شاته

طالبان: د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده د قتل په تور یو تن نیول شوی

د طالبانو امنیتي چارواکې وايي، چې کابل کې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده او د هغې د یو ساتوونکي اسماعیل د وژلو په تور یې یو تن نیولی دی.

د طالبانو د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۷ (سلواغې۲۸) ویلي، چې نیول شوی کس "مالیار" نومیږي، چې د افغانستان د ولسي جرګې ددغې پخوانۍ غړې ساتوونکی و.

ځدراڼ ویلي، چې مالیار د څه مودې راهیسې د طالبانو د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې و، چې بالاخره د کشفي عملیاتو په پایله کې ونیول شو او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.

د طالبانو د کابل د پولیسو ویاند د وینا له مخې د نیول شوي تورن څخه د ترسره کړي جرم د عواملو په باب پلټنې لا روانې دي.

مرسل نبي زاده او د اسماعیل په نوم د هغې یو ساتوونکی د روان کال د جنورۍ په ۱۴ ( مرغومې ۲۵) د یو شمیر وسله والو کسانو په یو برید کې د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې مربوط د احمدشاه بابا په مینه کې د شپې پرمهال په خپل کورکې وژل شوي وو.

دمخه د طالبانو امنیتي ساتوونکو ویلي، چې بریدکوونکو د شپې پر مهال د مرسل نبي زاده په کور برید کړی و او د برید وروسته د سیمې څخه په تیښته بریالي شوي و. امنیتي ساتوونکو ویلي و، چې په دې برید کې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې یو ورور هم ټپي شوی و.

مرسل نبي زاده د افغانستان د پارلمان په اولسمه تقنیني دوره کې د ولسي جرګې غړې وه، چې اوړم کال واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوه او په کابل کې په خپل کور کې اوسیدله.

د افغانستان د پارلمان د پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده وژلو ته په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي و. د بشري حقونو د نړیوال سازمان په ګډون یو شمیر نړیوالو سازمانونو او زیات شمیر پخوانیو افغان سیاسیونو د هغې وژل په سختو ټکو غندلي و.