شاته

د سېند صوبې پوليس مشر: يواځې افغانان نه، ټول غېر قانونه مهاجرين نيول کيږي

د پاکستان د سېند صوبې د پوليسو مشر وايي، په صوبه کې يواځې غېر قانونه مهاجرين نيول کیږي، يواځې افغانان نه بلکې چې هر څوک وي د هغو پرضد قانوني کارروايي کيږي. په تیرو څو میاشتو کې په سېند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو نيولو پېښې زياتې شوې وې.

د سېند صوبې د پولیسو مشر [ايي جي پي] غلام نبي مېمن وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ويلي، چې غېر قانونه مهاجرين دي هغوی به نيول کيږي پرضد به یې کاروايي کيږي يواځې افغانان غېر قانونه مهاجرين نه دي دلته په کراچۍ کې نور غېر قانونه مهاجرين هم دي پوليس د هغو پرضد هم عمليات کوي.

نوموړي دعوه وکړه چې د افغانانو په ځانګړي ډول که خبره کوو دوی په جرمونو کې او غلاګانو کې ککړ معلوم شوي دي نو دغه خبره ډېره خطرناکه ده نو يو چې غېر قانونه وي او بل په جرمونو کې ککړ وي هڅه کيږي چې جرايم پېشه ونیول شي هغه که افغانی وي او که بل څوک، بيا د دوی خلاف قانوني کارروايي کيږي او عدالتونه یې فېصلې اوروي او که پوليس دوی بې قصوره تنګوي د هغو پوليس افسرانو خلاف هم کارروايي کيږي.

د ډيوه د دې پوښتنې په ځواب کې چې په کراچۍ کې به افغانان په څومره جرمونو کې ککړ وي شمېره به یې څو فيصده وي؟ په ځواب کې نوموړي وويل، کره شمېره نه لري خو د کراچۍ د دفتر نه ماته ويل شوي چې ډېر داسې غېر قانونه مهاجرين په جرمونو کې ککړ معلوم شوي دي.

د افغان استازو په وینا په سيند صوبه کې د تېر کال جولايۍ د میاشتې راهسې په کراچۍ او نورو ښارونو کې د 2000 افغانان نيول شوي چې ښځې، ماشومان او ناروغان پکې هم شامل وو.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په کراچۍ کې کونسل جنرل عبدالجبار پرون وي او اې ډيوه ته ويلي چې دا وخت د کراچۍ او سکهر په زندانونو کې نزدې 600 افغانان اوس هم بندي دي.

د نوموړي په وینا په کراچۍ کې د افغانانو نیولو او ځورولو لړۍ کمه شوې ده خو ختمه شوې نه ده.

او پوليس مشر ويلي دوی د افغان استازو سره په تماس کې دي او که بيا هم څوک د پوليس په اړوند د ځورونو شکايت لري لوړ پوړي افسران دې خبروي.

په ورستيو کې د سيند صوبې هايکورټ ته خواست شوی وو چې چې "سياسي پناه غوښتونکي افغانان دې بيرته ونه لېږل شي، ناروغان دې ونه نيول شي او پوليس ته دې لارښوونه ورکړی شي چې قانوني اسناد لرونکي افغانان دې نه نيسي".

خو د سيند هايکورټ چې دغه خواست اورېدلی چيف جسټس چيف جسټس احمد علي شېخ په خپل ريمارکس کې ویلي وو، "پاکستان څه نړيوال يتيم خانه نه ده چې افغانان به ساتي". او بيا دغه خواست رد کړی شوی وو.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو، ښځو او ماشومانو په نيولو او بندي کولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د بلوچستان په ګرجیزي سیمه کې د وبا له امله د ماشومانو مړینه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00