شاته

نړیوال ریکارډ: د ټي 20 نړیوال کرکټ سیالۍکې ټوله لوبډله په دوؤ اورونو کې یوازې په 10ؤ منډو سوځېدلې ده

د ټي 20 کرکټ په یوه نړیواله سیالۍ کې د برتانیې د نیم خپلواکه ریاست د لوبډلې لخوا خپلې مخالفې د اسپین لوبډلې ته ورکړل شوی د 10منډو هدف د اسپین لوبډلې یوازې په دوؤ بالونو ترسره کړی او داسې د ټي 20 کرکټ سیالیو کې تر ټولو د کمو منډو نړیوال ریکارډ دائل اف مین لوبډلې په برخه رسېدلی دی.

په 26مه فرورۍ د اسپین په کارټیجینا ښار کې ترسره شوې دې ټي20 سیلاۍ کې په ټاکلو 20 اوورنو کې دائل اف مین ټوله لوبډله یوازې په لسو منډو سوځېدلې ده.

د برتانیې د نیم خپلواکه ریاست لوبډلې ائل اف مین شپږ توپ وهونکي یا بیټسمینان دې لوبه کې دهیڅ یوې منډې جوړولو پرته سوځیدلي دي خو ددغه لوبډلې جوزف بروز بیا تر ټولو زیاتو په څلورو منډو جوړولو بریالی شوی دی.

دائل اف مین ټوله لوبډله داتم اوور تر څلور بال وسوځېدله چې په دې کې داسپین محمد کامران اؤ عاطف محمود څلور،څلور لوبغاړي سوځولي دي.

خو کله چې بیا داسپین لوبډله توپ وهنې ته راووتله نو یوازې په دوؤ بالونو یې دائل اف مین لخوا ورکړل شوی د11ؤ منډو هدف ترسره کړو اؤ خپلې مخالفې لوبډلې ته یې په 10 وکټونو ماتې ورکړه.

دائل اف مین لوبډلې لخوا داسپین بیټسمینانو ته ټول درې بالونه ویشتل شوي وؤ چې هغې کې وړومبی "نو" بال اؤ په دوؤ نورو بالونو بیټسمین اویس احمد پرله پسې دوه شپږیزې جوړې کړې اؤ داسې دا سیالي یوازې په دوؤ اوورنو کې پائ ته ورسېدله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دشپږو سیالیو دلړۍ دا پینځمه سیالي وه اؤ تر اوسه ددې لړۍ ټولې لوبې اسپین ګټلې دي.

تر دې وړاندې دټي 20 کرکټ په تاریخ کې تر ټولو کمې جوړې شوې منډې 15 وې چې په دسمبر کال2022 کې دبګ بیش لیګ په همال سډني تهنډرز د ایډیلیډ اسټرایکرز پرضد جوړې کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00