شاته

چین په تایوان د وسلو د پلور له کبله په دوو امریکایي شرکتونو بندیزونه ولګول

د چین د سوداګری وزارت پنجشنبه فبروري ۱۶ (سلواغې۲۷) اعلان وکړ چې په هغو دوو امریکايي شرکتونو بندیزونه لګوي چې په تایوان یې وسلې پلورلي دي.

د چین لخوا بندیزونه پدې معنی چې دغه دوه امریکايي شرکتونه چین ته مالونه نشي لیږدولي او پدې هېواد کې د پانګې اچولو اجازه هم نه ورکول کیږي.

د چین د سوداګرۍ وزارت په اعلامیې کې راغلي چې امریکايي شرکتونه (Lcokeed Martin Corps) او (Raytheon Technologies Corp) د توغندیو او دفاعي څانګه تر دې وروسته په چین کې د صادراتو او وارداتو اجازه نلري او هم به په چین کې د پانګې اچونې څخه منع وي.

سره لدې چې د متحده ایالاتو د قوانینو له مخې دغه دواړه شرکتونه اجازه نلري چې په چین د وسلو پورې تړلې ټکنالوژي وپلوري خو د امریکا د پوځ یو شمیر قراردادیان په چین کې ځینې کارونه چې د وسلو پورې اړه نلري، په چین کې کوي.

چین همدارنګه پدې امریکايي کمپنیو د هماغو پیسو دوه چنده نغدې جریمې لګولي چې په تایوان یې وسلې پلورلي خو معلومه نده چې چین به دا جریمه څنګه تر لاسه کړي. په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د دې دوو امریکایي شرکتونو اجرائوي مشران په چین کې د کار کولو څخه منع شوي.

تایوان د پخوا راهیسې د واشنګټن او بیجنګ تر منځ جنجالي موضوع ده.

یو امریکایي جنرال آن وړاندوینه کړې چې که بیجنګ کوښښ وکړي تایوان د خپلې خاورې سره یو ځای کړي، دا ښايي فرصت برابر کړي چې امریکا او چین پخپلو منځو کې جګړه وکړي.

تایوان چې خپلواکه ټاپو ده چین یې د پخوا راهیسې د ملکیت دعوه لري او دا یې هم ویلي که اړتیا یې شي په زور به یې ونیسي. دې امریکایي جنرال همدارنګه پخپل یادداښت کې د خپلې قوماندې لاندې ځواکونو ته امر کړی چې چین ته د "ماتې ورکولو لپاره" د چمتووالي کمپونه برابر کړي.

چین په امریکايي شرکتونو دا بندیزونه داسې مهال لګوي چې د یوې اوونۍ څخه لږه موده وړاندې وروسته تر هغه چې د امریکا پوځ د چین یو جاسوسي بالون وویشت او نسکور یې کړ، بیجنګ خبرداری ورکړی چې د ځواب ویلو لپاره به دوي هم اقدام کوي خو جزیات یې نه و ورکړي.

د متحدو ایالتونو استخباراتي ټولنې ارزونه کړې ده چې په امریکا کې د چین مشکوک جاسوسي وېشتل شوی بالون د چین د پوځ له لوري رهبري کېده.

دغې ټولنې ویلي دي‌، دا بالون چې تازه د امریکا حریم ته داخل شوی و، د چین د پوځ د لوی نظارتي پروګرام یوه برخه ده.

واشنګټن پوست د څو امریکايي مقاماتو له خولې، چې نومونه یې اخیستل شوي نه دي، ویلي دي چې چین معمولآ دا نظارتي ماموریتونه په هغو ځایونو کې کوي، چې د بیجینګ ستراتیژیک علایق په کې په زیاتېدو وي، لکه جاپان، هند، ویتنام، تایوان او فلپین.

چین تائید کړه چې د متحده ایالاتو په هوایي حریم کې یې بالون د هغوی و او هغه یې ملکي هوایي بیړۍ بللې وه چې په خبره یې د خپل ټاکلي مسیر څخه بلې خوا تللې و

چین وايي چې دا یو ملکي بالون و او د علمي او ساینسي چارو لپاره ترې کار اخیستل کېده.د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې دا بالون د لومړي ځل لپاره د روان ۲۰۲۳ کال د جنوري د میاشتې په ۲۸ د امریکا هوایي قلمرو ته د الاسکا په ایالت کې داخل شو، وروسته کاناډا ته ولاړ او څو ورځې وروسته بېرته د امریکا هوایي قلمرو ته داخل شو.

د پنټاګان چارواکو دا هم ویلي چې د پوځ د معلوماتو له مخې دا بالون امریکا ته کوم ستر خطر نه و امریکا ته جاسوسي ارزښت لري.