شاته

د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د ټي ټي پي مهم کمانډر یې وژلی دی

د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د خېبر پښتونخوا سره په پوله پرته دپنجاب میانوالي سیمه کې ترهګرو د پولیسو سي ټي ډي پولیسو په یوه ډله برید کړی اؤ د دواړو خواؤ ترمنځه سخته نښته کې د تحریک طالبان پاکستان یو مهم کمانډر وژل شوی دی.

د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو ویاند پخپل بیان کې ویلي، ترهګرو د سي ټي دي په پولیسو دا حمله په کالاباغ سیمه کې کړې ده اؤ وایي د دواړو خواؤ ترمنځ نزدې شل منټه ډزې شوې دي.

په بیان کې ویل شوي چې د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو لخوا په دې نښته کې د حبیب الرحمان په نوم د تحریک طالبان پاکستان یو مهم کمانډر وژل شوی اؤ دوه نور ترهګر تښتېدلي دي.

پولیسو دعوه کړې ده چې د وژل شوي ترهګر د ولکې نه یو ځانمرګي جیکټ اؤ وسلې هم ترلاسه شوي دي. ټي ټي پي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په ځانګړي ډول دخېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګرو بریدونه چټک شوي اؤ دفرورۍ په 14مه هم د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیس ځواک سي ټي ډي دعوه کړې چې په شمالي وزیرستان کې د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان وسله والو په سي ټي ډي بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي دي.

تر دغې پېښې وړاندې دخیبر پښتونخوا دترهګرۍ ضد محکمې پولیس دفرورۍ په لسمه دخیبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کې دتحریک طالبان پاکستان د وسله والو سره نښته کې د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ څینې تور ترهګر ترې دشپې تیاره کې تښتېدلي دي.

تېرکال په 18م دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړی ؤ او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو چې پکې د25 ترهګرو د وژلو دعوه شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00