شاته

طالبان وايي دیپلومات یې په استانبول کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې کار پیل کړ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت دیپلومات په استانبول کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې رسماً خپله دنده پیل کړه.

د دغه وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل د فبرورۍ په ٢٨مه (کب ۹) رسنيو ته يو استولي پيغام کې ويلي چې د بهرنيو چارو وزارت هڅه کوي په نورو هېوادونو کې د افغانستان په سياسي ماموريتونو کې د ديپلوماتيکو فعاليتونو ترڅنګ له افغانستان څخه بهر اوسیدونکو افغانانو ته شفاف کنسلۍ خدمات هم وړاندې کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په وینا، له ترکیې سره دیپلوماتیکې اړیکې د دغې ډلې د حکومت لپاره ځانګړی اهمیت لري.

په روانه اونۍ کې دا دوهمه سیاسي نمایندګي ده چې طالبانو ته ورکول کیږي. پرون په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپارل شو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د دې ډلې نوي شارژدافیر فضل محمد حقاني خپل کار پیل کړی او د دې ډلې له خوا د دیپلوماتانو یوه اووه کسیزه ډله د حقاني تر څنګ د سفارت د چارو د سمبالولو لپاره تهران ته استول شوې ده.

شنونکي وايي، دا اندېښنې چې ایا طالبانو ته د دیپلوماټیکو ماموریتونو سپارل به د دې ډلې د واکمنۍ په رسمیت پېژندلو یو ګام وي، ناسمې دي.

د درېیمې کرښې د مطبوعاتو د کمېټې مشر میرویس آشفته امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو مسله مطرح نده.

هغه زياته کړه چې هېوادونه به په دې برخه کې جرائت ونه کړي، ځکه چې نور نړيوال بنديزونه به پرې ولګول شي.

ښاغلي آشفته طالبانو ته په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارلو ته په اشارې سره وویل چې ایران دغه اقدام د پردې تر شا تعاملاتو، له طالبانو سره د اړیکو او د یو اړخیزو ګټو او د نورو هېوادونو د ګټو پر ضد کړی دی.

د پوهنتون استاد، سید جواد سجادي وویل، که ایران یا نور هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او که نه، په دې اړه مخکي له وخته قضاوت نشي کیدای، ځکه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه په بېلابېلو برخو پورې اړه لري.

نړیواله ټولنه او په سر کې د امریکا متحده ایالات له نړۍ سره د طالبانو د حکومت د اړیکو د ښه والي او نړیوال مشروعیت، لپاره د ټول شموله حکومت رامنځته کول، د ښځو حقونو ته په ځانګړې توګه د هغوی د زده کړو او کار حق ته درناوی او د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه مهم بللي دي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، خو د هغه وخت راهیسې هیڅ هیواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او دا مهال په بهر کې د افغانستان ډیر سفارتونه د پخواني حکومت د دیپلوماټانو له خوا اداره کېږي.

خو بیا هم په وروستیو څو میاشتو کې چین، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو د طالبانو د ادارې دیپلوماتان منلي دي.