ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا او کاناډا له حکومتي‌ وسایلو څخه ټېک ټاک لېرې کوي

واشنګټن – کاناډا او امریکا د ګل یا دوشنبې په ورځ په حکومتي وسایلو کې ټېک ټاک باندې بندیز ولګاوه. سپینې ماڼۍ حکومتي ادارو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړی چې د ټولنیزو رسنیو مشهور اپلېکشن ټېک ټاک بند کړي. په ټېک ټاک دغه بندیز په ډیسمبر کې په کانګرس کې تصویب شوی و. خو د امریکا له دغه ګام څخه پولیس،‌ ملي امنیت او څېړنیز موخې د باندې دي. د امریکا د حکومت د معلوماتي امنیت چارواکي کرېس ډیروشا ویلي، "دا لارښونه زمونږ د ډیجېټلي بنسټونو د امنیت او زمونږ د امریکایانو د امنیت او محرمیت د ساتلو به برخه کې د ادارې د تل پاتې ژمنو دوام دی." په ټېک ټاک باندې چې د چین د بایټ ډانس کمپنۍ اپ دی، د لویدیځو حکومتونو لخوا اندېښنې څرګندې شوې چې کېدای شي دغه اپلېکشن د چین پلوو نظریو د خپرېدو لپاره وکارول شي. دغې کمپنۍ یادې اندېښنې رد کړي او دغه بندیزونه یې سیاسي نمایش بللی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې امریکا "د ملي امنیت مسله ډېره راکاږي او له حکومتي توان څخه د نورو کمپنیو د ځپلو لپاره کار اخلي." جمهوري غوښتونکي به د استازو په جرګه کې دغه بېل ولسمشر جو بایډن ته واستوي تر څو په ټول هېواد کې په ټېک ټاک باندې بندیز ولګوي. په کاناډا کې لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، چې په حکومتي وسایلو کې د ټېک ټاک بندیز زیاتو خلکو ته یو سېګنال رسوي. ټروډو وویل، "زه ګومان کوم چې د حکومت لخوا له ټولو دولتي مامورینو څخه دا غوښتنه چې نور به ټېک ټاک نه کاروي، کېدای شي له سوداګرۍ څخه تر شخصي ژوند پورې زیات کاناډایان هم دې ته وهڅوي چې خپل انتخاب وکړي." د اروپا کمېشن او د اروپايي ټولنې شورا هم تېره اونۍ د خپلو کارکونکو په ټیلیفونونو کې په ټېک ټاک باندې بندیز لګولی و.

28.02.2023 ډیوه

متحده ایالاتو، کاناډا او اروپایي ټولنې په دولتي وسایلو کې د ټیک ټاک کارول بند کړل 

د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب ۸) سپینې ماڼۍ د متحده ایالاتو فدرالي ادارو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړ چې د ټولو دولتي وسایلو څخه د ټیک ټاک اپلیکیشن لیرې کړي.

28.02.2023 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

28.02.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

28.02.2023 امریکا غږ

ستولټنبرګ: اوکراین به د ناټو غړی شي، خو په اوږدمهال کې

د ناټو عمومي منشي ینس ستولټنبرګ د فبرورۍ په ۲۸مه (کب ۹) وویل چې اوکراین به په اوږد مهال کې د دې تړون غړی شي، خو ټینګار یې وکړ چې د اوس لپاره به اوکراین د یو خپلواک هېواد په توګه له روسیې سره جګړه وکړي.

28.02.2023 امریکا غږ

عدالت د توشه خانې په قضیه کې د عمران خان د نیولو امر کړی خو په ضمانت د ازادېدو حق به نه لري

د اسلام اباد اډيشنل جج د توشه خانې په قضیه کې د پخواني وزيراعظم عمران خان ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري کړی دی، او عمران خان ته نن په نورو مقدمو کې ضمانتونه ترلاسه شوي دي.

28.02.2023 ډیوه

په سوریه کې زلزله ځپلي وايي د مرستو په تمه په بدحال کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې په سوریه کې د وروستۍ زلزلې له امله ښايي تر پنځه میلیونو ډېر سوريایان بې کوره شوي وي. تر ټولو ډیر زیان د حکومت د مخالفینو تر کنټرول لاندې د ادلیب ولایت ته اوښتی، او مرستندویه ډلو اندېښنه ښودلې چې دغو سیمو ته یې لاسرسی محدود دی.

