ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بلخ: مزار شريف کې چاودنه شوې پينځه تنه پکې وژل شوي

د افغانستان د شمالي ولايت بلخ په مرکز مزار شريف کې چاودنه شوې لږ تر لږه پينځه کسان پکې وژل شوي دي. دغه خبر رویټرز خبري ادارې ورکړی دی.

06.12.2022 ډیوه

پاکستان کې د دوايانو جوړولو دپاره د خام موادو په کمي اندېښنه څرګنده کړی شوې

پاکستان مېډیکل ایسوسي اېشن اندېښنه څرګنده کړې چې مرکزي حکومت د خام مال درآمد کولو دپاره د ډالرو ورکولو نه ډډه کوي او دې سره به په پاکستان کې د دوايانو کمی جوړ شي بايد مرکزي حکومت زر تر زره د دوایانو جوړولو دپاره د خام مال ایل سيز پرانيزي.

06.12.2022 ډیوه

پاکستان کې ۶۲ کسان د مذهب د سپکاوي د موادو خپرولو په تور بندي دي

مطبوعاتي ر پوټونه پاکستان کې دا وخت په عدالتونو کې ٦٢ ملزمان د مذهب سپکاوي مواد خپرولو په تور قانوني کارروايو سره مخ دي چې پکې نهه کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي دي.

06.12.2022 ډیوه

په کندهار کې د روغتیا له برخې تازه فارغ شوي ځوانان کاري فرصتونه غواړي

په کندهار کې د دوشنبې په ورځ ۵۰۰ ځوانان له روغتیايي نیمه لوړو زده کړو فارغ شول. د روغتیا په برخه کې له نیمه لوړو زده کړو څخه تازه فارغ شوي ځوانان د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي. په عین وخت کې د روغتیا په برخه کې د افغانستان د خصوصي نیمه لوړو زده کړو ریاست مسوولان وايي، اړتیا ته په کتو دوی هڅه کوي چې د روغتیا په برخه کې د نیمه لوړو زده کړو قابلګي او نرسنګ څانګې عالي کړي نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

06.12.2022 ازادي راډیو

امریکا: هیڅ داسې نښې نه وینو چې ایران د میرمنو سره رویه بهتره کړې

سره لدې چې داسې راپورونه خپاره شوي چې د ایران اسلامي جمهوریت د اخلاقي امنیت پولیس لغو کړي خو متحده ایالات وایي تر اوسه یې هیڅ داسې نښې ندي لیدلي چې ایران د میرمنو سره چال چلند بهتره کړی.

06.12.2022 امریکا غږ

رینا امیري د افغان نجونو د زده کړو په هکله نړیوالې غونډې لپاره اندونیزیا ته ځي

ټاکل شوې چې د افغانستان د نجونو، میرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په روانې میاشت کې اندونیزیا، سویټزرلینډ او ترکیې ته ولاړه شي.

06.12.2022 امریکا غږ

جاپان د قطر له نړیوال جام څخه حذف شو؛ کروشیا بل پړاو ته مخه کړه  

د قطر د ۲۰۲۲ د فوټبال د نړیوال جام په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ د جاپان او کروشیا ترمنځ د لوبې ګټونکی په پنالتي شوتونو وټاکل شو.

05.12.2022 امریکا غږ

د روسیې تیلو ته د نرخ ټاکلو له پریکړې سره مسکو مخالفت وکړ

د روسیې د تیلو یو بیرل ۶۰ ډالر ټاکل شوی نرخ سر له نن دوشنبې دسمبر ۵ (لیندۍ ۱۵) پلی شوی، خو روسیې ویلي چې هیڅکله به په دې نرخ خپل تیل و نه پلوري.

05.12.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

05.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

05.12.2022 امریکا غږ

د پاکستان پوځ وایي په شمالي وزیرستان کې یو عسکر او پنځه تندلاري وژل شوي دي

اېسوشیټډ پرېس  - د پاکستان پوځ وایي چې امنیتي ځواکونو د افغانستان سرحد سره نږدې د تندلارو په یو پټنځای باندې حمله کړې او په وسله واله نښته کې پنځه تندلاري او یو عسکر وژل شوی دی. پوځ د ګل/دوشنبې په ورځ یو بیان کې وویل چې دا وسله واله نښته د خیبرپښتونخوا صوبې په شمالي وزیرستان ضلعه کې شوې، چېرته چې پخوا پاکستاني طالبانو اختیار درلود. په بیان کې دا نه دي ویلی شوي چې شخړه څه وخت ترسره شوې، او نه هم د وژل شوو تندلارو د پېژندګلو په اړه څه جزئیات څرګند شوي دي. خو بل اړخ ته تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د عسکرو د یوې حملې په ترڅ کې، د ټي ټي پي وسله والو یو عسکر وژلی دی. تحریک طالبان پاکستان هم د ګل/دوشنبې په ورځ یو بیان جاري کړی او په کې یې ویلي چې د پوځ حمله یې په شا تمبولې ده، خو د خپلو تنانو د وژل کېدو یې څه ندي ویلي. د دسمبر په لومړۍ نېټه په یوه بله پېښه کې د پاکستان پوځ ویلي وو قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ نښته کې یو پاکستانی عسکر او یو وسله وال وژل شوي وو. د دغه پېښې زمه داري هم تحریک طالبان پاکستان په غاړه منلې وه. دوه ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا په نوښار ضلعه کې هم د تشدد د پېښې رپوټ ورکړل شو او د حملې ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان په غاړه واخیسته. په هغې پېښې کې وسلوالو د پولیسو پر یوه ګاډي حمله وکړه او درې پولیس افسران یې ووژل. د سیمې د پولیسو یوه مشر محمد علي ګنډاپور رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، پولیس عسکرو د شنبې- خالي په ماښام د نوښار ضلعې په اکوړه خټک سیمه کې په موټر کې ګزمه کوله چې دوو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې. چارواکي وایي دوه پولیس ځای پر ځای وژل شوي او یوه بل په روغتون کې ساه ورکړې وه. پاکستان کې دا وخت د تحریک طالبان پاکستان کالعدم ډلې حملې زیاتې شوي دي. پوځ ویلي چې اوس مهال د ټي ټي پي سره د امن کومې خبرې ندي روانې.

