شاته

چین او ایران د طالبانو غوښتي چې په میرمنو محدودیتونه پای ته ورسوي

د افغانستان ګاونډیو هیوادونو چین او ایران پنجشنبه فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۷) په ګډې اعلامیې کې په طالبانو غږ کړی چې د میرمنو په پوهنې او کار محدودیتونه پای ته ورسوي.

دا ګډه اعلامیه بیجنګ ته د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د هغه ملاقات په پای کې خپره شوه چې دواړو خواوو پکې اقتصادي او سیاسي همکارۍ تائید کړلې او د دموکراسۍ او بشري حقونو لپاره یې د غرب اصول رد کړل.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راپدیخوا چې طالبان په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي، نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو اجازه ورکړل شوې او میرمنې بیا یوازې د معارف او روغتیا په څانګو کې د کار کولو اجازه لري.

د کار او پوهنې په برخې کې په میرمنو د محدودیت تر څنګ طالبانو په افغانستان ځینو عامه ځایونو ته هم د میرمنو ورتګ منع کړی. د طالبانو په حکومت کې میرمنې د محرم پرته د سفر کولو اجازه نلري، پارکونو، ورزشي کلبونو او آن عمومي حمامونو ته یې په ورتګ بندیز لګول شوی.

د پوهنې او کار په برخې کې په میرمنو د بندیز د لیرې کیدو د غوښتنې تر څنګ چین او ایران په طالبانو غږ وکړ چې داسې ټولشموله حکومت جوړ کړي چې ټول قومي او سیاسي ډلې پکې په ریښتیني توګه برخه ولري.

د چین او ایران د جمهور رئیسانو پدې اعلامیې کې د طالبانو همدارنګه غوښتل شوي چې " د میرمنو، قومی او مذهبي اقلیتونو پر ضد ټول تبعیضي چلند فسخ کړي" او دا چې متحده ایالاتو او ناټو متحدین دې په افغانستان کې د روان وضعیت لپاره مسؤل وبلل شي.

د افغانستان ګاونډیان پداسې حال کې د میرمنو په تعلیم او کار کولو د محدودیتونو د لیرې کیدو غوښتنه کوي چې نړیوالو ادارو هم اندیښنه ښودلې چې په غیر دولتي مؤسسو کې د میرمنو د کار د محدودیت له کبله د هغوي فعالیتونه ټکني شوي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې (سیف د چلډرن) ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو په کار باندې بندیز او د مرستندویو موسسو د کار ځنډېدو ددې ادارې نږدې ۲۵۰۰ داسې افغان ښځینه کارکوونکې بې روزګاره کړي چې زیاتره یې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي دي.

ددې نړیوال مرستندوی سازمان اجرایوي مشرې جانتي سوریپتو امریکا غږ ته وویل چې روان وضعیت افغانستان د ناورین سره مخامخ کړی او خبرداری یې ورکړ چې که ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورنکړل شي، ښايي هغو نږدې ۲۸ میلیونو افغانانو ته بیړنۍ مرستې و نه رسیږي چې له لوږې سره مخامخ دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې د معلوماتو له مخې، دا اداره د تعلیم، روغتیا او نورو خیریه چارو په برخه کې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې شاوخوا ۵۰۰۰ کارکوونکي لري چې نیمايي یې میرمنې دي.

د اسلامي همکارۍ سازمان اجرائیوي کمیټې چې ۵۷ هیوادونه یې غړي دي او مرکز یې په سعودي عربستان کې دی، د طالبانو غوښتي چې پدې هکله دې پخپلو پریکړو د سره غور وکاندي.

د اسلامي همکارۍ سازمان د نجونو او میرمنو پر مخ د پوهنې د دروازو په تړل کیدو او په خیریه نړیوالو او کورنیو مؤسسو کې د میرمنو د کار کولو په بندیزونو مایوسې څرګنده کړې او دا کار یې د "شریعت او اسلام د پغیمر د سنتو خلاف" عمل بللی.

سره لدې چې طالبان د میرمنو او نجونو پر مخ د پوهنې د دروازو تړل کیدل موقتي بولي او وایي چې د دې ستونزې په حل کار روان دی خو ګمان کیږي چې د دې موضوع پر سر د طالب چارواکو تر منځ اختلافات شته دي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې د دې ډلې سر پرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

طالبانو تر اوسه د چین او ایران پدې غوښتنې تبصره نده کړې خو پخوا یې دا ډول غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه بللې.