شاته

د مرکزي اېشیا د دورې په مهال د امریکې خارجه وزیر د قزاقستان مشرانو سره ولیدل

د امریکې د خارجه وزیر په حېث مرکزي اېشیا ته د خپل لومړي سفر په مهال اېنټني بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ د قزاقستان مشرانو سره ولیدل او د هېواد ازادۍ، خودمختارۍ او علاقايې سلامتیا د ملاتړ ژمنه يې وکړه.

د قزاقستان سرښار استانه کې د قزاقستان خارجه وزیر مختار تېلوبوردي سره د ملاقات په موقع بلېنکن وویل قزاقستان د ملاتړ په اړه د هغه ژمنه په موجوده وخت کې ډیر اهمیت لري.

مرکزي اېشیا ته د سفر نه وړاندې بلېنکن ویلي وو چې د صدر جوبایډن حکومت د سيمې پېنځو ملکونو، قزاقستان، کرغزستان، ترکمنستان، ازبکستان او د تاجکستان د ازادۍ او د خودمختارۍ ملاتړ کوي.

د پخواني شوري اتحاد دغه ملکونه روس سره کلک سیاسي، اقتصادي، سماجي او ثقافتي تعلقات لري.

بلېنکن به د نهې، سه شنبې، په ورځ د سي فایو پلس ون په عنوان خبرو کې شرکت کوي. د مرکزي اېشیا او د امریکې په شمول د مکالمې هدف په سیمه کې همکارۍ ته ترقي ورکول دي. د خبرو د دغه بهیر بنیاد په ۲۰۱۵ کې کښېودل شوی دی.

د قزاقستان صدر قسیم جومرات ټوکاییف سره ملاقات د شروع کولو په وخت بلېنکن وویل غواړي چې د مرکزي اېشیا د ملکونو سره سیمه نوره نژدې کولو په لړ کې په عملي اقداماتو خبرې وکړي.

امریکايي مامورین وايي مرکزي اېشیا ته د بلېنکن د دورې مقصد د سیمې ملکونو سره د امریکې تړون نور زیاتول او په اوکراین د روس د یرغل وروسته روس یوازې کول دي.

د وي او ای رپورټ وايي د جمهوریت پلویان غواړي چې امریکې دې په سیمه کې د اصلاحاتو، د احتساب، د قانون د عملدارۍ او د ازادۍ په پرمختک کې کردار ادا کړي چې سيمې د ترقۍ او ثبات دپاره ضروري ګامونه دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې نوبهار اماموه د رپورټ ترڅنګ د ای اېف پي خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00