د طورخم لارپرانېستلو دپاره پاکستاني او طالب چارواکو خبرې شروع کړي
د طالبانو د تجارت وزارت، د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې د موجود مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې يې د یو ارب ډالرو نه زیات د تاریخي کچې زیات عایدات ترلاسه کړي دي چې زیاتره برخه پکې په سرحدي تجارت د ټېکسونو ده
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
په اسلام اباد کې د هند د حکومت یو مخالف کشمیری مشر وژل شوی
په پاکستان کې امنیتي مقامات وايي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر یو بیلتون غوښتونکی مشر، چې هند ترهګر باله، په اسلام اباد کې په ډزو وژل شوی دی. امنیتي مقامات وايي چې امتیاز عالم له څو کالونو راهېسې په اسلام اباد کې ژوند کاوه او تېره ورځ فبروري ۲۰ (کب لومړۍ) د ماښام له لمانځه وروسته کور ته په لار و چې وسله والو درولی او وژلی دی. امنیتي چارواکي وايي په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي چې معلومه کړي هغه په کومه شخصي دښمنۍ کې وژل شوی او که تر «هدف لاندې و». امتیاز عالم نن سه شنبه خاورو ته وسپارل شو. د امریکا غږ اردو څانګه وايي چې د وژل شوي مشر اصلي نوم بشیر احمد پیر و او د هند تر ولکې لاندې کشمیر د کپواړه د سیمې اوسېدونکی و. د هند حکومت د ۲۰۲۲ د اکتوبر په میاشت کې امتیاز عالم د ترهګرو فعالیتونو له کبله ترهګر ونوموه. د هند د کورنیو چارو وزرات ویلي وو چې هغه د پاکستان د «حزب المجاهدین، لشکر طیبه» او نور دا ډول مشکوکو ترهګرو ډلو سره همکاري لرله او په فعالیتونو کې دخیل و. هند دا ډلې ترهګرې او په هند او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یې په ترهګریزو فعالیتونو کې دخیلې ګڼي. په هغه باندې د ځینو نورو دا ډول نورو فعالیتونو تورونه هم لګول شوي وو. راپور وايي چې په دې وروستیو کې د «تحریک طالبان پاکستان» له لوري هغه ته خطر انګېرل کېده. تر دې دمه د هغه د وژلو مسئولیت چا نه دی منلی.
خلیلزاد: ایران د پناه ورکولو له لارې له القاعدې څخه ګټه اخلي
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امکان لري چې د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک د القاعده ترهګرې شبکې له نوي مشر سره معامله کړې وي.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
د هندوستان مخالف بېلتون خوښی کشمیري رهنما په اسلام اباد کې وژل شوی
هغه د ترهګر ټاکلو په اړه د هندوستان داخله وزارت په خپل نوټېفېکېشن یا بیان کې وویل چې بشیر احمد پپر عرف امتیاز عالم به د حزب المجاهدین، لښکر طيبه او د نورو وسله والو تنظیمونو چارې په وړاندې بوتلو کې مرسته کوله
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د مورنيو ژبو نړيواله ورځ، د پښتو په پلوۍ غونډې او لاريونونه شوي
نن 21 فروري چې د ټولې نړۍ په څېرد پښتونخوا بېلا بیلو سیمو کې هم د مورنیو ژبو ورځ نمانځل کیږي. په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د مورنۍ ژبې پښتو د ورځې په مناسبت پښتنو ملت پاله ګوندونو غونډې او لاريونونه کړي دي.
د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
صدر پوټن: روس د اېټمي وسلو د مخنیوي په معاهده نیوسټارټ کې شرکت ځنډوي
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د پوټن اعلان د غیر ذمه وارانه او د افسوس وړ وبللو. بلېنکن خبریالانو ته وویل ګوري په چې روس په حقیقت کې څه کوي؟ هغه زیاته کړه د خپل ملک او د اتحادیانو د تحفظ دپاره امریکې مناسب اقدامات ځای په ځای کړي دي
تهران یو ایراني الاصله جرمن تبعه د 'ترهګرۍ په جرم په اعدام' محکوم کړ
د ایران قضايي قوې نن سه شنبه فبروري ۲۱ (کب دویمه) اعلان وکړ چې جمشید شارمهد یې چې د جرمني تابعیت هم لري د «ترهګرۍ په جرم» په اعدام محکوم کړی دی. Jamshid Sharmahd, the
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
روسیې د اټومي وسلو د کمولو تړون تعلیق کړ؛ امریکا: خبرو ته تیار یو
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۱ (کب دوهمه) وویل چې د واشنګټن سره د اټومي وسلو د کمولو د تړون د ځنډولو لپاره د روسیې پریکړه "ژوره خواشیني کوونکې او غیر مسؤلانه" وه، خو متحده ایالات په دې اړه خبرو اترو ته چمتو دي.
امريکې په متحده قومونو کې په اسرایل د تنقید د بیان حمایت کړی
سېکیورټي کاونسل د خپلې رای اظهار په داسې حال کې هم کړی دی چې د اسرایل او فلسطينیانو ترمنځ په تاوتریخوالي کې اضافه شوي ده او د سږ کال د شروع کېدو راهسې په تشدد کې ۴۷ فلسطینیان او ۱۰ اسرایلیان وژل شوي دي
څېړونکي: د سیاسي بيانونو په ځای به حکومت او رياستي ادارو ته د ترهګرۍ پر ضد په واضحه تګلاره يو کېدل وي
څيړونکي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري د ترهګرۍ په اړوند دريځ سياسي بيان بولي او وايي د حکومت سره به ټولو رياستي ادارو ته د يوي واضحه او کوټلي پاليسۍ لاندې د ترهګرۍ ضد يو کېدل وي.