28.02.2023 امریکا غږ

طالبان وايي دیپلومات یې په استانبول کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې کار پیل کړ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت دیپلومات په استانبول کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې رسماً خپله دنده پیل کړه.

28.02.2023 امریکا غږ

د سرتیري ملي ورځ؛ د افغانستان پخواني پوځیان اوس په څه وضعیت کې دي؟

په افغانستان کې د سرتيري په ملي ورځ، د افغانستان ځینې پخواني پوځیان وايي، د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته د دوی يو شمېر همکاران د طالبانو له خوا وژل شوي او ځینې یې د غچ اخيستنې له وېرې له هېواد څخه تیښتې ته اړ شوي دي.

28.02.2023 امریکا غږ

د مرکزي اېشیا د دورې په مهال د امریکې خارجه وزیر د قزاقستان مشرانو سره ولیدل

بلېنکن به د نهې، سه شنبې، په ورځ د سي فایو پلس ون په عنوان خبرو کې شرکت کوي. د مرکزي اېشیا او د امریکې په شمول د مکالمې هدف په سیمه کې همکارۍ ته ترقي ورکول دي. د خبرو د دغه بهیر بنیاد په ۲۰۱۵ کې کښېودل شوی دی

28.02.2023 ډیوه

د اوکراین په بخموت کې درنه جګړه روانه ده

واشنګټن - د اوکراین یو پوځي چارواکي د نهې یا سې شنبې په ورځ د بخموت حالات ډېر سخت بللي چېرې چې له روسي ځواکونو سره درنه جګړه روانه ده. د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قومندان الیکزاندر سېرسکیف په ټولنیزو رسنیو ویلي، "له درنې مرګ ژوبلې سره سره دوښمن د خپلو غوره روزل شويو وېګنر ځواکونو سره هڅه کوي چې زمونږ دفاعي کرښې ماتې او له ښاره راتاو شي." د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د ګل یا دوشنبې د شپې په وینا کې وویل، چې "بخموت لا نور پیچلی کېږي." هغه وویل، روسي ځواکونه "په دوامداره توګه ټول هغه څه له منځه وړي کوم چې زمونږ د ځایونو د ژغورلو لپاره کارول کېږي." روس د اوکراین د ختیځ په ګڼو سیمو باندې خپل بریدونه زیات کړي چې په هغو کې یوه سیمه بخموت هم ده. په دغه ویجاړ شوي ښار کې یو وخت ۷۵۰۰۰ کسان اوسېدل. رویټرز خبر ورکړی چې روسي ځواکونو د ښار د کلابند کولو او د ښار دننه په اوکرایني ځواکونو باندې د لارو د بندولو په برخه کې له شمال او جنوب څخه لږ پرمختګ هم کړی. د ناټو پراخوالی: د ناټو سرمنشي ینز سټالټنبرګ د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل،‌ له ناټو سره د فنلېنډ او سویډن د یوځای کېدو په برخه کې پرمختګ شوی او دواړو هېوادونو له هغو تړونوو سره موافقه ښودلې چې د ترکیې اندېښنو ته به پام ساتي. یواځې ترکیه او هنګري پاتې دي چې له ناټو سره د فنلېنډ او سویډن یوځای کېدو سره موافقه وښيي. سټالټنبرګ د فنلېنډ له لومړۍ وزیرې سنا مارین سره په ګډه په هیلسینکي کې خبریالانو ته وویل،‌ "زه په بشپړه توګه ډاډه یم چې فېلېنډ او سویډن دواړه به د ناټو غړي جوړېږي." هغه زیاته کړه،‌ "اوس وخت د دې دی چې په بوداپیست او انقره کې هم د دوی یوځای کېدل ومنل شي." ترکیې په سویډن باندې نیوکې کړې وې او ددغه هېواد په حکومت باندې یې نیوکې کړې وې چې د هغو ډلو په وړاندې پڅ دي کوم چې انقره یې ترهګرې بلي. بل پلو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر میولت کېوسوګلو د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې سویډن تر اوسه د جون د میاشتې له تړون سره موافقه نه ده ښودلې په کوم کې چې سویډن او فېلېنډ دواړو ژمنه کړې وه چې په ترکیه باندې به د وسلو په خرڅولو باندې بندیزونه لېرې کوي. تمه ده چې ترکیه، سویډن او فېنلېنډ د مارچ په نهمه به له ناټو سره د یوځای کېدو پر غوښتنې خبرې پیل کړي. ترکیې دغه خبرې وروسته له هاغې ځنډولې وې کله چې لېرې ښي اړخو لاریون کونکو په سټاکهوم کې د ترکیې سفارت مخې ته قران شریف سوزولی و. اغلې مارېن د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، په اوکراین باندې تېر کال د روس د یرغل له امله راپورته شوي ګواښ سره فېلېنډ په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه او وویل،‌ د ناټو کرښه به یواځینۍ کرښه وي چې روس به ورڅخه تیری و نه کړي. هغې وویل، که څه هم فېلېنډ او سویډن د خپلو ګټو لپاره دغه پرېکړه کړې خو دا د ناټو په ګټه هم ده ځکه په پراخېدو به یې د شمالي‌ اروپا دفاع ځواکمنه شي.

