ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

20.12.2022 امریکا غږ

کانګرس د حکومت د بندېدو د مخنیوي لپاره د ۱.۷ تریلیون ډالرو بودیجې متن خپور کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو قانون جوړوونکو د ۱.۷ تریلیون ډالرو د بودیجې د لایحې متن خپور کړ چې د حکومتي چارو د بندېدو مخه ونیول شي. قانون جوړوونکي هیله لري چې دا لایحه په څو ورځو کې منظوره شي.

20.12.2022 امریکا غږ

د عراق کړکیچ او د ایران مظاهرو د اردون په سرمشریزې سیوری غوړولی

اردن د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) د منځني ختیځ د مشرانو د غونډې کوربه و چې په کې سیمه ییزو او نړیوالو مشرانو پدې نیت برخه اخیستې چې سیمه ییزې ستونزې په ځانګړې توګه د عراق سیاسي کړکیچ ته حل لاره ومومي. 

20.12.2022 امریکا غږ

امریکا د تحریک طالبان پاکستان په ضد جګړه کې پاکستان ته د مرستې وړاندیز کړی دی

اسلام اباد ــــ ملګرو ملتونو او امریکا د پاکستان دننه په امنیتي حالاتو او د ترهګرۍ مخ په سېوا شوو حملو باندې اندېښنه څرګنده کړې ده او امریکا د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان پرضد جنګ کې پاکستان ته د مرستې وړانديز کړی او ویلي یې دي چې ترهګرو ته ماتې ورکول د دواړو هېوادونو په ګټه دي. امریکا او ملګرو ملتونو په داسې حال کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ په پېښو اندېښنې څرګندې کړي چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ویلي روان کال کې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ 300 حملې شوې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د تېر ګل- دوشنبې په ورځ اوونيزې خبري غونډې ته ویلي چي امریکا د خېبرپښتونخوا په بنو کې د رامنځته شوي صورتحال نه خبره ده او دا له نزدې څاري. د پښتونخوا د بنو ضلعې په کېڼټ کې دننه د ترهګرۍ ضد محکمې مسوولين له تېرو دريو ورځو راهيسې هغه مهال دغلته بندي کسانو د وسلو په زور يرغمال کړي چې نن د امنیتي ځواکونو ځوابي عملیاتو کې "ټول ترهګر ووژل شول او د سي ټي ډي ټي یرغمال شوي مسولين ازاد کړل شول". د پاکستان حکومت د هېواد دننه د ترهګرۍ د حملو تور په لا قانونه تحریک طالبان پاکستان پورې کوي او تور لګوي چې دوى په افغانستان کې پټې ځالې لري خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه ردوي او وايي د خپله خاوره به د بل کؤم هېواد خلاف کارولو ته نه پرېږدي. د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونيو ګوتېریش هم د ګل- دوشنبې په ورځ نيویارک کې خبري غونډې ته ویلي چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې واکمن طالبانو څخه ښکاره غوښتنه کوي د هغو ترهګرو ډلو مخنیوی دې وکړي چې په ځانګړي ډول پاکستان او ګاونډيو هيوادونو ته خطر جوړېږي. د دفاعي چارو کارپوه ليفټننټ جنرال ریټایرډ طلعت مسعود وي او اې ډيوه سره خبرو کې وايي کله چې د افغانستان څخه امريکايي ځواکونه وتلي، د پاکستان په پښتونخوا صوبه او شریکې پولې ته څېرمه سيمو کې د ترهګرو حملې هم سېوا شوې دي. ښاغلی مسعود وايي د سيمې د ثبات او امنیت لپاره باید چې امریکا دې سيمې ته توجه وکړي. هغه وایي امریکا د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د پاکستان سره د استخباراتو په څانګه کې مدد کولای شي، ځكه چې وایي امریکا اوس هم په دې سيمه کې د استخباراتو يو مضبوط نیټورک لري. له دې مخکې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر مايکل کوريلا هم د پاکستان سفر کړی وو او نوموړي ویلي وو چې واشنګټن د تحريک طالبان پاکستان د لوري د پاکستان امنيت او ثبات ته په ورپېښ خطر اندېښمن دی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وینا وه چې امریکا د پاکستان د حکومت سره د افغانستان دننه او د شريکې پولې په اوږدو کې د موجود ترهګرو په ګډون هر قسمه چېلنج په مخنوي کې شراکت داره ده او ویلي امریکا ددغه چېلنج په مخنیوي کې مخکې هم له پاکستان سره مدد کړی او په اوسني صورتحال کې ورسره هم مرستې کولو ته چمتو ده. د نړیوالو چارو څېړنکار او پخواني سفير اصف دراني وي او اې ډيوه سره خبرو کې ویلي امریکا کولای شي د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان سفارتي او اخلاقي مرسته وکړي خو وايي دا جنګ مخکې هم پاکستان په خپل سر کړی او بيا به یې هم کوي. د ځینو کارپوهانو په فکر ښايي چې پاکستان به د امریکا څخه ډرون ټېکنالوجي وغواړي. د سټېتسکا په نامه د يوې نړيوالې څېړنيزې ادارې په ويبپاڼه ليکل شوي چې د امریکا استخباراتي ادارې سي اي اې د کال 2004 نه تر کال 2018 پورې په پاکستان کې د ترهګرو خلاف 429 ډرون حملې کړې وې.

