وو، بلکې د هند- پېسیفیک په سیمه کې د دوه اړخیزو دفاعي اړیکو د اهمیت یوه نخښه وه. انګد سینګ رویټرز ته ویلي: "که څه هم د وسلو خرڅول د اړیکو بنیاد نه دی، خو د هند او امریکې تر منځ په پوځي کچه شراکت او همکاري شته." رویټرز وایي امریکا دا ګوري چې کومو هیوادونو ته د ایف- 35الوتکو د اخیستلو اجازه ورکوي. د دې پوښتنې په جواب کې چې ایا امریکا به هند ته د دغو الوتکو د اخیستو وړاندیز وکړي، په هند کې د امریکې د سفارت دفاع اتاشي رېر ایډمرل مایکل ایل بیکر وایي، نوی ډیلي لا په دې اړه د غور کولو په "لومړیو مرحلو" کې دی چې ایا دا الوتکې غواړي که نه. تر «ایرو انډیا شو» مخکې د روس سرکاري خبري ایجنسیو خبر ورکړی وو، چې ماسکو په تېرو پینځو کلونو کې نوي ډیلي ته د شاوخوا 13 اربه ډالرو وسلې ورکړې دي او د 10 اربه ډالرو وینا یې ورته کړې ده. امریکې په تېرو شپږو کلونو کې هندوستان ته تر شپږ اربه ډالرو د زیاتو وسلو د اخیستلو منظوري ورکړې ده چې په هغوی کې د ټرانسپورټ الوتکې، اپاچي، چینوک او ایم ایچ-60 هیلیکاپټر، میزایل، د هوایي دفاع سیسټمونه، سمندري ټوپکونه او پي-8I  څارونکې الوتکې شاملې دي.

17.02.2023 ډیوه

جنوبي وزیرستان: امنیتي ځواکونو د ځانمرګي برید کوونکي د وژلو دعوه کړې ده

د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې بر جنوبي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد تر سره شوو خفیه عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان د یو ځان مرګي برید کوونکي وژلو دعوه کړې ده. امنیتي سرچینو وي او ای سره شریکو کړو مالوماتو کې ويلي، د بر جنوبي وزیرستان په سرارږغه تحصیل سپینکۍ سیمه کې د ترهګرو د شتون اطلاع وه چې د ترهګرۍ پلان جوړوي. د سرچینو په وینا کله چې دعلاقې ته امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او له وسله والو یې ګېره چاپیره کړه او د ډزو دتبادلې وروسته یو مشکوک ترهګر په خپله ځان له بارودو سره والوځولو. سرچینو زیاته کړه د وژل شوي تن پیژندګلو د رحمان مسید په نوم شوې چې تړاو یې د تحریک طالبان پاکستان سره وو. او ځان مرګي برید کونکۍ ؤ. ویل شوي وژل شوی ترهګر په امنیتي عسکرو بریدونو او هدفي وژنو کې ککړ و او د ډېر وخت نه امنیتي عسکرو ته مطلوب وو. د سرچینو په وینا د چاودنې او د ډزو په تبادله کې امنیتي ځواکونو ته کوم نقصان نه دی اوښتی. تر دې مهاله تحریک طالبان پاکستان ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. بر جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځ کال2009 م کې راه نجات نومي عملیات کړي وؤ او دا سیمه یې له ترهګرو ګرځولې شوه. دفبررۍ په 14مه خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیس ځواک سي ټي ډي دعوه کړې وه چې په شمالي وزیرستان کې ید لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان وسله والو په سي ټي ډي بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي دي. په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي او په 30مه جنورۍ په پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګی برید شوی ؤ چې پکې د 84 کسان وژل شوي او 200 نه زيات ژوبل شوي وو. د يادې پېښې وروسته په پېښور کې د ایپکس کمیټۍ غونډه د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ شوې وه او غونډه کې ویل شوي وؤ چې د ترهګرۍ پرضد څومره لاس ته راوړنې شوي هغه به بيرته د لاسه ور نه کړي او د ولس ساتنه به يقيني کولی شي. دوه ورځې وړاندې د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي وو، "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې چې کومه خبره شوې حکومت او د پوځ مشرتابه ویلي. په دې کې هیڅ شک نشته چې د ترهګرۍ نوې څپه راغلې ده او د هغې دپاره ټولې امنيتي ادارې، حکومت او صوبايي حکومتونه چمتو دي او ترهګري به قابو کړی شي".