28.02.2023 ډیوه

مردان: امریکايي سفير په عبدالولي خان پوهنتون کې د انګرېزۍ ژبې د پروګرام پرانسته کړې

په پاکستان کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم ويلي، امریکا د پاکستان سره په ګډه د کار کولو تاريخ لري او په تيرو لسو کالو کې یې يواځې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تعليم، صحت او بنيادي ډهانچې په برخه کې يو نيم اربه ډالره مصرف کړي دي.

28.02.2023 ډیوه

سیګار:‌ د غني پریکړې، د دوحې موافقه او پر بهرنیو ځواکونو تکیه د افغان امنیتي ځواکونو د سقوط اصلي لاملونه وو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش (سیګار) دفتر پخپل تازه راپور کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د سقوط کیدو عوامل په ډاګه کړي.

28.02.2023 امریکا غږ

نړیوال ریکارډ: د ټي 20 نړیوال کرکټ سیالۍکې ټوله لوبډله په دوؤ اورونو کې یوازې په 10ؤ منډو سوځېدلې ده

د ټي 20 کرکټ په یوه نړیواله سیالۍ کې د برتانیې د نیم خپلواکه ریاست د لوبډلې لخوا خپلې مخالفې د اسپین لوبډلې ته ورکړل شوی د 10منډو هدف د اسپین لوبډلې یوازې په دوؤ بالونو ترسره کړی او داسې د ټي 20 کرکټ سیالیو کې تر ټولو د کمو منډو نړیوال ریکارډ دائل اف مین لوبډلې په برخه رسېدلی دی. په 26مه فرورۍ د اسپین په کارټیجینا ښار کې ترسره شوې دې ټي20 سیلاۍ کې په ټاکلو 20 اوورنو کې دائل اف مین ټوله لوبډله یوازې په لسو منډو سوځېدلې ده. د برتانیې د نیم خپلواکه ریاست لوبډلې ائل اف مین شپږ توپ وهونکي یا بیټسمینان دې لوبه کې دهیڅ یوې منډې جوړولو پرته سوځیدلي دي خو ددغه لوبډلې جوزف بروز بیا تر ټولو زیاتو په څلورو منډو جوړولو بریالی شوی دی. دائل اف مین ټوله لوبډله داتم اوور تر څلور بال وسوځېدله چې په دې کې داسپین محمد کامران اؤ عاطف محمود څلور،څلور لوبغاړي سوځولي دي. خو کله چې بیا داسپین لوبډله توپ وهنې ته راووتله نو یوازې په دوؤ بالونو یې دائل اف مین لخوا ورکړل شوی د11ؤ منډو هدف ترسره کړو اؤ خپلې مخالفې لوبډلې ته یې په 10 وکټونو ماتې ورکړه. دائل اف مین لوبډلې لخوا داسپین بیټسمینانو ته ټول درې بالونه ویشتل شوي وؤ چې هغې کې وړومبی "نو" بال اؤ په دوؤ نورو بالونو بیټسمین اویس احمد پرله پسې دوه شپږیزې جوړې کړې اؤ داسې دا سیالي یوازې په دوؤ اوورنو کې پائ ته ورسېدله. د دواړو لوبډلو ترمنځ دشپږو سیالیو دلړۍ دا پینځمه سیالي وه اؤ تر اوسه ددې لړۍ ټولې لوبې اسپین ګټلې دي. تر دې وړاندې دټي 20 کرکټ په تاریخ کې تر ټولو کمې جوړې شوې منډې 15 وې چې په دسمبر کال2022 کې دبګ بیش لیګ په همال سډني تهنډرز د ایډیلیډ اسټرایکرز پرضد جوړې کړې وې.