20.12.2022 ډیوه

د بلوچستان په لسبېله کې د ګېس سلنډر چاودلی، 13 تنه پکې مړه شوي دي

کوټه ـــــ د کوټې او کراچۍ تر منځ د بلوچستان په لسبېله سیمه کې د ګېس سلنډر چاودېدو له کبله اور لګېدلی چې ګڼ شمېر کسان پکې مړه او ټپیان شوي دي. رپوټونه وایي د اکثرو ټپیانو حالت هم مرګونی دی. د بلوچستان د ضلع لسبېلې مرستال کميشنر مراد کاسی وایي هلته د ګېس سلېنډر د چاودنې او اور لګېدلو له امله د مړه شوو تنو شمېر ديارلس ته رسېدلی دی: "ده پيښي له کبله په 22 ټپيانو کې 13 ژوند د لاسه ورکری او زموږ هسه دا د چې نور ټپيان بچ کړو ". د لسبيلې پوليسو ايس ايچ او محمد اسحاق رانجهو وي او اې ډيوه ته وويل چې پېښه د دوشنبې- ګل په ماښام د ضلع لسبېلې د بېله بازار په هاشميه مارکيټ کې د ګېس سلنډر د چاودنې له امله شوې ده. رانجهو وایي: "په ځايي دوکان کې ګېس لیک شوی او اور يې اخيستی وو، له هغه وروسته يې نیژدې شپږ دوکانونه ورسره وسوځول، د پېښې ټپيان يې کراچۍ ته وړي دي، دا ځايي بازار دی، دلته د کراچۍ د ګاډو اډه هم ده."   مرستيال کميشنر مراد کاسی- چې دا وخت په خپله د کراچۍ په سيول روغتون کې موجود دی- ډيوه ته یې وويل د اور له کبله سوځېدلي 22 ټپيان یې هلته وړي چې پکې ديارلسو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د نورو پاته ټپيانو حالت هم له خطر سره مخ دی. ښاغلی مراد کاسی وایي د ډاکټرانو په مشوره او  د ښې درملنې په خاطر يې بل روغتون ته د ټپيانو د وړلو پرېکړه کړې ده۔ د لسبېلې د ځايي خبريالانو په خبره  په لسبيله روغتون کې د ډاکټرانو او کارمندانو، د بنيادي اسانتياوو او په خاصه توګه د اور د سوځول شوو د ځانګړي علاج  د  نشتوالي له کبله د مړو شمېر زيات شوی دی. وایي که په ياد روغتون کې سهولت موجود وای ښايي دومره زيات ځاني زيان نه وای رسېدلی. بل لوري ته د بلوچستان وزيراعلی مير عبدالقدوس بزنجو په پېښه کې د مړه شوو له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپيانو علاج په سرکاري خرڅه د کولو اعلان يې کړی دی.