17.02.2023 ډیوه

امينه محمد: افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې روان وضعيت بايد پای ته ورسيږي

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد وايي، په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو مهم لومړیتوب د نجونو زده‌کړه ده او نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو او ښځو د دې حق د خوندي لپاره یو موټی و اوسي. امينه محمد د "زده‌کړه نه‌شو ځنډولی" په نوم غونډې ته خپل استولي پیغام کې ویلي، څه باندې ۵۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو راګرځولي، نو په همدې دلیل د هغې په خبره، د افغان نجونو او ښځو غږ باید اوچت وساتل شي او دوی باید یوازې پرې نه‌ښودل شي. نوموړې په خپل پيغام کې ويلي: "موږ بايد په افغانستان کې د تغيیر خوځښت رامنځ‌ته کړو او دا باور جوړ کړو چې په ټولنه کې توپيري چلند دوام نه‌شى کولاى. مرغۍ په یوه وزر نه‌شي الوتلی. د زده‌کړو په برخه کې د ملګرو ملتونو وجهي صندوق او همکارې ادارې يې هڅه کوي، څو په کليو اوبانډو کې له زده‌کړو پاتې کسانو ته د تعلیم زمينه برابره کړي." طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او تر خوا یې نږدې دوه میاشتې وړاندې نجونې او ښځې پوهنتونونو له تلو هم را وګرځولې. د طالبانو دې کار ته په همدې غونډه کې د افغانستان د روباټیک ټیم مشرې سُمیا فاروقي د "وحشت" نوم ورکړ. هغې وویل، وروسته له‌دې چې طالبانو افغان نجونې له ښوونځیو او بیا پسې له پوهنتونونو را وګرځولې، د دوی لپاره یې دا دنیا په زندان بدله کړه. د سُمیا فاروقي په خبره، نن سبا افغان نجونې او ښځې د ظلم او ستم له امله ځوريږي، ځکه دوی په ټولنه کې له زده‌کړو، مشارکت او کار کولو محرومه دي. سُمیا فاروقي "زده‌کړه نه‌شو ځنډولی" په نوم غونډې ته خپل خبرو کې له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د خبرو پر ځای عملي ګامونه پورته کړي، ځکه د دې له قوله، رښتینی او معنا لرونکی عمل کولای شي مثبت بدلون رامنځ‌ته کړي. په ورته وخت کې د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې باید د ښځو او نجونو حقونه خوندي شي. دې ادارې پرون ناوخته په خپله ټویټرپاڼه په افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا د لګول شویو ټولو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې. د مهاجرت نړیوال سازمان د طالبانو له‌خوا په افغان نجونو او ښځو لګول شویو ټولو بندیزونو ته اشاره کړې او زیاتوي، له هغې وروسته چې طالبان په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو په کار بندیز لګولی، دوی نه‌شي کولای چې اړمنو خلکو ته ورسېږي. دې سازمان دا بندیزونه د افغان نجونو او ښځو په بشري حقونو برید بللی او هر څه ژر یې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده. له طالبانو مو په دې اړه پوښتنه وکړه خو ویاندویانو یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې خو وړاندې تر دې یې ویلي چې، د شريعت په چوکاټ کې پر یو طرزالعمل کار کوي چې له‌مخې به یې ډېر ژر دا ستونزه حل شي، خو تر دې دمه په دې اړه هیڅ پرمختګ نه‌دی شوی. ها خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم نن ویلي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نجونې د زده‌کړو حق لري او هیڅوک باید په هره کچه کې وي چې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې نه‌شي. د ملګرو ملتونو سازمان د وروستیو شمېرو له‌مخې، همدا اوس په نړۍ کې ۷۸ میلیونه نجونې او هلکان ښوونځي ته‌ نه‌‌ځي، هغه چې دا سازمان یې لوی ناورین بولي.

