شاته

د سرتیري ملي ورځ؛ د افغانستان پخواني پوځیان اوس په څه وضعیت کې دي؟

په افغانستان کې د سرتيري په ملي ورځ، د افغانستان ځینې پخواني پوځیان وايي، د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته د دوی يو شمېر همکاران د طالبانو له خوا وژل شوي او ځینې یې د غچ اخيستنې له وېرې له هېواد څخه تیښتې ته اړ شوي دي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت د کب نهمه "د سرتيرې ملي ورځ" ونوموله او دا ورځ هر کال په کابل او نورو ولايتونو کې نمانځل کېده.

میرویس (مستعار نوم) د پخواني حکومت د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری چې د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې له وېرې د افغانستان یو ګاونډي هېواد ته تللی، په دې باور دی چې پخواني افغان سرتېري د طالبانو پر ضد تر پایه وجنګېدل، خو هیڅکله تسلیم نه شول.

هغه زیاته کړه، چې دوی د سیاسي دسیسو قرباني شوي او دا مهال په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. دغه پخواني سرتيري ادعا وکړه چې په تير يو نيم کال کې يې څو تنه ملګري د طالبانو له خوا ووژل شول او له همدې امله دی مجبور شو چې له افغانستان څخه وتښتي.

ميرويس زياته کړه، چې اوسمهال په شاقه کارونو بوخت دى او د مياشتې د ۱۰ زره افغانیو معادل عاید لري

په تېر حکومت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي په فیسبوک کې خپل یو عکس خپور کړی چې ښيي په شاقه کار بوخت دی.

رضايي ویلي دي: "کار د خوښۍ کیلي او د انسانانو د غمونو دښمن دی. د کب نهمه، د ویاړلیو، له یاده وتلیو، در په در، اواره او بې کوره شویو سرتیرو ورځ دې مبارک وي."

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي دفاع وزارت ویاند، جنرال محمد رادمنش هم وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې د پخوانیو پوځیانو او امنیتي چارواکو وژلو ته دوام ورکړی دی.

رادمنش چې دا مهال له افغانستان څخه بهر ژوند کوي، د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۸ (د کب نهمه) امریکا غږ ته وویل: "له بده مرغه [د طالبانو] په یو نیم کال واکمنۍ کې د پخواني ملي اردو له ۵۰۰ څخه زیات جنرالان، افسران او سرتیري له نيول کېدو وروسته ووژل شول. دا ګواښونه دومره جدي شول چې د پخواني ملي اردو غړي ګاونډيو هېوادونو ته وتښتېدل."

د پخواني حکومت دغه جنرال زياته کړه، چې ګاونډيو هېوادونو ته له تګ وروسته اکثره پخواني سرتېري اوس د خپل ځان او کورنيو د ساتلو لپاره په سختو کارونو بوخت دي. رادمنش له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر طالبانو نور فشار راوړي څو د دې ډلې غړي د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې له غچ اخیستو لاس واخلي.

د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو هم په دغه هېواد کې د کب د نهمې، د سرتیري ملي ورځې په مناسبت، د پخوانيو امنیتي ځواکونو او د هغوی د کورنیو پر حالت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هغوی هېرول "نه بخښل کېدونکې ګناه" ده.

د تېر حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی وايي، د پخوانیو ځواکونو لاسته راوړنې د "سیاسي مشرانو د تېروتنو او اختلاف" په وجه ضایع شوې دي.

ستانکزي په ټویټر کې په خپاره شوي پیغام کې ویلي: "د هېواد د فضايي او ځمکني حریم د ثبات او دفاع لپاره د ملي امنیت بنسټونو ته اړتیا لرو. موږ باید دا سرمایه د انتقام او سیاسي افکارو قرباني نه کړو."

د پخوانیو سرتیرو لیستونه

واشنګټن ایګزامینر ورځپاڼې په دې وروستیو کې راپور ورکړ چې طالب مشران په پټه د خپلو پاتې "دښمنانو" د وژلو لیستونه تیاروي.

د دې رسنۍ په وینا، داسې راپورونه هم شته چې طالبانو د کلیو له مشرانو او وکیلانو غوښتي چې د هغو کسانو نوملړ چمتو کړي چې له پخواني افغان پوځ سره یې کار کړی او یا یې په دې هېواد کې د بهرنیانو ملاتړ کړی دی.

واشنګټن ایګزامینر د یوه افغان وګړي له قوله چې خپل نوم یې نه دی ښودلی، لیکلي دي چې د طالبانو استخباراتي مامورینو ته امر شوی چې ددې خلکو د اوسېدو ځایونه پیدا کړي.

خو طالب چارواکو تل ویلي چې واک ته له رسېدو وروسته، ددې ډلې مشر عمومي بخښنه اعلان کړې او له همدې امله له هیچا سره دښمني نه لري. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې امریکا غږ ته ویلي وو: "د خلکو په خپل سر نیولو ته هیڅکله اجازه نشته."

هغه وویل چې د عمومي بخښنې له اعلان وروسته "د تیرې ادارې د ځواکونو خپلسري وژنو" ته اجازه نه ورکول کیږي، خو دا یې ومنله چې "د شخصي انتقام اخیستنې یو شمېر قضیې شته" چې عاملین یې زنداني شوي دي.