20.12.2022 ډیوه

‎د امريکا د کانګرس تحقيقاتي کميټۍ په کيپيټل هېل د حملې په سر د ټرمپ خلاف د مقدمې سفارش کړی

د امريکا په تاريخ کې په وړومبي ځل د ايوان نمايندګان نهه کسيزه  پينل چې اوه پکې ډيموګريټس وو او دوه د ټرمپ مخالفين ريپبلېکن غړي وو مشترکه غوښتنه چې ټرمپ خلاف دې څلور جرمونه ولګول شي

20.12.2022 ډیوه

رپورټ: د دفاع وزیر خواجه اصف وايي د بنو په سي ټي ډي تاڼه کې ټول "ترهګر" وژل شوي دي

د شمالي وزیرستان مرکزي ښار میرانشاه کې په ډزو د ویشتل شوو  دوو کسانو مړي موندل شوي  او په تانک ضلع کې د دوو کسانو سرونه غوڅ  کړل شوي دي او د جاسوسۍ الزام پې لګول شوی دی. دغه کسان د تانک ضلعې د منځۍ سیمې ځایي اوسیدونکي دي

20.12.2022 ډیوه

هند لا د روس ملګری دی، زلنسکي د نورې بیړنۍ پوځي مرستې غوښتنه وکړه

واشنګټن ـــــ د اوکراین ولسمشر د برتانیې په مشرۍ د ګډ ځواک جواینټ ایکسپیډینشري فورس غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا د بیړنۍ پوځي مرستې او دفاعي ملاتړ غوښتنه وکړه، بل لور ته د لوېدیځو هېوادونو د فشار باوجود هند له روسیې سره د خپلې ملګرتیا پر دریځ لا هم ټینګ ولاړ دی او پر اوکراین د روس برید یې نه دی غندلی او نه هم په روس باندې د غربي هېوادونو د بندیزونو ملګری شوی دی.  په اوکراین باندې د روس د "یرغل" لس میاشتې په پوره کېدو دي خو لا هم جګړه روانه ده او روسي صدر نن یو ځل بیا خپلو ځواکونو ته ویلي دي چې د اوکراین په ختیځو سیمو دونیڅک، لوهانسک او جنوبي سیمو خرسون او زاپورېژیا کې اوسېدونکي روسان د دوی له خوا ژغورنې ته اړتیا لري. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د نهې- سه شنبې په ورځ د برتانیې په مشرۍ د ځینو لوېدیځو هېوادونو د ګډ ځواک [جواینټ ایکسپیډینشري فورس] غونډې ته وویل: "کېدای شي د روس یرغل ناکامه شي او باید ناکامه شي او زموږ هدف اوس د روس د ناکامۍ ګړندي کول دي. اوس په دې سرمشریزه کې زه له تاسې غواړم چې د یرغلګرو د ماتې د ګړندي کولو لپاره هره ممکنه هڅه وکړئ". د ګل- دوشنبې په سهار د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین ناڅاپه مینسک ښار ته سفر وکړ او هلته یې له خپل ګاونډي متحد هېواد بیلاروس سره د همکارۍ ګټې وستایلې، د ده سفر په کیف کې ویره خپره کړه چې کېدای شي روس او بېلاروس په ګډه مځکني بریدونه پلان کړي. د اوکراین د ګډو ځواکونو مشر سرجي نایف وویل، باور لري چې پوټین به له خپل بېلاروسي سیال سره د اوکراین خلاف د نور تېري او په عملیاتو کې د بیلاروس د وسله والو ځواکونو د پراخ ګډون په اړه خبرې وکړي. پر اوکراین د روسي یرغل په خلاف که یوې خواته د امریکې په ګډون اکثر غربي هېوادونه یوې خواته دي او بلې خواته هند لا هم د روس ملګری دی خو د څېړونکو په وینا بیا هم د نوي ډیلي دې دریځ له امریکې سره د دې هېواد اړیکې نه دي اغېزمنې کړې. تېره میاشت ماسکو ته د سفر په مهال د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر وویل، هېواد به یې له خپل د سړې جګړې د وخت له ملګري سره اقتصادي اړیکې نورې هم زیاتې کړي. ایس جې شنکر ویلي وو، "زموږ لپاره روس یو ثابت او د وخت تجربه شوی ملګری دی او لکه څنګه چې ما وویل له څو لسیزو راهیسې زموږ د اړیکو هر ډول ارزونه به دا ثابته کړي چې دا زموږ دواړو هیوادونو لپاره ډېرې ګټورې وې". نوي ډیلي تر اوسه په روس باندې د غربي هېوادونو د بندیزونو ملګرتیا نه ده کړې او د ملګرو ملتونو له هغو قراردادونو یې هم ډډه کړې ده چې پکې په اوکراین د یرغل غندنه شوې ده. څېړونکي وايي د هند پوځ چې د روس په جوړو شویو ټېنکونو، جنګي جیټ الوتکو او نورو وسلو باندې ډېره تکیه کوي، نه شي کولای چې ماسکو یواځې پرېږدي، په ځانګړې توګه په داسې وخت چې له چین سره یې د همالیا پر سر د شخړې له کبله اختلافات زیات شوي دي. د غربي هېوادونو مشرانو له هنده وغوښتل چې د روس د خامو تېلو اخیستل ودروي، خو هند یې نه یواځې غوښتنه رد کړه بلکې له ماسکو څخه یې د تېلو، سکرو او سرې اخیستل نور هم زیات کړل. له اوکراین سره د جګړې تر پیل کېدو مخکې چې روس تر یو فیصد کم تېل ورکول، د کال تر اخره ماسکو نوي ډیلي ته د تېلو تر ټولو لوی لېږونکی شو. هندي چارواکو ویلي له ماسکو څخه د تېلو اخیستل یې د هېواد په ګټه دي او دوام به ورکړي.