05.12.2022 ډیوه

سرمست د ’ موسیقۍ د حقوقو د اتل‘ لقب ترلاسه کړ   

د موسیقۍ نړیوالې شورا د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت بنسټ ایښودونکي او مشر احمد ناصر سرمست ته د ۲۰۲۲ کال د "موسیقۍ د حقونو اتل" لقب ورکړ.

05.12.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

05.12.2022 امریکا غږ

د اقتصادي بحران سره مخ پاکستان وایي چې روس به ورته په ټیټه بیعه تېل ورکړي

روئټرز  - پاکستان کې د پټرولیمو دپاره د مملکت وزیر وایي چې روس به پاکستان ته په ارزانه بیعه خام تېل یا پټرولیم، پټرول، او ډیزل ورکړي. مصدق ملک دا خبره د ګل/دوشنبې په ورځ پس د هغه وکړه چې د یوې معاملې په سر خبرو دپاره د یو پلاوي په مشرۍ ماسکو ته تللی و. د پټرولیمو دپاره د مملکت وزیر مصدق ملک چې په اسلام آباد کې یو خبري کنفرنس ته وینا کوله، د روس له اړخه د ورکړل شوې ارزانه بیعې اندازه یې ښکاره نکړه او دا یې هم ونه ویل چې د تېلو دا درامدات به د هغه اعظمي بېعې (۶۰ ډالره هر بېرل)  سره برابره وي کوم چې د جي-۷ هېوادونو او یورپي اتحاد په روسي تېلو لګولې ده. د امریکا، جاپان، اسټرېلیا، او برطانیې ترڅنګ، یورپي اتحاد په دې اتفاق وکړ چې د روس سمندري تېل به هر بېرل د شپېتو ډالرو نه زیات نه اخېستل کیږي، ځکه د دې لارې دوی غواړي چې په اوکراین کې د روس د پوځي یرغل قوت راکم کړي. ماسکو وایي هغه ملکونه چې د مغربي ملکونو د دې پرېکړې پیروي کوي، په هغو به روس خپل تېل خرڅ نه کړي. پاکستان ته په ارزانه بیعه د تېلو د ورکولو په خبر باندې د روس د توانايۍ وزارت له اړخه کوم فوري بیان مخې ته ندی راغلی. مصدق ملک پخپل کنفرنس کې وویل: "د هغو (روس) حکومت همدا شان پاکستان ته بلنه ورکړه چې د اېل اېن جي/قدرتي مایع ګېس د اخېستلو اوږدمهاله تړونونو دپاره دې مذاکرات پیل کړي." د ښاغلي ملک وینا وه چې پاکستان دمخه لا د روس خصوصي کمپنیو سره د اېل اېن جي د درامداتو په سر خبرې پیلې کړي دي. د پټرولیمو دپاره د مملکت وزیر مصدق ملک د نوامبر په ۲۸مه نېټه د یو پلاوي په مشرۍ ماسکو ته تللی و. پاکستان د عالمي مارکېټونو نه د اېل اېن جي په اخېستو کې پاته راغلی دی، ځکه قیمت یې د پاکستان د وس نه پورته دی او د پخوا نه یې چې د څه ګېسو تړونونه کړي دي، هغه اوس کافي ندي. اوس چې د پاکستان د ګېسو خپلې ذخیرې هم په کمېدو شوي دي، نو په دې ملک کې رهایشي کورونو او صنعتي صارفینو ته د ګېسو سپلائی هم کمه کړې ده. د ځایي رسنیو په حواله، پاکستان کې د تېلو سپلائی هم کمزوره شوې ده، ځکه د درامداتو دپاره د خارجي کرنسۍ کمښت موجود دی. د پاکستان د خارجي زر مبادلې اندازه اووه نیم ۷.۵ بلینه ډالرو ته راکوزه شوې او دا یې اېله د یوې میاشتې د درامداتو پیسې وي. د ملک جاري اېکاونټ ډېفېسټ هم ډېر شوی او دې سره پاکستان د خپلو قرضو د ادائیګي کې له بحران سره مخ شوی دی.

05.12.2022 ډیوه

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

05.12.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more