17.02.2023 ازادي راډیو

طالبان: د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده د قتل په تور یو تن نیول شوی

د طالبانو امنیتي چارواکې وايي، چې کابل کې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده او د هغې د یو ساتوونکي اسماعیل د وژلو په تور یې یو تن نیولی دی.

17.02.2023 امریکا غږ

د ګومل پوهنتون جينکۍ زده کوونکې وايي تل په جينکو ولې بنديزونه لګول کيږي؟

د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په ګومل پوهنتون کې په جينکو د بنديز په غبرګون کې جينکو زده کوونکو پوښتنې راولاړې کړي چې تل يواځې په جينکو بنديزونه لګي، په هلکانو ولې بنديزونه نه لګول کيږي او فعال وايي بايد په ذهنيت کار وشي نه چې په جينکو بنديزونه ولګول شي.

17.02.2023 ډیوه

اسلام اباد: امريکايي کونسلر د پاکستان سيکرټري خارجه سره په دوه اړخيزه اړيکو خبرې کړي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو د محکمې کونسلر ډېرک شولی د سيکرټري خارجه اسد مجيد خان سره ليدلي، او پاکستان ويلي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د استازي او دوه اړخيزه سفرونه د دواړو هيوادونو د مثبته رويې څرګندونه ده.

17.02.2023 ډیوه

د خبریالانو ملاتړو ادارو کندهار کې طالبانو له بند څخه د یو سیمه ییز خبریال خوشې کیدو غوښتنه کړې

د خبریالانو او د رسنیو د ملاتړ ادارې وايي، چې د طالبانو امنیتي ساتوونکو په کندهار کې د طلوع نیوزتلویزیون یو سیمه ییز خبریال او د خپلواکو خبریالانو د ټولنې استازی محمد یار مجروح نیولی او زندان کې یې اچولی دی.

17.02.2023 امریکا غږ

ارزګان کې خلک د بيو له لوړېدو شکايت کوي

په ارزګان کې خلک شکايت کوي، وروسته له هغه چې پر پاکستانيو کالدارو بنديز ولګېد هټيوالو د توکو نرخونه څو برابره لوړ کړي. خلک وايي، اوسني واکمن که پر کالدارو بندیز لګوي نو باید د یو منظم پلان له‌مخي بندیزونه ولګوي نه دا چې د ګټې پر ځای خلکو ته زیان ورسوي. په ورته مهال مسوولين وايي، د يادې ستونزې د حل لپاره جدي هلې ځلې کوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

17.02.2023 ازادي راډیو

چین په تایوان د وسلو د پلور له کبله په دوو امریکایي شرکتونو بندیزونه ولګول

د چین د سوداګری وزارت پنجشنبه فبروري ۱۶ (سلواغې۲۷) اعلان وکړ چې په هغو دوو امریکايي شرکتونو بندیزونه لګوي چې په تایوان یې وسلې پلورلي دي.

17.02.2023 امریکا غږ

چین او ایران د طالبانو غوښتي چې په میرمنو محدودیتونه پای ته ورسوي

د افغانستان ګاونډیو هیوادونو چین او ایران پنجشنبه فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۷) په ګډې اعلامیې کې په طالبانو غږ کړی چې د میرمنو په پوهنې او کار محدودیتونه پای ته ورسوي.

