شاته

امریکا او کاناډا له حکومتي‌ وسایلو څخه ټېک ټاک لېرې کوي

واشنګټن – کاناډا او امریکا د ګل یا دوشنبې په ورځ په حکومتي وسایلو کې ټېک ټاک باندې بندیز ولګاوه.

سپینې ماڼۍ حکومتي ادارو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړی چې د ټولنیزو رسنیو مشهور اپلېکشن ټېک ټاک بند کړي.

په ټېک ټاک دغه بندیز په ډیسمبر کې په کانګرس کې تصویب شوی و.

خو د امریکا له دغه ګام څخه پولیس،‌ ملي امنیت او څېړنیز موخې د باندې دي.

د امریکا د حکومت د معلوماتي امنیت چارواکي کرېس ډیروشا ویلي، "دا لارښونه زمونږ د ډیجېټلي بنسټونو د امنیت او زمونږ د امریکایانو د امنیت او محرمیت د ساتلو به برخه کې د ادارې د تل پاتې ژمنو دوام دی."

په ټېک ټاک باندې چې د چین د بایټ ډانس کمپنۍ اپ دی، د لویدیځو حکومتونو لخوا اندېښنې څرګندې شوې چې کېدای شي دغه اپلېکشن د چین پلوو نظریو د خپرېدو لپاره وکارول شي.

دغې کمپنۍ یادې اندېښنې رد کړي او دغه بندیزونه یې سیاسي نمایش بللی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې امریکا "د ملي امنیت مسله ډېره راکاږي او له حکومتي توان څخه د نورو کمپنیو د ځپلو لپاره کار اخلي."

جمهوري غوښتونکي به د استازو په جرګه کې دغه بېل ولسمشر جو بایډن ته واستوي تر څو په ټول هېواد کې په ټېک ټاک باندې بندیز ولګوي.

په کاناډا کې لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، چې په حکومتي وسایلو کې د ټېک ټاک بندیز زیاتو خلکو ته یو سېګنال رسوي.

ټروډو وویل، "زه ګومان کوم چې د حکومت لخوا له ټولو دولتي مامورینو څخه دا غوښتنه چې نور به ټېک ټاک نه کاروي، کېدای شي له سوداګرۍ څخه تر شخصي ژوند پورې زیات کاناډایان هم دې ته وهڅوي چې خپل انتخاب وکړي."

د اروپا کمېشن او د اروپايي ټولنې شورا هم تېره اونۍ د خپلو کارکونکو په ټیلیفونونو کې په ټېک ټاک باندې بندیز لګولی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00