20.12.2022 ډیوه

پاکستاني‌ مقامات: د بنو زندان ۳۳ یرغمل نیونکي ووژل شول او یرغمل نیونه ختمه شوه

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني طالبانو له خوا د یرغمل کېدو له وېرې نن سه شنبې د سیمې د ښوونځیو د تړلو امر شوی دی. دا درېیمه ورځ ده چې پاکستاني طالبانو په دې سیمه کې د یو زندان ساتونکي یرغمل نیولي دي.  

20.12.2022 امریکا غږ

امریکا: تر څو چې طالبان په خپلو ژمنو عمل ونکړي،‌د اړیکو ښه کولو ته چمتو نه یو

د امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا ویلي چې له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې بشري حقونه لومړی ځای لري او ترڅو چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نوي کړئ، امریکا له هغوی سره د اړیکو ښه کولو ته چمتو نه ده. 

20.12.2022 امریکا غږ

کرکټ: انګلېنډ په درېمه ټېسټ سیالۍ کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه، سيريز يې وګټلو

د انګلېنډ کرکټ لوبډله کوربه پاکستانۍ لوبډلې ته په خپل ملک کې په ماتې ورکولو لومړۍ لوبډله وګرځېده.

20.12.2022 ډیوه

د پاکستان د دیني عالمانو پلاوي له طالبانو سره پر 'فرضي کرښه' د ستونزو په اړه خبرې کړي

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند له چمن سره پر فرضي کرښه تر وروستیو نښتو وروسته د پاکستان د چمن سیمې د یني علماو او سوداګرو یو پلاوی د سرحدي ستونزو په اړه د خبرو لپاره کندهار ولایت ته تللی دی.

20.12.2022 امریکا غږ

جنوبي وزیرستان: د واڼه په پولیس تاڼه وسله وال بريد شوی

د خېبرپښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې وسله والو تيره شپه د واڼه په پولیس تاڼه بريد کړی، چې پکې يو پوليس اهلکار ژوبل شوی دی. تحریک طالبان پاکستان/ ټي ټي پي د بريد زمه واري منلې ده.

20.12.2022 ډیوه

انتونيو ګوتېرېش: طالبان دې د هغو ډلو مخه ونيسي چې پاکستان او ګاونډي هېوادونو ته خطره جوړيږي

د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرېش د ګل/دوشنبې په ورځ [19 دسمبر] په خبري غونډه کې ويلي، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه ښکاره غوښتنه کوي چې د هغو ترهګرو ډلو مخنیوي وکړي څوک چې په ځانګړي ډول پاکستان او ګاونډي هېوادونوته خطره جوړيږي.

20.12.2022 ډیوه

بنو کې تعليمي ادارې بندې او د سي ټي ډي مرکز تراوسه د وسله والو په قبضه کې دی

د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې چې د اتوار/يکشنبې [18 دسمبر] په ماښام بندي وسله والو د سي ټي ډي په تاڼه کې د سي ټي ډي پوليس اهلکار يرغمال کړي، تراوسه پورې په دغه پېښه کې کوم پرمختګ نه دی شوی، چارواکي وايي د وسله والو سره خبرې روانې دي، او نن په ضلع  کې په تعليمي ادارو کې رخصتي ورکړی شوې ده.

20.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more