17.02.2023 امریکا غږ

د سېند صوبې پوليس مشر: يواځې افغانان نه، ټول غېر قانونه مهاجرين نيول کيږي

د پاکستان د سيند صوبې د پوليسو مشر وايي، په صوبه کې يواځې غېر قانونه مهاجرين نيول کیږي يواځې افغانان نه بلکې چې هر څوک وي د هغو پرضد قانوني کارروايي کيږي. په تیرو څو میاشتو کې په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو نيولو پېښې زياتې شوې وې.

17.02.2023 ډیوه

افغان لوبډلې په بریا خپله لوبلړۍ پیل کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون شپه متحده عربي اماراتو ته په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې ماتې ورکړه. ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې سبا بیا یو بل ته مخامخ شي. صفي الله ستانکزي د ملي ټيم د بریا په اړه رپوټ جوړ کړی دی

17.02.2023 ازادي راډیو

د ايران او چين ولسمشرانو افغانستان کې پر نجونو او مېرمنو د محدوديت د پای ته رسولو غوښتنه کړې

ایران او چین له خپل ګاونډي هېواد افغانستانه وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز پای ته ورسوي. د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له‌مخې، چین او ایران دا غوښتنه پرون (پنجشنبه) په هغه ګډه اعلامیه کې وکړه چې پیکینګ ته د ایران د ولسمشر ابراهیم ريیسي د سفر په پای کې خپره شوه. دواړو هېوادونو په خپل منځ کې د نږدې اقتصادي او سیاسي اړیکو د ټینګولو ترڅنګ په افغانستان کې پر طالب چارواکو غږ کړی چې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي چې ټول قومونه او سیاسي ګوندونه په‌کې حقیقي ونډه ولري او د ښځو، قومي لږکیو او نورو مذهبونو خلاف ټول تبعیضي اقدامات لغوه کړي. دوی په عین حال کې امریکا او ناټو د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول بللي دي. چین او ایران له امریکا او لوېدیځ سره ژور اختلاف لري. د نړۍ اکثرو هېوادونو په تېره بیا لوېدیځوالو او همدا راز د بشري حقونو ملاتړو ادارو له طالبانو په ځلونو غوښتي چې نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي خو طالبانو نه یوازې دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی، بلکې واک ته له رسېدو وروسته یې، د ښځو خلاف محدودیتونه په تدریجي ډول زیات کړي دي. د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د سیاسي چارو شنونکې شینکۍ کړوخېل وايي، چین او ایران له پیله هم د طالبانو له حکومت سره موافق نه وو، خو د خپلو ګټو په خاطر د اعتماد او اړیکو جوړولو لپاره یې خپلې اندېښنې نه ښکارولې. نوموړې وايي: "دا چې بالاخره دوی هم د طالبانو په اړه خپل نظرونه شریک کړل دلیل یې دا دی چې ایران او چین دواړه په افغانستان کې له افراطیت څخه سخت تشویش لري، دوی هم نه‌غواړي چې په افغانستان کې داسې افراطي حکومت رامنځته شي چې په هغه کې اصلاٍ ښځې وجود و نه‌لري او همدا راز نورې ډلې. دوی ویره لري چې که په اوسني ډول دیکتاتوري حکومت دوام وکړي ځینې افراطي ډلې به په‌کې دومره پرمختګ وکړي چې هغه به د ایران او چین ګټې هم له خطر سره مخامخ کړي." د ایران او چین له لوري د ښځو د حقونو لپاره د غږ پورته کېدا له‌دې کبله د پام وړ دی چې، د ایران سختدریځی رژیم په خپله د د ښځو د حقونو پر سرغړونې تورن دی. دغه راز ايران له میاشتو راهیسې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني په نوم د یوې ښځې له وژل کېدو را وروسته د ښځو د فعالانو له پراخو مظاهرو او اعتراضونو سره مخامخ دی. ایران په تېرو څو میاشتو کې یو شمېر کسان د اعتراضونو له کبله اعدام کړي هم دي.

17.02.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more