شاته

ستولټنبرګ: اوکراین به د ناټو غړی شي، خو په اوږدمهال کې

د ناټو عمومي منشي ینس ستولټنبرګ د فبرورۍ په ۲۸مه (کب ۹) وویل چې اوکراین به په اوږد مهال کې د دې تړون غړی شي، خو ټینګار یې وکړ چې د اوس لپاره به اوکراین د یو خپلواک هېواد په توګه له روسیې سره جګړه وکړي.

ستولټنبرګ د فنلنډ پلازمېنې هلسینکي ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: "د ناټو متحدینو موافقه کړې چې اوکراین زموږ د تړون غړی شي، خو په ورته وخت کې دا یو اوږدمهاله لرلید دی. "

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه: "اوس مسله دا ده چې اوکراین د یو خپلواک هیواد په توګه بریالی شي او له همدې امله موږ باید د اوکراین ملاتړ وکړو."

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا په مشرۍ له پوځي ایتلاف څخه وغوښتل چې دغه هېواد ته د ناټو غړیتوب ورکړي.

اوکراین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې له یرغل لږ وروسته د اروپايي ټولنې د غړیتوب غوښتنه وکړه او د همدې کال په جون میاشت کې یې ددې ټولنې د غړیتوب لپاره د کاندید حیثیت ترلاسه کړ.

ستولټنبرګ د فنلنډ له صدراعظمې سنا مارین سره په یو خبري کنفرانس کې وویل: "کله چې جګړه پای ته رسیږي، موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې دا تاریخ بیا تکرار شي."

هغه زیاته کړه: "ولسمشر پوتین نه شي کولی پر خپلو ګاونډیانو بریدونو ته دوام ورکړي. هغه غواړي چې اوکراین کنټرول کړي او د سولې لپاره کوم پلان نه لري، هغه د جګړو لپاره زیات پرړکرام جوړوي."

د فنلنډ صدراعظمې هم زیاته کړه: "زه ګورم چې د اوکراین راتلونکې د اروپايي ټولنې یوه برخه او همداشان د ناټو غړیتوب دی."


پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته سویډن او فنلنډ د تېر کال په مې میاشت کې له ناټو سره د یوځای کېدو لپاره خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړل. سره له دې چې په ناټو کې د دغو دوو هېوادونو د منلو په اړه ډېره خوشبیني شته، خو ترکیې او هنګري تر اوسه د فنلنډ او سویډن غوښتنه نه ده منلې چې د شمالي اتلانتیک د تړون غړي شي.

د می په میاشت کې د ناټو د غړیتوب لپاره د سویډن او فنلند له غوښتنې وروسته ترکیې وویل، که چیرې دغه دوه هیوادونه د انقرې امنیتي اندیښنو ته پام ونه کړي، ترکیه به د شمالي اتلانتیک په تړون (ناټو) کې د شاملیدو لپاره د دغو هیوادونو د غوښتن لیک د ارزونې بهیر ودروي.


سویډن د سوریې د کرد ملیشو چې د خلکو د ساتنې واحدونو (YPG) په نوم پیژندل کیږي او د هغې د سیاسي څانګې دموکراټیک یونین ګوند (PYD) ملاتړ کوي، او دا سازمانونه د ترکیې لخوا د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) برخه ګڼل کیږي؛ هغه ګوند چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې د ترکیې پر ضد پاڅون پیل کړ او د ترکیې، امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کیږي.

خو ستولټنبرګ وویل چې فنلنډ او سویډن دواړه هغه څه پوره کړي چې د تېر جون په میاشت کې په مادرید کې له ترکیې سره پرې درې اړخیزه موافقه کې شوې وه.

هغه وویل، "اوس د دې وخت دی چې فنلنډ او سویډن د غړو په توګه تصویب او هرکلی یې وشي."