شاته

کانګرس د حکومت د بندېدو د مخنیوي لپاره د ۱.۷ تریلیون ډالرو بودیجې متن خپور کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو قانون جوړوونکو د ۱.۷ تریلیون ډالرو د بودیجې د لایحې متن خپور کړ چې د حکومتي چارو د بندېدو مخه ونیول شي. قانون جوړوونکي هیله لري چې دا لایحه په څو ورځو کې منظوره شي.

په دغې لایحې کې ۸۵۸ میلیارد ډالر دفاعي بودیجه او ۴۴.۹ میلیارد ډالر د اوکراین سره د اضطراري همکارۍ بودیجه هم شامله ده.

په لایحې کې همدغه راز ۷۷۲.۵ میلیارد ډالر د غیر دفاعي پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي چې ۱۱۸.۷ میلیارد په کې د متقاعدینو د صحي پاملرنې پروګرام لپاره دي ۲۲ سلنه زیاته شوې ده.

د دې تر څنګ په دغې لایحې کې ۴۰.۶ میلیارد ډالر طوفانونو، سیلابونو او نورو طبعي پېښو ځپلیو امریکایانو سره د مرستو لپاره ته ځانګړي شوي‌دي.

د متحدو ایالتونو په سنا کې د تخصیصاتو کمېټې مشر پټریک لیهې وویل: «په امریکايي کورنیو کې د انفلاسیون درد رښتینی دی او همدا اوس د فدرال په حکومت کې محسوس کېږي.»

نوموړي زیاته کړه: «زموږ دوه حزبي، دوه مجلسي او هر اړخیزه تخصیصي‌ لایحه د غذا او استوګنو له پروګرامونو سره له مرستې نیولې، د کورنیو د انرژۍ د لګښتونو او کالج ته تر توانمن کېدو پورې، له امریکایانو څخه د انفلاسیون د پیټي په لېرې کولو کې د مرستې لپاره مستقیمآ پانګونه کوي.»

د سنا او استازو د خونې د تخصیصاتو کمیټو نن سه شنبه ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹\) د ۲۰۲۳ مالي کالي د بودیجې متن خپور کړ چې ۴۱۵۵ مخونه لري. د د فرانسې خبري‌ اژانس د راپور په اساس،‌ ګانګرس تېره اونۍ په موقت ډول یوه لایجه منظوره کړه چې د حکومت د بندېدو مخه ونیول شي او دموکرات او جمهوریت غوښتونکو استازو ته یې نور وخت هم ورکړ چې د ډسمبر تر ۲۳ نېټې پورې یوې اجماع ته ورسېږي.

ښاغلي لیهې وویل: «انتخاب واضح دی. یا به خپلې دندې اجرا کوو او حکومت ته به بودیجه ورکوو او یا به د وړاندې تګ لپاره د رښتینې لارې له موندلو پرته خپل مسئولیتونه پرېږدو. »

بل دموکرات سناتور ویرمنت وویل: « له شک پرته چې د دغې دوه حزبي، دوه مجلسي او هر اړخیزې تخصیصي لایحې تصویب کېدل د ټولو امریکایانو په ګټه ده. دا د څو میاشتو سخت کار او جوړجاړي نتیجه ده. د استازو خونه او سنا باید له ځنډ پرته دا لایجه منظوره کړي.»