28.02.2023 ډیوه

مطبوعات: زده کړو نه د جینکو منعې کولو په غرض، ایران کې ګڼ شمیر جینکو ته زهر ورکړل شوي دي

نړیوالو مطبوعاتو د ایران د روغتیا د مرستیال وزیر یونس پناهي له خولې دعوه کړې ده چې ایران کې سکولونو ته د جینکو د تګ دمخنیوي په غرض ګڼ شمیر جینکو ته زهر ورکړل شوي دي. د ایران فارس خبري شبکې، عرب نیوز، او ګڼ شمیر نورو نړیوالو مطبوعاتو په خپلو رپورټونو کې د ایران د روغتیا د مرستیال وزیر له خولې ویلي دې جینکو ته زهر ځکه ورکړل شوي دي چې څه خلک د جینکو د تعلیم مخه نیول غواړي. رپورټونه وایي د ایران د پلازمینې تهران جنوب ته پرته سیمه قم کې تېرکال د نومبر د میاشتې نه تر اوسه جینکو ته په ساه اخستو کې د تکلیف په سوونو پېښې مخې ته راغلې دي او دغه جینکۍ بیا په روغتونونو کې بستر کړل شوې دي. د اتوار/یکشنبې په ورځ د ایران د روغتیا مرستیال وزیر ښاغلي یونس پناهي پخلی کړی دی چې دغو جینکو ته زهر ورکړل شوي وؤ. هغه ویلي ځینو خلکو غوښتل ټول مکتبونه په ځانګړي ډول د جینکو مکتبونه وتړي او د دغه غرض لپاره یې کیمیایي خوراکونو کې له قصده زهر ورکول. هغه په دې اړوند نور جزییات نه دي روښانه کړي او رپورټونه وایي تر اوسه جینکو ته د زهرو ورکولو په تړاو څوک نیول شوي هم نه دي. د فارس خبري شبکې د رپورټ تر مخه یوازې د تېرې اوونۍ په مهال هم په قم ښار کې د ساه اخستو په تکلیف اخته پینځلس نجونې په روغتون کې بستر کړل شوې دي. د ایران په لویدیځ ښار بورو جرډ کې 82 زده کوونکي د کاربن مونو اکساییډ زهرو په شک کې روغتون کې بستر کړل شوي دي او رپورټ وایي چې دغو زده کوونکو ته د ګرځون یا الټیانو، ټوخي، ساه اخستو کې د ستونزې او د زړه د بې ترتیبه درزا علامې لیدل شوې دي. همدا شان د تهران په ګډون د ایران څلورو ښارونو کې هم تر دولسو زیاتو سکولونو کې داسې رقم پېښې رپورټ شوې دي. د قم ښار د زده کوونکو کورنیو د روانې میاشتې په پیل کې د ښار د ګونر د دفتر مخې ته احتجاج کړی و او شعارونه یې ورکول چې "مونږ غیر خوندي اسکولونه نه غواړو، سکولونه دې خوندي کړل شي" دا مظاهره په داسې حال کې شوې چې تېر کال په ستمبر کې دیوې 22 کلنې ایرانۍ مېرمنې مهسا امیني د پولیسو ولکه کې دمړینې پرضد ایران کې سخت احتجاجونه شوي وؤ اؤ په دې احتجاجونو کې زیاته برخه دمیرمنو په ځانګړي ډول دښځينه زده کوونکو وه. د بشري حقونو سازمانونو په دتېرکال په احتجاجونو کې دایران په امنیتي ځواکونو ګرد هیواد کې د500 نه د زیاتو کسانو د وژلو او د زرګونو نورو دنیولو تورونه لګولي دي خو ایراني چارواکو دا شمیرې ناسمې ګرځولې دي.

28.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more